پاکستان څه غواړي؟

پاکستان څه غواړي؟

اېمل پیاوړی

پاکستان که په افغانستان کې بې حکومتي نه غواړي، خو د قوي او پیاوړي مرکزي نظام غوښتونکی هم نه دی. پاکستان غواړي په افغانستان کې داسې حکومت او نظام وي چې د دوی د امر تابع وي، د دوی په اشارو وڅرخېږي او څنګه چې دوی ورته وایي همغسې وکړي

.

پاکستان د خپلې دغې غوښتنې لپاره جهادي تنظیمونه په داسې حالت او رقابت کې سره وساتل چې نه یو د بل یار شي او نه هم یو له بل بېزار. بیا چې کله د دوی اغېز کمرنګه شو، نو طالبان یې را پیدا کړل او واک ته یې ورسول.

طالبان نو د پاکستان په اشارو نڅېدل، ځکه چې د بامیانو بودا یې هم د هند د لمسولو لپاره پر طالبانو ونړاوه او بیا یې سل غوایان هم پسې خیرات کړل. طالبان د پاکستان په ملاتړ او له دې امله چې د جهادي ډلو ټپلو له ظلمونو، پاټکسالاریو او خانه جنګیو خلک پوزې ته راغلي ژر واک ته ورسېدل، خو د پاکستان په لاس دغه رامنځته شوې ډله هم ډېره ژر له نړیوال قهر او غضب سره مخ شوه او د څو ورځو په اوږدو کې یې دوی د واک له ګډۍ څخه وشړل.

مګر د طالبانو له ماتې وروسته بیا هم پاکستان کرار نشو، له یوې خوا یې د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالې ټلوالې ملګرتیا کوله، بل لورته یې د طالبانو په بېرته راټولولو، منسجم کولو او له نړیوالو او افغان حکومت سره د جنګولو باندې منظم کار وکړ. تیت او پرک طالبان یې په وړو وړو ډلو کې تنظیم کړل، وسلې او امکانات یې ورکړل او مخ پر افغانستان یې د جنګ لپاره راولېږل.

کرار کرار طالبانو ته د مافیا ، د قاچاقبرانو او د سیمې د نورو استخباراتو لاسونه هم ور وغځېدل او د پاکستان په منځګړتوب طالبان دومره پیاوړي شول چې نړیواله ټولنه یې اوږده کلونه په افغانستان کې په جګړه کې ښکېله کړه او دغه بدمرغه جګړه لا هم ادامه لري.

پاکستان له طالبانو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او پاکستان لا هم دا نیت لري چې په لومړي ګام کې طالبان واک ته ورسوي او که یې دا ارمان پوره نشو، نو حد اقل په افغانستان کې یې د ابادۍ، پرمختګ، پیاوړي حکومت او نظام د مخنیوي په موخه وجنګوي او د یو مزاحمت په توګه یې دوامدار وساتي، تر څو د افغانستان اوسنی نظام یا له پښو وغورځوي او یا یې هم د ځان تابع کړي.

مګر په وروستیو درې کالو کې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت د سیمې او نړۍ په کچه د خپلې بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ له امله نه یوازې د پاکستان اصلي څېره نړیوالو ته ور وپېژندله، بلکې پاکستان باندې یې نړیوال فشارونه دومره زیات کړل چې اوس ځان بېخي یوازې احساسوي او هغه نړیوال حیثیت او اعتماد چې پرون یې درلود نن یې له لاسه ورکړی دی.

سره له دې چې پاکستان لا هم لاس او پښې وهي پر ځان نړیوال فشار کم کړي، مګر تر هغو چې خپل دریځ او چلند بدل نه کړي او د ترهګرو له روزنې او ملاتړ لاس وانخلي، نو مشکله ده چې پاکستان دې له دغه فشار څخه خوندي شي.

پاکستان ته اوس په کور دننه هم د فشار حرکتونه او غورځنګونه راټوکېدلي دي او که یې کابو نه کړي، نو باور دی چې پاکستان به د نړۍ په کچه څه چې ان په کور دننه هم وپاشل شي. مګر که پاکستان غواړي چې دا هر څه کنټرول کړي، نو د دولت په دولت مذاکراتو هرکلی دې وکړي او عملاً دې د دغو مذاکراتو بهیر را پیل کړي. خپلې ستونزې دې د فشار پرځای د مذاکرې او خبرو له لارې حل کړي.

 

 

لوستل شوی 374 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي