رسنۍ ولې داسې کوي؟

رسنۍ ولې داسې کوي؟

ګلرحمن رحماني

رسنی هغې حلقی ته ویل کیږی چی په یوه دیموکراتیکه ټولنه یا ولسواکه فضاء کی خلک ، مدنی ټولنی او دولت یو له بل سره وصل کړي. یانې رسنی د حکومت او ولس تر مابین د یو پله په شان اهمیت لری، ځکه رسنی هغه مشکلات چی عام خلک ورسره لاس او ګریوان وي حکومت ته رسوی او د حلولو غوښتنه یې کوي. حکومت هم د رسنیو له لارې د عام ولس غږ او غبرګون اوري او د هغه مطابق خپل ځان او برنامې عیاروي

.

په عمومی توګه رسنی باید دری مهمو هدفونو ته چې خبرول یا معلومات ورکول، تفریح برابرول او لارښوونه ده ځان ورسوي، خو افغاني رسنۍ بیا د دې ټولو برخلاف په بله لاره روانې دي.

رسنی باید ټ هغه معلومات خپاره کړي چې دقیق او کره وي، د ملی ګټو خلاف نه وي او خپله بې طرفي هم باید حفظ کړي. خو د افغاني رسنیو خپرونو ته په کتو دوی له دې ټولو مسلکي او ژورنالستیکي ارونو سرغړونه کوي.

ښه بیلګه یی د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون د کریکټ په اړه هغه راپور دی چې ویل یې، (په کرکټ بورډ کی د رشوت ورکولو نه بغیر لوبغاړی نړیوال لوبو کی نه شاملوی) کله یي چی دا راپور خپور کړ په دی راپور کی یي د بی طرفی اصل ته پام نه وه کړی او دی راپور کی یی د کرکټ بورډ غړو سره اړیکه نه وه نیولی او د هغه شخص خبری یی یواځی راخیستی وی چی د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون ته راغلی وه او انتقاد یي کاوه چی د کرکټ بورډ غړی زما نه په زرهاوډالر غوښتل تر څو زه په نړیوالو لوبو کی ولوبیږم. یانې راپور یې غیر دقیق او پر یو طرفه ادعا بنا و.

زمونږ ځینی رسنی داسی راپورونه ، خبرونه او سیاسی پروګرامونه جوړوی چی له یوی خوا د ملي امنیت او ملي ګټو په ضرر دي او له بلې خوا د خلکو تر منځ تفرقه، نهیلي او بې باوري هڅوي.  د پښتون ، تاجک ، هزاره او ازبک په نوم باندی تفرقه اندازی کوی او د قومونو تر منځ نفاق ته لمن وهی ، بیلګه یي کله چی په الکترونیکی تذکرو کی د افغان او اسلام په نوم وړه ستونزه رامنځ ته شوه ډیرو رسنیو د افغان په نوم په یو او بل نوم باندی پروګرامونه جوړ کړل ځینو رسنیو ډیر کوشش وکړ تر څو په الکترونیکی تذکره کی د افغان ملی کلیمه ونه لیکل شی خو بریالی نه شول.

رسنی کولی شی چی په  ټولنه کی ناوړ دودونه ، رواجونو او نورو ناوړه پدیدو له منځه وړلو کی اغیزناک رول ولری که چیرته رسنی په واقعی توګه سمه هغه دنده چی ورکړل شوی ده او اداء یي کړی نو د ټولنی شته ستونزو ته به واقعی حل لاره پیدا کړی .

رسنی د ډیپلوماسی د وسیلی په ټوګه د هیوادونو په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کی د یوی اصلی وسیلی په توګه کارول کیږی او دغه اصل د اوسنی سیاست تر ټولو مهمه برخه ده ، د ملی او نړیوالو کړکیجونو او ستونزو د مدیریت او لارښوونی په برخه کی هم د رسنیو رول ډیر ارزښت لرونکی ده ، خو په افغانستان کی رسنیو دغه رول ته ډیر کم پام اړولی ده .

 ښه بیلګه یي د کندز په دشت ارچی ولسوالی کی د افغان هوایي ځواک له لوری پر مدرسی برید وشوه چی په پایله کی یي دطالبانو ډیر لوړپوړی اشخاص هم په نښه شول چی ځینی یي مړه او ځینی یي زخمیان شول ، خو د پاکستان رسنیو دی موضوع ته دومره شایعات ورکړل چی دوی د بی طرفی اصل ته هم پکی پام نه نیوه. پاکستان له دغې موضوع څخه د افغانستان د دولت او نظام پر ضد ډنډوره جوړه کړه.

زموږ رسنۍ نه پوهېږم چې ولې زموږ له حکومت، خلکو، هېواد او ملي ګټو سره دغسې ناوړه له دښمنۍ ډک چلند کوي، که چېرې رسنۍ خپل دریځ بدل نه کړي، نو مسوولین باید دوی دېته وهحوي او یا یې مجبور کړي چې د هېواد د اساسي قانون او رسنیو قانون مطابق خپلې نشراتي پالیسۍ عیارې کړي او که بیا یې هم دېته غاړه کېنښوده، نو له دوی سره دې قانوني چلند وشي.

 

لوستل شوی 474 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي