هماغه يم ؛ کوم چې تا د تل لپاره هير او ورک کړ !

هماغه يم ؛ کوم چې تا د تل لپاره هير او ورک کړ !

اسدالله غيرت / پکتيا

نيمه شپه ده ، هرې خواته خاموشۍ خپلې وزرې غوړولي دي ، د اسمان په ټتر ځليدونکي ستوري شغلې کوي ، خلک د مرګ ورور ؛ خوب په خپله غيږه کې ټينګ نيولي دي ، شپه ورو ورو د ديوالي ساعت له ستنو تيريږي او سحر ته ورغاړي وځي .

د کوټې په ګوټ کې ناست مين ؛ د تکې تورې شپې تر شاه د خپلې بې وسۍ اوښکې څاڅوي . ژاړي ، اسويلي کاږي او د خپل بې وفا ملګري د لاسه خدای ته فرياد کوي .

په ژړا ژړا کې د بې وفا ملګرو کيسه تکراروي او په لپو لپو اوښکې تر خاورو جاروي . پرلپسې اسويلي د هوا څپو ته سپاري او ځان ته په ښيرو خوله پرانيزي

.

هغه مين چې ، له خپل ملګري سره د حقيقي او سپېڅلې مينې سره سره ؛ بيا هم ورټل شو، له دره وشړل شو او بلاخره د تل لپاره هير شو .

همدا مين د شپې په وروستۍ برخه کې خپل بې وفا ملګري ته د سپين کاغذ پر مخ خپل دردونه او ګيلې داسې رسموي .

د نړۍ پر مخ د هغه هير شوي ، انسان سلام ومنه ، کوم چې تا د تل لپاره هير او د خپل خيال او زړه له  جزيرو  ورک کړ .

زما ملګريه !

ممکن زما د دې ليک په درتلو سره زما په اړه درته پوښتنه را ولاړه شي او ووايي چې دا څوک ؟

خير، ځان ته پوښتنې مه پيدا کوه ، زه هماغه يم کوم ، چې له تا سره مې بې مقصده او سپيڅلې ملګرتيا مخته يوړه ، هغه چې له تا سره بې کچې ملګرتيا ته مې خلک ګوته په غاښ پاتې وو ، هغه چې ستا د خوشحاله ساتلو لپاره مې د نړۍ هر ډول ستونزو او کړاونو ته په ورين تندي غيږه ورکړې وه ، هغه چې د خپل تن په وينو مې ستا نوم وليکه ، هغه چې ستا په بيلتون کې مې په لپو لپو اوښکې تر خاورو جار کړې ، هغه چې ستا د ملګرتيا لپاره مې ډيرې سترګې هيرې کړې ، هغه چې ستا د شخصيت جوړونې په موخه مې تا ته سالمې مشورې درکړې او په سلګونو سپينې پاڼې مې درته ډکې کړې ، هغه چې تر يوه حده مې په هغه بدرنګ چاپيريال کې ستا د عزت ساتلو هڅه وکړه او بلاخره هماغه يم کوم ، چې تا د تل لپاره هير او ورک کړ .

زما ملګريه !

نور نه غواړم هغه پخواني وختونه يو يو در په زړه او مخې ته درته کيږدم ، هيله کوم يو وار د کلي د شنو ونو تر سيورې لاندې په ګوښه ځای کې زما او ستا په سپيڅلې ملګرتيا له لومړۍ ورځې کتنه وکړه .

زما په لاس تاته هغه ليکل شوې پاڼې د خدای لپاره يو وار ولوله ، خير داسې مه کوه هيله کوم ،................... اشنا غږ مې اورې !

هيله کوم يو وار ما در په زړه که  ، زما ګډه وډه څيره ذهن ته راوله ، هيله کوم پر ما مه شرميږه ، زه پردی نه يم ، زه هماغه يم ، کوم چې تا د تل لپاره هير او ورک کړم .

زما د کالونو ملګريه !

په خدای ج قسم درته يادوم چې ما اوس هم نه يې هير کړی ، اوس دې هم په خوب کې ګورم ، اوس دې هم تنکۍ ځوانۍ ، ګاګرو ويښتانو ،خيالونو ، هيلو ، ارمانونواو وچو شونډو ته درناوی لرم .

اوس دې هم د بيلتون د درد شيبې هغه ستا په لاس ليکل شوو پاڼو په لوستلو تيروم .

زما ملګريه !

ما هيڅکله له تاسره د ملګرتيا په لومړۍ ورځ داسې خبره نه وه کړې ، چې له يو څه وخت وروسته به ما هيروي او د يو نا پيژنده انسان په سترګه به راته ګورې .

تا د ټولو پاڼو په يوه کرښه کې هم داسې څه نه دي راته ليکلي چې تا به هيروم او ملګرتيا به مو تر يو څه وخت پورې محدوده وي .

ښه ! چې يو بل ته مو د هيرولو هيڅ هم نه دي ليکلي ، نو بيا ولې له ما سره داسې وشول ، زه ولې هير شوم ، زه ولې له پامه وغورځيدم ، زه دې ولې د خلکو د خاندا  کړم ؟؟؟؟ ولې ؟ ولې؟ اخير ولې ؟

زما ملګريه !

ايا د ومره نه شې کولی چې د خپل نيږدې ملګري او لارښود پوښتنه دي وکړې ؟ ايا دومره توان نه لرې ، چې د خپل ملګري د حال او احوال اخستو په موخه دوه ګوتې ليک هغه ته وليږي او..........، خير ستا خپله خوښه ، نورې خبرې نه اوږدوم هسې نه زما اوږدې خبرې ستا د خفګان لامل وګرځي او ستا قيمتي وخت ضايع کړم .

ملګريه !

يوه خبره درته کوم ، هغه دا چې ما له تا سره حقيقي او سپېڅلې ملګرتيا مخته وړې ده ، تر پايه مې د ورور په سترګه درته کتلي دي ، ته چې ، زما پاکې ملګرتيا ته په سپک نظر ګورې او ما بې موجبه هيروې ، نو قسم په الهي که دې وبښم ، دومره حق درباندې لرم چې له هغه څخه په ګټه اخستنه ستا هغه بل ژوند د اور لمبو ته ونيسم .   هو  ، انشاالله

درنښت

هير شوی (.......)

 

 

 

 

لوستل شوی 788 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « ناراحتی یک معلم ټنگ ټکور : »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي