خوست د افغانستان د ابادۍ انځور

خوست د افغانستان د ابادۍ انځور

امیرجان وحید احمدزی

د خوست په ابادۍ ټول له زړه خوشاله دي، ځکه دا ابادي په بهرنیو مرستو، پروژو، د مافیا، غلا، بډو او قاچاق په پیسو نه ده راغلې، بلکې دا ابادي د خوست د خلکو د هلو ځلو، پاملرنې، شخصي امکاناتو، پیسو، همت، وطنپالنې، روښانه، انساني او سوله ییز فکر له برکته ده

.

زه د خوست له ابادۍ څخه په خوست کې د بېلابېلو اقشارو د واحد لیدلوري او فکري وحدت په لیدو زیات خوشاله یم، ځکه د خوست ښکلا یوازې په ودانیو او زرغون چاپیریال نه ده ورټوله. هلته د هېواد د ابادۍ تحرک او عجیبه تلوسه هم موجوده ده. د علم، انساني او سوله ییز فکر د دودولو د هڅو او څرکونو ترڅنګ د یو موټي، هوښیارو او روښانه ولسونو شتون نه یوازې د خوست ښکلا زیاته کړې وه، بلکې د دغې ښکلا پایښت یې لا برکتي او باوري کړی دی.

د خوست بېلابېلو اقشارو چې له ولسمشر غني سره په دوه ورځنیو مشورتي ناستو او کتنو کې کومې سپارښتنې، لومړیتوبونه، غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې، نو د دوی واحد لیدلوری او فکري وحدت په کې له ورایه معلومېده. 

په دې مانا چې په خوست کې د ښځوغوښتنې یوازې تر دوی نه وې محدودوې، د دوی فکري وسعت د دوی له غوښتنو او وړاندیزونو معلومېده. ښځو چې له ولسمشر څخه څه غوښتل، نو د خوست ځوانانو، مشرانو، علماو، مدني فعالانو، وکیلانو، حکومتي مسوولینو او نورو بېلابېلو اقشارو په ټول قوت، منطق، دلیل او ټینګار همغه غوښتنې مطرح کولې.

په دغو غوښتنو او وړاندیزونو کې بل ښه والی دا وو چې وضعیت، شرایطو او امکاناتو ته په کتو په عدالت ولاړې وې، خیالي او ارماني غوښتنې یې نه لرلې او نه یې هم یوازې د ځان او خوست لپاره څه غوښتل.

دوی د افغانستان او حتی د سیمې په کچه خپلې غوښتنې عیارې کړې وې. د غوښتنو او وړاندیزونو په څېر یې د بیانولو او مطرح کولو انداز هم ښکلی و، ځکه اندازې یې شعاري، نهیلی، انتقادي او احساساتي نه و. د دوی له انداز او چلند څخه د مقابل لوري درناوی، د دوی حقانیت، صداقت، ظرفیت او قوت له ورایه برېښېده

.

د خوست ولسونو د خوست  د هوایي ډګر، شیخ زاید پوهنتون، غلام خان بندر او باچاخان پوهنتون د جوړېدو او برېښنا خبره او غوښتنه یوازې د خوست او خوستوالو لپاره نه کوله، بلکې دوی به ویل د خوست ډګر دې له نړۍ سره د تګ راتګ ترڅنګ د اقتصادي هوایي دهلېز په توګه د سوداګریزې راکړې ورکړې او د توکو د لېږد رالېږد مرکز هم وي چې ټولو ته یې خیر او ګټه ورسېږي.

د شیخ زاید پوهنتون نړیوال کېدل او د کیفیت لوړوالی یې هم د دې لپاره غوښت چې یوازې د خوست نه، بلکې د ټول افغانستان لپاره وړ، مسلکي او علمي کدرونه وروزي. د باچاخان پوهنتون په جوړېدو یې د سوله ییز او انساني فکر د دودېدو او خورېدو لپاره ټینګار کاوه. هغوی استدلال کاوه چې د باچا خان پوهنتون او د عدم تشدد نظریې خورول او په دغه روحیه د ځوانانو روزنه به په افغانستان او سیمه کې د افراطیت او تاوتریخوالي ځېلې چې  دا مهال افغانان او سیمه ورڅخه کړېږي،  د ابد لپاره وچې کړي.

د خوستوالو ځیرکتیا له دې هم معلومېدله چې د یو بل د نفي کولو او ملامتولو پرځای یې یو بل تقویه کول. د دوی ترمنځ نهیلۍ،  وړو او ځاني غوښتنو هیڅ ځای نه درلود. د بېلابېلو اقشارو، او قومونو ترمنځ عجیب درنښت، صمیمت او یو د بل زغم او منل موجود و.

حاجي عبدالرحمن ځدراڼ د قومونو د مشرانو غونډه کې د خپلې وینا پرمهال څو ځله په خپل انداز او شېرینه لهجه تکرار کړه، زه نه ډېرې خبرې کوم او نه هم یوازې د ځدراڼو خبره کوم، ځکه غونډه د خوست د قومونو په کچه ده او دا کار د خوست د نورو وروڼو قومونو د خوابدۍ لپاره نه کوم.

د خوست د ولسونو استازو پرېمانه برېښنا د خوست د صنعتي ودې لپاره چې ټولو ته یې خیر ورسېږي او همدارنګه یې د قبایلو د کورونو د روښانولو لپاره غوښته. څومره چې د خوستوالو غوښتنې ملي، منطقي او عملي وې، نو همدومره یې افکار هم عالي و. د دوی دغو عالي او ملي افکارو، غوښتنو او سپارښتنو نه یوازې د خوست د ښه راتلونکي، بلکې د اباد، سوکاله او پرمختللي افغانستان هیله لا باوري کوله.

خوستوال په لویه کې دوه ستونزو (د قومونو ترمنځ د ځمکو معضلو او په ادارو کې د وکیلانو لاسوهنو او د ځمکو غصب)ته زیات اندېښمن و او د خوست، هېواد او حکومت د ابادۍ او پیاوړتیا په خاطر یې د هغو پر حل ځانګړی ټینګار درلود.  له ولسمشر یې وغوښتل چې د خوست د وروڼو قومونو ترمنځ شته معضلې دې په اساسي او سوله ییزه توګه داسې حل شي چې د دوی وروري، موجوده صمیمیت، درنښت او د یوبل زغم په کې همداسې پرځای پاتې شي.

دوی همدارنګه ټینګار درلود چې که د خوست په محلي اداره کې د وکیلانو د لاسوهنې او د ځمکو د غصب مخه ونه نیول شي، نو د ادارو د فلج لامل به شي، ځکه چې دوی د داسې کسانو د استخدام هڅه کوي چې نه یوازې په کار نه پوهېږي، بلکې د بډو او فساد ترڅنګ له خلکو سره ښه چلند هم نه کوي.

خوستوالو له دې امله د ولسمشر غني قدرداني وکړه چې د اسلامي، ملي او انساني اصل له مخې یې لومړی د افغانستان نورو سیمو او قومونو او وروسته یې لوی پکتیا او خوست ته توجه وکړه. هغوی په خپل انتخاب او رایه د دې لپاره ویاړل چې په سختو شرایطو کې یې افغانستان د ګړنګ له ژۍ څخه تکیه کړ، افغانستان ته یې یو ځل بیا د نړیوالو پام او باور ور خپل کړ، د سیمه ییزې همکارۍ ترڅنګ یې لوی پروژې پلې کړې، د زورواکانو زور یې اوبه کړ او د فساد ضد مبارزه یې را پیل کړه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز ترڅنګ یې د افغانستان اداره ځوانه او مسلکي کړه او لنډه دا چې هره شیبه د اباد او هوسا افغانستان لپاره  نه یوازې فکر، بلکې عملي هلې ځلې کوي. هغوی ولسمشر ته د اوږد ژوند د دعا ترڅنګ د هېواد د ابادۍ لپاره د هر ډول ملاتړ ډاډ هم ورکړ.  

د خوستوالو د هوښیارۍ، وطنپالنې، روښانه فکر، له ابادۍ او راتلونکي سره د بې کچې مینې له برکته په دغه سرحدي ولایت کې سل زره نجونې ښوونځیو ته ځي. د دغه سرحدي ولایت په سرحدي ولسوالۍ (علیشرو) کې د ښځینه زده کوونکو شمېر د هلکانو دوه برابره دی. د دغه ویښ، ځیرک، سوله خوښي او علم پروره ولس شتون، هلې ځلې، عالي او ملي افکار د اباد، سوکاله، پرمختللي او هوسا افغانستان روښانه انځور او زېری دی.  

لوستل شوی 151 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي