سوله او جنګ

سوله او جنګ

عبدالملک پرهیز

د افغانستان د نن او سبا د برخه لیک پر سر لوحه  همدغه دوه کلمې په زیاتې زبرتیا او پنډوالي رامخ ته کېږي. دا ساده او عادي کلمې نه دي دا له ژورې منځ پانګې او مفهومه ډکې کلمې دي چې د وطن نن او سبا د همدغه کلمو پر بنسټ ټاکل کېږي . کله چې د سولې خبره کېږي ، دا تر هر څه لومړی د امنیت ، ثبات زېری ورکوي، سوله د وینې توييدلو ، قتلونو د بندېدلو، د ښارونو او کلیو د نه ورانېدو ، عدالت او قانون واکۍ ته د رسیدو پيغام ورکوي. سوله د ماشومانو د نه یتميدو، د ښځو د نه

کونډې کېدو ، د مېندو د نه بوره کېدو او د اوښکو د نه توییدو مانا ورکوي ،سوله همدارنګه د ویر او ماتم د ټغر د ټولېدو مفهوم له ځانه سره لري. سوله عادي ژوند او روزګار ته د خلکو د ستنیدو، د کسب او کار د غوړېدو، د بېکارۍ، ولږې او بې وزلۍ د منځ تللو لپاره د حالاتو د برابرېدو، د ښوونې او روزنې د پراخېدو او غوړېدو او د یوې سوکاله او پرمخ تللې ټولنې په لور د پرمختیا مفهوم له ځانه سره لري. لنډه دا چې سوله د آزادۍ، پرمختیا، ټولنيز، اقتصادي او کولتوري پرمختیا په لور یون دی، سوله د کينو ، رخو او کرکو د پای ته رسولو په لور ګام دی.

خو جګړه د سولې سرچپه مفهوم دی، جګړه یانې د وینې ټوييدل ، د ماشومانو، ځوانانو، سپین ږیرو ، ښځو ، خويندو وروڼو د وژل کېدو مانا لري ، جګړه د کلیو ښارونو ، او زموږ د کورونو د ورانېدو مانا لري ، جګړه د خپلسرۍ، قانون ماتونې، زورواکۍ، دښمنۍ، کينې ، چور او چپاول او د ملي او شخصي شتمنیو په زور غصب او خپلولو مانا ورکوي، جګړه د بې روزګارۍ ، بې کارۍ، بې تعلیمۍ ، بې سوادۍ، دهشتګرۍ، بې رحمۍ ، ولږې ، بې کورۍ، کډوالۍ ، د ځان او مال د نه خوندیتوب ، دربدرۍ ، جهالت ، وروسته پاتې والي ، غلامۍ او د آزادۍ او خپلواکۍ د لاسه ورکولو مانا او مفهوم له ځانه سره لري. زموږ د هیواد تاريخ ددغه حقیقت څرګند بیان دی. په تېرو څلويښتو کلونو کې په میلیونه افغانان مړه، ټپیان ، بې کوره ، بې وطنه ، بې پته او بې عزته شول ، د هیواد هستي او شتمني د کورنیو او بهرنیو غلو او داړه مارانو له خوا ولوټل شول ، په میلیونونه وګړي د مړينې تر بریده په ولږه ، ناروغۍ او بې وسۍ کې ژوند کوي . دا هر څه موږ په سترګو وينو له يوې خوا د جګړې په ګوتو شمیر میلیادران او بلې خواته په میلیوننو ستړي او ستومانه ، مایوسه ، ناروغه ، ربړېدلي او کړېدلي خلک ، دا ټول د جګړې مصیبتونه دي. نن چې د اوربند په ورځو کې په زرګونه خلک د طالبانو هرکلي ته راوتي ، دا په حقیقت کې له طالبانو هرکلی نه دی بلکې دا له سولې څخه د زورېدلیو او کړیدلو اولسونو ملاتړ دی، دا له جګړې څخه د خلکو د نفرت  د څرګندولو قیام دی. د خلکو خوښي او اوښکي نړۍ او د جګړې ټيکدارانو ته دا پيغام ورکوي چې افغانان جګړه نه غواړي ، افغانان له جګړې ستړي شوي ، افغانان سوله غواړي. دا د میلیونو افغانانو غږ دی چې جګړه ودروئ.

خو باید ووایم چې د جګړې ماشین لا غلی شوی نه دی ، د جګړه مارو کړیو غږونه له هرې لورې آورېدل کېږي ، د جګړه مارو مکروفونونه په جګ غږ د شیطاني طرحو په وړاندې کولو سره غواړي د سولې د لارې خنډ شي. هیوادوال باید هوښیاره اوسي ، د سولې مکاره دښمنان او د هغوی شیطاني طرحې افشا کړي. هره طرحه او هر نظر چې د سولې د ضدیت رنګ لري د وطن د دښمنانو غږ دی ، سوله او جګړه د دوست او دښمن د پېژاندلو تر ټولو ښه معیار او محک دی ، نن د ډېرو هغه کسانو له مخه دروغجن نقابونه لوېږي چې په دروغو يې د عدالت او ترقۍ نقابونه پر مخ راښکلي ول.

د سولې او ثبات په لور ، مړه دې وي جنګ او جګړه غوښتونکي

لوستل شوی 221 ځله

1 Response Found

  • Comment Link
    علي خان صافي سه‌شنبه, 12 سرطان 1397 21:24

    لمړی دالله پرهیز صیب ته ډېر عمر ورکړي،په ټولنه کې دې ده غوندې وطپال وسوله مینوال لیکوالان راپیداکړي..ده دسولې وجګړې دواړه پاک وکرغېړن مخونه په دېر واقعي وحقيقي ټوګه سره وطنوالوته ښکاره کړي دي،اوس نو دحقیقي افغانانو واردی چې دمجازي افغانانوبې رخمۍ وبې پتۍ ؤدروي،او دسولې منل پرې ؤمني.. بس دی څلویښت کاله یې دقفیر افغانستان مالونه چور وچپاو کړل..دبېوزلووینې یې بې ګناه تویې کړلې وکرونه یې وران کړل.. سوله دږوندۍ شي جګړه دمړه شي.

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي