په سوله کې د جهادي ډلو رول

په سوله کې د جهادي ډلو رول

محمد بشیر یوسفزوی

طالبان نه له اسمانه را لوېدلي او نه هم له ځمکې را ټوکېدلې دي، بلکې دا د همدغو جهادي ډلو ټپلو پیداوار دی چې په یو نه یو ډول له دوی سره تړاو لري. ځینې یا په خپله د دوی پخواني قومندانان او مجاهدین دي، یا د دوی د قوماندانانو او قریبانو اولادونه دي. یا د دوی له ګوند، قوم، قبیلې او سیمې څخه دي

.

له همدې امله که جهادي ډلې او مشران وغواړي نو ډېر په اسانۍ سره دغه وسله وال افراد چې د طالب په نوم د حکومت او ولس پرخلاف جنګېږي، له جنګه یې کېنولی او عادي ژوند ته ستنولی شي، خو جهادي ډلې ولې په دې برخه کې ګام نه پورته کوي، دوه خبرې دي یا خو یې په همدغه بدمرغه او روان جنګ کې ګټې نغښتي او یا هم دوی دومره بې اغېزې شوې دي چې حتی هغوی یې په خوله او خبره نه دي.

که چېرې د جهادي افرادو او ډلو ګټې واقعاً په جنګ کې نغښتې وي، نو په لومړي ګام کې د دغو ګټو ځېلې او رېښې وچول پکار دي، تر هغو چې د جنګ نامشروع ګټه په خلکو ونه درول شي، نو تر هغو به جنګ ادامه لري.

که چېرې جهادي ډلې، افراد او اشخاص رښتیا هم دومره کمزوري او بې وسه شوي وي چې پروني مجاهدین، قوماندان او د هغوی اولادونه یې هم خبر نه مني، نو بیا حکومت ته ښایي له دوی څخه لاس ووینځي او ناحقه دې په ملي او مهمو مسایلو کې دوی بره غاړه په حقه او ناحقه نه کېنوي او نه دې هم له دوی څخه سلا مشورې اخلي.

د دوی پرځای دې بیا حکومت ولس ته رجوع وکړي او د ولس په منځ کې دې بانفوذه اشخاص تشخیص کړي او د هغوی له نفوذ او شهرت څخه دې د سولې بهیر په چټکولو او بریالي کولو کې مثبته ګټه واخلي.

که چېرې جهادي ډلې د سولې په برخه کې دلچسپي نه لري یا خپل رول نه لوبوي، نو بیا دې حکومت دوی ته له امتیاز ورکولو هم صرف نظر وکړي حتی دغه اعزازي حیثیت یې چې هغوی ته ورکړی هغه دې هم ځنې واخلي، ځکه کله چې هغوی دومره زړخوږی او احساس نه لري چې په خپلو خلکو رحم وکړي او د بې ګناه وژنو مخه یې ونیسي، نو بیا ولې دغسې بې تفاوته او بې حسه خلکو ته  اعزازي حیثیت ورکړل شي.

په دې کې شک نشته چې جهادي ډلې او ټپلې د جنګ په ارامولو ، کمولو او کرارولو کې فوق العاده رول لرلی شي، خو په دې شرط چې یو څه حکومت دوی وهڅوي او په دې برخه کې رول ورکړي او بل دوی هم یو څه خپل ځانونه وښوروي، ځانته تکلیف ورکړي، د خپل هېواد او ولس لپاره په ځان دا سخته وګالي چې له خپلو اړیکو، تماسونو او نورو وسیلو څخه کار واخلي او بالاخره یاغي او باغي طالب له وحشت او جنایت څخه منع کړي او د دې پرځای یې سوله ییز او عادي ژوند ته وهڅوي.

حکومت او ولس دې ورته په ډاګه ووایي چې سوله اختیاري  او انتخاب نه بلکې مکلفیت دی. د ټولو ګډ مکلفیت او د دغه مکلفیت د ترسره کولو لپاره باید ټولې خواوې خپل مسوولیت او رسالت په ښه او عملي توګه ادا کړي.

 

 

لوستل شوی 23 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي