امنیتي او دفاعي ځواکونه په عالي مورال جنګېږي

امنیتي او دفاعي ځواکونه په عالي مورال جنګېږي

محمد روښان ښاد

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د عالي مورال او روحیې ورکولو په برخه کې د ملي یووالي یووالي حکومت د رهبرۍ په ځانګړي ډول ولسمشر غني کړنې او هلې ځلې واقعاً د قدر وړ دي. ولسمشر غني د خپل حکومت له لومړۍ ورځې څخه د دښمن تعریف  واضح کړ او د امنیتي ځواکونو واکونه یې ډېر کړل او هغوی  ته یې لارښوونه وکړه، ټولې ترهګرې ډلې چې د افغانانو ژوند ته ګواښ دي له منځه یوسي.د ولسمشر کرزي په وخت به په خپله کرزي وسله واول مخالفینو او طالبانو ته د وروڼو خطاب کاوه او امنیتي او دفاعي ځواکونه له هغوی سره په جګړه کې

ښکېل وو. دغه وضعیت د د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونوپه روحیه او مورال بد اغېز کړی وو، مګر ولسمشر غني په دې برخه کې پوره وضاحت راوست ، ځکه د طالب په ګډون یې ټولې هغه ډلې او ټپلې چې د افغان ژوند ګواښي د دښمن خطاب وکړ او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې دستور ورکړ چې له هغوی سره دې د دښمن په څېر چلند وکړي. حتی پر پاکستان یې هم غږ وکړ چې د افغانستان پر وړاندې خپله شروع شوې جګړه ودروي او د مذاکراتو له لارې دې خپلې ستونزې حل کړي، مګر پخوا به پاکستان ته د افغانستان د ورور هېواد خطاب کېده، مګر ولسمشر غني د افغانستان پر وړاندې د پاکستان بدبیني او دښمني ټولو ته په ډاګه کړه او د دولت په دولت مذاکراتو له لارې یې د دغې بدبینۍ او دښمنۍ د ختمولو وړاندیز وکړ.جمهوررئیس وسله والو ځواکونو ته د عالي روحیې او مورال ورکولو او د دوی سرښندنو ته د درناوي او د دوی د مبارزې د قدر کولو په خاطر د هغوی تابوتونه په خپلو اوږو اوچت کړل او د ټپيانو پوښتنې ته ورغی او د دې ترڅنګ یې د وسله والو ځواکونو د شهيدانو وارثینو ته د رسیدګۍ لپاره د هغوي کورنيو سره وکتل او ستونزې يې له نږدې واورېدې، تر څو د هغوی د حل لپاره اقدام وشي.همدارنګه ولسمشر غني په ټولو مهمو غونډو او بین الملللي کنفرانسونو کې د ګډون او وینا پرمهال بیا بیا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او مبارزو یادونه کوي او د هېواد او نړۍ په کچه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او پر دوی د باور لپاره ملي او بین المللي اجماع رامنځته کړې. د هېواد په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې زموږ ولسونه او بېلابېل اقشار په غوڅ اکثریت د خپلو ځواکونو تر شا ولاړ دي او د دوی د سرښندنو، مبارزو او اتلولیو قدرداني کوي.د ولسمشر غني دغو کړنو، اقداماتو او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړې پاملرنې زموږ د وسله والو ځواکونو مورال لوړ کړی او هغوی ته د دښمن پر وړاندې د جنګېدو روحیه او انګېزه ورکوي او له همدې امله زموږ مېړني ځواکونه په عالي مورال او روحیه د دښمن پر وړاندې جنګېږي او هغوی یې عملاً له نهیلۍ سره مخ کړي دي.  

 

لوستل شوی 178 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي