افغانان باعزته او تلپاتې سوله غواړي

افغانان باعزته او تلپاتې سوله غواړي

ګلرحمن رحماني

په افغانستان کی ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل چی د امریکا، ناټو او طالبانو تر منځ د افغان سولې په اړه د دې زمینه برابره شوې ، چی په نږدې راتلونکي کې امریکا له طالبانو سره د نړیوالو ځواکونو په حضور کې د سولې خبرې شروع کړي . ایا په ریښتیا هم امریکا له طالبانو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي ؟ ایا د دې زمینه برابره شوې ده چې امریکا دې له طالبانو سره د افغان حکومت له مداخلې پرته د سولې خبرو ته کښېني ؟



په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن په کندهار کې د دوشنبې په ورځ افغان مامورینو او د قبایلي مشرانو یوې غونډې ته وویل چې د دولت وسله وال مخالفین (طالبان) به بلاخره دا احساس کړي چې په افغانستان کې جګړه د حل لار نده او مونږ باید له افغان حکومت سره سوله وکړو او زیاته کړې یې وه چې ( زمونږ خارجه وزیر ښاغلی پمپیو ویلي امریکا د طالبانو سره خبرو ته او د نړیوالو ځواکونو په رول غور کولو ته تیاره ده) خو رسنیو دغه خبر په دې ډول راخیستی و چې (د طالبانو سره نېغ په نېغ خبرو ته تیار یوو). بل لور ته نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ډیپلوماتانو ته ویلي چې د افغان طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیل لپاره اقدامات وکړي .

په همدې هدف د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاندې او د ناټو ځواکونو عمومي قومندان دا راپورونه رد کړي او په همدې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي (امریکا د افغان حکومت سره په دغه هیواد کې د سولې پروسې د پرمختګ لپاره ټولې لارې ګوري او د افغانستان سیاسي راتلونکي په اړه خبرې اترې به د افغان حکومت او افغان طالبانو تر منځ کېږي). امریکا او نړیوال ځواکونو تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې جګړه د افغانانو تر منځ ده او باید سوله هم له افغانانو سره وشي مونږ به د سولې په برخه کې یواځې د نظارت کوونکی رول لوبو او مشري به یې د افغان حکومت په واک کې وي .

بل لور ته د سولې عالي شورا )چې د افغان حکومت او د دولت وسله والو مخالفینو تر منځ د روغې جوړې لپاره جوړه شوې ده) ، د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وایي چې (موږ د هر هغه اقدام ملاتړ کوو چې د همکارۍ په کچه وي او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو امکانات برابر کړي) خو د سولې عالي شورا ویاند یادونه کړې چې هر هیواد کولای شي له طالبانو سره اړیکه ونیسي او هغوی د سولې مذاکراتو ته وهڅوي ، خو د سولې مذاکرات به د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو تر منځ وي .

په قطر کی د طالبانو د مرکز یوه غړي ویلي چې طالبان د دې انتظار کوي چې په رسمي توګه د امریکا له لوري د افغان سولې د خبرو اعلان وشي تر څو په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي خو د طالبانو رسمي ویاندویانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي ، خو وسله والو طالبانو له دې وړاندې امریکا تل د خبرو لوری بولي او وایي چې مونږ له امریکا سره خبرو کولو ته چمتو یوو.

د اسلامی حزب مشر ګلبدین حکمتیار په یوې خبري غونډه کې د دولت له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چی له امریکا سره د خبرو پر ځای باید بین الافغانی خبرو ته ترجیح ورکړي ځکه چې د طالبانو عزت له افغانانو سره په خبرو کې دی.، که مونږ د جګړې ډګر ته وګورو نو د خارجي ځواکونو پر ځای افغانان پکې ډېر وژل کېږي ځکه دواړه لوري (حکومت او وسله وال طالبان) افغانان دي او افغانان پکې وژل کېږي نو د همدې له وجې باید طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړی او بین الافغان مذاکراتو ته ترجیع ورکړي .

افغانان یوازې او یوازې سوله غواړي، باعزته سوله، پایداره سوله او تلپاتې سوله، داسې سوله چې د دوی ژوند او د وطن عزت په کې خوندي وي.

لوستل شوی 146 ځله

1 Response Found

  • Comment Link
    پوهنیار ظفرخان جمعه, 29 سرطان 1397 14:22

    ددې ښکلي اوسترویب سایت محترم اوقدرمن آډمین عبدالمالک «پرهېز» صاحب دمطلب محترم لیکوال اوټولودرنو لوستوونکو ته سلامونه اونېکې هيلې وړاندې کوم!
    قدرمنو تل ښه روغتيا اوښایسته شيبې ولرئ دغه ړسولې په هکله مطلب ډېر ښه ،هراړخیزاو پیاوړی ؤ زه يې هم ستاسوپه اجازه دسولې کوتره په نوم زموږپه دسولې ګروپ کې خپروم
    په درنښت

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي