Print this page
د 1990 کال سنياريو د تکرار مخنيوى

د 1990 کال سنياريو د تکرار مخنيوى

 

په دې ورځو کې د ۹۰ لسیزې پشان، لوی خطر یو ځل بیا هېواد ګواښي. دا خطر هم د ۹۰ لسیزې د خطر پشان موجوده حکومت، ملي حاکمیت، نظام، د هېواد هویت او بقا ته متوجه دی

او هم هغه لاسته راوړنو او بریاوو ته په نښه دی چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانانو په زیار او مټو او د نړیوالو په مرستو ترلاسه شوې دي.
راتلونکې څو اونۍ له څو اړخونو ټاکونکی ارزښت لري:
ــ یوخوا افغان حکومت او افغانان ټاکنو ته تیاری نیسي
ــ بلخوا امریکا غواړي طالبانو سره د سولې هوکړه وروستۍ کړي او په دې اړه د افغان حکومت اندیښنې بابیزه وګڼي او هم د ټاکنو په درشل کې په داسې مسایلو افغان حکومت بوخت وساتي
ــ همدارنګه طالبان هڅه کوي د ټولټاکنو د سبوتاژ او په سوله کې د زیاتو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره جګړې ته زور ورکړی
ــ او د انتخابي حکومت پر ځای د موقت حکومت بولاله
په داسې مهال چې افغان حکومت ټاکنو ته تیاري نیسي او تمه ده، د موجوده دوه سري حکومت پرځای به یو سری او منتخب حکومت رامنځته شي چې زرځلې له موجوده حکومته د جګړې پای او د سولې چاره ښه مدیریت کولای شي؛ بیا داسې تنګ او لنډ وخت کې طالبانو سره د سولې په نوم د هوکړې رادمخه کول، فکر نه کیږي چې د ریښتنې او تلپاتې سولې په موخه وي!
د ټاکنو په درشل کې د موقت حکومت ګنګوسې چې د تړلو دروازو ترشا دوحه کې طالبانو سره د امریکاايې پلاوي په خبرو کې رسنیو ته څڅیږي او په کور دننه او بهر ټاکلې کړۍ يې هم په مد اوشد تکراروي، د خطر زنګونه لا کړنګوي!
په یو روسي خبرتون کې هم لولو« به گزارش اسپوتنیک، ضمیر کابلوف، نماینده ویژه ولادیمیر پوتین، رئیس جمهور روسیه در امور افغانستان و مدیر دیپارتمنت دوم آسایی وزارت امور خارجه روسیه روز سه شنبه (3 سپتامبر) در جمع خبرنگاران در مسکو گفت، کشورش از توافق احتمالی  در مورد تعویق انتخابات و تشکیل حکومت موقت میان ایالات متحده امریکا و گروه طالبان در افغانستان حمایت خواهد نمود.
کابلوف گفت، شایعات و اشاره های جدی در مورد عدم برگزاری انتخابات به طور کنونی و ایجاد حکومت در افغانستان موجود است و اکنون صحبت ها دراین خصوص ادامه دارد.
وی همزمان خاطر نشان ساخت که در شرایط کنونی، نباید روی این مسأله تمرکز کرد که چه کسانی از عدم برگزاری انتخابات و ایجاد دولت موقت حمایت می کند و چه کسانی برعکس.»
خو د څمیر کابلوف د څرګندونو برعکس، افغانان ټول له ټولټاکنو ملاتړ کوي او د ماسکو په ګډون په نورو پلازمېنو کې د افغانستان لپاره د موقت حکومتونو وخت تېر ګڼي او هغه د خپلواک افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.
ماسکو باید د افغانستان په اړه د خپلو تېرو تېروتنو، لاسوهنو او ماتو زده کړه وکړي او افغان ملت څخه بخښنه وغواړي.
 په کور دننه هم ټاکلې کړۍ چې ماسکو، اسلام اباد او ځینو نورو پلازمېنو سره تړلي او په اندیښنو او موخو کې طالبانو سره شریک او د دیموکراسۍ او مدنیت سره دښمني پالي هم د موقت حکومت لپاره د ماسکو داسې پرپاګینډې ته غومبر وهي.
خو بلخوا په د اسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې معامله وروستي پړاو ته رسولې«د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، خطر په غاړه نه اخلي او حاضر نه دی چې دا موافقه لاسلیک کړي.
ټایم مجلې د چهارشنبې په ورځ (سپټمبر ۴) ناوخته د جګپوړو امریکايي، افغان او اروپايي چارواکو په قول وویل چې پامپیو حاضر نه دی چې دا موافقه لاسلیک کړي.تاند»
تاند خبرغځوي او لیکي«تر دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په ګډون یو شمېر نورو جګپوړو امریکايي چارواکو هم د طالبانو او زلمي خلیلزاد له موافقې سره مخالفت کړی وو.
همداراز د جیمز کننګهم په شمول په افغانستان کې د امریکا نهو پخوانیو سفیرانو له دې موافقې سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې د سولې د یوې بیړنۍ هوکړې په نتیجه کې به افغانستان په یوه بله خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.
دغو نهو امریکايي پخوانیو ډپلوماټانو جېمر ډابېنز، رابرټ فېن، رونالډ نیومان، ویلیم ووډ، جان نېګروپونټ، اېرل انټوني واین، راین کراکر، جېمز کننېګهم او هوګو لورېنس یوه ګډه اعلامیه کې چې اتلانتیک شورا هم خپره کړې ده ویلي، طالبانو سره د سولې یوه بیړنۍ هوکړه به ډېرې بدې پایلې ولري.
ټایم وايي، ټاکل شوې وه چې د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د سپټمبر په درېمه (سې شنبه) له ولسمشر ټرمپ سره د دې موافقې په اړه کتلي وای. د ټرمپ د موافقې په صورت کې له افغانستانه د ۵۴۰۰ امریکايي پوځیانو د وتل کار پیلېږي.
خو هغوی چې د موافقې په اړه معلومات لري ټایم ته ویلي چې دا موافقه د ګڼو حساسو او مهمو مسایلو ډاډ نه شي ورکولی.»
هندوستان هم څو ورځې مخکې د افغان حکومت له دریځه خپل غوڅ ملاتړ بیا څرګند کړ« نشریه " تایمز او ایندیا" روز سه شنبه نوشت: ویجی گوخال معاون وزیر امور خارجه هند نگران شرایط پس از این توافق است. دهلی نو از سیستمی که بر مبنای قانون اساسی  باشد حمایت خواهد کرد. این سیستم باید ثبات را تضمین کند و فضایی برای فعالیت گروه های تروریستی و سازمان های وابسته به آنها باقی نگذارد. هند مخالف به تعویق افتادن انتخابات ریاست جمهوری افغانستان است.»
افغانان د ولسمشرۍ ماڼۍ دا اندیښنه پرځای بولي چې وايې« حکومت د سولې د بهیر ملاتړ کوي خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې د پایلې په اړه اندېښمن دی. افغان حکومت د سولې بهیر کې د هر هغه پرمختګ ملاتړ کوي، چې د تلپاتې سولې پایله او د جګړې په ختمېدو تمام شي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه د افغان حکومت اصلي اندېښنه دا ده چې تر هوکړې وروسته د ممکنه رامنځ ته کېدونکو خطرونو مخه څنګه ونیول شي؟»
په کور دننه او بهر د ټولټاکنو د ملاتړ بهیر ورځ تربلې زیاتیږي او هغه کړۍ چې په بهرنیو پلازمېنو کې د افغانستان لپاره موقت حکومتونه جوړوي، د شرمېدونکې ماتې سره مخامخیږي. بلخوا افغانان ریښتینې سوله غواړي، هغه سوله چې د بلې خونړۍ او تباکوونکي جګړې پیل وي نه غواړي او پر وړاندې يي کلک دریږي!
د ۲۰۱۹ کال د سیپټمبر ۴ مه
سرلوڅ مرادزی

لوستل شوی 89 ځله