پاکستان وخت ضایع کوي

پاکستان وخت ضایع کوي

ژباړه: امیرجان وحید احمدزی

په داسې حال کې چې افغانستان او پاکستان ” د سولې او پیوستون “ سند د نهایي کولو لپاره په مذاکراتو بوخت دي، د پاکستان نظامیان کرښې ته څېرمه پرافغان امنیتي ځواکونو برید کوي. دغه بریدونه ښیي چې اسلام اباد د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې او پیوستون سند نهایي کولو مذاکره کې زیات جدي نه دی. که پاکستانیان جدي وای، نو کرښې ته څېرمه یې بریدونه، نه کول. دغه بریدونه ښیي پاکستان غواړي مذاکرات بن بست ته لاړ شي. پاکستان غواړي له نړیوالې ټولنې او افغانستان څخه زیات امتیاز واخلي. اما دا روش ګټه نه لري

.  

افغانستان به په زور او تېري امتیاز ورنه کړي. افغانستان په رغنده مذاکراتو باور لري. سره له دې چې پاکستان د طالبانوملاتړ کوي، افغانستان حاضر دی چې له دې هېواد سره مذاکرات وکړي. افغانستان نړۍ ته وښوده چې په هیڅ وجه ماجراجو هېواد نه دی او پر سیمه ییز امنیت او دوه اړخیزه همکاریو باور لري، اما پاکستان ستونزې پیدا کوي اود امتیاز اخیستلو په هڅه کې دی.

همدا یې وخت دی چې نړیواله ټولنه پر پاکستان فشار زیات کړي. متحده ایالات باید بین المللي پولي او مالي بنسټونو ته د پاکستان لاسرسی داسې محدود کړي چې د پاکستان اقتصاد فشار حس کړي. تر هغو چې د پاکستان اقتصاد جدي فشار حس نه کړي، د پاکستان نظامیان له افغانستان او نړۍ سره په امنیتي او سیاسي همکارۍ نه راضي کېږي. متحده ایالات زیات انتخابونه په واک کې لري او کارولی یې شي. بین المللي مالي بنسټونو ته د پاکستان د لاسرسي لنډول ، متحده ایالاتو ته د پاکستان د الوتکو او مقامونو ودرول، د پاکستان او امریکا متحدو ایالتونو د سوداګریزو اړیکو د حجم کموالی او نور هغه انتخابونه دي چې د پاکستان پر سیاسي او نظامي قشر فشار زیاتولی او هغوی همکارۍ ته اړ کولی شي.  

پاکستان اوس هم ګڼي چې د افغانستان د کنټرول توان لري. د پاکستان نظامي قشر تصور کوي چې د متحده ایالاتو او ناټو حضور او فشار موقتي دی او هغوی افغانستان پرېږدي. د پاکستان نظامیان د هغې ورځې په انتظار دي چې متحده ایالات افغانستان پرېږدي او پاکستان خپل لاسپوڅي یو ځل بیا پر افغانستان مسلط کړي. پاکستان سره له دې چې له طالبانو سره خپل اتحاد په ویاړ نشي یادولی، اما ټول پوهېږي چې د پاکستان نظامیان د ناټو وتلو ته منتظر دي، تر څو دوباره طالبان مسلط کړي.

پاکستان تر نړیوالو فشارونو لاندې کله خپل لوی درستیز او کله هم خپل لومړی وزیر کابل ته لېږي، اما په هیڅ وجه جدي نه دی. پر کرښه بریدونه ښیي چې پاکستان یوازې وخت ضایع کوي.  د سولې او پیوستون سند نهایي کولو لپاره کوښښ هم یو ډول د وخت تېرول دي. که پاکستان په دې مورد جدي وای برید یې نه کاوه. پر کرښه بریدونه دا مانا چې د اسلام اباد لپاره له افغانستان سره مذاکره ارزښت نه لري او یوازې د وخت تېرولو او د امریکا او نړیوالې ټولنې د غلطولو لپاره مذاکراتو ته مخه کوي.

 افغانستان باید خوشباوره نه وي، خوشباوري د افغانستان خلکو ته زیاتې ستونزې ورپېښولی شي. د افغانستان دولت کې مسلط ذهنیت باید دا وي چې پاکستان جدي نه دی، پاکستان د وخت ضایع کولو، بریدونو او د طالبانو ملاتړ ته ادامه ورکوي او د وضعیت د بدلون لپاره یې کوچنۍ نښه هم نه ده څرګنده شوې.

 

 

لوستل شوی 400 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي