د جي شل وروستۍ غونډه(کنفرانس)  ولې د ډيرو خلکو لپاره ډیر له هیلو ډکه نه وه؟

د جي شل وروستۍ غونډه(کنفرانس) ولې د ډيرو خلکو لپاره ډیر له هیلو ډکه نه وه؟

دودیال

G20  د شلو لويو صنعتی هيوادو هغه ګروپ دی چې نه يواځې دا چې د نړۍ اوسنی اقتصادی  بهير، د مالی بازارونو ثبات، بيو، دلويو پانګو په ترسره کولو ،نړيوال صنعتی توليداو داسعارو په بيو او سوداګری باندې تاثيرلري، بلکې  دبشريت دژوند پرچاپيريال، د وروسته پاتې (پرمختيايي) هيوادو د خامو توکو په بيو او ډيرو نورو برخو هم اغيز لري.  دغه ډله (ګروپ) وروسته د ساړه جنګ څخه، هغه وخت چې نړۍ يوقطبی شوه( وروسته تر دې يې يو قطبی والی تر شک لاندی ده !)، مشهوره شوه

.

د دې ګروپ الهام او شروع اصلاً له   G8 يا  G7څخه وشوه.  نو  G7څوک وو؟

 

G7 يا د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونه چې يو مهال روسيه هم ورسره يو ځاى شوه او په G8 ونومول شول، د شلمې پيړۍ له نيمايي وروسته په نړۍ کې د اقتصادي فعاليتونو د پراختيا په لټه کې وو، يعنې په پيل کې دا یو فکر و. په شروع (۱۹۸۶)کې په دې ګروپ کې پنځه  هيوادونه وو( د امريکې متحده ايالات،جاپان، فرانسه، آلمان او انګلستان). وروسته کاناډا ، ايټاليا او روسيه هم ورسره يوځای شوه. د اوکراین له پېښې وروسته روسیه بیرته له G8څخه ووته، خو په G20 کې غړیتوب لري. د دوى يو بل تازه اقدام  په 1999 م .کې داو چې د شلو هېوادونو په ګډون يو ګروپ (Group of 20) جوړ کړي، نو ځکه يې د پام وړ شلو هېوادونو د ماليې وزيران  راوبلل او د دغه ګروپ بنسټ  کېښودل شو، چې په دغه  ګروپ کې  له پيله ارجنټاين ، استرليا ، برازيل ، کاناډا ، چين ، هندوستان ، اندونيزيا ، ايټاليا ، جاپان ، مکسيکو،  روسيه، جنوبي کوريا، ترکيه  ، بريتانيا ، دامريکې  متحده ايالات او اروپايي اتحاديه  شامل دي.

 

 

 

په حقيقت کې د شلمې پیړۍ تر پای پورې لوى صنعتي هېوادونه همدا وو چې غوښتل یې چې نړيوال اقتصادي ثبات ټينګ او خپل منځ کې روابط  لا پياوړي کړي. د جي شل په غونډو کې دغړو هیوادونو د مالیې وزیران او د مرکزی بانکونو رییسان برخه اخلي. په تازه دوه ورځني کنفرانس کې چی بوینس آیرس کې جوړ شوی و،  د غړو هیوادو ډیرو مشرانو هم ګډون وکړ. د دوی بالمقابل د ۷۷ډله د نړۍ وروسته پاتې هیواونه وو. د سړې جګړې پر مهال څه ناڅه وضعیت ښه و، یوه بلاک ( د سوسیالیستی هیوادو بلاک)  له زیاترو  نویو خپلواک شویو او بیوزلو هیوادو سره مرسته کوله او بل بلاک ( ناټو) هم له نوروګڼ شمیر هیوادو سره مرسته کوله، د ساړه جنګ له پای ته رسیدو وروسته دغه نسبی توازون ګډوډ شو او د چاپیرال او ورپسې د تروریزم ستونزی چی د بشریت مشترکه ستونزه او جهانشموله تشویش دی، زیات شو.دصربستان، لواندا، یمن، سوډان،شمالی او جنوبی کوریاګانو، سوریې، عراق، مصراو دې ته ورته منطقوی ستونزو نورهم نړیوال اندیښنه کې کړل. دا وخت امریکی ګواښ کړی چې د پاریس له تړون څخه به وځي(دغه تړون د خوندی چاپیرال ساتنی او د صنعتی هیوادو له خوا د ککړتیا پرابلم سره د مسئولانه چلند په هکله و)، له بلې خوا یې یو شمیر  هیوادوسره مرستې کمې کړی او په یوشمیر نورو یې اقتصادی بندیزونه ولګول.

 

توقع دا وه چې د دوی دغه غونډه(کنفرانس) به  په همدې مسایلو او په نړیوال اقتصادی ثبات بحث وکړی، خو د دغو بحثونوپر ځای  زیاتره نظامی او سیاسی مسایل اجندا ته ورولویدل. یو شمیر داسې مسایل چې دمعمول برخلاف و لکه د خاشقچی دوژنې موضوع، د روسیې له خوا د روسیې په اوبو کې داوکراینی دریو بیړیو نیول کیدو او د یمن پیښو په دې کنفرانس کې اقتصادی او صنعتی بحثونه تر سیوری لاندی راوستل  او حاشیوی بحثونه ټول سیاسی وو، نه اقتصادی او صنعتی.  آن دا چې د کنفرانس پریکړه لیک کی یې ستونزی پیدا کړی. دوی ته به دغه ډول اجندا مهمه وه، خو د دغې غونډې دایریدو دنړۍ نورو هیوادو ته صرف د یوه خبر تربریده ارزښت درلود او بس  !

کنفرانس پریکړه وکړه چې راتلونکی کال (۲۰۱۹) کې به د دی ګروپ( G20) بل کنفرانس په جاپان کې دایر شی، هیله ده راتلونکی کنفرانس د چاپیریال ساتنی په هکله هم ښه تصامیم ولري او د نړۍ د اقتصاد ثبات او صنعتی پروسې د بهبود لپاره ښه زیري ولري. که همداسې وشول، نو د ټولو نړیوالو لپاره به له هیلو ډکه وي.

لوستل شوی 45 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي