دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ نمانځنه

دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ نمانځنه

محمد روښان ښاد

دارالامان ماڼۍ چې د کورنیو جګړو پرمهال سخته متضرره او ویجاړه شوه، له ۲۰۰۱ کال وروسته د ولسمشر غني تر حکومت پورې همداسې ړنګه پرته وه. سره له دې چې د حامد کرزي په وخت کې افغانستان ته د بیارغاونې په نوم میلیاردونه ډالر راغلل، خو د هغو پرېمانه مرستو باوجود هم د دغې تاریخي ودانۍ بیارغاولو ته پام ونشو

.

ولسمشر غني د خپل حکومت له لومړیو څخه د نورو ډېرو چارو ترڅنګ د تاریخي ابداتو او جوماتونو بیارغاونې ته پام وکړ او بودجه یې ورته ځانګړې کړه. دارالامان ماڼۍ د هغو ټولو په سر کې وه. چې کال وړاندې یې د جمهور رئیس په ځانګړې پاملرنه د بیارغاونې چارې پیل شوې او اوس یې تقریباً اتیا سلنه چارې بشپړې شوې دي او سږکال د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې نمانځنې مراسم هم د لومړي ځل لپاره په دغه ماڼۍ کې ترسره شول.

محمد اشرف غني په دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې د نمانځنې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: ”اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې نه یوازې د خپل معاصر تاریخ ناتمام فصل تکمیل کړو، بلکې د نوي فصل د پيلولو لپاره د یویشتمې پېړۍ د سیاسي، اقتصادي او اجتماعي غوښتنو په اساس ټولنه جوړه کړو.“

جمهور رئیس غني لا وار دمخه ویلي وو چې د غازي امان الله خان نیمګړی څپرکی به بشپړوي. د دارالامان ماڼۍ بیا رغاونه د دغه نیمګړي څپرکي د بشپړولو لوی او څرګند ثبوت دی. ولسمشر غني په خپله پاملرنه له دغې ماڼۍ څخه د جنګ بدرنګۍ وتوږلې او د کورنیو جګړو دغه ویرانه او کنډواله یې بېرته خپل لومړني حالت او ښکلا ته ورستنه کړه او که خدای کول د بیارغاونې د ټولو چارو له بشپړېدو وروسته به دغه تاریخي ماڼۍ یو ځل بیا د ټولو پام ور واړوي.

جمهور رئیس وویل: ”موږ نشو کولای خپل ټول فکر یوازې پر امنیت راټول کړو، بلکې د غم څخه د راوتلو او خلاصیدو لپاره څو بعُدي فکر په کار دی، دا فکر اقتصادي اصلاحات، منطقوي او بین المللي ارتباطات دي. “

ولسمشر غني دا مهال د جنګ پر مدیریت د تمرکز تر څنګ د هېواد په بیارغاونې، انکشاف، د صادراتو په لوړولو، د سولې او ثبات په تامین، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تمویل او تجهیز او همدارنګه هېوادولو ته د ارام او هوسا ژوند د برابرولو په موخه په زیربنایي چارو، ټرانزیټ د سوداګرۍ په ودې او نورو ګټورو پروژو هم تمرکز لري.

محمد اشرف غني دېته په اشارې وویل: ”په هېواد کې له ټولو مشکلاتو سره سره د تحول او اصلاحاتو لپاره تهداب اېښودل شوی دی، یعنې اوس په دې پوهېږو چې څه غواړو او په دې هم پوهېږو چې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره لارې چارې اماده کړو او د دې لپاره واضح لید لرو.“

د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې د نمانځنې مراسم له دې امله هم ځانګړي دي چې له کلونو جګړو، ورانیو، ویجاړیو او دربدریو وروسته په دارالامان ماڼۍ کې ترسره کېږي. مګر د دارالامان په نړېدلې او ویجاړه نه، بلکې په بیا رغېدلې ماڼۍ کې. د دغې ماڼۍ بیا رغاونه د افغان ولس لپاره ځانګړی ارزښت په دې لري چې زموږ د تاریخ د عظمت ډېرې خاطرې ورپورې تړلې دي.

 

 

لوستل شوی 103 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي