د رڼو ټاکنو په اړه د ښاغلى نور رحمان لېوال وړانديز او طرح

د رڼو ټاکنو په اړه د ښاغلى نور رحمان لېوال وړانديز او طرح

انځور 1هغه د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک ماشين چې موږ يې هڅ واهه خو حکومت تردې هم لاندې وړتياوو ماشين ډېره په لوړه بيه واخيست

د افغانستان کړېدلي ولس، دولت او سياسي ګوندونو  ته د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام وړانديزونه د  کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک په  اړه

 

يادونه: ددې ليکنې نويزونه يا اصطلاحات

غځيدلووړ ويبځاى يا ډايناميک ويبسايټ

برېښيزه-سوداګري يا اي کامرس

برېښيزه-حکومتولي يا اي ګورنمنټ

ځنځيريزتړاو  يا بلاک چين

سوداګريزه سيالۍ يا داوطلبي

مخبڼپېژندنه- پېس رکوګنيشن

کسبڼپېژندنه يا بايوميټريک: د ژونديو د مخ، ګوتو، ورغويو، سترګو، کسيو، قد، بوى او نورو بڼو د ځانګړتياوو ډيجيټل کولو ته وايي چې ډېرۍ بڼې يو له بل څخه په بشپړ ډول توپير لري. د بېلګې په ډول د سترګو نښې له ٦ مياشتو او د ګوتو نښې له ١٢ کلنو څخه هخوا پخېږي چې بدلون يې ډېر ستونزمن دى، خو د روغتيايي غړيو د بدلون د تخنيک پمرسته يې بدلول شوني دي. کسبڼپېژندنه د وګړو له احوال څخه نيولې تر اقتصادي، امنيتي، جنايي، مديريت او نورو خورا مهمو چارو پورې روڼتيا رامنځته کوي او د درغليو مخه نيسي.

 

رڼو ټاکنو کې د حکومت پاتې راتلل او د ټاکنو نه کولو هوډ

د غني او عبدالله ګډحکومت  پخپله دنده کې  بشپړ  پاته راغلي چې  د رڼو او پروخت ټاکنو لپاره د ملت او اړوند لوريو د منلو وړ تګلاره او سيسټم جوړ کړي. ټول دا  مني چې د ټاکنو د ځنډېدو او ناندريزو کېدو اساسي لاملونه  د حکومت  ناتوانۍ، ناغېړۍ او نه پاملرنې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون کې لاسوهنې، ناوخته د خپلې خوښې ګمارنې او د نورو غير قانوني پرېکړو له امله يې د ټاکنو بهير ته سخت زيان اړولاى، د تېرو ١٧ کلونو د ولسواکۍ په لور د افغانانوسرښندنو او قربانيو ته يې سپکاوى کړى چې  پرمختګ يې بېدرېغه پرشا تمبولاى.

 

د حکومت او کمېسيون غړي په  ولس، سياستوالو او سياسي جوړوښتنو دا نيوکه کوي چې پر وخت يې بايد د سمون يا اصلاحاتو غوښتنې کړې واى. خو دوى دا په بشپړ ډول له پامه غورځوي چې د تېرو لانجمنو ټاکنو څخه راوروسته د ټولو لوريو له ګډحکومت څخه د ښې حکومتولۍ او له کمېسيون څخه د رڼو ټاکنو په ترڅ کې د واک سوليز لېږد چې د ولسواکۍ په رڼا کې غوښتنې دي د لمر پشان روښانه وې او دي. د همدې موخې پر بنسټ ملت حکومت او کمېسيون ته پنځه کاله وخت ورکړ چې له بدمرغه  حکومت دا وخت د واک پر وېش او درغليو تيروي او د کمېسيون غړو پنځه کاله پر ناندريو تېرکړل. د کمېسيون غړو بايد همت ښودلاى واى او ډېرو بايد د ملت او خپلې ښې راتلونکې لپاره استعفاوې وړاندې کړې واى، خو تر اوسه يوازې يوې ښځې دا همت وکړ. له بدمرغه دادى اوس پنځه کاله وروسته لا هم  د ټاکنو بهير ناندريز او ملت ته د منلو وړ نه دى. د  حکومت او کمېسيون څرګندونې بې بنسټه او له شرمه ډکې ځکه دي چې:

         

لومړى د ولسي جرګې ټاکنې چې حکومت يې اوس  د ترسره کولو په درشل کې دى او ولايتي جرګګيو ټاکنو څخه حکومت په ډېره سپين سترګۍ تېر شو. ددغو دواړو ټاکنو ترسره کول ،کلونه پخوا د حکومت دنده وه. نو چې کلونه وځنډېدې يو يا څو مياشتې دې نورې هم ځنډېدلې واى ترڅو ملت ته د منلو وړ، رڼې او له درغليو پاکې ټاکنې وړاندې شوې واى.

دويم د ټاکنو روڼ سيسټم جوړول د حکومت او کمېسيون دنده وه د څه لپاره چې دوی ته مسؤليت سپارل شوى وو او دوى دا پنځه کاله  د ملت له بوديجې څخه ورباندې پنځيدلي چې په زغرده ورته حرامخوري ويلاى شو.

 

ولس، سياستوال او سياسي جوړښتونه رڼې ټاکنې غواړي، په حکومت په بشپړ ډول بېباوره دي نو ځکه د نويو تخنيکونو لکه: کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک په مرسته د رڼو ټاکنو هېلې څرګندوي. خو حکومت له هر لوري په هر ډول چې وي رڼو ټاکنو ته  ژمن ندى ځکه هڅه کوي چې هر څه ستونزمن، ناشوني، ډېر ګران او ناوخته کړي.

 

که حکومت پر درغليو تورن نه واى نو زوړ د کاغذي رايو ورکولو سيسټم تر ټولو اسانه، ارزانه او وړ چاره وه. حکومت بايد دا ومني چې ملت ته د ټاکنو له اړخه د ميلياردونو تاوان د دوى د نااهليو او درغليو له امله وراوړي او حکومت په دغه برخه کې ١٠٠٪  ګرم او ملامت دى. پدې ليکنه کې د ملت د ويښتيا او پوهولو هڅه کوو چې دولت وړتيا او اسانتياوې درلودې چې رڼې ټاکنې وکړي خو هوډ يې نه درلود، همدارنګه که کسبڼپېژندنه يا بايوميټريک هم په سمه توګه و نه کارول شي نو د درغليو لپاره لا زياته اسانتيا رامنځته کېږي.

 

موږ په ولس، سياستوالو او کمېسيون غږ وکړ چې اوس د ميلياردنو په زيان  ټاکنې د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک سامانونه واخيستل شول، راځئ په ګډه د ولسي جرګې د ټاکنو دنېټې غځولو غوښتنه وکړو ترڅو چې د بايوميټريک سيسټم ازمېښت شي او  ټول  پرې پوهه شي چې رڼې ټاکنې د ملت د باور لامل شي، خو کمېسيون په يوه موزه غبرګې پښې منډې چې نه، موږ وخت نه بدلوو، دا پخپله ترټولو ستره پوښتنه ده چې ولې؟

 

نږدې درې مياشتې وړاندي موږ وويل: د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک پر بنسټ  ټاکنو لپاره حکومت وسايل او بشري ځواک لري خو د رڼو ټاکنو هوډ نلري. حکومت دې موږ سره ملګرتيا وکړي موږ تيار يو چې د افغانانو په نوښت او مرسته د دوى په شته اسانتياوو رڼې ټاکنې ترسره کړو.

 

انځور 2  درې مياشتې وړاند په حکومت زموږ غږ

زموږ د پورتني وړانديز څخه ورسته حکومت په وېره کې شو او په بيړه يې د تداروکاتو قانون ترپښو لاندې کړ، پرته له سوداګريزې سيالۍ يا داوطلبۍ څخه يې خپلويپالنه وکړه او د کسبڼپېژندنې  يا بايوميټريک په برخه کې يې له درغليو ډکو هڅو ته  لاس واچوه، هغه چارې  چې په دولت کې دننه د مالوماتي ټيکنالوژۍ پوهانو او يا خصوصي افغاني شرکتونو په شاوخوا ٣٠٠ ميليونه ترسره کولاى شوې، حکومت يې پروګرام او سامان په شاخوا ١٣٠٠ ميليونه افغانۍ واخيست، چې يوازې په سامان اخيستلو کې  نژدې ٨٠٠  ميليونه  درغلۍ وشوې او ٢٠٠ ميليونه افغانۍ په پروګرام اخيستلو کې ملت ته زيان واوښت .داچې د افغانانو نوښت وځپل شو او له هغوى واره واخيستل شوه هغه پر ځاى پرېږدو څه چې د هېواد دوروسته پاتې کېدو بنسټيز لاملونه دي.

 

موږ ته داسې مالومات ترلاسه شوي چې د ډرمالاګ په نوم جرمني شرکت د بايومټريک سيسټم تړون پرته له سيالۍ يا داوطلبۍ په ١٦ ميليونه ډالرو ترلاسه کړ. په دغه تړون کې ٢٢زره دانې بايوميټريک ماشينونه کاروي چې د بازار له نرخ څخه يې٣٠٠٪ يا هره دانه ٥٠٠ډالره ګرانه اخيستل شوې چې نږدې ١٠ ميليونه ډالر په دغه يوه ماشين کې درغلي يا پساد کېږې.

 

دا چې حکومت او ډرمالاګ څه ډول سيسټم کاروي او د رڼو ټاکنو لپاره تګلاره به يې څه وي؟ پدې اړه حکومت او کمېسيون مشکوک مالومات او ګډې وډې خبرې کوي، ملت سره دا پوښتنې اوس هم شته چې نوى سيسټم ريښتيا روڼتيا رامنځته کوي او که نه؟  د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک توکو او اړوند کمپيوټري پروګرام په اړه  ډرمالاګ، حکومت، کمېسيون، مرکزي احصايې ادارې او نورو ښکېلو اړخونو زموږ تخنيکې پوښتنې خو لا پريږده چې ځواب يې نه کړې  ښاغلي د ملت خبرولو او پوهولو کې هم پاته راغلي، کېداى شي مالوماتو ته د ترلاسي له قانون څخه خبر نه وي او يا يې ترپښولاندې کولو باندې ځان غټ ورته ښکاري، خو موږ د دوى کړنې څرګنده درغلي او د ملت په سترګو کې خاروې اچول بولو. 

 

د ماى اى سي ټي شرکت ويبپاڼه کې مو ولوستل چې دوى د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک سيسټم لري خو دغه سيسټم چا جوړکړى او څنګه کارکوي هېڅ پيدا نه کړل، دوى خپل ويبځاى يا ويبسايټ کې ليکلي چې د اګست د مېاشتې ١ او ٢ نېټه د بايوميټريک سيسټم په اړه حکومت، سياسي ګوندونو، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، په ټاکنو کې نړيوالو مرستندويه او همکارو موسيسو او هغو سفارتونو غړو سره ناسته درلوده چې ټاکنې تمويلوي. دوى څخه مو پوښتلي چې څنګه وتوانېدل غونډې ته وروبلل شي؟ ايا بلنه د کوم اکسپريشن اف اينټرسټ، سيالۍ يا کوم بل رسمي بهير يا پروسې پر بنسټ وه او که نه؟ ولې د جرمني پر ځاى دغه شرکت سره دغه تړون ونشو يا دا شرکت هم د جرمني ډرملاګ سره شريک دى؟ دوى هم ځواب نه کوي! خو په هرحال شاوخوا يو ميليارد افغانۍ خوږمن ولس ته په دغه تړون کې زيان رسېږي هغه هم يوازې په سامان اخيستلو کې. 

 

اوس ددې څېړل ډېر اړين دي ترڅو پوهه شو چې د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک پر بنسټ د ټاکنو اقتصادي او تخنيکي وړتياوې افغانان او د افغانستان دولت لري او که نه؟  چې لاندې يې څېړو او هغه لارې چارې کومې دي چې حکومت او کمېسيون په رڼو ټاکنو مجبورولاى شي.

 

په دولت کې د رڼو ټاکنو سيسټم جوړولو او کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک وړتيا سرچينې شته خو حکومت د خپلويپالنې او درغليو لپاره بهرنيانو سره تړون کوي.

په هېواد کې د لېوال شرکت په ګډون، چې په سيمه کې د نوښتونو درې لسيزې تجربه لري، د مالوماتي ټيکنالوژۍ په برخه کې  د دوى او نورو کاروباري افغانانو وړتياوې پر ځاى پرېږدم،  يوازې د دولت د هغو سترو پروژو يادونه کوم چې تېرو ١٧کلونو کې يې دا وړتياوې د نږدې ١٠٠٠ ميلياردو افغانيو په لګښت  تجربه کړي او په سلګونو لا څه چې زرګونه کسان همدا اوس هم پرې بوخت دي.  موږ پوره باور لرو چې په خصوصي برخه او دولت کې دا وړتيا وه او شته چې وکولاى شي له شته اسانتياو څخه د رايه ورکوونکو  راجسټر کولو  او په لږ  زيار سره د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک سيسټم جوړ  کړي، په دولتي ادارو کې: د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ او ويزې کمپيوټري کول په ١٠٠ګونو ميليونه افغانۍ،  د ملي پېژند کارټ يا بريښنايې تذکرو پروژه د  ٩ ميليارده افغانيو په لګښت، د برېښنايي حکومتولۍ پروژه  د ١٠٠ګونو ميليونه  افغانيو په لګښت، د اسان خدمت پروژه  نږدې د ٤ ميليارده  افغانيو په لګښت ، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، يوناما او ملګروملتو پرمختيايي پروګرام ٨٤ ميليارده افغانيو په لګښت پروژې چې د وکړو له راجسټر،  ټاکنو، کسبڼپېژنې يا بايوميټريکولو سره يې نېغې اړيکې درلودې  همدارنګه په سلګونو نورې پروژې چې بيليونونه بوديجه يې د مالوماتي ټيکنالوژۍ په برخه کې لګولې له اړتيا ډېر وسايل او کسان لرل چې کار ورڅخه واخلي خو حکومت يې په مديريت نه پوهېږي او که پوهېږي نو کار ورڅخه ځکه نه اخلي چې د حکومت موخه درغلي، پساد او پر مرستو روږدتيا يا معتادي او ناوړه ټاکنې کول دي، نو ځکه دوى په ميليونونو نوره بوديجه له ملت او بهرنيو څخه غواړي چې د ټاکنو په بهير کې يې په ورته سيسټمونو سيند ته لاهو کړي.

انځور 3 د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ او ويزې کمپيوټري کولو سيسټم

د ملي پېژند کارټ يا برېښنايي تذکرو پروژه د  ٩ ميليارده افغانيو په لګښت

په دغه پروژه کې د هېواد د وکړو راجيسټر کولو بشپړ ډيټابېز سيسټم او کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک سامانانونه لګيدلي چې تېرحکومت کې پيل شوه. د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ وزارت او د جي ټي ار په نوم شرکت پرې بوخت دي چې د ملي پېژند کارټ لپاره  کمپيوټري او کسبڼپېژندنې سيسټمونه او برېښېزې حکومتولۍ اړوند زېربناوې جوړې کړي. د جې ټې ار شرکت  مشر ګران ميرويس عليزي راته وويل د برېښېزو تذکرو سيسټم د رايه ورکونکو راجسټر سره ځانګړي وټرلسټ برخه هم لري او د کسبڼپېژندنې  وړتياوې خو يې څرګندې دي ځکه هر څوک چې تذکره اخلي کسبڼپېندنه يا بايومېټرک يې کېږي چې دغه بهير د حکومت لوړپوړو چارواکو د برېښنايي تذکرې ترلاسه کولو لپاره پخپله ترسره کړې، ليدلاى او کمپاين يې هم ورباندې کړى. له دوى څخه مو وپوښتل چې ولې حکومت د دوى له وړتياوو څخه ګټه پورته نه کړه ويل يې داد حکومت يوه سياسي پرېکړه وه. برېښيزو تذکرو چارې د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ او ويزې کمپيوټري کولو کې  ترسره شوې خو د درغليو لپاره په دويم ځل دلته هم روانې دي.

يادونه: ددغې پروژې په اړه حکومت ته زمونږ وړانديز و چې بايد په ازمېښتي ډول په وړه کچه يا پايليټ پروژه د کابل ښار کې وشي او بيا هېواد سترو ښارونو ته وغځېږي. د  پروګرام جوړولو لپاره موږ په وړيا ډول خپل ولس او حکومت سره د مرستې لپاره وړانديز کړى و چې د وخت وزير اميرزي سنګين او کرزي لخوا رد او د ٩ ميلياره درغليو  لپاره لاره پرانيستل شوه، هغه دى نژدې لسيزه وروسته هم  دا پروژه بېګټې او ناندريزه روانه ده.

 

د برېښيزې حکومتولۍ پروژه  د ١٠٠ګونو ميليونه  افغانيو په لګښت

د برېښيزې حکومتولۍ پروژه په  ٢٠١٢ ميلادي کال کې پيل شوې چې په اړه يې نړيوال بانک ليکلي "افغانستان په برېښنايي حکومتولۍ کې لارښود شو". دغې پروژې په سلګونو دولتي د غځېدلووړ يا ډاينامېک ويبځايونه يا ويبسايټونه جوړکړي چې د ډېټابېس پرمټ ولاړ دي. ګران عبدالمجيد مومند د برېښنايي حکومتولۍ ادارې  مشر څخه مو پوښتلي چې ولې حکومت د دوى له وړتياوو او سيسټم څخه د رڼو ټاکنو لپاره ګټه پورته نه کړه په ځواب يې ځان غلى کړ چې يو ناوړه دود يې وپاله.  په هېواد او سيمه کې د مالوماتي ټکنالوژۍ د يو وتلي کس په ټوګه  زه شرمېږم چې کله د نړيوال بانک دا چيغه چې "افغانستان په برېښنايي حکومتولۍ کې لارښود شو" لولم، ځکه دغې پروژې لاسته راوړنه  ډېر د ښکته درجې  غځيدلووړ يا ډاينامېک ويبځايونه جوړ کړي چې ډېر نيمګړي مالومات وړاندي کولاى شي او د برېښيزې حکومتولۍ څرک لا په کې نشته.

 

د اسان خدمت پروژه  نږدې د ٤ ميليارده  افغانيو په لګښت

د عامه خدمتونو اسانه ترلاسه کولو لپاره د ګډحکومت کابينې ۳۸ غونډې، اقتصادي شورا او د غني د سپارښتنو پربنسټ د اسان خدمت پروګرام جوړولو د چنګاښ په  ۲۳، ۱۳۹۵ د اذربايجان دولت ته په اټکليز ډول په ٤ ميليارده  افغانيو د ماليې وزارت  لخوا ورکړل شوى، موږ د اذربايجان حکومت او دغې ادارې اړونده کسانو څخه د پروژې د لګښت او د کمپيوټري کوډ حقوقي ملکيت په اړه وپوښتل چې ددغې پروژې لګښت څوک ورکوي؟ او د کوډ ملکيت يې څوک لري؟

 

د اذربايجان دولت د ASAN xidmat ويبځاى کې برېښناليک سيسټم کار ونه کړ او زموږ برېښناليک را واپس شو، بيا مو هڅه وکړه د دوى د ويبځاى پيغامګر يا ميسنجر کې پيغام پريږدو هغه هم ناکاره وو، بيا مو ددغه پروګرام پيسبوک پاڼه کې سوالونه ورولېږل چې د کمپيوټري کوډ حقوقي ملکيت او نور تخنيکې سوالونه يې په بشپړ ډول له پامه غورځولي، په ځواب کې يې ځان ستاينه کړې او د لګښت په اړه يې ليکلي چې د افغانستان د اسان خدمتونو ادارې څخه بايد پوښتنه وشي .

 

 خو ګران محمد نعيم څمکني د اسان خدمتونو له ادارې موږ ته په ځواب کې ليکلي  دوى تر اوسه  د پاسپورټ  نوي سيسټم ، په هېواد کې د کار جواز ډيجيټل کول او  دندې جوړول ترسره کړي او په نورو چارو کار روان دى. ددې پوښتنې په ځواب کې چې د دوى ادارې د کسبڼپېژندنې او رايه ورکوونکو راجيسټر جوړولو وړتيا درلوده ليکي "اسان خدمت، يوه دولتي اداره ده او تر دې دمه ښې لاسته راوړنې لري، د حکومت د لزوم ديد او ټاکنو کمېسيون په غوښتنې يې کولای شول چې ورسره هر اړخيزه همکاري وکړي. دوى هم د کوډ، بوديجې او لګښت په اړه پوښتنې  بېځوابه پرېښودې، همدارنګه د اسان خدمتونو پاڼه کې هم د بوديجې په اړه مالومات نشته!؟  کېداى شي دغه پروژه کې هم د ميلياردونو درغلي شوي وي، د شرم خبره خو به لا دا وي چې د سيسټم د کمپيوټرې کوډ ملکيت د ازربايجان وي. همدارنګه دا چاره هم په برېښيزې حکومتولۍ کې ترسره شوې خو د درغليو لپاره په دويم ځل بيا روانه ده.

يادونه: په کال ٢٠٠٣ م کې د ماليې وزارت  شاوخوا  ٢٤٠ ميليارده افغانيو په لګښت  د بيرينګپواينټ مؤسيسې پمرسته کمپيوټري سيسټمونه جوړکړي.

 

کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ او ويزې کمپيوټري کول په ١٠٠ګونو ميليونه افغانۍ  

ددې سيسټم تمويل د اسټراليا د هېواد  لخوا شوى دى، د کډوالۍ نړيوال سازمان له خوا ځاى، د پاسپورټ او ويزې سيسټم  مډرنې اسانتياوې  ورته برابرې شوي، تر اوسه د هېواد پنځلس ولايتونو لکه:  لغمان،  پروان، تخار، هرات، کندز،  کندهار، ننګرهار، باميان، کاپيسا، لوګر ، پکتيکا او بلخ  کې د کسبڼپېژندنې  يا بايوميټريک اسانتياوې چې د تذکرو او پاسپورټ راجيسټرکولو وړتياوې لري برابرې شوي. دغه  سيسټم کې ټولې هغه اسانتياوې وې چې پورتنۍ پروژې يې د درغليو لپاره په دويم ځل ترسره کوي لږ څه ورډېرول به يې غوښتل.

 

د ټاکنو خپلواک کمېسيون، يوناما او ملګروملتو پرمختيايي پروګرام ٨٤ ميلياره افغانيو په لګښت پروژې

د ټاکنو خپلواک کمېسيون دا لومړى، دويم لا دريم ځل نه بلکې څلورم ځل ټاکنې دي چې يوناما او د ملګروملتو پراختيايي پروګرام  سره يې په ګډه ترسره کوي چې  ٢٠٠٣-٢٠٠٥  کلونو په ترڅ کې يې ٣٤ ميليارده افغانۍ، ٢٠٠٨-٢٠١٠ کلونوکې ٢٨ ميليارده افغانۍ او په ٢٠١٤-٢٠١٦ کلونو ټاکنو کې ١٧ ميليارده افغانيو په لګښت ناندريزې او له پچو ډکې ټاکنې ترسره کړي. په ډسمبر ٢٠١٧  کې يوناما راپور کړې چې د رايه ورکوونکو د راجسټر لپاره يې نږدې ٢ ميليارده افغانۍ د کسانو په راجيسټر لږولي او ملګروملتو پراختيايي پروګرام د ټاکنو د ملاتړ پروژې نږدې ٣ ميليارده افغانۍ له خپلو مرستندويه ترلاسه کړي.  نور مالوملت دلته https://open.undp.org/projects/00105005  وګور‌‌ئ.

اوس له حکومته، يوناما، ملګروملتو پراختيايي پروګرام او کمېسيون څخه پوښتنه دا ده چې د دولت په چوکاټ کې دننه وړتيا، تجربه او ګڼ سيسټمونه ول دوى ولې اړ شول چې په  رايه ورکوونکو ملڼدې ووهي په تذکرو کې يې سټيکرې ولږوي يا د احصايې مرکزي ادارې ته چې د ورته چارو تجربه نه لري دا دنده وسپاري؟ ټاکنې ناندريزې کړي او د پورتنيو ادارو وړتياوې او د ټاکنو خپلواک کمېسيون خپلواکي تر سوال لاندې راولي؟ همدارنګه په ميلياردونو افغانۍ د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک په داسې سيسټم ولګوي چې د ګرځنده ټليفون د سيم کارډ پمرسته انلاين، پليکه يا له انټرنټ سره تړلي وکارول شي نو سمدلاسه معلومات مرکز ته ليږي او له نورو ذخيره مالوماتو سره يې ګوري خو د ټاکنو کمېسيون وايي د ټاکنو په ورځ يې بېليکې يا افلاين ډول ياپرته له انټرنټ څخه کاروي چې په افلاين توګه بيا ځلې رايې مخنيوی نشي کېدای او دا کار درغليو او لانجو جوړولو ته ستره لاره هواروي.

 

 که دوى نه پوهېدل چې د حکومت په چوکاټ کې دننه وړتيا شته، يا پوهېدل او بوديجه يې بېځانه لګولې نو پساد يې کړاى، په دواړو حالاتو کې حکومت  د حکومتولۍ وړ ندى، کمېسيون او ملګرو ملتونو ادارې ددې وړ نه دي چې ټاکنې ترسره کړي او که ترسره کوي يې دغه ټاکنې نه دي خوښونې دي. ملت بايد دوى څخه حساب وغواړي، دا حساب په سلهاو ميليارده افغانۍ دى چې د رزګونو بېوزله افغانانو د مړينې، ځورونې، مهاجرت کولو او بېوزلۍ سبب کېږي.

 

يادونه کوم چې د ملګروملتو د منشور لمخې د ملګروملتو هېڅ ادراه د کوربه حکومت د خوښې او همکاري پرته هېڅ چاره نشي ترسره کولاى. د ملګروملتو ادراو چې هرڅومره درغلۍ کړي د هغو پړه د قانون  او تګلارو له مخې د ګډحکومت د سياسي چارواکو په غاړه ده چې خپلواکي، مديريت، پوهه او هېوادپالنه يې کمزورې او د نشت برابره ده .

 

پورته  څرګند شعوري، تخنيکي او مالي دلايل دي چې په ډېره اسانه ورڅخه اندازه لږېږي چې د ټاکنو ترسره کولو کې ښکېل لوري رڼې ټاکنې نه غواړي، زموږ او د ملت دنده ده  ترڅو هغه لارې چارې و څېړو چې  څنګه دوى په رڼو ټاکنو مجبورولاى شو؟

هغه لارې چارې چې د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک او نورو مالوماتي ټکنالوژيو په کارولو حکومت او کمېسيون  په رڼو ټاکنو مجبورولاى شي؟

 

د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک له ټکنالوژۍ څخه په ټاکنو کې ځينو هېوادو کار اخيستى، دغه تخنيک په تابيعت ورکولو، جرمي، قضايي، روغتياي، مديريت او نورو ډېرو برخو کې کارېږي چې  ډېر د باور وړ دى خو که په سمه تګلاره ورڅخه  کار وانخيستل شي نو هېڅ ګټه نلري او درغلۍ لا اسانه کوي. د  کسبڼپېژندنې پر  بنسټ رڼو ټاکنو لپاره موږ لاندې درې چارې او د هغوى لپاره  عملي وړانديزونه کوو:

 

١ چاره: ټاکنې بايد ټوليزې يا سرتاسري وي او حکومت يې ترسره کولو ته ژمن وي.

٢ چاره :د رايه ورکوونکو کمپيوټري راجيسټرکول بايد کره، له جعلکاريو خوندي،اړوند کس کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک مالومات ور سره  تړلي وي او هر څوک وکولاى شي خپل مالومات پخپله وکتلاى شي.

٣ چاره: کره رايه اچونه او له درغليو خوندي رايې شمېرنه

 

١ چاره:  ټاکنې بايد ټوليزې يا سرتاسري وي او حکومت يې ترسره کولو ته ژمن وي.

د جولاى مياشت کې تاند ويبپاڼې راپور خپور کړ چې "د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د سرڅېړونکي د دفتر د معلوماتو پر بنسټ د هېواد له ۴۰۷ ولسواليو څخه  ۲۲۹ د حکومت تر واک لاندې دي، ۵۹ ولسوالۍ د بډيالو يا مخالفينو په لاس کې دي او ۱۱۹ نورې ولسوالۍ لاس په لاس کېږي"، لدې څرګنده شوه چې نږدې نيمو  ولسواليو کې ټاکنې نه کېږي، پوښتنه داده چې په ولسي جرګه کې ددغو ولسواليو استازولي به څوک کوي؟ دوى لپاره د حکومت پروګرام څه دى؟ که يوازې له نيم هېواد څخه استازي ټاکل کېږي تردې غوره ده چې د ولسي جرګې ټاکنې ونشي. له نيم هېواد څخه ولسي جرګه رابلل زموږ له انده بې ګټې، غير قانوني او بې عدالتي ده.  همدارنګه حکومت بايد د رڼو او ټوليزو ټاکنو لپاره ژمن کړو چې اوس نه دى. په اوسنيو  ټاکنو چې متفکر ډاکټراشرف غني، ډاکټرعبدلله عبدالله او ملګرو يې کومې نادودې وکړې هغه به بشپړ نالوستي او نادان چارواکى هم نه واى کړې چې سترې نادودې يې ولسي جرګې ټاکنې پروخت نه کول، ملي پېژندکارټ يا برېښنايې تذکرو ته خنډکېدل، برېښيزې حکومتولۍ کې درغلۍ، ټاکنو ته ناوخته دکسبڼپيژندنې يا بايوميټريک سيسټم راوړل او  په سمه توګه نه کارول دي.

 

جولاى مياشت کې د ګډحکومت مشر غني خبريالانو ته وويل  چې ملګروملتو ده ته وويل چې د ټاکنو لپاره دوه ميلونه سټيکر شوي تذکرې بس دي،  خو دده حکومت ٩ ميليونه سټيکر کړي!. په اړه  يې ولس چيغې وهي چې  بېشمېره کوټه يا جعلي تذکرې سټيکر شوي، د سټيکر کولو ناخواله دومره ګړندۍ وه چې جعلي عکسونه پيدا کول ستونزمن وو. د اګست مياشت کې  د حکومت د کورنيو چارو وزير اريانا ټلوېزيون سره مرکه کې وويل "دا مهمه نده چې د هېواد په څومره جغرافيه کې ټاکنې کېږي، قانون وايي چې ټاکنې دي وشي چې هر چېري يې موږ خوندي کولاى شو!"  چې مشر يې پدې لا نه پوهېږي چې د ملګروملتو ادارې بايد د ښاغلي واوري او که دى د هغو؟ د کورنيو چارو وزير  يې چې د ټاکنو امنيت  ورپغاړه دى بې مسئوليته څرګندونې کوي نو دا ټاکنې له  اوسه لا نيمګړې دي.  پورتنيو حالاتو او  څرګندونو ته چې ګورو، بډيال خو ټاکنو ته خنډ جوړوي، حکومت کې ښکېل هم نه غواړي چې کره، رڼې او پروخت ټاکنې وشي، د ټاکنو لپاره دوى لوى خنډ دي، خو دا ځل ملت بيدار دى او خپل برخليک ټاکي، موږ هم  ملت سره تخنيکي  مرسته کولو ته چمتو يو.

 

د ټوليزو ټاکنو لپاره موږ ملت او هغوى چې رڼو ټاکنو ته ژمن دي لاندې وړانديز کوو:

د رايو د مرکزونو کره کولو لپاره چې چېرته ټاکنې کېږي او چېرته نه کېږي، موږ د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام  لخوا ځانکړى ويبځاى او سيسټم جوړ کړى چېرته چې:

موږ ټول د رايه ورکولو مرکزونه لسټ کړي،

هلته په اسانۍ سره هر څوک مرکزونه  پيداکولاى شي،

د مرکز حالت مالومولى شي او په اړه يې سروې يا ټاکنه کې برخه اخيستلاى شي.

يادونې يا کامنټ کولاى شي، تړاونه يا لينکونه شريکولاى شي، عکسونه، ويډيوګانې او نور ډېر څه شريکولاى شي.

د هغه کلي چې له ټاکنو بې برخې کېږي په ګوته کولاى شي.

 

پورتنۍ چارې په کره ډول زموږ ويبځاى کې ګډون کولو يا حساب پرانيستلو، ننوتنګ يا ساين‌اين څخه وروسته يا د خپلو ټولنيزو رسنيو د حساب لکه فيسبوک له لارې په اسانه کولاى شي.

 

زموږ نوښت د څارنې يا نظارت رامنځته کولو اسانه، ارزانه او وړيا لاره ده چې د ملت له بوديجې يا کوم بهرني هېواد لاسوهونکو مرستو څخه پرته موږ پخپله کړى. موږ خپله افغاني او خدايي هڅه کړې چې ټاکنو کې روڼتيا رامنځته کړو. هرځاى کې چې ټاکنې ونشي بايد د هغو لپاره د ټاکنو  بديله لار پيدا شي، زموږ دا کړنه ستر عدالت رامنځته کوي او ولس ته د خپل حق  ترلاسه کولو توان وربښي.

 

٢ چاره :د رايه ورکوونکو کمپيوټري راجيسټرکول بايد کره او له جعلکاريو خوندي وي،اړوند کس کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک مالومات ور سره  تړلي وي او هر څوک وکولاى شي خپل مالومات پخپله وکتلاى شي.

 

د رايه ورکوونکو کره کول په اوس وخت کې له دريو لارو شونې دي.

١: لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام کسبڼپېژندنو يا بايوميټريک د مخپېژندنې له لارې د رايه ورکوونکو کره کول.

 ٢: د کسبڼپېژندنو يا بايوميټريک  شته بانکونو څخه کار اخيستل .

٣: له سره د ارجيسټر شويو کسانو کسبڼپېژندنه کول چې دا وخت غواړي او هم به ناوړه ځکه وي چې شوى کار به دويم ځل کېږي، د ډېرى کسانو کسبڼپېژندنه شوې، بيا کول يې د وخت او شتمنيو بېځايه له لاسه ورکول دي، خوکه د ولسې جرګې ټاکنو پر وخت د ګوتو سکېن په سمه توګه ترسره شي ډېر غوره به وي، چې  راتلونکو ټاکنو کې ورڅخه کار واخيستل شى. خو له حکومت او کمېسيون څخه دا تمه هم نشي کېداى.   

 

١: لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام يا مخبڼپېژندنې له لارې رايه ورکوونکو کره کولو تګلاره

د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام ترچتر لاندې موږ هڅه کړې چې د کسبڼپېژندنې  يا بايوميټريک له ډېرو لارو د يو کس پېژندلو لپاره کارواخلو، د ګوتو سره اوس مخبڼپېژندنه يا پېس رکوګنشن هم پرمختللى او کولاى شي چې موږ سره  ټاکنو کې ستره مرسته وکړي. ددې لپاره موږ ولس، دولت، حکومت او کمېسيون ته لاندې وړانديز کوو او په لاندې ډول دا وړتيا ورته برابرو چې د رايه ورکوونکو هرکس پخپله ځان کره کړي.

 

موږ به د کمېسيون د رايه ورکوونکو سټيکرشويو تذکرو ډيټابېز چې کمېسيون کمپيوټري کړى له هغه مرکزي ډيټابېز سره تړو چې موږ يې ورته برابرو، دا ډيټابېز به پرليکه يا انلاين وي. د اړوند تذکرې سټيکر شمېرې، ځاى او نورو مالوماتو لمخې به  هر کس له خپل يا د خپل استازي له ځيرک ګرځند ټليفون څخه زموږ د ځانګړي ويبځاى يا ويبسايټ او يا ځانګړي ټليفوني اپ څخه خپل ځان پيدا کوي. سيسټم  دا وړتيا لري چې کس له خپل ټيليفون څخه خپل عکس واخلي او سيسټم ته يې واچوي، يانې  اړوند کس ته دا وړتيا وربښي چې خپله ځان  څېره او کره کړي.

 

يادونه: د ناوړه ګټې پورته کولو څخه به کس ځکه ژغورل کېږي چې هرڅوک د بل چا مالومات وکاروي، موږ يې ځاى، ټليفون شمېره او نور مالومات ترلاسه کوو چې عدلي او قضايي ادارو سره به شريکېږي. 

 

سيسټم به ترشا پخپله او يا د چلوونکو په مرسته د اړوند کس مالومات اخلي او ټولو هغو عکسونو سره به يې ګوري چې له وړاندې په سيسټم کې شته. که اچول شوى عکس له بل چاسره برابر نشو نو سيسټم يا مسئول کسان به يې کره کوي، که چېرته عکس له يو يا څو کسانو سره برابر يا نېژدېوالى ولري هغه به  کتوونکي جرګې ته سپارل کېږي چې له لاندې خلکو به جوړه وي:

 

د ټاکنو د کمېسيون غړي، رسنيو غړي، د ګوندونو غړي، د مدني ټولنو غړي او بل هرڅوک چې غواړي برخه واخلي، اړوند کس هم کولاى شي چې خپل سپيناوى وړاندې کړي. دوى به په ګډه پرېکړه کوي چې اړوند کس وپېژني له سيسټم څخه يې وباسي او نور اړونده چلند ورسره وکړي. که کس د هيچا سره برابر نشو هغه کره دى او اړوند کس ته به يو ځانګړى بارکوډ دده ټليفون او يا دده د کفيل ټليفون  ته ور ولېږل شي چې د ټاکنو په ورځ به دغه بارکوډ دده او يا دده د کفيل له ټليفون څخه لوستل کېږي، د راتلونکو ټاکنوو لپاره به يې ګوته اخيستل کېږي او ټاکنو ته پرېښودل کېږي. کله چې په اړوند مرکز کې د رايې اچلولو لپاره اړوند کس ورشي نو بارکوډ ورکولو سره به نارينو ته دده عکس، نوم او نور مالومات څرګند شي چې له هغه وروسته به د رايو مرکز ته پرېښودل کېږي، د ښځو لپاره به  يې د استازى عکس راڅرګندېږي، دغه ټولې چارې پر ځيرک ټيلفونو شونې دي.

 

٢- د کسبڼپېژندنې  يا بايوميټريک شته مالوماتي بانکونه کارول

له ٢٠٠١ کال څخه راپديخوا ګڼې سرچينې لګيا دي، د افغانستان دخوار ولس څخه د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک مالومات راټولوي چې په هغو کې  څرګند او خورا مهم يې د کورنيو چارو وزارت، د دفاع وزارت، متحده ايالاتو او ناټو ماموريتونه، ملګروملتو ادارې، د مخابرتو وزارت، د لوړو زدکړو وزارت، افغان مهاجرو او د هغوى اړوند ادارې دي چې په لاندې ډول تشريح شوي.

 

د کورنيو چارو وزارت

د  کورنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو، متحده ايالاتو او ناتو ځواکونو سره ډيری پروژې شريکې درلودې، چې له مخې يې د ٢٠١٢ کال تر پايه پورې د يوې پروژې له مخې بايد نژدي٨٠٪ افغانان (٢٥ ميليونه) کسبڼپېژندنه  يا بايوميټريک شوى واى. همدارنګه د دغې پروژى لاندې هوايي ډګرونو، د افغان وګړو د راجيسټر  يا ثبت څانګې دفترونواو بندرونو لکه  تورخم، سپين بولدک او نورو پوستو کې هم د خلکو کسبڼپېژندنه  يا بايوميټريک کېږي.

 

د دفاع وزارت

ددفاع وزارت کې د افغان ملي اردو او اړوند ملکي خلکو بايوميټريک معلومات شتون لري، چې ډېرى به يې رايه ورکولو کى برخه اخلي.

 

متحده ايالاتو، د ناټو ماموريت او ملګري ملتونه

د پبليک انټليجنس . نټ  سند چې د بايوميټريک د کارولو په اړه د متحده ايالاتو د پوځ لارښود خپروي، کې راغلي، له پيل څخه د متحده ايالاتو پوځ د افغان وګړو د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک مالومات راټولوي. همدارنګه کرنل کريګ اس اوزبورن وايي: افغان حکومت د متحده ايالاتو حکومت سره د افغان وګړو کسبڼپېژندنې مالومات شريکوي. د متحده ايالاتو پوځ په ټول افغانستان کې د بايوميټريک مالوماتو  اسانتياوې کاروي چې د ګوتو، سترګو، مخ ، سلوک،  هستوګنځي ځاى، نوم، مدني حالت، قبيلې يا خېل سره تړاو او نور مالومات ټولوي. دا وسايل له ١٥٠ کمپيوټري سرورونو سره تړلي چې کولی شي د يو بل سره ډيټا تبادله کړي. "په افغانستان کې راټول شوي بايوميټريک مالومات په پای کې د امريکا دفاع وزارت (ABIS) مرکز ته چې په ويرجينا کې  دى لېږل کېږي، له دغه ځايه د کورني امنيت رياست (DHS) او FBI سره هم شريکېږي. افغانستان حکومت هم کولاى شي چې په قانوني ډول دغو مالوماتو ته ترلاسى پيداکړي.

 

د مخابراتو وزارت

د مخابراتي شبکو د مشتريانو ډيټابېزونه، د ١٠% ماليې راټولولو سيسټم چې ٩٠% اوس هم غلا پکې روانه ده، همدارنګه د برېښنايي تذکرو د پروژې مالومات.

 

د پوهنې وزارت

د کانکور لپاره له  ٢٠١٦ کال راهيسې په سلګونه زره ځوانان بايوميټريک شوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به رايه ورکوونکي وي.

 

افغان کډوال

ډېر هيوادونه کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک مالومات له افغان کډوالو څخه راټولوي، په ستره کچه  له ٢٠٠٧ کال راهيسې د پاکستان حکومت د ملګروملتو د کډوالو ادارې په مرسته افغان کډوالو ته د کارټونو د ورکولو لپاره راټولي چې د ١.٥ ميليونه افغانيو بايومټرک مالومات د نادرا ادارې سره امانت دي، چې د امريکا متحده ايالاتو په حکومت او يوشمېر نورو لوېديځوالو هېوادونو يې هم پلورلي. د افغانستان حکومت بايد دغه مالومات راغونډ کړي. دا يوه زرينه واره  ده  که موږ د کډوالو بايوميټريک مالومات  راټول کړو افغان کډوال به هم  له ټولې نړۍ راتلونکو ټاکنو کې خپل د رايه ورکولو له حق څخه برخمن شي.

 

 دا څرګنده شوه چې حکومت او د ټاکنو کمېسيون د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک وړيا سرچينې لري چې بايد راټولې يې کړي او د رڼو ټاکنو لپاره يې وکاروي که دوى يې وړتيا نلري موږ  تيار يو چې د اداره کولو لپاره يې مرسته ورسره وکړو. همدارنګه دا د حکومت دنده ده چې له دغو ټولو سرچينو په رسمي ډول دغه ملي شتمني وغواړي او وساتي.

 

دا د حکومت خورا اړين مسؤليت دی چې د افغان وګړو کسبڼپېژندنې  يا بايوميټريک مالومات راټول، خوندي او د پرمختګ لپاره يې وکاروي. همدارنګه دا مالومات بايدد راتلونکو نسلونو لپاره  ذخيره شي چې د هغوى لپاره به ستر تاريخي او تخنيکي ارزښت ولري. د مديريت د نشت له کبله، په اوس وخت کې د ډېرو مهمو مالوماتو په ګډون لکه بايوميټريک د افغانستان له  بېوزله اولس څخه د بېلابېلو سرچينو لخوا ټول شوي او ډېرى يې د حکومت لخوا په بياځلې ډول په بېشانه بوديجه لګولو ترسره شوي، که مبالغه ونشي، زما په اند له جګړې وروسته، په دويمه درجه کې مالوماتي ټيکنالوژۍ هغه برخه ده چې سترې درغلۍ ورکې شوي او روانې دي.

 

پورتنيوسرچينو څخه کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک مالومات  بايد راټول شي، يو مرکزي زېرمتون  يا ډيټابېز کې واچول شي، د ځاى، تذکرو، پاسپورټ، کسبڼپېژندنې  يا بايوميټريک  او نورو مالوماتو پمرسته يې بياځليتوب يا ډوپليکېشن له منځه يوړل شي، پاته کسانو څخه نوى بايوميټريک ياکسبڼپېژندنه ترسره شي

٣ چاره: کره رايه اچونه او له درغليو خوندي رايې شمېرنه

د ټاکنو سيسټم کې درې پړاونه اړين دي.  لومړى د ټولنيز عدالت پر بنسټ د رايې د مرکزونو وېش، دويم د رايه ورکوونکو کره توب او دريم چې د رايو شمېرنه ده چې هر يو يې نيمګړتياوې ولري د هغو ټاکنو حقوقي اړخ کمزورى وي او حتا که نيمګړتياوې ډېرې وي ټاکنې د منلو وړ نه وي. له بده مرغه د ګډحکومت تر واک لاندې زموږ د ولسي جرګې ټاکنو درې واړه مهم پړاونه خورا ناندريز او له نيمګړتياوو ډک دي.

 

پورته موږ د رايو د مرکزونو او رايه ورکونکو د کره کولو لپاره وړانديزونه چې د اوسنۍ نړۍ د پرمختلليو تخنيکونو پر بنسټ عملي لارې چارې لري وړاندې کړل. دادى د ټاکنو د پاى او تر ټولو خورا ډېر مهم پړاو چې د رايو شمېرل دي لپاره خپل وړانديز کوو چې د ټاکنو پروخت  د رايه ورکونکو د کسبڼپېژندنې ماشين بايد له مرکزي ډيټابېز سره تړلى وي او پمرسته يې د هر رايه ورکوونکي پېژندل، رايه ورکول، اود رايې سمدلاسه ډول شمېرل کره او له هر ډول جعلکاريو خوندي وي.دا هله کېداى شي چې د رايه اچولو د کسبڼپېژندنې ماشينونه له مرکزي سيسټم سره تړلي وي او د رايو د شمېر مرکزي سيسټم په ځنځيريزتړاو يا بلاکچېن سيسټم سمبال وي ترڅو لاسوهنې ناشونې شي.

 

زموږ سيسټم کې به د رايو مرکز کې  رايه ورکول هم په کاغذ او هم په هغه سيسټم وي چې د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام  يې برابروي. د سيسټم رايه به په هغه وخت سمدلاسه شمېرل کېږي او د کاغذونو رايې بيا هم شمېرل کېداى شي. همدارنګه ځنځيريزتړاو  يا بلاکچېن سيسټم چې د لاسوهنو مخنيوى کوي هروخت د بيا شمېرنې لپاره  تيار وي.

 

د لوي څښتن شکرونه ادا کووچې موږ ته يې دا وړتيا راپه برخه کړه  چې نه يوازې وړانديز وکړو بلکې د ترسره کولو بشپړې بېلګې  هم تاسې ته وړاندې کوو چې د حکومت، ملګروملتو او نړيوالې ټولنې له ورته اسانتياوو سره چې ميلياردونه لګښت يې ورباندې کړى پرتله کړى. زه په خپل اخلاص او زيار ډاډمن يم چې دوى موږ سره د پرتلې وړ ندي.

 

هيله ده راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې زموږ  پروګرامونو سره ملګرتيا وکړئ ترڅو په خپل زيار هېواد د نړۍ سرکښ او هېوادوالو ته پرخپل مټ سوکاله او پرتمين ژوند کولو چاپېريال برابرکړو.

 

په درناوي

ستاسې

 

نور رحمان لېوال

رسمي پاڼه: www.noorrahmanliwal.com

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ځانګړى ويبځاى: www.noorrahmanliwal.com/tkk

 

لوستل شوی 497 ځله Last modified on چهارشنبه, 25 میزان 1397 18:57

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي