هغه تیورېسن چې غواړي د امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي

هغه تیورېسن چې غواړي د امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي

لیکوال ظریف امین یار

ژباړه: محمد روښان ښاد

 (لومړۍ برخه)

امان الله خان د افغانستان اکثره نخبګانو ته د مدرنیزم، روشنګرۍ او وطندوستۍ په الګو بدل شوی دی. امان الله خان د مدرنیزم، روشنګرۍ او د افغانستان د خپلواکۍ ګټلو بنسټګر و چې په خپل وخت کې یې له جهل، ناداني، بې سوادي او بهرنیو عناصرو سره مبارزه وکړه او د افغانستان تاریخ کې یې یوه فوق العاده دوره له ځانه پرېښوده.  سره له دې چې هغه د خپلو خوبونو په عملي کولو کې پوره بریالی نشو، اما په افغانستان کې یې مدرنیزم، روشنګرۍ او ازادي غوښتنه بنسټي کړه. د امان الله خان د څپرکي نیمګړي پاتې کېدل د افغانستان د ټولنې د تکامل لوی ماتې وه.

لیکن تل چې د اصلاحاتو، مدرنیزم، ترقي او ازادۍ غوښتنې خبرې کېږي، د افغانستان واکمنان د امان الله خان یادونه کوي. نن له ډېرو کلونو وروسته د افغانستان تیورېسن چې په لویدیځ کې کافي شهرت لري او همدارنګه یې د نړۍ د دویم مفکر لقب  ګټلی، غواړي د امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي، مګر د ده پر وړاندې پراته خنډونه له امان الله خان څخه زیات دي.

د افغانستان تیورېسن زوړدی، مګر انرژي یې له ځوانانو زیاته ده. هغه د خپلو پروګرامونو د تطبیق لپاره استوار حرکت کوي او هیڅ خنډ او تهدید ته تن نه ورکوي. ۱۶ ساعته کار کوي، لږ ډوډۍ خوري او زیات وخت  دقت او فکر ته ورکوي. هغه د مطالعې عاشق دی او خپل پلانونه له مطالعې وروسته په تنهایي طرحه او له خپل باوري ټیم سره یې شریکوي او د هغه لپاره تطبیقي ستراتیژۍ غواړي. هغه تېزذهنه، حاضر ځواب او د زیاتو مهارتونو لرونکی دی. دومره مطالعه یې کړې چې  په هره برخه کې معلومات لري او خپل مخالفین په ناستو کې د دقیقو مسلکي معلوماتو په وړاندې کولو سره حیرانوي.  مثلاً له ډاکټر سره د طبابت، له انجنیر سره د انجینرۍ، له اقتصاد پوه سره د اقتصاد، له سیاستوال سره د سیاست، له تیولوجست سره د تیولوژي او له ارواپوه سره د ارواپوهنې خبرې کوي.

د افغانستان تیورېسن غواړي یوازې وي او خپل وخت خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ولګوي. اکثر خلک له هغه شکایت کوي چې کافي وخت نه ورکوي. هغه خپل وخت د دقیقو د محاسبې په اساس مدیریت کوي او کوښښ کوي غونډې لنډې ونیسي. ذره بیني مدیر دی او خوښېږي یې هر راپور ولولي. فوق العاده او خارق العاده حافظه لري. د رهبرۍ او مدیریت طرز یې قاطع، دقیق، متعهد، مخلص، مستبد او تمرکز ګرا دی. د هغه خوښېږي حتی له هغه مېږي څخه هم خبر وي چې د هغه مدیریتي قلمرو لاندې ګرځي او هغه تر خپل مدیریت لاندې ولري. په هیچا باور نه لري او له تملق کوونکو تل شکایت کوي. ماهر ویناوال دی اما خپل احساسات سم نشي مدیریت کولی. ځینې مهال د ده تېروتنې د مخالفینو ته د انتقاد دلیل په لاس ورکوي. هغه نه د شهوت هوس لري او نه هم د دولت ټولو حرص. یوازینۍ ارزو یې د هېواد ازادي او ابادي ده او د همدې لپاره یې خپل ارام غربي ژوند پریښی او په افغانستان کې له جهل، ناداني او زرګونه تهدیدونو سره مبارزه کوي. نه ګوند لري او نه هم کومه ځانګړې ډله او قوم. لومړی کار یې د تخلص له منځه وړل و او شعار یې د افغانستان د ټولو خلکو لپاره عدالت او د حقونو برابري ده.  هغه د اخلاقو، شکیبایي او وطندوستۍ او تخصص په الګو بدل شوی دی.

د افغانستان تیورېسن ماهر سیاسي شطرنج باز دی. له همدې امله یې  کله د افغانستان ماکیاولي او ځینې وخت د افغانستان جیمي کارتر بولي. کله یې د افغانستان ګاندي ورته وایي اما کله یې د افغانستان د هټلر په رول کې ستایي. مخالفین یې یو په بل پسې له صحنې ووتل، هغوی یې فاشست، تمامیت غوښتونکی او رواني رهبر بولي او میدان پرېږدي. دا څوک دی چې د هېواد په سیاسي ډګر کې یې دا غوغا جوړه کړې او د هېواد ټولې داخلي او بهرنۍ سیاسي معادلې یې بدلې کړې دي؟

هغه یو پراګماتیک سیاستوال او رومانتیک مسن دی چې ټول ژوند یې د کتاب په لوستلو او د پالیسیو په جوړولو او مدیریت کې تېر کړی دی. هغه ډاکټر غني د ناکامه هېوادونو د ترمیم کتاب لیکوال دی چې خپلې تیوریانې عملي کوي.  که هغه بریالی شي له شک پرته چې افغانستان به له تاریخي ناورین څخه ووځي اما که ناکام شي، ژر یا وروسته د افغانستان د ژغورنې لپاره یو بل غني ته اړتیا لرو.  

که څه هم هغه په کورني سیاست کې لږ بریالی بولي اما په بهرني سیاست کې یې داسې غوغا جوړه کړې چې ساری یې د اوسني افغانستان د سیاست تاریخ کې نشته. له پاکستاني کارپوهانو نیولې تر ایراني، روسي، ترکي، هندي، عربي، چینايي او امریکایي ټول یې په خپل علم او درایت حیران کړي دي.

کله د کاناډا لومړی وزیر د هغه تعریف کوي، کله فرید ذکریا د نړۍ بریالی ژورنالیست او کله هم د هندوستان مدبر لومړی وزیر ، پرویز مشرف، عمران خان، نوازشریف  او د پاکستان ټول سیاستوال یې متاثر کړي دي. یو ځل پروېز مشرف د افغانستان د تیورېسن په اړه ویلي وو: ” اوس اشرف غني قدرت ته رسېدلی دی چې اشرف غني په سیمه کې د سولې د تامین لپاره وروستی امید دی.“ د پاکستان پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیره رباني کهر د ډاکټر غني په اړه ویلي وو: ” پاکستان د اشرف غني په ارزښت پوه نشو. اسلام اباد هغه طلایي فرصت چې اشرف غني ورته ورکړی و له لاسه ورکړ.“پاکستانیان  هغه بین الملل سیاسي متفکر ګڼي او له داود خان، حفیظ الله امین او ډاکټر نجیب څخه زیات له ده څخه وېره لري. د ایران د جمهور رئیس روحاني خوب یې تښتولی او خپل احساسات نشي پټولی او د افغانستان د بندونو د جوړولو په اړه یې په خپله یوه وینا کې ویلي وو: ” موږ په افغانستان کې د څو بندونو جوړولو کې بې تفاوته نشو پاتې کېدلی.“

د هغه خوښېږي چې د سیاسي معادلو مجهولاتو سره لوبې وکړي. هغه د سیاست د منطق ماهر دی او په راحتۍ سره توانېدلی چې خپل علمي نفوذ په بهرنیو هېوادونو ولري. د نړۍ اکثر رهبران د هغه د علم او درایت درناوی کوي.  

 

لوستل شوی 577 ځله

1 Response Found

  • Comment Link
    میرویس واصلي دوشنبه, 14 حوت 1396 14:15

    ډیره مننه ښایسته او پر حقایقو ولاړه لیکنه ده!
    حقیقت دادی چې موږ پري پوهيږي او تاریخ یې وایې داسې مشر موږ نه لاره او که مو لاره هم د بیلابیلو عواملو له وجهي دمشرتابه دچانس تر لاسه کولو ته نه دی رسیدلی.


    (امروالله صالح ته دزړه صبر غواړم)

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي