Print this page
مونږ او نړۍ

مونږ او نړۍ

سیدعبیدالله نادر

د پراخه فضا په زړه کې ، په ډیر حیرت سره ، د تحقیق او څیړنو فضایي بیړۍ د بشر د راتلونکو آرمانونو د تحقق د پاره په ډیره چټکي د یوي نوي دنیاګۍ د پیداکولو د پاره هڅی کوی ،او د دي پراخه فضا په لمن کې او په درنه چوپه چوپتیا کې روانه ده ، په دي تکل چې د بشر د راتلونکي د پاره د نوی ژوند او د پراخه ژوند امکانات برابر کړي .

د بیړۍ چلونکي څو دردمن انسانان چې د فضایی تخنیک اوپه نورو علومو سمبال دي ، د نوی ماحول په پلټني کې ، په خورا ژور سوچ سره ،د خپل هدف په لور مخ په وړاندی روان دي ،او دا د دي دنیایي مدنیت د عظمت او پر مختګ نښه ده ،                                                    

خو دلته په ځمکه کې لا تر اوسه هم داسي ذهنیتونه شته دي ،چې د مغارو د عصر خیالونه په سر کې لري ،د نړۍ د دومره پرمختګ سره سره زمونږ ښونځي سیځل کیږي ،جنکي د سبق څخه منع کیږي چې باید جنکۍ سبق و نه وایي ،او ځان ته طالبالعلمان هم وایی ،خو د دوی د نادانۍ بله رسوایی هم دا ده ،چې که د دوی زنانه وو ته کومه مریضي پیښه شي ، نو بیا وایي چې زمونږ ښځي او زنانه دي زنانه ډاکتراني وګوري ، نارینه دي نه ګوري یا معاینه یی کړي، د دي احمق خو بیا خپله فلسفه د یاده وتلي وي .دا د هر روښان ضمیره په ذهن کې دا راګرځوی چې ورته ووایي : احمقه! نادانه !او د خپل حال او ماحوله بی خبره ! ته خو یو وار زنانه وو ته اجازه ورکړه چې علم زده کړي او ډاکتراني شي او بیا ستاسو د زنانه وو علاج وکړي .

ای د علم طالـــــــــــــبه ! یــو پراخ نظــــر پیدا کړه

چې دا ستونزی نه حــل کیږي ، په دي وچه مــلایي

طالبي علـــم دي پریږده ، جــهاني علــــــم زده کـړه

چې حکومت او ســـیاست غواړي ، فــــهم و رسایي

په ستره جامو کې ، کښېنه په یو ګوټ کې د جومات

د سینـګار دپاره کش کړه ، په خپل ســترګو ســلایي

 

 

 

سید عبیدالله نادر

د حالاتواثرات زمونږ د وړو بچیانو په وړو ذهنونو کې            

دومره زمونږ لوی او واړه د ډزو او باروتوپه هوی کې د سا ایستني سره عادت شوی ، چي که اوس د ماشومانو مخي ته د امتخان او انتخاب په طور ،قلم ،کاغذ،کتاب، او د علم او معرفت وسایل او تر څنګه یی مرمۍ، ټوپک کلاشنکوف ،راکټ او آوان کیږدو،او ماشومانو ته ووایو، چي د دي څخه یو وټاکئ نو د ماشومانو لاسونه بی اختیاره ،د ټوپک مرمۍ ،راکټ او کلاشینکوف خواته اوږدیږي اودا ځکه چې څلویشت کاله په دي وطن کې جنګ روان دی ، او اوس هم دا تحمیلي جنګ ، دوام لری ، زمونږ ماشومان اوځوانان د یو چا د مرګ د کلیزی مراسم په ځای د دي چی د یوې غونډی په ترڅ کې ونمانځی نو زمونږ ځوانان یي په ډزو نمانځی په داسي حال کې چې د ډیرو خلکو د ډزو څخه نفرت دی .او ډیرو خلکوته د دي ډزو څخه روحي تکلیفونه پیدا شوی .او پیدا کیږي ،ځکه د کال ۱۳۷۰نه تر ۱۳۷۴ کلنو په موده کی د سیاسی مشرانو د خپل مینځی جګړو اثرات لا تر اوسه زمونږ د خلکو په ذهنونو کې پاتي دي

 

 

لوستل شوی 76 ځله