د لينن په انقلاب کي جرمني څنګه مرسته کړې وه؟

د لينن په انقلاب کي جرمني څنګه مرسته کړې وه؟

د اکتوبر انقلاب ته پرتزاریانو باندي د کارگرانو او بزگرانو د بریالیتوب په سترگه گتل کیږي، خو په هغه څه چه ډیرلږ خلک خبر دي، هغه دا دي چي د ۱۹۱۷ م کال د دغه بلشویکي انقلاب سره د جرمني د هغه وخت شاهي حکومت کومک کړی و.

د ۱۹۱۷ م کال د اپریل ۹ مه زوریخ: د سویس ددغه ښارد ریلونو په سټیشن کي ۳۲ روسي مهاجر او تبعیدیان بیرته تگ ته اماده دي او روانیږي. دوی یوازني کسان نه دي ، چه دلته راغلي دي ، بلکي د هغوی د سفر یوکومکي الماني گروپ هم ورسره راغلی دی. هغوی بين المللي ترانې

زمزمه کوي.

دوی ټوله د جرمني د هغه وخت د پاچا دوهم ویلیم په مخصوص ریل کي سپاره دي ،کوم چه غواړی د روسيې انقلاب ته نوره هم لمن ووهي. د ریل په یوه ډبه کي د انقلاب یومهم کس ولادیمیر ایلیچ اولیانوف سپور دی ، چه د لینن په نامه مشهوره سو. د جرمني په کومک لینن د سویس د تبعید څخه روانیږي او یوه اونۍ وروسته خپل هدف ،یعني پتروگراد ته رسیږي، چه وروسته ورته لینن گراد او نن ورځ ورته سانت پیترسبورگ ویل کیږي.

د انقلاب څرک لا نه ؤ

په روسيه کي همدا تازه د فبرورۍ انقلاب تیر سوی و ، د کوم پواسطه چه تزار نیکولاوس دوهم یې له قدرت څخه لیري ، یو مؤقتي حکومت رامنځته او د اکتوبر د انقلاب لا کوم څرک نه معلومیدئ.

روسيې ته ددغو مهمو تبعیدیانو بیرته تگ په برلین کي په ډیري توجه سره تعقیبیدئ. لینن روسيې ته رسیږي او له هغه ځایه د غوښتني مطابق د جرمني د بهرنیو وزارت سره په تلیفوني تماس کي پاتیږي. داسي معلومیږي ، چه دایو سیاسي تناقض دی. یعني داچه پاچا دوهم ویلیم د کمونیسټ لینن سره اتحاد کوي. خو د جرمني دسلطنت هدف معلوم و او هغه داچه د تزار حکومت په قاطع ډول سره ضعیفه سي، کوم چی د جرمني،اطریش او هنگري پر ضدد ۱۹۱۴ م کال راهیسي په اول عمومي جنگ کي داخل دی.

د برلین غوښتنه داوه ،چه لینن او دده بلشویکان باید روسیه بې ثباته کړي، کومه چه د اول عمومي جنگ په جریان کي قرار لري او د شرقې جبهې څخه آرام سي. د جرمني شاهي حکومت د زاړه پرنسیپ پراساس عمل کوي ، یعني زما ددښمن دښمن زما دوست دی. د روسيې په مورد کي دغه مفکوره کاملأ نوې هم نه وه. په اوله کي هغه د ازراییل لزارویچ هلپاندڅخه نشأت کوي او د کمونسټانو رزمي نوم پاروس یا کوچنی انتقالوي.

د اتحاد پیشنهاد

دئ چي یو روسی یهود دی او وروسته یې ډیره سرمایه هم پیدا کړه، د خپل نفوذ څخه یې استفاده وکړه او حتی د ۱۹۱۴ م کال په اخره کي یې لا په کَستانتینو پول کي الماني سفیر ته د پروسي عسکرو او روسي پرولتاریا رهبرۍ ترمنځ د اتحاد پیشنهاد کړی ؤ. پروس هغه وخت د جرمني د امپراطورۍ شرقي برخه وه. که څه هم دغي مفکورې ته په اول سر کي د شک په سترگه وکتل سوه، خو وروسته په برلین کي د هغه سره د کتلو وخت کښيښول سو.

هلپاند جرمني ته اول وار په ۱۸۹۱ م کال کي راغلی و. هغه چپي ورځپاڼو ته لیکني وکړې او دالماني او روسي کمونسټانو ، لکه روزا لوکسمبورگ، کارل کاوچکی ، لینن او لیو تروتسکي سره یې وکتل. خو دده د غیر سوسیالسټي عاداتو په سبب ملگرو هغه ته د شک په سترگه کتله.

د ۱۹۰۵ کال د جنورۍ پر ۲۲ دیوې  مظاهرې پروخت د تزار حکومت پر مظاهره کونکو باندی فیرونه وکړل او تر ۲۰۰ تنه اضافه کسان یې په قتل ورسول. په دغه مظاهره کي چه هلپاند او لیو تروتسکي هم برخه اخیستې وه، د لمړنیو هغو تبعیدیان څخه ول، چه بیرته خپل هیواد روسیې ته ولاړل. هغوی د بلشویکي شورأ په رهبرۍ کي راغلل، خو د پولیسو له خوا بندیان سول. هلپاند سایبریا ته لیږل کیږی ، خو له  هغه ځایه تښتي او په کَنسانتینوپول کي د یوه شرکت له لاري ډیري پیسې پیدا کوي.

د خارج څخه حمایه

دا هغه څه وه، چه دده پخواني کمونسټي ملگري ورڅخه جلا کیږي. د جرمني د یوې مطبعې په کومک هلپاند په ۲۳ صفحو کي د یوه انقلاب پلان تهیه کوي، کوم چه څو میاشتي وروسته په واقعیت باندي تبدیلیږي. دغه انقلاب چه د خارج څخه حمایه کیږي، پلان یې داو، چه باید پیسې ورته برابري سي ، سبوتاژونه  وکړي او بلاخره حکومت چپه کړي. یوه میاشت وروسته د جرمني شاهي حکومت ورته دوه ملیونه مارکه حواله کړې ، چه د اوس ۵۰۰ ملیونه یورو سره معادلي دي.

هلپاند نو اوس په فعالیت باندی شروع وکړه او له هرچا سره پر هرشي باندي معامله کوي. ده وسلې او نور وسایل تهیه او د شرقي سرحد څخه یې د جرمني په کومک روسيې ته ورتیرکړل. د جرمني په پیسو سرحدي پوستو ته رشوتونه ورکول سوه، چاودني وسوې او روسۍ جنگي کښتیاني غرقي سوې. دغه ټوله د هلپانداو کوپنهاگن کي د جرمني د سفیر په سازماندهي تر سره سوه. بلاخره پلان کامیابه او د نومبر پر ۷ د روسيې حکومت چپه سو، کوم چه د اکتوبر د انقلاب په نامه په تاریخ کي ثبت سو.

پخوانی مؤقتي حکومت لغؤ کیږي، بلشویکان حکومت اشغالوي او څو اونۍ وروسته د فرانسې او انگلستان سره نظامي اییتلاف ته خاتمه ورکوي. پدې ډول سره نو عملأ اول عمومي جنگ هم پای ته رسیږي. لینن چه د کاپټلسانو د کومک اخیستلو په سب د لنډ وخت له پاره بې اعتباره سوی و، د ۱۹۱۸ م کال د جولای پر ۱۷نیټه د تزار د فامیل تر قتل عامولو وروسته یې بیرته د هغوی په منځ کي اعتبار پیدا کړ.

 

لوستل شوی 40 ځله Last modified on شنبه, 20 عقرب 1396 20:03

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي