که دوی په واک کې وو، هر څه سم وي!

که دوی په واک کې وو، هر څه سم وي!

اېمل پیاوړی

په افغانستان کې زیات نه زیات درې سوه داسې کسان دي چې د خپل واک، ځواک او شخصي ګټو په خاطر نه خدای مني، نه رسول مني او نه هم اصولو او قوانینو ته غاړه ږدي. د هېواد، ولس او ملي ګټو په نوم هم کوم ملي ارزښت نه پېژني.

همدغه درې سوه تنه سرتمبه، زورواکي او جنګسالاران د ولسمشر کرزي د حکومت پرمهال یا نازولي او یا هم خپلسري روږدي شوي دی. خپل سر ته پرېښودل شوي چې نه یوازې په حکومت کې یې مقامونه او منسبونه په خپله خوښه ځانته اخیستي، بلکې د خپل بانډ کسان یې په بېلابېلو

ځایونوکې نصب کړي، ملی شتمنۍ یې لوټلي او د خلکو جایدادونه یې غصب کړي دي.

د همدغو زورواکو له ډلې څخه ډېرو ته حکومت د میاشتې منظم مالي او سیاسي باج ورکاوه. دوی به خلک وهل، ځورول او حتی وژل، له بهرنیو هېوادونو او سفارتونو سره یې اړیکې لرلې او پاللې او هغوی ته یې په افغانستان کې په ښکاره لابي او جاسوسي کوله. د دې ترڅنګ یې په انسان تښتولو او د نشه یي توکو قاچاق او د کانونو په غیر قانوني استخراج کې هم لاس درلود، خو حکومت هغه مهال د دوی له وېرې یا له بل کوم لامله د دوی په هره نامشروع کړنه ځان غلی کړی وو.

دغه زورواکان لا نور هم مست شول. دومره مست شول چې نه یې د قانون پروا ولرله او نه یې هم د ولس او کومې بلې قانوني منبع. دوی په مالي او اقتصادي لحاظ دومره وپړسېدل چې خپلې په غلا، لوټ او قاچاق پیدا شوې پیسې یې د څو بهرنیو هېوادونو په بانکونو کې زېرمه کړلې.

د ملي یووالي حکومت واک ته رسېدل د دغو زورواکانو لپاره ښه نه وو، ځکه له همغه لومړي سره یې دوی محدود کړل. له دولتي مقامونو او منصبونو څخه یې وشړل. حتی د دوی د بانډ او د دوی له لوري مقرر شوي کسان یې هم وشړل. دولتي قراردادونه چې د زور او بډو له لارې یې اخیستي وو هغه یې هم لغوه کړل. د دوی شرکتونه یې تور لېست ته واچول. دوی ته ورکول کېدونکی سیاسي او مالي باج هم ور باندې ودرېد.

کله چې دغو زورواکانو خپلې شخصي ګټې په خطر کې ولیدل او ځانونه یې محدود احساس کړل، نو په حکومت یې د قوم پالنې، سمت پالنې او نورو تعصبونو تورونه ولګول او د دوی چیغو، نارو، سورو او شکایتونو فضا ونیوله، د رسنیو او خبرونو مهم سرټکي همدوی وګرځېدل.

څومره چې د دوی فریاد او شکایت زیاتېږي، نو خلک همغومره د خوندیتوب احساس کوي او د حکومت پر مشروعیت او قوت یې باور زیاتېږي، ځکه د ولس په باور  د دغو زورواکانو مهارول او حتی دوی ته لاس ور وړل له باوره لیرې وو، خو حکومت دا کار په ډېره اسانۍ وکړ ا وهغوی یې په چیغو راوستل.

دغه زورواکان پر حکومت د نه مشروعیت ټاپې لګوي او دوی وایي چې حکومت د تفاهم له لارې رامنځته شوی او قانوني مشروعیت نه لري، مګر کله چې دوی په واک کې وي او د دوی ګټې خوندي وي، بیا هر څه سم او مشروع دي، خو کله چې په دوی محاصره راتنګه شي او دوی ته باج ورنه کول شي، نو بیا هم وطن په بحران کې وي، هم حکومت نامشروع شي او هم د وینو د لښتیو د بهېدو امکانات زیات شي.

ولس پر دې باور دی چې تر څو دغه زورواکي مهار نشي او د شتمنیو او جایدادونو لوټ او د حکومت له مهمو بستونو څخه دوی منزوي نشي، نو تر هغو به نه حکومت خپلې لویې برنامې په سمه توګه تطبیق کړای شي او نه به هم خلک د ارام، هوسا او خوندي ژوند خاوندان شي.

 

لوستل شوی 135 ځله Last modified on پنجشنبه, 14 جدی 1396 15:07

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي