د سولې بېساری وړاندیز

د سولې بېساری وړاندیز

اېمل پیاوړی

سوله او جنګ دوه سره متضاد مفاهیم دي، په ښکاره جنګ سخت ښکاري، خو په حقیقت کې سوله تر جنګ په مراتبو سخته ده، ځکه چې له تېرو څلوېښتو کالو موږ په جنګ کې ښکېل یوو، یا ښکېل کړای شوي یوو او په دغو څلورو لسیزو کې د ټولو هڅو باوجود هم لا سولې ته یوو رسېدلي او د سولې د ارمانجن ولس په توګه د سولې لحظې او شیبې شمېرو.


د جنګ پایته نه رسېدل او د سولې نه راتګ دا مانا هم افاده کوي چې په افغانستان کې روان جنګ نه زموږ دی او نه هم زموږ په واک کې دی، دغې جګړې د وخت او کلونو په تېرېدو سره لا شدت موندلی، بڼه او شېوه یې بدله شوې، په پېچلې او استخباراتي جګړې اوښتې ده.

مګر جنګ بیا هم جنګ دی، د جنګ خاصه وژنه، ورانۍ، دربدرۍ، بې باورۍ، نهیلۍ او بدمرغۍ وي او د جنګ په دې او دېته ورته نورو ناخوالو او زیانونو موږ ځکه تر نورو زیات او ښه پوهېږو چې عملاً په کې ښکېل یوو او دغه ټولې ناخوالې او بې خوندۍ مو عملاً څکلي او تجربه کړي دي.

ولسمشر غني د خپل حکومت له پیل راهیسې طالب وسله والو ته دوه انتخابه مخې ته ایښي دي یو د سولې او بل د جنګ. جنګ زموږ انتخاب نه، بلکې مجبوریت دی، ځکه د ځان، وطن او خپلو خلکو دفاع د دیني فریضې ترڅنګ ملي او افغاني اصل هم دی او همدغه اصل له مخې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټینګه مېړانه د دښمن پر وړاندې جنګېږي.

د جنګ بدمرغي داده چې د جګړې دواړو غاړو کې افغانان مري، دښمنې او استخباراتي کړۍ د پردې تر شا دي، هغوی یوازې وسله والو مخالفینو ته د جګړې پلان او پروګرام، وسلې، امکانات او تجهیزات ورکوي، له دوی څخه د خبرو، سولې او فکر صلاحیت اخیستل شوی دی. هغوی په پټو سترګو د خپل هېواد، ولس او خلکو پر ضد جنګېږي.

مګر دوی باید دا درک کړي چې جنګ هیڅ ګټونکی نه لري او نه هم په وژنو، ورانیو او زور زموږ هېواد نیولی او خلک د ځان تابع کولی شي، که دوی رښتیا هم ځانته مسلمانان او افغانان وایي، نو باید له دغې جګړې څخه چې د ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف ده لاس واخلي او د نورو د فرمایشونو په اساس خپل هېواد ویجاړ او ولس بدمرغه نه کړي. دوی دې د سولې، پخلاینې، سولې، ابادۍ او سوکالۍ لاره اختیار کړي.

په دې وروستیو کې خصوصاً د کابل پروسې کنفرانس کې جمهور رئیس د سولې جامع، هر اړخیز او بېساری وړاندیز افغان طالبانو ته وکړ، ځکه بې قید او شرطه د سولې وړاندیز یې ورته وکړ او دا یې هم ورته وویل چې د مذاکراتو لپاره به د دوی په خوښه چې چېرې غواړي ځای ورکړي، د سیاسي ګوند په توګه به یې وپېژني او د دوی په ټولو غوښتنو به بحث او خبرې وشي، نو دا اوس په دوی پورې اړه لري چې د ولسمشر له دغه عالي او بېساري وړاندیز څخه څنګه او څومره ګټه اخلي؟

که طالب رښتیا هم له خپل خدای، دین، وطن، خلکو، اولادونو او ځان سره مینه ولري، نو باور دی چې د سولې دغه وړاندیز او بلنه به ومني، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خپل باصلاحیته پلاوی معرفي کړي، جنګ به ودروي او د حزب اسلامي په څېر خپلې ټولې ستونزې د مذاکراتو له لارې له دولت سره حل او فصل کړي.

لوستل شوی 43 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي