وروستي مطالب

پر پاکستان د نړیوال فشار اړتیا

یکشنبه, 30 ثور 1397 19:52

محمد بشیر یوسفزوی

نور نو نه په دې کې د شک ځای پاتې دی او نه هم باید پاتې وي چې پاکستان په خپله خاوره کې تروریستي ډلو او ګروپونو ته پټنځایونه ورکړي، هلته روزنه ورکوي، په وسلو او باروتو یې سنبالوي، ځانمرګي واسکټونه وراغوندي، د بریدونو او جګړې نقشې ورکوي او بیا له له ډیورنډ دې غاړې را اړوي چې د افغانستان په کلیو او ښارونو کې وحشیانه بریدونه ترسره کړي

پر افغانستان د چین او هند د اړیکو د ښه والي اغېز

شنبه, 29 ثور 1397 13:24

ګلرحمن رحماني

په دې وروستیو کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودی او د چین ولسمشر شی جینپینګ د چین په مرکزی ښار ووهان کی دوه ورځنۍ غیر رسمي ناسته لرله. په دغه ناسته کې د دواړو هیوادونو مشرانو د اقتصادی ، سیاسی او د دواړو هیوادونو تر منځ په جنجالی سیمه ډوکلم چې د تېر کال جګړې وروسته  د دوی دواړو اړیکې په کې خرابې وې، د  دواړو هیوادونو د اړیکو پر ښه کولو خبرې وکړې

د جنازو پرځای غږ پورته کړئ!

شنبه, 29 ثور 1397 13:02

محمد روښان ښاد

د جرم، جنایت، فساد او وحشت پر وړاندې زموږ د خلکو اوسنۍ چوپتیا او معافیت واقعاً د تاسف وړ دی، خو ټول دې خبر وي تر هغو چې همداسې خاموشه وو او خپل غږ مو پورته نه کړ، نو همداسې به جنازې پورته کوو او اوږې به مو له جنازو ستړې شي. یو بغاوت پکار دی، یو جرئت پکار دی او دا غږ ښه په لوړه او مېړانه پورته کول پکار دی چې نور بس دی! نور مو مه وژنئ

پر لوبغاړو برید د وحشت انتها

شنبه, 29 ثور 1397 12:56

اېمل پیاوړی

پرون شپه سخت زړو او خدای ناترسه وحشیانو چې هیڅ ډول اصولو او ارزښتونو ته غاړه نه ږدي په جلال اباد ښار کې د کرکټ پر لوبغاړو او د هغوی په مینه والو پرلپسې چاودنې وکړې. لوبغاړي چې په ټوله نړۍ کې د سولې د سفیرانو په نوم شهرت لري. دوی تل د انساني او سوله ییزو پیغامونو په خپرولو سره خلک سوله ییز ژوند ته وربولي، مګر درېغه چې دغه مظلوم او بې دفاع د خیر او فلاح قشر (ورزشکاران) هم د دښمنانو له وحشت څخه خوندي نه دي

د افغان سولې تت او تیاره انځور

شنبه, 29 ثور 1397 12:49

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د ۲۰۱۸ له پېل څخه د سولې اړوند ځینې غونډې د ملي اجماع رامنځته کېدو په موخه د مدني فعالانو، علماوو، استادانو، ځوانانو او قومي مشرانو لخوا د هیواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کې وشوې، همدا رنګه د افغانستان سولې اړوند ځینې مهمې نړیوالې ناستې د کابل پروسي او تاشکند غونډو په ګډون وشوې

یوقدم یو آواز انقلاب انقلاب

پنجشنبه, 27 ثور 1397 21:25

                               انجینیر عبدالصبور صافی

( دوهمه برخه)

په لمړۍ برخه کې مو د حق او د هغه اړخونه، د انګرېزانو کړنې او پښتنوسره ظلمونه،  نارواوې اوهم د پښتنو بېسواد او له تمدن نه محروم ساتلو کې  د انګرېزانو ستر رول او پاکستانته ئې په دې هکله سپارښتنوته د تاریخ دیوې تورې برخې په توګه کتنه وکړه، په دغه برخه کې د فخرافغان باچاخان د عدم تشدد مبارزو ته هم یو نظر واچول شو، اوس راځو پاتې برخې ته

طالبان دپردیو د فشار اله

پنجشنبه, 27 ثور 1397 21:22

محمد بشیر یوسفزوی

طالب چې د خدای او رسول له لارې اوښتی او ګمراه شوی دی، نو اوس په یوې اجورتي او قاتلې ډلې باندې بدل شوی دی او تر دې دمخه یوازې پاکستان ورڅخه د سیاسي الې او وسیلې په توګه ګټه اخیسته، مګر په دې وروستیو کې د روسیې، چین، ایران او نورو لاسونه هم ور غځېدلي دي او هغوی یې د خپلو لاسپوڅو او ګوډاګیانو په توګه په افغانستان او سیمه کې د خپلو ناوړه ګټو او په ځانګړي ډول پر افغان دولت د فشار په توګه استعمالوي

آیا ستراتیژی پوتین درنها یت آغاز بکا ر کرد

پنجشنبه, 27 ثور 1397 20:50

نویسنده: پا ول کریگ رابرت )Robert Craig Paul . )
منبع وتاریخ نشر: گلوبا ل ریسرچ »51-51-8552 .»
برگردان : پوهند وی دوکتور سید حسا م »مل«.
 ----------------------------------------------------------------
 من توضیح دادم که تمرین ویا پرکتس مسیحی ریس جمهور والدیمیر پوتین بعنوان
یک ستراتیژی توانست که به شکل وشما یل تحریکات غربی دگرگونی دهد واروپا را
متقاعد سازد که روسیه درتحت زعا مت پوتین نسبت به واشنگتن درهمه منا سبا ت

ادامه در ضمیمه