د ښوونکي نړیواله ورځ او زموږ د معارف وضعیت

د ښوونکي نړیواله ورځ او زموږ د معارف وضعیت

لیکنه: محمد امین هېوادمل

معارف د هر هېواد د ملا د تیر حیثیت لري، هر هغه هېواد چې له دغه ستر نعمت څخه بې برخي شي نسلونه نسلونه به یې د جاهلیت او تورو تیارو ښکار شي. اروا پوهان وایي هر هغه نیک عمل چې له انسان څخه صادرېږي، د هغه یوازنی لامل پوهنه ده. پوهنه هغه بدلون ته ویل کېږي چې نه لیدل کېږي او نه هم د اندازې وړ دی؛ خو دغه بدلون هغه مهال لیدلی شو، کله چې عملاً په یوه کار لاس پورې کړو. لنډه دا چې پوهنه په کړنو کې بدلون رامنځته کولو ته ویل کېږي

.

په ډېر تأسف سره باید ووایم چې افغانستان د نړۍ یو له هغو وروسته پاتې هېوادونو څخه دی چې د پوهنې له دغه ستر نعمت څخه بې برخې دی او تر ډېره بریده په دغه برخه کې له ګڼو ربړو سره مخامخ دی. د هېواد کابو ۷۰٪ وګړي له پوهنې څخه مطلق بې برخې یعنې بې سواده دي؛ شاوخوا ۳۰٪ وګړي د هېواد زده کړې لري، خو لا هم د عصري علومو، ساینس او ټکنالوژۍ له زده کړې بې برخې دي.

تېرې څلوېښت کلنې بدمرغه جګړې له جهالت، وحشت او بربادۍ پرته نور هېڅ هم موږ ته په میراث نه دي پرېښې. یوازنۍ میراث چې موږ ته پاتې دی روانه بدمرغه استخباراتي او د پردیو د ګټو جګړه ده. موږ دا مهال په توره تیاره کې ژوند کوو، معارف مو ړنګ، ښوونځی مو وران، هېواد مو تباه او خلک مو هر ورځ د ویر په ټغر ناست وي.

د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته او د نوي حکومت په راتګ سره، ډېری افغانان راتلونکي ته هیله من شول. داسې انګېرل کېده چې ګواکې افغانستان به نور له دغه وحشت څخه را بهر شي او خلک به د هوسا ژوند خاوندان شي؛ خو متأسفانه چې زموږ دا هیله هم له خاورو سره خاورې شوه. هېوادونه د هرې ورځې په تېرېدو سره د پرمختګ ګامونه اوچتوي، خو موږ د هرې ورځې په تېرېدو سره د شاتګ ګامونه اوچتوو.

د دغه شاتګ یوه ښه بېلګه زموږ معارف ګڼلی شو. په تېرو پنځلسو کلونو کې موږ د افغانستان د پوهنې په نظام کې د ګڼو بدلونونو او پرمختګونو شاهدان وو؛ خو په ډېر تأسف سره باید ووایم چې د نوي حکومت په راتګ سره د افغانستان د معارف د پرمختګ روانه بېړۍ ډوبه شوه او دا مهال له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ ده. د یوې ساده بېلګې په توګه کې ووایم د افغانستان اوسنی معارف هغه ترېشل ته ورته دی چې چالان دی ـــــ تېل هم مصرفوي، خو غنم نه ترې را وځي. یعنې ثمره یې نشته.

څو ورځې وړاندې د ملي یووالي د حکومت دری کاله پوره شول، خو په تېرو درېیو کلونو کې کومه ضربه چې پوهنې وزارت خوړلې بیا رغښت به یې کلونه کلونه وخت ونیسي. د دې پر ځای چې د معارف نظام لا رشد کړی وای، لا یې زموږ دردېدلي ولس ته د پوهنې زمینه برابره کړې وای؛ متأسفانه دغه اداره په داسې سرطاني ناروغۍ اخته شوې چې دا مهال د زنکدن پر پوله پرته ده.

نوې اداره نه یوازې دا چې کومه لاسته راوړنه نه لري، بلکې پخوانۍ لاسته راوړنې یې هم له خاورو سره خاورې کړې. چې دلته به یې څو بلګې درته وړاندې کړم:

۱ـــ  د پوهنې وزارت پخوانۍ ادارې د امریکا له پراختیایي ادارې یا (USAID) سره د ۳۰ میلیونه ډالر مرستې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې دغه پیسې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې د پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شوې وای. د پوهنې وزارت پخوانۍ اداره تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې وتوانېده چې له دغو پیسو څخه ۱۸.۵ میلیونه ډالر تر لاسه او د هېواد د پوهنیز نظام د لا غښتلتیا په موخه یې ولګوي؛ خو د نوې ادارې په راتګ او د دغې ادارې د بې کفایتۍ له کبله پاتې نورې پیسې بېرته وګرځول شوې. د امریکا پرختیایي ادارې د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې پاتې ۱۲ میلیونه ډالر به د پوهنې وزارت په واک کې ورنه کړي؛ ځکه د دغه وزارت رهبري خورا کمزورې او له فساده ډکه ده.

۲ـــ  د ایکوېپ برنامه؛ د پوهې وزارت پخوانۍ رهبري توانېدلې وه چې د ایکوېپ د برنامې دوه پړاوه پیسې تر لاسه کړي چې لومړی پړاو یې کابو ۹۰ میلیونه ډالر وو چې له ۲۰۰۵م کال څخه تر ۲۰۰۷م پورې د پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شول. دویم پړاو ۳۵۰ میلیونه ډالر وو چې له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۴م پورې د پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شول. په ډېر تاسف سره باید ووایم چې د دغې برنامې درېیم پړاو پیسې چې تړون یې هم په ۲۰۱۴م کال کې د پخوانۍ ادارې له لوري لاسلیک شوی و او کابو ۷۵۰ میلیونه ډالر وو، د اوسنۍ بې کفایته او سرطاني رهبرۍ د بې غورۍ له کبله بېرته وګرځول شوې.

 

۳ـــ پوهنې ته د لاسرسي نړیوال مشارکت یا (GPE)؛ د دې پروګرام له لارې د افغانستان د پوهنې له وزارت او په هېواد کې د پوهنې د غښتلیتا په برخه کې ډېره مرسته وشوه. د پوهنې وزارت پخوانۍ اداره توانېدلې وه چې د دې پروګرام لومړی پړاو مرسته یعنې له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۴م پورې شاوخوا ۵۷ میلیونه ډالر تر لاسه کړي. له بده مرغه باید ووایم چې د دغو مرستو دویم پړاو چې کابو ۱۰۰ میلیونه ډالر وو د اوسنۍ بې کفایته رهبرۍ له کبله د یاد وزارت څخه وګرځول شوې.

۴ـــ دوه اونۍ وړاندې د بشر د حقونو د څار ادارې ولسمشر غني ته په خپل کلني راپور کې چې تمه ده په نیږدې ورځو کې به بشپړ راپور له رسنیو سره شریک کړي، لیکلي وو چې په افغانستان کې د پوهنې وضعیت په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو وضعیت ډېره سخته ضربه خوړلې او که مخنیوی یې ونه شي لا د خرابېدو پر لور روان دی.

په راپور کې راغلي وو چې په تېرو دوو کلونو کې د نړیوالو پارټینرانو او ډونرانو د مرستې کچه شدیداً زیانمنه شوې او ډېری شمېر ډونرانو خپلې مرستې کمې کړې او یا یې هم د پوهنې له وزارت څخه بېرته ګرځولې او د نورو معتبرو نړیوالو ادارو په واک کې یې ورکړې دي. (موخه یې پاسنۍ ګرځول شوې مرستې دي)

په دغه راپور کې راغلي وو، هغه محلي ښوونځي چې چارې یې عمدتاً د انجیوګانو له لوري پر مخ بیول کېږي، راتلونکی یې له سختو ننګونو سره مخ دی؛ ځکه د پوهنې وزارت په تېرو دوو کلونو کې نه دی توانېدلی چې دغه ښوونځي د هېواد پوهنیز نظام ته شامل کړي.

دا د پوهنې وزارت د اوسنۍ رهبرۍ د بې کفایتۍ هغه لوی خیانتونه وو چې یاد وزارت یې نن له فلج کېدو سره مخ کړی. راځم د پوهنې وزارت د اوسني وزیر یو شمېر نورو خیانتونو ته چې په خپله دری کلنه دوره کې یې ترسره کړي:

۱ـــ پوهنې وزارت ته د نوي وزیر په راتګ سره دغه وزارت ټوټه ټوټه شو، قومي، سمتي او ژبنی تعصب هغه څه وو چې یاد وزارت یې نن له داسې بې برخلیکه حالت سره مخ کړی دی. د تدارکاتو د کمېټې کارکوونکي چې له تېرو پنځلسو کلونو را په دې خوا یې په دغه وزارت کې دنده ترسره کوله، ټول د وزیر له لوري وشړل شول او پر ځای یې نهایت بې کفایته او بې تجربې کسان وګومارل شول.

۲ـــ په دغه وزارت کې نهایت غیر مسلکي کسان په دندو ګومارل شوي، حتا تر دې حده بې منطقه ګومارنې شوې چې ما د داسې بستونو لا نوم نه دی اورېدلی. د پوهنې وزیر یو خپلوان د حاضرۍ په برخه کې خپل سلاکار ټاکلی و، چې دا موضوع په رسنیو کې تر ډېره بریده د خندا وړ وه.

۳ـــ د ولایتونو تر منځ د مور او میرې چلند روان دی، تېر کال د پوهنې وزارت د پکتیا ولایت بودجه بلخ ولایت ته ورکړه. د پکتیا ولایت رییس ماسره د ټلیفون پر کرښه چې په دې تړاو مې ګزارش جوړاوه، وویل چې وزارت ورته هېڅ بودجه نه ده ځانګړې کړې او وزیر د دغه ولایت په پوهنې ریاست کې د اړیکو پر اساس ګومارنې کوي.

۴ـــ د پوهنې په وزارت کې دا مهال داسې کسان هم شته چې څلور دندې پر مخ وړي، ښه بېلګه یې د وزیر یو خپلوان دی، نوموړی په اجراییه ریاست کې د سلاکار په توګه، په پوهنې وزارت کې د سلاکار په توګه، د ښوونیز نصاب د تصحح د پروژې د مسوول په توګه او د پوهنې وزارت د علمي شورا د سرپرست رییس په توګه دندې پر مخ وړي.

۵ــــ په پښتني سیمو کې د ښوونځیو تړل هغه څه دي چې قصداً یې وزارت غواړي. پخوا که څه هم ښوونځي له ګڼو ستونزو سره مخ وو او ډېر کله ښوونځي د وسله والو له لوري تړل کېدل او وروسته د وزارت د رهبرۍ هڅه دا وه چې ښوونځي به یې د قومي مخورو او دیني علماوو په مرسته بېرته خلاصول؛ خو اوس مهال چې د پښتنو په سیمو کې ښوونځي تړل کېږي، وزیر یې علت داسې په ګوته کوي چې ګواکې د نا امنۍ له کبله تړل شوي او په سیمه کې جګړه ده. په داسې حال کې چې جګړه پخوا تر نن ډېره شدیده وه، خو ښوونځي نه تړل کېدل.

څه موده وړاندې د ژورنالېستانو نړیواله ورځ وه او په دې تړاو ولسمشر په ارګ د ژورنالېستانو د ستاینې په موخه غونډه نیولې وه. ډېری ژورنالېستان هلته تللي وو؛ ملګري راته کیسه وکړه چې ولسمشر د معارف په رهبرۍ سختې نیوکې وکړې، ولسمشر ویلي وو چې د معارف اوسنۍ بې کفایته رهبري ورته د منلو وړ نه ده او د معارف په تړاو داسې د فساد دوسیې ورته رسېدلې چې خپرول به یې انفجار وکړي.

د ولسمشر له همدې خبرو سره سم د معارف وزیر ورک دی. تېره ورځ د معارف وزارت له یوه رییس سره ناست وم، د وزیر د راتګ په اړه مې ترې پوښتنه وکړه، راته یې وویل چې وزیر د ولسمشر له څرګندونو وروسته ورک دی او ویل کېږي چې استعفا لیک یې هم ولسمشر ته استولی دی.

په لنډو ټکو کې که ووایم د افغانستان د معارف اوسنی نظام له سختو ستونزو سره مخ دی، نه یوازې چې په دغه وزارت کې فساد اوج ته رسېدلی بلکې د راتلونکي نسل د تباه کېدو او له تعلیم څخه د محرومېدمو په پار کار روان دی چې ښه بېلګه یې په پښتني سیمو کې دښوونځو بندېدل دي.

د یوه هوسا، پرمختللي او پر ځای بسیا معارف په هیله!

په پوره درنښت

 

لوستل شوی 864 ځله Last modified on چهارشنبه, 12 میزان 1396 17:37

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي