مالجات او معنا ئې

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

                                            
 ځني ښاغلي مالجات په محله جات او ځني یې په محل نجات لیکي چي دا یوه املایي، معنایي او تاریخي تېروتنه ده، که تکرار نسي ښه به وي. ځکه مالجات یوه لرغونې پښتو کلمه ده چي د پارتي/ پهلوي ژبي ورستاړی/ پسوند (جات) ئې د ځان کړیدی.
پدې معنا چي مال لرغونې پښتو کلمه ده او پخوانۍ بڼه ئې ماله/ مالي Māla / Māle وه چي د باغ، ابي مځکه او زرعتي شتمني په معنا وه. د مال دغه پخوانۍ پښتو بڼه د علامه عبدالحي حبیبي پر لوی پښتو قاموس/ حبیبي قاموس او د مولوي عبدالرشید روښان پر پښتو اوردو ډیکشنري سربېره  د هنري جورج راورټي په ډکشنري ( A Dictionary of the Pukhto or Pushto ) کي هم د باغ، اوبه سوې مځکه یا ابي ډاګ په معنا داسي راغلې ده:
::Irrigated land; garden land; watered field Māla / Māle
 کله چي د ماله یا مالي سره جات ملګری سو نو مالجات سو. هغه داسي چي په عربي ژبه کي د شیانو جمع په ات کیږي لکه حالات، مقامات او نور. خو په پارتي ژبه کي چي د میراث یوه برخه ئې فارسي ته رسېدلې ده ات په جات اوښتی دی. لکه دانه جات، میوه جات، علاقه جات، کارخانه جات او نور. جات د صفویانو، قاجاریانو، غزنویانو، غوریانو... په اداري ژبه کي ډېر لیدل سویدی مثلآ:
- سایر عرایض را ... به دفترخانه عریضجات خواهد برد. دستخط نصرالدین شاه قاجار
- املاک جات موقوفه را بر وجه شرعی تقسیم نمودند. اسناد ملکی دوره صفوی
- وهمچنین نسخجات دیوان... و تعلیقات مناصب جز و کل. تذکرة الملوک
مالجات د احمد شاه بابا په وخت کي هم مروج وو او لیکل کېدی.
پایله دا چي مالجات = مال + جات. یعني باغونه، ابي مځکي او شنه ډاګونه.
انجنیر داؤد اڅک