اشرف خان هجري

اشرف خان هجري

اشرف خان هجری د خوشال خان خټک زوی، او د پښتو یو نوموړی شاعر و. هجری د خپل پلار په شان د قلم او توری خاوندو . او هم یې د پښتنو د خپل منځی او هم د مغولو په خلاف د جڼونو په میدانونو کی برخه اخیستې ده . هجری هم د خپل پلار خوشال خان په څېر د عمر په یوه دوران کی د مغولی دربار خدمت کړی دی. او بیا یې د مغولو په خلاف توره را ایستلې او په دې لاره کی یې هر

څه بایللی دی. هجری د خپل ژوند زیاتره برخه په اجتماعی او سیاسی میدانونو او فعالیتونو کی تېره کړې ده . او دغه علت دی چی تقریبا ټول اشعار یې داجتماعی محيط نه متاثر دی.

غم ښادی د جهان باد گڼه یا گرد
په دا نه لری پروا آزاده مرد
آمد شد یې تر سبا هم گړندی دی
تجربه می کړه د دهر گرم و سرد
هیڅ هوس د زمانې و خواته مه کړه
یو لقمه بېغمه نه لری د خورد
په څو رڼه نقش بېداد په یوه دم کا
د فلک دورونه طاس گڼه د نرد
چا چی ناز د زمانې په ډول وکړ
په خندان کی زخم ورکاندی پر درد
غم ښادی که یې د هوښ په نظر گورې
د بقا عمر یې زیات نه دی تر درد
هجری بد عمل ترشا مخ په صفا کړه

چی په ورځ د محشر نه سې گونه زرد

د اشرف خان هجری د شعرونو هغه برخه ډېره دردونکې ده چی ده په زندان کی د وطن په یاد ویلی دی. هجری په دې شعرونو کی د مغولو د وخت د زندان د شرایطو څخه چندانی گیله نه ده کړې، بلکه ټول درد یې د خپل هیواد او اشنایانو لیدل او د روه له سیمی څخه جلا کېدل دی. پر هجری باندی په زندان کی د سورنا ږغ ډېر بد لېږی او داسی فکر کوی چی دغه آواز د ده ټول غمونه ورته راژوندی کوی. سورنا د ده د غمونو داستان وایی او دی په لوی لاس ژړوی. اشرف خان داسی فکرکوی چی یا دا سورنا هم له یارانو څخه بېله سوې ده او ورپسی ژاړی او یا د ده په حال خبره سوې ده ، او له ده سره ژاړی.

څڼه چی د اشرف خان هجری ژوند ټول په نا ارامۍ او په جڼونو، په زندان او پردېیسیو کی تېر سوی دی. او د عمر په یوه مرحله کی یې، چی ښایی ډېره شاعری به یې هم په دغه وخت کی کړې وی، چندانی روغه ورځ نه ده لیدلې، نو ځکه شاعری یې هم زیاتره له درد او سوزه ډکه ده .چی پخپله دغه سوز او درد د اشرف خان شاعرۍ ته یوه خاصه او په عین حال کی خوندوره بڼه ورکړې ده .هجری په عین وخت کی چی په زندان کی پروت دی اود یار هجر یې ژړوی، بیا هم غم ته سمه نه کوی او ځان غښتلی ورباندی بولی.ځکه چی یوه شپه مخکی یې خپل دلدار په خوب کی لیدلی دی. او د ده په قول دغم بنیاد یې د بڼو په غشو غوڅ کړی دی.

اشرف خان هجری څوارلس کاله د مغول پا چا اورڼزېب په زندان کی تېر کړی دی. او د هغې پردېسۍ په حال کی وفات سوی دی.د مغولو په زندان کی یې د سوز چیغي وهلي دي او دغه چیغی دي چی د ده شاعرۍ ته یې سوز ورکړی دی. هغه سوز چی نه ښکاره کول یې پخپله دده په وس هم نه دي. څوارلس کاله یې د خپلی مېنی په غرونوپسی ژړلی دی. او د خپل پلرنی ټاټوبی او محبوب روه یادونه یې کړې ده .دده تش صورت د دکن په زندان کی دی. اوزړه یې تل د یار په یاد مشغول دی. په دغه حال کی هم امید له لاسه نه ورکوی او د وصال په یاد ځان او خپل شاعرانه خیالونه تازه کوی.

د اشرف خان هجری په دېوان کی له سره ترپایه د هجر څخه شکایت سوی دی . او هر وخت د وصل شپه د حباب د عمر په څېر لنډه بولی. دی د هجر په اور سوی دی ، خو بیا هم دغه هجر خپل قسمت بولی . دا چی ولی د هجر څخه دونه شکایت کوی، یو علت یې دا دی چی ده په واقعیت کی هم خپل تقریبا ټول عمر د یار څخه جلا تېر کړی دی.د عمر ډېری خوږې ورځی او شپې یې په زندان او تبعید کی تېری کړی دی. او ټول عمر یې د وطن کاڼی بوټی ژړلی دی. په برنده ځوانۍ کی، چی اشرف خان به د خټکو د قام د مشرۍ او خانۍ د گټلو دپاره تلاښ کاوه،او ځان به یې د خپل پلار خوشحال خان وارث باله،د مغول پاچا اورڼزېب په زندان کی بندی سوی، او ورپسې تقریبا ټول پسرلی یې په دغه زندان کی تېر کړی دی.لکه تخلص یې چی هجری انتخاب کړی دی،د شعر محتوی یې هم ټول هجران دی. او په دېوان کی یې تقریبا تر بلی هری کلمې د هجر او هجران کلمات زیات لیده کېږی.

دا به گرانه خبره وی که ووایو چی اشرف خان هجری ځانته جلا سبک او مکتب لری. ځکه چی د هغه شعرونه تر ډېره ځایه پوری د خپل پلار خوشحال خان او نورو پښتنو شاعرانو څخه متاثر دی.او څرڼه چی هجری د فارسی ژبی شعر ډېره زیاته مطالعه کړې ده ، او په فارسی ژبه یې ښه قوی شعرونه لیکلی دی. نو طبیعی خبره ده چی په شعر کی به یې د فارسی ژبی د لویو شاعرانو تاثیر هم موجود و.او د هغوی له اشعارو څخه به یې هم الهام اخیستی وی. خو دا پخپله دا سی خبره ده چی د پښتو ژبی په تقریبا ټول کلاسیک ادب کی مشترکه ده. خو د ځینو محقیقنو د دې قول په خلاف چی وایی د اشرف خان هجری شعرونه د فارسی دکلام مستقیمه ترجمه ده، ویلای سو چی هجری خپله ژبه لری، او چی د هرچا او هری ژبی تر تاثیر لاندی یې لیکلی دی هغه یې خپل دی. یو محقق د دې ادعا د اثبات دپاره چی د اشرف خان هجری شاعری مستقیما د فارسی څخه متاثره ده د اشرف خان هجری او د سعدی شېرازی دغه دوه بیتونه سره مقایسه کوی:
هجری وایی
په زېور آرایش کا چی زېبا نه وی
ته گلرڼه څه محتاجه یې زېور ته
سعدی وایی
به زیورها بیارایند مردم خوبرویان را
تو سیمین تن چنان خوبی که زېور ها بیارایی

په داسی حال کی چی په دې بیتونو کی اشرف خان د خپلی معشوقې په ځان زېور نه خوښوی. ځکه چی هغه بې زېوره ښایښته ده. او د سعدی معشوقه دونه ښایسته ده چی زېور په ښایسته کېږی. او د سعدی دغه مبالغه ددې دواړو بیتونو مضمون ته توپیر ور بخښی. د پښتو او فارسی ژبی زیاتره کلاسیک شعرونه د وصال، هجران،جمال،زېور،رقیب،ساقی، او خرابات له کلمو څخه ډک دی. مگر د دې معنی دا نه ده چی دغه شعرونه دی یو د بل ترجمه یا د یوبل څخه مستقیما متاثر وگڼل سی. بلکه اصلی خبره دا ده چی ددې دواړو ژبو ادبیاتو په یوه کلتوری حوزه کی وده کړې ده، او شاعران او د شاعرانو د محیط خلک تقریبا د یو راز مشکلاتو سره مخا مخ دی. ځکه یې نو عکس العمل هم یوه بل ته ورته دی.

له بلی خوا د اشرف خان هجری او سعدی په بیتونو کی دا خبره چی ښایسته سیڼار او زېورته ضرورت نه لری، اویا داچی بدرڼه په زېور نه ښایسته کېږی، دونه عام مفاهیم دی چی د پښتو ، فارسی، اڼلیسی او نورو ژبو ادبیات او فوکلور ورڅه ډک دی. خو هیڅوک دا نه سی ویلای چی دا خبره یوازی د سعدی کشف دی. او چی په هره ژبه کی په دې باب هرڅه ویل سوی دی نو هغوی به د سعدی څخه الهام اخیستی وی. اوس به د دې موضوع په ارتباط د اشرف خان هجری هغه شعر راواخلو چی د زېور او سیڼار په باب یې لیکلی دی.
چی اوربل د مخ له پاسه لکه سپر کا د سرو گلو یې خاصیت همه د لمر کا د یاقوت مثل یې سکور نته اتش ده سور بلاق دی څڼه جوړ لکه شرر کا څمکلۍ یې ځکه سره د یار په وینو چی خلش ته یې هر دان لکه نشتر کا ابرووان یې جوړ لیندۍ باڼه یې غشی پېرایه د حسن څوک توره خنجر کا هغه دم چی سیڼار وکا روانېږی یو نظر یې صد ساله صوفی ابتر کا ژولیده زلفی چی خم کا په رخسارو خرابۍ ته اجازت زڼی لښکر کا توری سترگی یې لا توری په رنجو کړې هر باڼه به د آشنا په وینو تر کا نرمی نرمی قصې کا واړه فرېب دی په بانه بانه دی زړه د سحر گهر کا اور آرام یې وعاشق ته مهیا دی د وصال خواږه بهشت هجر سقر کا هرچه وکړه د هجری په زړه دلبرو هغه تاخت په سره مغول کله خیبر کا د جفا به هجری شا نه کا ویار ته که لټ پټ یې تن په وینو کی احمرکا

اشرف خان هجری د ژوند اکثره برخه په کړاوونو کی تېره کړې ده.او دغو کړاوونو او د زمانې ناخوالو دونه بد بین کړی دی چی بالاخره ټول انسانان دروغجن بولي. د ده سره خپل ورور بهرام خان جفا وکړه. او د هغه په وسیله د مغولو په زندان کی ولوېدی. په داسی حال کی چی بهرام خان په یوه جڼ کی د اشرف خان لاسته ورغلی و او هغه بیرته روغ رمټ خوشی کړی و. د ده سره خپلو تربرونو مېړانه ونه کړه. او د ده په مقابل کی یا د بهرام او یا د مغولو په طرف کی ودرېدل. اشرف خان داسی فکر کوي چی ټول خلک د خپلو گټو تابع دي ، او چی مطلب یې پوره سی نو بیا دي نوم نه اخلی.

ماخذ
 عبدالباري جهاني د مشکو کاروان له کتاب څخه

لوستل شوی 1105 ځله Last modified on یکشنبه, 07 جوزا 1396 21:01
دې ته ورته نورې ليکنې « حميد مومند بیټ نيکه »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي