ټنگ ټکور :

د کېسې لېکونکې : دکتور ببرک ارغند :2

ژباړن س . سېلنی :

د خرابات تنگه او دوړنه کوڅه له ېوازېتوبه هوو وهله او دلته هلته د کوڅې د پاسه ېونیم مړتت څراغ بلېده .
د صابر د کور مخې ته چې ورسېدم ، ودرېدم ، تا به وېل ځان مې سوړ او بې واکه کېده او پښو مې د تللو ځواک ندرلود ، خېال ته مې راغی چې وخت له تگ څخه دریدلی و او ځمکه پر خپل چاپېر نه گرځېده او ستوري په پورته هندارو کې نه ورښکارېدل ، ېواځې د ساز ناڅرگند غږ په هوا کې څپې وهلې او د سنتور پرېکېنده نالښت د کړکۍ له درزو او چاودو د کوڅې لاندې بهېده .
پورته مې وکتل ېو مړتتې رڼا د صابر پاسنۍ کوټه رڼا کړې وه او د کوپ سړي سېوری د کړکۍ پر سپينې پردې لوېدلی و او د ساز له نغمو سره کيڼ و ښي خوا ټيټېده راټيټېده

.
ځان سره مې ووېل :
« گواکې بېوزلی تر اوسه وېښ دی »
او د پښې پر څنډه مې د دړې پلو ټېل واهه ، د ساز غږ مې لوړ تر غوږو شو ، شابازې په ډېره تندې پر تارو لږېدل او خوږمنې و غمجنې ساندې ترې پورته کېدې .
په انگړ کې څاڅکی څاڅکی باران اورېده او د ځمکې خاورې غمجن وږم بېرته ورکاوه او د سپېدار ونه همداسې د پخوا په څېر د څاه پر غاړه لکه سرتېری پېره ولاړ و او د دالېز د پاسه د څراغ مړتتې رڼا د انگوروڅېلې تر پاڼو لاندې بې ځواکه ځلېده او ويښه شپه غولېدلی پتنگ یې په ستومانۍ سره خوا وشا څرخېده .
انگړ وړوکی څلور کونجه و ، د خاورې ، مړو پاڼو او ساز وږم یې ورکاوه .
مات سرې ؛ وړې سلواغې ؛ د څا د خښتو پر دېوال ډډه لگولې وه او وړوکی ډنډوکی یې تر پښو لاندې جوړ و ، د لرې نه د خندا غږ راته ، د کمزورې او خوږمنې خندا غږ !
ځان سره مې ووې :
« بېا یې مست کړي دي ! » او پورتنۍ کوټې خوا مې وکتل ، د زېب ألنسا سېوری د کړکۍ پر سپينې پردې پرېوتې و ؛ سېورې یې ځوان ښکارېده ، کوپه ملا یې دنگه او نېغه وه ، خېال ته مې راغی چې ځوانه نجلۍ د کړکۍ مخې ته ناسته ده ، د ژېړو چلم سېوری یې غمجن تر څنگ ولاړ و .
کلونه کېدل چې هغه انگړ مې پېژانده ، زېب النسا مې پېژنده ، نوروز مې پېژانده ، زوی یې صابر مې پېژانده ، له روشنکې سره یې د مينې او زړه باېللو له کېسې خبر وم ، له ماسره یې د روشنکې کېسې کړې وې ، هغه خندا مې هم پېژنده ، کلونه کېدل چې خندل به یې او مکيزه پسته به یې خندل ، کله کله مې گومان کاوه چې دا خندا هره شپه په هوا کې چوي او ښندلې ښندلې ټوټې یې د خرابات سرترسره خپرېږي .
په کراره کوټې ته ور دننه شوم ، کوټه سړه وه او د غم وږم یې درلود ، پر زاپرانو لړلی د غم وږم ، مړينه او ېوازېتوب ، او د خاورو تېلو څراغ په ناکرارې پر هغې جگې تاخچه کې د پای سلگې وهلې ، تا به وېل خپله وروستې سا ورکوي او صراحي غاړه کې یې ېو تور شپول چنبه وهلې وه ، له سوزېدو یې د مړېنې وږم پورته کېده . ها خوا په گلدانۍ کې یې د کشمالۍ بوټی وچ شوی و او باد د کړکۍ د پاسه ؛ د انځورځړول شوي تش قاب ته ورو ورو ټکان ورکاوه ، د کوټې دېوالو بده څېره درلوده ، سوري سوري وو او هر چېرې یې د وير ېادونه او د دړد ېادښتونه انځور شوي وو، تابه وېل ېو لېوني مېن او ترانه وېونکي له هغه ځاېه کډه کړې وه :
د غږ انگازه مې اورېده چې لا هم د غم او وير سره غبرگ و : « مرمه او داغ دې نن له دې نړۍ وړم + ای کاشکې مېنه مې نن خواته راشي »
چا مې غوږ کې ووېل :
اورې ! دا هماغه غږ دی ؛ د صابر غږ دی ، رښتېا ده چې غږ پاتې کېږي !
او همالته د دروازې خوله کې کېناستم ، خوږمنې انګازې همداسې په کوټه کې تاوېدې راتاوېدې ، ارېان مې وکتل ، ژوند په ټول درَز و درب بېرته هلته راگرځېدلی دی او ساز وغږ بېا کوټه ډکه کړې ده ، لېده مې چې صابر سنتور د زنگنو مخې ته غوړولاې و ؛ په ځوړند سر او لېونتوب یې د تارو پر زړه منگولې لگولې ، د سنتور کرېږې او نارې په شور و ځوږ پورته کېدې او سر یې پر هر وره او دېوال واهه ؛ د کشمالي وچ بوټي ته یې ټکان ورکاوو او د کړکۍ د پاسه د انځور تش قاب یې په چټکۍ ښوارو.
کتل مې زېب النساء خپل ټیکری تر ستوني راتاو کړ؛ چلم یې مخې ته کېښود او ېو ژور کښ یې ورکړ ، او ېو دم وروسته یې د سوزېدلو تنباکو غوړسکې لوخړې له خولې راووتلې او یو شېبه یې پکې گونځنه څېره وپوښله او د لوخوړو له مېنځه یې خپل زوی ته ووېل :
څېرې ته دې وگوره ؛ رنگ دې څراغ گُل په څېر شوی دی ، دا درې کاله جېلخانې له تا څه جوړ کړي دي ! :
او غومېدلو کې یې زياته کړه :
« دا روشنکه څه لري چې زړه یې درنه وړی دی ، کاشکې مې له هغې لمړې ورځې نه وې پرې ايښی چې کور ته یې تللی وې ! »
غږ یې د چلم په اېرو رنگه لوخړو کې گډ شو ، وامې نه اورېدل چې نور یې څه ووېل :
بېایې غږ پورته کړ :
« په لمړې ورځ مې درته ووېل ، چې موږ یو بل سره نه جوړېږو ، موږ چېرې او دوي چېرې ، موږ خراباتيان او هغوي ... ! »
غږ یې لا لوړ کړ :
ان ېو ورځ یې نوکر راته زما پر مخ ور را بېر ته نه کړ ، وېلې :
« بي بي وایي ؛ ورته وواېه چې پښې موخپل گېلم سره وغزوې .»
او وروسته تر تم کېدو یې ووېل :
« صابره ! ښه شو چې د روشنکې په خبره نشوې - ښه شو چې له هغې سره ونه تښېدې.»
چې کتل مې د روشنکې د نوم له اورېدو سره ، د سنتور کرېږې لا اوچتې شوې ، خوږمنې او پارونکې شوې ؛ تابه وېل د صابر گوتو کې د انګېر زلزله روانه ده .
زېب النسا زېاته کړه :
« روشنکې ته خو یې څه نه وېل ؛ هر څه نه وي د زړه ټوټه یې وه ؛ خو د تا پوټکې یې کاږه ! خاورې مې پر خوله ته یې مړ کولاې ...!»
کتل مې سنتور چوپ شو ، صابر خپل سر اوچت کړ ، زاپراني څېره یې درلوده ، په سترگو کې یې دوه څاڅکې اوښکې را ټولې شوې وې ، بڼه یې ښکلې او زړه وړونکې وه ، نارينه سترگې او باڼه یې درلودل ، په زړه راکښونکي خو خواشینۍ یې ځواب ورکړ ! :
« کاشکې مې د هغې په خبره کړي و ... ! کله چې یې د واده اجازه رانکړه ، کاشکې دواړه تښدېلي وو...! »
او وچې پتری نيولې شونډې یې په ژبه لمدې کړې :
« کاشکې له هغو سره مالگه او اوبه شوی نه وم ، که هر څه و نه و پر ما یې د زده کونکو (شاگردې) حق درلودل ، کاشکې سترگو مې یې مالگې و ډوډۍ نه وې نيولې »
زېب النساء د چلم خوله په ورغوي پاکه کړه :
« هغو د شاگردۍ حق نه درلود ؛ تا د استادۍ حق درلود ! بې سترگو خپلې موخې تر لاسه کړې او بس ...! یو سندرې او سازغږول و ؛ خو له تانه یې زده کړل ؛ نور یې څه په درد خوړلی ، نور یې ته څه کولاې ... ؟ پاکونکی وې او بس ! «
اودوه درې پرله پسې ټوخي وکړل :
« که دې زما په خبره کړي و ، دا حال به مو نه درلود ! »
او نی یې بېا خولې ته ېووړ :
» نه مې درته وېل ؟ دا غوږوالۍ په ځوړندولو نه ارزېدله ، ته یې بندي کړې او نجلۍ یې په زوره مېړه ته ورکړه ... !
« د خدای د پاره ، درې کاله د کړاو ډک جېل !هغه هم د یوې نجلۍ په خاطر! روشنکه نه وه خوله سوزونکی آش و خوله سوزونکی«
او دردونکې زمزمه یې ترشونډې لاندې وکړه :
« ! نه پوهېږم زوی مې په څه گرم و ، مېنتوب خوگناه نه ده »
صابر شونډه تر غاښ لاندې کړه او د سنتور صدفي لوزو ته ځير شو .
د څراغ رڼاوې د سنتور د صدفو په څېرو کې را ښکاره وې .
ناڅاپه یې روشنکه د سنتور د لوزنو په څنډه کې ولېده چې د تېر په څېر یې په ارته پراخه لمن کې څرخ واهه او څرخ واهه او د سنتور له ساز سره گډېده ، لاس و پښې یې له خوښۍ لکه د پسرلنۍ ولې څانگو ؛ هاخوا دېخوا تاو راتاوېدلې ماتېدلې .
صابر له ځانه سره وېل :
« زه پوهېږم چې څښتن تعالی دا گلان د روشنکې د ښاېسته څېرې څخه په اخیستو پنځولي دي « .
زه خبر لرم چې دا راڼه ستوري د روشنکې د اوښکو دانې دي چې د دې نړۍ پر ترږمۍ یې ژړلي دي .
پوهېږم چې بادونه یې د څڼو د نازولو لپاره لگيږي .
که هغه نه وي ، ښایي نوره نړۍ او صابر شتون ونلري .
او شونډه یې تر غاښ کښېکوده :
« د جېلخانې دړد مې هډوکي وسوزول ؛ خو مړ نشوم ؛ مگر بې روشنکې مړ کېږم .«
« روشنکه هم بې له ما ژوند نلري . »
زه د مړينې د تن وږم انګېرم ، پوهېږم چې څو قدمېو کې مې ولاړ دی ، پوهېږم چې مړينه هم ېو ساز دی ، ېوه سندره ده ، یوه پردیسه ترانه ده چې یو خوار مساپر یې په پراخه دښته کې په سوزنده غږ وایي .
کتل مې زېب النسا د خپل ځایه جگه شوه ، د کوټې مېنځ کې ودرېده ، خېال ته مې ښکلې او مينه ناکه راغله ، روشنکې ته یې یوځانگړې ورتوالې درلودله ، ونه یې لکه د لوړې سروې وه ، راکښونکي توری سترگې او وروځې درلودې ، د لوخړو په مېنځ کې وړاندې راغله ، کتل مې د شنه ټېکري غوټه یې خوشې کړه ، په ټکان سره یې تور او القاسي وېښته د اوږو پر مخ وښندل ، چاپېره تر ملا یې دسمال غوټه کړ او د پښو د زنگونو تسمې یې وازماېلې .
کتل مې یوه خوږمنه موسکا د صابر پر شونډو وځغلېده او ناروغه سترگې یې په خندا گډې شوې ، او سپين ډنگر له شنو رگونو ډک لاس یې په لېوالتيا سنتور کښېکود او په کوډگرې یې د ساز پر مزېو گوتې وښوېدې او کوټه ېو ځل بېا د سازه ډکه شوه او د موسیقي خوږمنو او ويرجنو څپو کوټه ډکه پکه کړه .
کتل مې د هغه دړې خوا ته چې ناست وم ، ناببره په کلکه څلور دانگې پرانستل شوه ، په دیوالو مې د تمبو لګېدل واورېدل .
د دړې په چوکاټ کې څلور کونجه توره څېره لکه یوه توره کنده را څرگنده شوې وه او د چلم سرگردانې شنې لوخړې یې په یو ارېانونکې تمبولو سره ځان خوا راکښلې .
کتل مې د دړې قاب کې پېژندلې او نا پېژندلې څېرې ښکاره شوې .
د هغو ؛ هر ېوه څېرې ځان سره ساز درلود ، د ځانه سره یې غږ درلود .
وروسته مې ولید چې ېو غږ لکه د غړومبېدونکي څپانده سېند کوټې ته راننوت . غږ لوېه مانا درلوده ، په هره څپه کې یې ، په هر کږلېچي کې یې پاڅون ځلېده ، تا به وېل د غږ ذرې په هوا خپرېږي او هغه خپرېدنې د کوټې چاپېرېال تُربت او تنگوړی کاوه . تابه وېل ؛غږ په کوټه کې نه ځاېږي ؛ چې دېوالو د شاتگ تکل وکړاو پورته چت له موږ زېاتېدونکی واټن ونیو .
د غږ له پراخېدو وډار شوم ؛ ماوېل نشي د صابر پاسنې کوټه وچوي .
په ساده گۍ مې سا گوگل کې بنده کړه او پښې مې راټولې کړې او ځان مې راټول کړ ، گواکې غږ ته مې ځای تشوه ، غږ لکه اور غورځونکی غړمبېده :
« من جانِ خراباتم جانانِ خراباتم »
او هغه ټولو غږنو او سازنو یې ورپسې وېلې :
« ما جان خراباتیم جانان خراباتیم » .
او پردې و دېوالونه یې رېږدول او د څراغ لمبې په لېونتوب سره د صراحي ډوله ښېښې له تورې چنبې سر راوېسته .
تابه وېل د مينې لښکر ېرغل راوړی و .
تابه وېل د ساز و سندرو ډله د جامونو له خومونو او شتمنۍ سره رارسېدلي وو .
کتل مې زېب النساء چې روشنکه شوې وه ؛ ناڅېده او څرخېده او پښې یې وهلې، د پښو گوتې یې پر نکریزو انځورې وې .
تابه وېل هغه هم له ټنگ ټکور سره ېو ځاې شوې وه ؛ چې نرې شونډې یې رپېدلې او د ساز له درَز سره یې وېلې :
« من جانِ خراباتم، جانان خراباتم » او څرخېده او لمن یې لکه د غاټول گل خواوشا غوړېدلې وه .
څرخ یې واهه او وېل به یې :
« من جانِ خراباتم، جانان خراباتم »
او تورو وېښتو ته یې شړق ورکاوه .
صابر غبرگې سترگې په روشنکې گنډلې وې او گوتو یې د وفا گلپاڼې په شابازو د زړه له مزیو راکاږل او د روشنکې تر پښو یې غوړول او روشنکې د هغو خوږمنو او خونړېو گلپاڼو پر مخ پښې وهلې او پښې وهلې ، څرخ یې واهه او څرخ واهه .
کتل مې ېو ځلي سازونه او سندرې چوپ شول او نازړه سواند ماښام څکالي هرې خوا وزرونه خپاره کړل ، خو روشنکه همداسې بې سازه ناڅېده .
دا ځل یې تور کالي په ځان کې و، څېره یې زاپراني وه ، د پښو زنگونه یې د اوسپنو غټې ټوټې شوې وې ، تابه وېل په ېوه ټکي یې څرخ واهه او تاو راتاوېده او هغه شيبه یې هېښنده له چا پوښتل ! »
« ولې سازونه ټپ شول ...؟ ولې غږونه ودرېدل ؟ » .
کتل مې د صابر رنگ شیبه په شیبه پسې ژېړ او اوترېده او منگولې یې له واکه تللې ، تابه وېلې رنځورې اروا یې کالبد پرېښود ، وېل به دې مړ کېږي او ژوند یې پای ته رسېږي .
روشنکې خپله نڅا ودروله ، هيښنده پر دوو پښو د صابر پر وړاندې کیښناسته:
» نو پر ما ولې په غوسه یې ؟ زما له لاسه څه پوره و ، څه مې کولای شول ؟
ومې وېل وتښتو ، ودې نکړل
غږ یې خوږمن و.
خو صابر سر ښکته اچولې واو په سوزنده او درد یې سندره وېلې: « مرمه او داغ دې نن له دې نړۍ وړم + ای کاشکې مېنه مې نن خواته راشي .
« کتل مې روشنکې د ملا دسمال واز کړ ، ټيکری یې بېا پر سر غوټه کړ.
ليده مې بېا ځل زیب النساء شوې وه شړېدلې سترگې یې ژړغونې وې ، ملا یې کوپه وه او کالي یې د ترخو تنباکو وږم ورکاوو . کتل مې سنتور یې په ډېره غړنتيا د زوی له لاسه واخيست او ېو اړخ ته یې کېښود ، هغه دم یې وېرژلې وپوښتل :
« زوېه پر تا څه کېږي ؟ »
صابر ووېل :
« مه پوښته ! ، هغه د کشمالي ؛ بوټې مې له سترگو نه لرې کړه ، دا خېالونه مې له سره وباسه ...! نه وېنې ستونې مې کښېکاږي » .
زېب النساء په خواشېنۍ دځاېه پاڅېده :
« غوسه مکوه ؛ لرې کوم یې ! »
او د کشمالي بوټي پسې پر لاره ولوېده ، پښې یې رېږدېدلې .
کتل مې سازونو پر ژړا سر وو، غږونو سلگۍ وهلې او د تاخچې د پاسه څراغ مړ و او نور نو روشنکې پښه نه وهله .
خیال ته مې راغی چې د دالېز د سر د څراغ هغه پتنگ د انګورو د تاک تر پاڼو لاندې سا ورکړې ده .
ويرجن د ځایه پاڅېدم ، بهر باران نه اورېده او غوږونو ته مې د خندا غږ نه راته .
خیال ته راتلل چې وخت بېا له خوځښته پاتې کېږی او ځمکه خپل خواوشا نه څرخېږي او ستوري په هندارو کې نه راڅرگندېږي
یوازې د مړېنې وږم هرې خوا خپور و ، یواځې د صابر غمجن غږ تر غوږ کېده ؛ چې د وخت د دېوالو تر شا یې ؛ځان سوزنکې بدلې وېلې :
« مرمه او داغ دې نن له دې نړۍ وړم+ ای کاشکې مېنه مې نن خواته راشي »
پای

 

لوستل شوی 744 ځله Last modified on یکشنبه, 29 اسد 1396 09:07

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي