که د سولې دا فرصت ضایع شو!

که د سولې دا فرصت ضایع شو!

محمدبشیریوسفزوی

له تېرو شلو کالو راهیسې د امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او د نظامي همکاریو په  ګډون د انکشاف، زده کړو، روغتیا، مېشتېدنې، امنیت او ثبات په ګډون په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مالي، تخنیکي او مشورتي همکارۍ کوي، مګرپه افغانستان کې روان جنګ د دغو همکاریو پر وړاندې لوی تهدید دی او د همدغه تهدید له  امله له افغانستان سره د شویو  مرستو موثریت کم برېښي.

که چېرې وسله وال طالبان له  جنګ څخه لاس وانخلي، نو نوره نړۍ هم ستړې ده او له دې زیاته همکاري به نه له افغانستان سره وکړي او نه هم لازمه ده، ځکه چې په تېرو  شلو کالو کې باید  د همدغو مرستو او د نړۍ د هیوادونو د ستراتیژیکې ملګرتیا له امله موږ او تاسو، نظام، تاسیسات، بنسټونه او نورې برخې داسې رغاولې او فعالې کړې وای، چې شل کاله وروسته د نړیوالې ټولنې مرستو ته هیڅ اړتیا نه وای احساس شوې.

په تېرو پنځو کالو کې ولسمشر غني دومره وکړل چې یو ځل بیا  یې افغانستان د نړۍ د محراق او توجه مرکز وګرځاوه او نړۍ ته یې دا قناعت ورکړ چې افغانستان دا ظرفیت او توانایي لري چې ستاسو د همکاریو او ملګرتیا له برکته په  خپلو پښو ودرېږي او همغه وو چې د نړۍ اکثره  هیوادونو چې له افغانستان څخه یې زړونه ماړه او ساړه شوي و، بېرته له افغانستان سره خپل  تعهد او ژمنتیا تازه کړه.

د دې ترڅنګ ولسمشر غني سیمه او نړۍ په دې هم قانع کړه چې یوازې جنګ د حل لاره نه ده او نه هم جنګ په جنګ ختمېدلی شي، د دې لپاره باید د روان جنګ او بحران د پایته رسېدو لپاره بدیلې، مناسبې، موثرې، سیاسي او سوله ییزې حل لارې ولټول  شي او نړۍ د ولسمشر غني د دغه فکر او لیدلوري هرکلی وکړ. د امریکا متحدو ایالتونو او د نړۍ ډېرو نورو هیوادونو د افغانستان لپاره په خپلو پالیسیو کې بدلون راوست او د جنګ ترڅنګ یې د سولې او د افغانستان د انکشاف موضوع ته هم ځای ورکړ.

له همدې امله په دې وروستیو کې تر بل هر وخت د سولې او ثبات د تامین لپاره زیاته زمینه او فرصت برابر شوی دی او له دغه فرصت څخه د اعظمي استفادې لپاره ولسمشر غني په کوردننه او د سیمې په کچه خپلې هڅې لا تېزې کړي او د سولې په خاطر یې د هیواد د سیاسیونو په ګډون له بېلابېلو اقشارو سره بیا بیا مشورتي نساتې کړي، د هغوی پوښتنې او اندېښنې یې ځواب کړي، هغوی یې سولې ته هڅولي او قانع کړي.

مګر د دې ټولو باوجود لا هم وسله وال طالبان د سولې پر وړاندې خنډ دي، لا هم د حکومت او ولسمشر غني د بیا بیا بلنو باوجود دوی د سولې او اوربند منلو ته غاړه نه ده ایښې، مګر یوازې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره یې له امریکایانو سره د سولې مذاکرات پیل کړي، چې لا  یې هم نتایج نه دي معلوم، خو که د سولې برابر شوي فرصتونه ضایع شي، نو افغانستان به خدای مکړه یو بل بحران ته ننوځي او د دې هر څه مسوولیت به د وسله والو طالبانو په غاړه وي.  

 

لوستل شوی 89 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي