وروستي مطالب

د شانګهای غونډه ولې مهمه وه؟

پنجشنبه, 31 جوزا 1397 20:42

ګلرحمن رحماني

افغان ولسمشر محمداشرف غنی د شانکهای د همکاریو د سازمان په اتلسمه غونډه کی ګډون وکړ او هلته یې د حکومت له لوري د طالبانو اوربند ته د مثبت ځواب په تړاو خوښي وښودله او وې ویل (زه خوشحال یم چی طالبانو د اختر په ورځو کی زموږ اعلان شوی اوربند ومانه ، دا په ۲۳ کلونو کی لمړی ځل دی او زه له تاسو غواړم چی د افغانستان د سولی د خبرو په برخه کی مرسته وکړی)

اوربندډېر څه څرګند کړل

پنجشنبه, 31 جوزا 1397 20:28

اېمل پیاوړی

درې ورځنی اوربند د زمان او مهال له پلوه کم او لنډ و، مګر د اغېز لپاره ډېر پراخ او ژور و، ځکه همدغه درې ورځني اوربند په هېواد کې روانه څلوېښت کلنه جګړه ټولو ته روښانه کړه او ټول یې په دې وپوهول چې نه جګړه زموږ ده او نه یې هم ګټه زموږ ده، جګړه پردۍ ده، خو قربانيان یې موږ یوو، مګر له بده مرغه چې دغه جګړه په بېلابېلو بڼو زموږ خلکو ته تعبیر شوې وه

انتخاب ترومپ به دوام جنگ درافغا نستا ن وفرا خواند ن پاکستان به استماع آن

پنجشنبه, 31 جوزا 1397 20:14

نویسنده : کارلو مونیز)Munoz Carlo . )
منبع وتاریخ نشر : انتی وار » 91-60-8692 . »
برگردان : پوهندوی دوکتور سید حسا م »مل« .

 

 

ادامه در ضمیمه

اوربند د ځینو اندېښنې ډېرې کړې

پنجشنبه, 31 جوزا 1397 20:12

اېمل پیاوړی

د اوربند له برکته د تېر نېکمرغه کوچني اختر مبارکۍ څو چنده زیاتې شوې او عامو خلکو دغه خوښۍ د جشنونو په بڼه ونمانځلې، ځکه کله چې دوی افغان وسله وال طالب او امنیتي ځواکونه ولیدل چې ګډ ګرځي، یو بل ته ور ترغاړې وتلي، سره خاندې او خواله کوي، نو عامو خلکو د څلورو لسیزو اوږده جګړه له ذهنه وتوږله او داسې یې وانګېرله لکه چې نور له دغې جګړې څخه ژغورل شوي وي

اوربند وسله وال طالبان هم وارخطا کړل

چهارشنبه, 30 جوزا 1397 20:44

محمد بشیر یوسفزوی

د افغانستان د دیني علماو د فتوا په اساس د روژې مبارکې میاشتې له اوه ویشتمې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې د افغان وسله والو طالبانو پر وړاندې د ولسمشر غني اوربند هغه بېساری ګام او نوښت و چې په داخل او بهر کې یې پراخ هرکلی او ملاتړ وشو

اوربند طالب مشران په خپلو جنګیالیو بې باوره کړل

چهارشنبه, 30 جوزا 1397 20:42

اېمل پیاوړی

د نېکمرغه کوچني اختر په لومړۍ، دویمه او دریمه ورځ د اوربند له برکته نه یوازې افغانانو خپله خوښي په جشنونو ونمانځله، بلکې افغان وسله والو طالبانو او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو هم په خپلو کې دغه خوښۍ سره ونمانځلې، یو بل ته ور غاړې وتل، یو بل یې په غېږ کې ونیوه او له یو بل سره یې د زړه خواله وکړل

د طلوع چاره پکار ده!

چهارشنبه, 30 جوزا 1397 20:32

اېمل پیاوړی

د طلوع د افغان ضد خپرونو په اړه اندېښنې تازه او نننۍ نه دي، بلکې د طلوع د جوړېدو او لومړیو ورځو راهیسې ډېرو ملي او اګاه افغانانو د دوی د خپرونو په اړه اندېښنې ښودلې وې چې طلوع افغان ضد خپرونې کوي. زموږ اصیل افغاني فرهنګ ته سپکاوی کوي او پر ځای یې د ایراني فرهنګ د دودولو هڅه کوي

سوله به راځي !

چهارشنبه, 30 جوزا 1397 20:30

محمد بشیر یوسفزوی
 
یو شمېر خواخوږو، له جنګه ستړو او معلولو هېوادوالو د افغانانو د لویې هیلې چې د سولې تامین دی په موخه له هلمند څخه راوخوځېدل، مخ پر کابل راغلل، مګر پلي راغلل، په لاره کې یې ګرمۍ، ستړې، لوږې او تندې وزغملې او څلوېښت ورځې یې په تڼاکو پښو مزل وکړ، بالاخره کابل ته راورسېدل