وروستي مطالب

د ټاکنو تر شا پټ لاسونه؛ ځينې کړۍ انتخابات شخصي کوي

شنبه, 01 ثور 1397 11:49

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وري په ۲۵ مه نېټه په ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره نومليکنه پيل کړې ده خو اوس په کې د خلکو ګډون کمرنګه معلوميږي. اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د نوملیکنې له بهیره ناخوښ دی او وایي، چې تر دې دمه خلک نه دي پوهیدلي، چې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د دوی د نن او سبا لپاره هر څه دي. بل لور ته بيا د کندهار امنيه قوماندان د نومليکنې کارت اخيستل جبري کړي او وايي، له

منظور پښتین او د پنجاب وارخطايي!

پنجشنبه, 30 حمل 1397 18:28

منظور پښتین چې اوس په ټوله پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشري ورترغاړې ده، څه مهال وړاندې يي له اسلام اباده څو لنډې او اسانه غوښتنې کړې وې.

په قبایلو کې د ګرځبندیز ختمول، د ښخ شویو ماینونو پاکول، د قبایلو ورک شوي ځوانان خوشې کول او برخلیک يي مالومول او په ولسي سیمو کې د پوځي عملیانو بندول.

پښتین ویلي ول، پښتانه یوخوا د پاکستاني پوځ او بلخوا د ترهګرو منځ کې د یوه پلان له مخې راګیر شوي او له دواړو لورو ځپل کیږي او دا خونړۍ لوبه باید پایته ورسیږي. هغه زیاته کړې وه، ترهګرو ته د پاکستاني پوځ او استخباراتو په مرکزونو

آیا ما دربحبوحه بحران امریکا / بریتا نیا درسوریه هستیم ؟

پنجشنبه, 30 حمل 1397 18:21

نویسنده : دوکتور پا ول کریگ رابرت »Robert Craig Paul. Dr .»
منبع وتاریخ نشر : گلوبال ریسرچ »41-41-8442 .»
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل«.
 -------------------------------------------------------------
بقیه در ضمیمه

پاکستان د خپلو غلطو سیاستونو بیه پرې کوي

پنجشنبه, 30 حمل 1397 18:07

ګلرحمن رحماني

محمداشرف غني د خپل حکومت له لومړیو څخه له پاکستان سره د نویو او دوستانه اړیکو جوړولو کوشش وکړ. د داسې اړیکو د رامنځته کولو چې د دواړو هېوادو په ملي ګټو او اقتصادي همکاریو عیارې وي.

پاکستان ته د ولسمشر غني وړاندیز دا وو چې د ترهګرۍ له تمویل او تجهیز او د فشار په توګه د هغوی له کارولو باید لاس واخلي، خو پاکستان په دې برخه کې اقدامات ونه کړل او د افغانستان له ښو اړیکو نه یي غلطه استفاده وکړه او هغوی د ولسمشر

پاکستان وخت ضایع کوي

چهارشنبه, 29 حمل 1397 17:10

ژباړه: امیرجان وحید احمدزی

په داسې حال کې چې افغانستان او پاکستان ” د سولې او پیوستون “ سند د نهایي کولو لپاره په مذاکراتو بوخت دي، د پاکستان نظامیان کرښې ته څېرمه پرافغان امنیتي ځواکونو برید کوي. دغه بریدونه ښیي چې اسلام اباد د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې او پیوستون سند نهایي کولو مذاکره کې زیات جدي نه دی. که پاکستانیان جدي وای، نو کرښې ته څېرمه یې بریدونه، نه کول. دغه بریدونه ښیي پاکستان غواړي مذاکرات بن بست ته لاړ شي. پاکستان غواړي له نړیوالې ټولنې او افغانستان څخه زیات امتیاز واخلي. اما دا روش ګټه نه لري

رسنۍ ولې داسې کوي؟

چهارشنبه, 29 حمل 1397 17:01

ګلرحمن رحماني

رسنی هغې حلقی ته ویل کیږی چی په یوه دیموکراتیکه ټولنه یا ولسواکه فضاء کی خلک ، مدنی ټولنی او دولت یو له بل سره وصل کړي. یانې رسنی د حکومت او ولس تر مابین د یو پله په شان اهمیت لری، ځکه رسنی هغه مشکلات چی عام خلک ورسره لاس او ګریوان وي حکومت ته رسوی او د حلولو غوښتنه یې کوي. حکومت هم د رسنیو له لارې د عام ولس غږ او غبرګون اوري او د هغه مطابق خپل ځان او برنامې عیاروي

د سولې معقول وړاندیز مخالفین حیران کړي

چهارشنبه, 29 حمل 1397 16:58

محمد روښان ښاد

د کابل پروسې کنفرانس کې مخالفینو ته د ولسمشر غني د سولې معقول وړاندیز د وسله والو مخالفینو په ګډون د حکومت سیاسي مخالفین هم حیران کړي دي، مګر بل لورته یې د سیمې او نړۍ په کچه د ګڼو هېوادونو او بین المللي سازمانو ملاتړ خپل کړی دی، ځکه هغوی د حکومت د دغه وړاندیز او دریځ هرکلی کړی دی

پاکستان ولې مذاکراتو ته نه حاضرېږي؟

چهارشنبه, 29 حمل 1397 16:55

محمد بشیر یوسفزوی

د پاکستان د غلطو سیاستونو، تشدد او تاوتریخوالي ډکو کړنو، چلندونو او پالیسیو باوجود افغانستان لا هم په مذاکراتو ټینګار کوي او تل یې پاکستان د دولت په دولت مذاکراتو له لوري د ستونزو حل ته ور بللی دی.

د کابل پروسې کنفرانس کې چې څه موده دمخه پلازمېنه کابل کې د نږدې دېرشو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شو، ولسمشر غني په وضاحت او صراحت په خپله وینا کې وویل، موږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو