د افغان علماو فتوا، د حکومت او طالبانو اوربند

د افغان علماو فتوا، د حکومت او طالبانو اوربند

ګلرحمن رحماني

د تېری دوشنبې په ورځ د لویې جرګې په تالار کې د افغانستان کابو ۳ زرو دیني عالمانو په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې او انتحاري حملو په اړه خپل دریځ روښانه کړ. ټولو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه او انتحاري حملې نامشروع وبللې او ټینګار یې وکړ چې د جګړې پرځای دې د ستونزې سوله ییز حل ته مراجعه وشي

.

د علماو متفقه فتوا کې واضح راغلي دي چې: (په اسلام کې انتحار او انفجار هیڅ ډول شرعي اساس نه لري، نو په همدې دلیل ټول ترسره کېدونکي ځانمرګي بریدونه ، ترور ، لارې شکول او ویره اچونه په قطعي توګه حرام دی ، ترسره کول ، تمویلول ، او ورسره مرسته کول یې ناروا او غیر شرعي دي) .

هغوی وویل، مونږ د یو اسلامي بیرغ تر چتر لاندې په یو اسلامي هیواد کې ژوند کو، نو له همدې امله مونږ مسلمانان یو او هر څه باید په سوله ییزه توګه حل کړو . جګړه ، ظلم او زور زیاتی د حل لار نده .

د دغی فتوا په مقدمه کی راغلي چې (څو لسیزی کیږی چې افغانستان د جګړی په اور کې سوځي له بده مرغه د دې جګړې قربانیان یواځې افغانان دي، په ځانګړی توګه په وروستیو ۱۶ کلونو کې د افغانستان جګړه ډېر خونړي حالت ته رسېدلې هیڅ راز دیني ارزښتونه او ملي معیارونو ته په کې درناوی نه کېږی د پردیو دغی تحمیلی او تپل شوې جګړې د افغان ولس زغم پایته رسولی، هره ورځ د دواړو لوریو له خوا په جګړو کې لسګونه ځوانان ، ماشومان او سپین ږیري وژل کېږي، میندې بورېږي او بچیان یتیمان کېږي او په سلګونو ځوانان هیواد پریښودو ته اړ کېږي).

د هیواد په عالمانو ډېر وخت دا نیوکه وه چې دوی په دغو جنګي او بحراني حالاتو کې ولې غلي دي؟  ولې خپل غږ نه پورته کوي ؟ ولې د هیواد هغه اشخاص چی منبر یی تل په لاس کې وي او د دوی په اشاره باندې عام وګړي څرخي خپل مسولیت په سمه توګه نه اجراء کوي .

دیني عالمان او عام ولس له جګړې ستړی شوی او نور نه غواړي چې په هیواد کې جګړه شدت واخلی نو له همدی امله د روان بحران د ختمېدو لپاره سره راټول شوي و، د فتوا په یوه برخه کې دیني عالمانو له وسله والو طالبانو غوښتي چې (د جګړې دواړه غاړې حکومت او طالبان باید د سولې خبرو ته کېني او روان ناورین ته د پای ټکی کېږدي) .

کله چی د عالمانو غونډه پای ته ورسېده یوه انتحاري حمله وشوه چې په پایله کې یې ډېر عالمان زخمیان او شهیدان شول .

افغان ولسمشر د اوربند په تړاو د هیواد د عالمانو له وړاندیز وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل (په همدې خاطر د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او عین وخت کې د هیواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کېږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي، خو د داعش ، القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي شبکو پر ضد به عملیات ادامه ولري) .

طالبانو هم رسنیو ته په استول شویو پیغام پاڼو کې لیکلي چې (ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کېږي چی د کوچنی اختر په اوله ، دوهمه او دریمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالفینو پر ضد تعرضي عملیات ودروي ، خو که په مجاهدینو تعرض وشي کلکه دفاع دې کوي).

پوښتنه دا ده چې ایا ناټو او په راس کې به یې امریکا دغه اوربند ته غاړه کېږدي؟

د قاطع ملاتړ ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې پرېکړې ننګه کړې ده او په اعلامیه کې راغلي (چې نړیوال ځواکونه د افغانستان د هغې هیلې او غوښتنې درناوی کوي او مراعتوي یې چې غواړي د روژی مبارکه میاشت په سوله ییز ډول ختمه شي) په اعلامیه کې د نړیوالو ځواکونو د عمومی قومندان جنرال نیکلسن له خولی لیکل شوی (موږ د روان تاوتریخوالی د ختمولو لپاره د افغانستان د هلو ځلو ننګه کوو).

که چیرته اوربند په سمه توګه اجراء شی نو د دې امکان شته چې افغان حکومت او طالبان سوله وکړي، ځکه له یوې خوا پر طالبانو سیاسي نړیوال فشارونه زیات شوي اونور له جنګه ستړي دي.

 

لوستل شوی 135 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي