پاکستان ولې مذاکراتو ته نه حاضرېږي؟

پاکستان ولې مذاکراتو ته نه حاضرېږي؟

محمد بشیر یوسفزوی

د پاکستان د غلطو سیاستونو، تشدد او تاوتریخوالي ډکو کړنو، چلندونو او پالیسیو باوجود افغانستان لا هم په مذاکراتو ټینګار کوي او تل یې پاکستان د دولت په دولت مذاکراتو له لوري د ستونزو حل ته ور بللی دی.

د کابل پروسې کنفرانس کې چې څه موده دمخه پلازمېنه کابل کې د نږدې دېرشو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شو، ولسمشر غني په وضاحت او صراحت په خپله وینا کې وویل، موږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو

ته چمتو او حاضر یوو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی فصل پرانیزو

څو اونۍ وړاندې چې د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي کابل ته راغی، نو ولسمشر غني ورته همدغه غوښتنه کټ مټ تکرار کړه، پاکستان په ښکاره هوکړه کوي او په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړي، خو په عمل کې نه یوازې اقدام نه کوي، بلکې خپلو پخوانیو او غلطو سیاستونو ته لا ادامه ورکوي.

افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر له سفر وروسته توقع دا وه چې پاکستان به له دې وروسته خپل دریځ او چلند د افغانستان پر وړاندې بدل کړي، مګر دا چې دوی تل له نورو سره دوه رنګي کړې او تل د دوی خبرو او عمل توپیر لرلی، نو دا ځل یې دغه دوه رنګي بیا هم تکرار او ثابته کړه، ځکه چې هم یې په کنړ پرېمانه توغندي وورول او هم یې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

پاکستان خپل زړور سیاست تعقیبوي خو دغه د زور او تشدد سیاست یې نه یوازې نتیجه نه ورکوي، بلکې په کور دننه یې ورته غبرګونونه را وپارول، ځکه چې د پاکستان په لر او بر کې سلګونه زره لاریون کوونکي د پاکستان د همدغو غلطو سیاستونو له امله واټونو او سرکونو ته راوتلي چې د عدالت غوښتنې او د پوځ او استخباراتو د ظلمونو او وحشتونو د پایته رسېدو غوښتنه کوي.

پاکستان دغه د پښتون ژغورنې غورځنګونو ته نه یوازې قانع کوونکی ځواب نه لري، بلکې د هغوی د معقولو، انساني او برحقه غوښتنو منلو ته هم تیار نه دی، ځکه تېر ځل یې چې کومې ژمنې په لیکلي ډول ورسره منلې وې، نو د هغو پرځای کولو ته هم ژمن پاتې نشو، بلکې برعکس د غوښتنو د پوره کولو پرځای یې د دغه غورځنګ د پاشلو هڅې وکړې.

پاکستان ته ښایي چې د تفرقې او تشدد سیاست پرځای د مذاکراتو سیاست اختیار کړي او دغه سیاست دې له افغان مقاماتو سره پیل کړي. باور دی چې د مذاکراتو له لارې به پاکستان هم خپلې ستونزې په اساسي توګه حل کړي او هم به د خپلو خلکو لپاره ارام، هوسا او ډاډه ژوند برابر کړي، خو پاکستان ځکه دېته چمتو نه دی چې یو خو د مذاکراتو د سیاست تجربه او پر دې باور نه لري او بل دا چې دوی داسې معقوله ستونزه او غوښتنه نه لري چې د مذاکراتو له لارې یې افغان حکومت ته وړاندې کړي، ځکه نو دوی د دولت په دولت مذاکراتو څخه وېره لري او نه ورته حاضرېږي.

 

 

لوستل شوی 372 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي