وروستي مطالب

دښمن مو د وېشلو او وژلو هڅه کوي

سه‌شنبه, 18 ثور 1397 12:13

اېمل پیاوړی

نن سبا افغانستان له حساس او نازک پړاو څخه تېرېږي، حساس په دې مانا چې لا هم تروریستي بریدونه او پر افغانانو تپل شوې جګړه په شدت دوام لري او زموږ هېوادوال په جنګ، ناامنۍ، فقر او غربت کې ژوند کوي، مګر په همدغه حساس پړاو کې یو شمېر هغه افراد او اشخاص چې تل یې د افغان په نوم امتیاز، منصب او مقام ترلاسه کړی ، مګر په عین وخت کې له خپل هویت، افغانیت او نورو ارزښتونو څخه منکر دی او په اړه یې د هېواد د اساسي قانون د حکمونو خلاف څرګندونې کوي

ټاکنې او د ولس مسوولیت

سه‌شنبه, 18 ثور 1397 11:58

محمد روښان ښاد

د ټاکنو ترسره کېدل حتمي دي، نه زورواکي، نه زاړه او مفسد وکیلان، نه سیاسي ډلې ټپلې او نه هم تروریستان او د افغانستان دښمنان د ټاکنو د ګډوډولو او حتی د نفي کولو صلاحیت لري او نه هم په زور د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نیولی شي. که دوی خپه وي که خوشاله ټاکنې به کېږي او حکومت په دې برخه کې ټینګه اراده لري

پر ولسواکۍ او د بیان پر ازادۍ برید

سه‌شنبه, 18 ثور 1397 11:56

محمد بشیر یوسفزوی

ټاکنې او د بیان ازادي د ولسواکۍ له دوه هغو مهمو ښېګڼو یا ځانګړنو څخه عبارت دي، چې د خلکو نېکمرغي په کې نغښتې ده، د دوی عزت او حقونه په کې خوندي دي. د دوی  حیثیت په کې ساتلی او د دوی رایې او نظر ته په کې ارزښت ورکول کېږي، ځکه ټول هېوادوال په ټاکنو کې د ګډون او همدارنګه د خپل نظر څرګندولو برابر حقونه لري او دغه حقونه په قانون کې تسجیل شوي دي

تعداد تلفات نا شی از حمالت امریکا

یکشنبه, 16 ثور 1397 18:51

نویسنده ویا گردآورنده: )تروپوبلیکا = Publica True .)
منبع وتاریخ نشر : گلوبال ریسرچ » 92-40-9402 . »
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل« .
 -------------------------------------------------------

 انجمن یا کنسرسیوم خبری ، سه گذارش را به ارتباط تعداد تلفات ویا ضایعات بشری
یعنی مرگ ومیر واقعی انسان ها توسط حمالت ایاالت متحده امریکا بعد از وقوع رخداد
)00/2 )سال )9440 )بد ست نشر سپرده است – ما دررسا نه ای تروپوبلیکا عوامل
تمام تلفات اعم از وضع نمودن تحریم ها ، بیماری ها ، گرسنگی ها ، وعدم دسترسی به
ناشی ازجنگ

متباقي در ضمیمه

په ټولنه کې د رسنیو د رول

پنجشنبه, 13 ثور 1397 23:34

عبدالملک پرهیز

یادونه

لاندې لیکنه د هغه مرکې پر بنسټ برابره شوې چې څه موده دمخه مې د بهار له تلویزیون سره د سپرغۍ د ویب پاڼې په اړوند ترسره کړې وه او نن يې د مطبوعاتو د نړېوالې ورځې په ویاړ نشر ته سپارم.

رسنې په یو پرانیستې او دموکراتیکه ټولنه کې د واک د درې نورو بنسټونو لکه اجراييوي، قانون جوړونې او قضاييه قوی تر څنګ څلورم ځواک دی . په دموکراتیکو ټولنو کې رسنۍ د سترو موسسو په بڼه د روښانولواو لوري ورکولو رول لوبوي . رسنیو د خپل تکامل په بهیر کې له ساده حالت څخه د پرمختللي او ډېر پېچلي حالت په لور بدلون او پرمختګ کړی.  د تکنالوژۍ د ودې له امله کاغذي رسنۍ له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوي دي ، ځکه په اوسني وخت کې زیات خلک د انترنیټ له لارې خپل مالومات تر لاسه کوي

روز جهانی آزادی مطبوعات را گرامی میداریم

پنجشنبه, 13 ثور 1397 23:31

مطابق به فیصله مجمع عمومی ملل متحد در سال ( ١٩٩٣ م ) از سوم می بحیث روز جهانی مطبوعات تجلیل میگردد.

آزادی مطبوعات و رسانه ها از اصول بنیادی حقوق بین المللی معاصر محسوب میگردد كه اساسات ان در منشور ملل متحد ، اعلامیه جهانی حقوق بشر ( ماده نزدهم ) مسجل گردیده و قطعنامه (١٩٤٦ م ) آزادی اطلاعات را بمثابه حق بنیادی تسجیل و مكلفیت دولت ها را در زمینه مشخص ساخته است

د بلخ پښتون مېشتې سیمې او وروستۍ ناامني

پنجشنبه, 13 ثور 1397 17:47

نجیب الله پاڅون

د بلخ پښتون مېشتې سیمې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د دې ولایت د ځایي چارواکو، وسله والو ډلو، مافیایي کړیو، جهادي او سیاسي ډلو له لوري د خپلو شومو اهدافو په موخه ناامنه او د پرمختګ، بیارغونې، تعلیم، هوساینې او ښه ژوند له سیوري څخه لرې پاتې کړای شوي.

دغو ناامنیو په هغه وخت کې ډېر زور اخیستی کله چې د ټاکنو مودې رانږدې شوي او پښتنو د خپلو رېښتینو استازو د ټاکلو په موخه غږ اوچت کړی. متاسفانه د دغو ناامنیو په رامنځ ته کولو کې له هغو پښتنو څخه کار اخیستل شوی، کوم چې د یو څو روپیو په خاطر یې په خپله

چين څنګه د افغان حکومت او طالبانو منځګړيتوب کولی شي؟

چهارشنبه, 05 ثور 1397 20:38

چین وايي، چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې منځګړیتوب وکړي. د چین د دفاع وزیر وي فینګ وايې، پیکېنګ چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بې‌طرفه منځګړیتوب وکړي. چین په داسې حال کې د افغانستان د سولې په برخه کې د منځګړیتوب خبره کوي چې تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له لوړپوړو چینايي چارواکو سره په لیدنو کې له دې هېواد څخه د افغانستان په سوله او ثبات کې د همکارۍ غوښتنه وکړه