د نشه یي توکو مخه دې ونیول شي

د نشه یي توکو مخه دې ونیول شي

محمد روښان ښاد

نشه یي توکي هم د ترهګرۍ په څېر د انسانانو په بدمرغه کولو او وژلو کې لوی لاس لري، ځکه  پلازمېنه کابل کې سلګونه ځوانان او د پاخه عمر خلک په واټونو، کوڅو او د کابل سیند په غاړو لالهاند، سرګردان او له ځان بې خبره په بد حالت کې ګرځي. د دوی حالت واقعاً دردونکی دی.

په نشه یي توکو د دغو روږدو د حالت په لیدلو سره سړي ته وېره ودرېږي. وېره له دوه لاملونو یو دا چې خپل هېوادوال مو دغه بد او ناوړه وضعیت ته رسېدلي او په مصیبت مبتلا شوي دي او دویم له دې اړخه چې که چېرې د دغه افت مخه ونه نیول شي، اساسي چاره او تدابیر یې ونه

سنجول شي، نو باور دی چې زموږ نور هېوادوال او کورنۍ به هم بدبخته کړي، ځکه ډېر زلمکیان به مو دغه ناوړه کار یانې د نشه یي توکو کارولو ته مخه کړي او دا وېره ځکه ډېره محسوسه ده چې د ښار په بېلابېلو ځایونو کې نشه یي توکي په ډېره اسانۍ ترلاسه کېدلی شي.

نشه یي توکي د جنګ مورینه دي، ځکه جنګ له همدې نشه یي توکو څخه تمویلېږي. د نشه یي توکو قاچاقبران د سیمې هېوادونو، لیرې پرتو سیمو، استخباراتي کړیو او د افغانستان حکومت په ځینو برخو کې واضح نفوذ او تاثیر لري. دغو د نشه یي توکو کاروباریانو پر ټولو یو جال را چاپېر کړی دی او دا کار یې یوازې او یوازې د خپلو تورو او نا مشروع پیسو د ګټلو په خاطر کړی دی.

د نشه یي توکو د کاروباریانو د دغه غوړېدلي جال پر ضد جدي اقداماتو ته اړتیا ده. البته له جدي څخه موخه یوازې نظامي اقدامات نه دي، ځکه په ټولو مواردو کې زور کار نه ورکوي، په ځینو ځایونو کې له تدبیر او مهارت څخه کار اخیستل پکار دي، نو په لومړي ګام کې د قانون حاکمیت ته باید زیات پام وشي، ځکه څومره چې د نشه یي توکو په کاروباریانو شرایط سخت او قانون تطبیق شي، نو همغومره د نشه یي توکو استعمال او کاروبار ورسره کمېږي.

حکومت ته ښایي په دې برخه کې داسې تدابیر ونیسي چې اصل هدف د نشه یي توکو له منځه وړل او د قاچاقبرانو د نفوذ محدودول وي، کله چې دغه هدف مد نظر ونیول شي، نو بیا هدف ته په پام موثر عملي پلان جوړېدلی شي. د بېلګې په توګه که حکومت له بزګرو سره منظمه برنامه ولري، نو په لسو کالو کې د کوکنارو کښت په افغانستان کې صفر ته تقرب کوي. داسې چې په اول کې عمومي احصائیه واخیستل شي چې څوک، څومره او په کوم نوعیت دا کښت کوي او محلي اداره یې ځان سره ثبت کړي.

د دقیقو ارقامو د موجودیت پرمهال له بزګرو سره اسانه پرېکړه کېدلی او نتیجې ته رسېدلی شي. داسې چې هر کال بې له فشار څخه په خپله خوښه لس فیصده په خپل کښت کې کموالی راولي او د کرل شوي کښت ټاکلې مالیه ورکړي چې دا مالیه به د ځای او ابیاري د نوعیت له پلوه فرق ولري. دلته به له یوې خوا پیسې ملي بودجې ته راشي او عاید به ورسره لوړ شي او  له بلې خوا به د منظم پلان له مخې کښت کم شي.

څومره چې نشه یي توکي کمېږي، نو همغومره ورسره په جنګ کې هم کموالی راځي، ځکه کوم محلي چارواکي، طالبان او زورواکي چې د پیسو په خاطر سیمه ناامنه او فساد کوي او جنګ تشدیدوي، نو د نشه یي توکو له مخنیوي سره هم د جنګ مخنیوی کېږي او هم د وسله واله طالبانو او جنګي ډلو مالي چینې وچېږي.

 

لوستل شوی 156 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي