وروستي مطالب

دایمي اوربند او د سولې مذاکرات

پنجشنبه, 11 اسد 1397 21:10

محمد روښان ښاد

پلازمېنه کابل کې د دیني علماو له غونډې او متفقې فتوا وروسته جمهور رئیس غني له افغان وسله والو طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ چې نړیوالو د دغه اوربند هرکلی او ملاتړ وکړ او په ځواب کې یې طالب وسله والو هم د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ.

دغه اوربند په سوله بدل شو، ځکه چې د اختر په ورځو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او افغان ولس طالب وسله والو ته غېږې ورکړې، یو د بل سیمو ته سره لاړل او راغلل، د اختر خوښۍ یې په ګډه سره ونمانځلې او د ولس له توقع پورته کار وشو، ځکه دغه اوربند دومره ښه مدیریت او تطبیق شو چې هیڅ لوري هم یو پر بل ډز او غرض ونه کړ.

ترهګرې ډلې د ټاکنو د ګډوډولو هڅه کوي

پنجشنبه, 11 اسد 1397 21:05

مطیع الله سحر

افغان حکومت او ځینې چارواکي وایي د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي اصلي لامل د راروانو ټاکنو ګډوډول او د خلکو په منځ کې وېره او ترهه خپرول دي چي په ټاکنو کې برخه وانخلي.

د هیواد په ځینو برخو په خاص ډول کابل او ننګرهار کې د ترورستي ډلو او هیواد د دښمنانو پرلپسې بریدونه د ټاکنو د مخنیوي په موخه کېږي،چې وسلوالو طالبانو لا له وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست  انتخاباتو د ګډوډولو اعلان کړی یې،خو له دې هر څه سره سره افغان حکومت ډاډ څرګندوي چې ټاکنې به ترسره کوي او په ټول هیواد کې امنیتي چارې سنبالوي. 

‎طالبان چاسره جګړه کوي؟

پنجشنبه, 11 اسد 1397 21:00


مینه منګل
‎عجیبه ده طالبان او داعش چې د یوه نوم تر چتر لاندې جګړه کوي، موخه یې څه ده جګړه چاسره او د څه په خاطر یې کوي؟ 
‎طالبان په افغانستان کې د چا په وړاندې جهاد کوي؟ ددوی موخې دلته څه دي؟ 
‎موږ ټول ددې شاهد یو چې طالبانو تل ملکي خلک تر برید لاندې راوستې دي، تل یې د بېچاره او بېګناه افغانانو ژوند اخیستی ، او بیا یې په ‌‌‌‌‌‌ډېرې بې شرمۍ د برید پړه منلې او ویلي یې دي چې دا برید د اسلامي امارت مجاهدینو تر سره کړ

هېواد مو یووالي ته اړتیا لري!

چهارشنبه, 10 اسد 1397 20:28

مینه منګل
‎موږ په تېرو څو لسیزو کې ولیده چې د سیمو استخباراتو افغانستان یې په هر لحاظ له منځه یوړ ، د افغانانو یووالی یې له منځه یوړ، دلیل یې دا وه چې د سیمې استخباراتي کړیو د افغانستان د تباهۍ په خاطر یې په خپله افغانستان کې ځيني جاسوسان وروزل ، دا جاسوسان چې  د همدې هېواد په غېږه کې روزل شوي، وه، او د همدې هېواد په غېږه کې لوی شوي وه ، دا هر څه ورته بې ارزښته شوي وه ځکه دوی  ته شخصي ګټې تر ملي ګټو لوړې وې، نو په همدې اساس یې د سیمې د استخباراتو هر فرمایش دلته په افغانستان کې عملي کول

د زورواکۍ پر وړاندې د ولسي او عملي اقدام اړتیا

سه‌شنبه, 09 اسد 1397 20:30

محمدبشیر یوسفزوی

په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د ډېرو بدبختیو، ناامنیو، تښتونو، غلا، وژنو، قاچاق، غصب، زورواکیو او نورو ناخوالو او نادودو تر شا د اوسني پارلمان د زیات شمېر وکیلانو مستقیم او غیر مستقیم لاس دی او د دوی له ظلمونو او وحشتونو څخه ولس تر پوزې راغلی دی.

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلکو ته معلومه ده چېرې چې د ځمکو غصب، اختطاف او د خلکو ځورول وي، نو چې را وې سپړې معلومه به شي چې یا د وکیل له لوري کېږي، یا د ده د کورنۍ د غړو، ملاتړ، پلویانو او کمېشنکارانو له لوري دغسې کړنې ترسره کېږي

د ایران او پاکستان حکومتونه او علماد جګړې پلویان دي

سه‌شنبه, 09 اسد 1397 20:28

ګلرحمن رحماني

د جولای په لسمه د سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې او مکې مکرمې ښارونو کې د افغانستان  د سولې او ثبات په اړه د ۵۳ هیوادونو دینی عالمانوغونډې په افغانستان کې روان جنګ ناروا وګاڼه او ټولو په یوه خوله وویل چې باید طالبان له افغانستان سره بې له قید او شرطه سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي

د پا نګوالي اودنژادپرستی شراکت

سه‌شنبه, 09 اسد 1397 20:19

لیکونکۍ :ریچارد اولف )Wolff Richard .)
منبع اودخپریدو نیټه : انفارمیشن کلیرنګ هوز»81-70-8781 .»
ژباړونکۍ : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل« .
 ---------------------------------------------------------
پا نګوالی کوم چي د محتا جو خلکو ته د دندي اود عا ید د په تر السه کولو
چمتوالي کی پا تی راغلي نو په ریا کا رانه اودوه مخی بڼی سره هغه یعنی
پانګوالي خپل مخ د خلکو له نظره د توکمپا لنی اود ملت پا لنی د توری

 

نور په ضمیمه کې

چامسکی ، پرشا د ، هید یگس وسا یر روشنفکران برجسته خواها ن خلع سالح هسته ای در خاورمیانه هستند

سه‌شنبه, 09 اسد 1397 20:10

نویسنده : تیمی از هییت تحریر ویب سا یت کمان دریم.
منبع وتاریخ نشر : کمان دریم »62-70-6702 . »
برگردان : پوهندوی دوکتور سید حسا م »مل« .
 ------------------------------------------------------------------
 
Chamsky ,Prashad , Hedges and other leading intelectuals
 Denuclearize the Middle East
تصمیمگیران سیا سی امریکا وهمچنین رهبران سیا سی اسرایل باید سیا ست های ؛
سیا سی ؛ نظا می ؛ اقتصا دی وفرهنگی خودرا در منطقه تجد ید نظر کنند

 

بقییه درضمیمه