وروستي مطالب

تقبیح تجا وز ایاالت متحده امریکا به سوریه: حمایت ازمردم سوریه ،حقوق بین الملل وصلح پایدار واقعی

سه‌شنبه, 28 حمل 1397 19:17

نویسنده : جان اوبیرگ )Oberg John .)
منبع وتاریخ نشر : گلوبال ریسرچ »41-41-8442 .»
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل«.
 -----------------------------------------------------------

ادامه در ضمیمه

د تفرقې سیاست نور ناچله دی

سه‌شنبه, 28 حمل 1397 10:56

محمد روښان ښاد

د تېرو څلوېښتو کالو ناخوالو چې څومره موږ بې کوره، بې اوره او بدمرغه کړو، مګر د دې ټولو زیانونو باوجود مو دا یوه ګټه وکړه چې زموږ د خلکو سد یې سر ته راوست، ویښ او هوښیار یې کړل، نننی نسل مو د پروني هغه په څېر په اوازو، ګونګوسو، ما ویلې او تا ویلې پسې نه ځي. دوی په دقت فکر او په ځیرکۍ عمل کوي. پاکستان دې د تفرقې د سیاست پرځای د دوستۍ لاره اختیار کړي، ځکه چې د تفرقې سیاست نور باطل او ناچله دی

د پاکستان د تفرقې سیاست باید پښتانه ونه وېشي

سه‌شنبه, 28 حمل 1397 10:52

ژباړه: امیرجان وحید احمدزی

په پاکستان کې د خپلو حقونو د دفاع په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ له اقداماتو وروسته پاکستان هڅه کوي چې دغه غورځنګ تر پوښتنې لاندې راولي او فعالیتونه یې کمرنګه کړي.

پاکستان پرلپسې کوښښ کوي چې د پښتونخوا ملي داعیه د مذهبي بنسټپالنې پر داعیه بدله کړي او نړیواله ټولنه یې ملاتړ راوګرځوي. د پښتونخوا ملت پاله ډلو د ګوښه کېدو په موخه یې په وروستیو شلو کالو کې په افغانستان کې د مذهبي ډلو ملاتړ وکړ

طالبان به سوله وکړي؟

سه‌شنبه, 28 حمل 1397 10:47

ګلرحمن رحماني

طالبان په درې ډوله یا ډلو وېشل کېدلی شي.لمړی ډله یې مشران یا تصمیم نیونکي دي چی په پاکستان کی اوسېږي، مهمې فیصلې کوي. پر افغانستان د بریدونو او نورو لویو پرېکړو کې د دغې ډلې طالبانو مستقیم نظر او رول شامل دی.

پاکستان له کومه درده کړېږي؟

سه‌شنبه, 28 حمل 1397 10:28

اېمل پیاوړی

د افغان حکومت او ولسمشر غني د بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ له امله پاکستان داسې حد ته رسېدلی چې له ډېره درده هم پر ځان او پر نورو خولې لګوي. له کومې ورځې چې افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې د شف شف پالیسۍ پرځای د شفتالو دریځ اختیار کړی او په ټول منطق، استدلال او مستند ډول یې د پاکستان اصلي څېره نړیوالو ته بربنډه کړې، نو له همغې ورځې د پاکستان ابرو لوېدلې. د پاکستان اعتماد او حیثیت په نړیواله کچه له منځه تللی

پاکستان له عدالت غوښتنې وېره لري

سه‌شنبه, 28 حمل 1397 09:32

محمد روښان ښاد

د پاکستان د حکومت، پوځ او استخباراتو د ظلمونو او وحشتونو له امله په خیبر پښتونخوا، وزیرستان او نورو سیمو کې خلک تر پوزې راغلي دي او د همدغو ظلمونو د مخنیوي په موخه سلګونه زره خلک لارو او واټونو ته په لاریونونو راوتلي او په سوله ییزه توګه د پاکستان د ظلمونو د ختمولو غوښتنه کوي

پاکستان د جنګ نه، خود جنګولو هڅه کوي

سه‌شنبه, 28 حمل 1397 09:23

محمد بشیر یوسفزوی

د پاکستان نظریه، د پاکستان پالیسي، د پاکستان سیاست او د پاکستان هر څه په افراطیت، تشدد، تاوتریخوالي، جنګولو او بېلولو ولاړ دي. د پاکستان دغه پالیسي نوره نه په خپله په پاکستان، نه په سیمه او ګاونډ او نه هم په نړۍ کې د منلو او زغملو وړ ده

د برښنا پايې ولې شهيدانې کيږي؟

سه‌شنبه, 28 حمل 1397 09:20

څو ورځې وړاندې د بغلان په دوشي کې وسله والو طالبانو د برښنا پايه چپه کړې چې له امله يې د کابل ښار پنځه ميلونه وکړي د يو شمېر نورو ولايتونو په مليونونه وګړي په تورو تيارو کې شپې سبا کوي. کابل ښاریان وايي، په ورځنيو چارو سربېره د دوی صنعتي، تولیدي او نورې سواداګریزې چارې برښنا پورې تړلې دي او د برښنا نشتون يې په ژوند منفي اغېز کړی. څو اوونۍ وړاندې هم د برښنا یوه بله پایه په بغلان کې د وسله والو له لورې ویجاړه شوې وه. اوس طالبانو وايې چې دوی د