طالبان  له کندهاره تر مزاره کتاب ته ځانګړې کتنه !

طالبان له کندهاره تر مزاره کتاب ته ځانګړې کتنه !

لیکنه او شننه قاضي نجیب الله جامع

تاريخ د ویښو او نه ماتيدونکو ملتونو د ژوند راز دي، هغوی چې تاریخ یې په غور لوستي ډیر کم د تراژېدیو له تکرار، د ولسونو له کرکې او د خپل پایښت له زوال سره مخ شوي.   مونږ د یو داسي ولس په څېر چې دپیښو په سیمه، د شیطانانو د شرخوښیو او تل د خپل وخت له بدمستو ښامارانو سره مخ شوی يو ډیر کله د مرګ تر کومي پوری تللي یو او هر یوه زموږ د هضمولو لپاره خپل ستوني واز کړي وو. چې مغل، ګرګين، انګریز، سور تظاری ښامار او همداوس جګړه ماره اویرغلګره امریکا یې ښه بېلګه ده

.

د دغو په منځ کښې هغه څه چې مونږ یې تل د مرګونو له کومې څخه راګرزولو یو، ارزښتونه مو د پرديو د فرهنګې ناتار په انډوخر کښې خپل پاتی شوی او د سبا غیرت او د تاریخ ننګ د یو ستر ولس په توګه راته متوجه نه دي. هغه د تاریخ او د تاریخ په رڼا کښې له خپلو ارزښتونو او درنښتونو څخه ځان پیژندنه وله.

د ګرانقدر جنابه ضعیف صاحب ژوند، مبارزه او د یو کهول څخه په استازيتوب چې ستره لاره یې لا د يوه ارمانجن سباوون په مخکښې پرته ده تل یې نوښت کړي او ځان یې مسول بللي.

ځکه نوموړي خپله د دغه چم په خلګو کښې یې خاپوړي کړي، د هرو خوږو او ترخو څکه یې پخپله هم ورسره کړې داکه د هغه له پلار او مور څخه يتيم پاتي کېدل وو، يا مهاجرت وو او يا د ازادي په لار کښې د نړۍ په انساني خاطرو کښې د وحشت او بد خلقي نمونه د ګونتانامو کرغیړن او د تیارو زندان ته لوېدل وو.

که څه هم زه له علمي او د عمر له اړخه دي وجاحت ته نه يم رسېدلي چې د نوموړې پر کتاب د بحث خوله خلاصه کړم ولې د نن د ځوان او مبارز نسل څخه چې د پلار او نیکونو ټاټوبي ګران افغانستان مې د شریرانو او فتنه کښو په لوبو کښې په وروستي وحشت سره د مرګونو او وینو تویولو وحشتتناک ریکارډونه جوړه وي دغه علمي او تاریخي اثر مطالعه کړې چې غواړم د دغه اثر، د هغه د لېکوال ضعیف صیب او په ځانګړې ډول هغه څه چې دلته د یوي مخ لاری غنا په توګه ما اخیستي له تاسو سره یې د واقع شويو حقیقتونو په ډول شریک کړم او پر مباحثو یې د حاضرو حالاتو پر رڼا کښې وضاحتونه ولرم.

البته دا ځغلنده کتنه د نقد بڼه نه لري مګروضاحت ته ورته شننه پري شوي ده.

طالبان له کندهاره تر مزاره کتاب په روانه ژبه، کندهاري خوندوره لهجه، د تاریخي حقایقو سره پرته له ټوټه ټوټه سلیقوی او ځان خوښي چلنده، د دوست او دښمن د ښو او بدو کړنو دبېلګو په وړاندی کولو چې کتاب ته یې علمي او ناپیلۍ بڼه ورکړي، د طالبي پس منظر سره د کورنیو منفی او مثبتو کرکټرونو په وړاندی کولو، د پټو او تحریف شویو نازکو او حساسو پیښو تحلیلی شننه شوی، د افغان امریکا جګړې د دوام عومل پکښې څرګند شوی، د جګړې جنایتکاران او د هغوی کرغیړنۍ استخباراتی او قومي غوښتنی بی باکانه تشریح شوی، د افغان وژني عوامل معلوم شوی، پیښو ته د اسلاميت، افغانیت او انساني نړیوالو نورمونو په رڼا کښې کتنه شوی، حل لاری په ګوته شوی او خنډونه سنجول شوی دي. دا ډول د اسلامي امت ليد ته د یو افغان د ریښتینو هیلو په رڼا کښې کتنه شوی کتاب ۳۵۱ پاڼو ته شامل ده چې د سرلیکونو بڼه لري څپرکي د پیښو د نه تشابه له امله تری ایستل شوی چې زه به د دغو ټولومنځپانګي د ارزښتمنو بیلګو په توګه وړاندی کړم.

یوه سریزه او یوه خبره :

ضعیف صیب ته چې الله د لیکني عجب استعداد ورکړې نو د کتاب په پیل کښې مخکښې له دي چې طالباني حرکت تر مزاره ورسوی د خپل حقانیت اثبات او د عدالت مظلومیت یې په یوه ځانګړې بحث سر پیل کړي. نوموړي لیکي :

هغه وخت چې د ۲۰۰۱ کال په وروستۍ میاشت کښې د افغانستان اسلامي امارت نظام نړیوالو کفري طاقتونو لخوا چې په سر کښې یې شریره امریکا وه په بی رحمانه اشر یا بیګار  سره سقوط وکړ،

ماته دا د نورو تيرو تاریخونو څخه معلومه سوې وه چې کله د یوه نظام بیخ او بنیاد په جنګ سره ړتلی دی نو د هغه هیواد تاریخ ته داسي تور پوښ وراغوستل سوی دی چې ټول مثبت اړخونه یې په کامله توګه منحرف سوي او منفي اړخونه یې تر حد ډیر غټ سوي دي تر څو د نوي نسل لپاره چې د استعمار یا د استعمار د ګوډاګي غواړي حکومت ورباندي وکړي د هغوی لپاره نړول سوي نظام د نفرت او کرکې یو سمبول جوړ کړي.

شرمخښي ګاونډیان ( ښه او بد ) :

په ملي سیاست بحث او د تاریخي مخینې له مخي  د خیر او شر په تله کښې د هغوي انډول د هرچا کار ځکه نه دي چې ملي احساسات او سیاسي محدودیتونه ډېر کله له سړې څخه د حقایقو او یوه بی پري قضاوت سره د مخاطبینو مخ کول پداسي حال کښې چې مخالفین دي هيځکله د تور او سپین ترمنځ د حق پرواه نه کوي خورا سخته ده.

مګر ضعیف صیب دغه دود شکولي، نه یې دموافقینو غوښتنو ته ارزښت ورکړې او نه یې د مخالفینو پروپاګندو او تهمتونو پروا ساتلي. هغه په افغان جهاد کښې د شر مخو ګاونډیانو پاکستان او ایران دواړو د سړیتبونو قدر کړې او د هغوي ناروغه او دښمنانه خیانتونو یې سخت توږلي دي.

د بیلګه په توګه د پاکستان دښمنانه کړني لکه د څو تنظیمونو جوړول، د ازادو قبایلو د سیمو نیول او حتا د نوری خاوری لاندی کول وروسته لیکي : پاکستان په ډیر ماهرانه توګه د جهاد په نامه سره د افغانستان منظمه اردو او ورسره ټول صنعتی موسسات له منځه یوړل، د اقتصادی پلوه یې افغانستان د هر څه څخه خلاص کړ او یوازی تر ډیره  د پاکستان او ایران په صنعت باندی متکی سو  د اوبو رسولو د سیستم څخه نیولي بیا تر فابریکو او زراعت پوري هر څه وران او ویجاړ سوله (۸ او ۹ مخونه ).

دا ډول د هغو افغانانو څخه یادونه چې پاکستان او د هغوي اجیرو جهادی تنظیمونو د ای اس ای په شاراو سره په بی رحمانه ډول شهیدان کړل نوموړي د ( مغز لرونکو افغانانو ) په نامو یادونه کوي.

 

 

د طالبانو نقد :

د شرقي اسلامي نړۍ تاریخي او زموږ افغانانو ارثی عادت پر دي ده چې هېځکله د ځان او خپلوهمفکرانو اړوند خپله خو د واقعیتونو د ویلو جراءت او ميړانه نه لرو، ولي کله چې بي پري  اړخونه هم پدي اړوند د څه ویلو لپاره خوله خلاصه کړي، نو د تربګني او غچ اخیستني تر سر منزله یې ورسره کچو.

مګر ضعیف صیب دغه د اوسپنو نیني چیچلي او لکه د شګو د ورخ په شان حیثیت هم ورته نه ده قایل شوي او څه چې ورته معلوم وو د یو جریان د مصلح ملاتړي په شان ګوته یې ورته نیولي او حق یې بللي دي مګر دا نوښت یې هم خپل کړې او بل چا ته یې وخت نه دی ورکړې د معمول سنت خلاف وړاندیزونه یې هم لرلي.

د بیلګه په توګه هغه ( د هغه څه چې باید طالبانو کړي وای ) تر سر لیک لاندي په ۱۱، ۱۲ او ۱۳ مخونو کښې لیکي : طالبانو کابل ته په راتلو سره باید یوه ملی او نماینده اداره جوړه کړې ولي او دوي باید د یو نافذ قدرت په توګه د هغې تر شاه پاتی شوی واي، يا شمال ته په زور داخلېدل پر ځای د یوي متناسبي کړنلاري پلوي کوي که څه د طالبانو اندیښني د موازی او مساوی قدرت چې جهادی پاټکمارو جوړ کړې ولو هم پر ځای ګڼي، یا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداری کښې د یو شمیر دښمنو او نا فهمو خلګو په کړنو نقد او وړاندیزونه، د ښځو د کار او تعلیم اړوند د یو لړ مقرراتو او اصولو غوښتونکي وو. بل ځای د طالبانو د حکومتی اشتباحاتو څخه د خلاصون او راکمولو په موخه د کابل د نیولو سره د بیلابیلو علومو د متخصصینو د یوی شورا جوړولو وړاندیز یې لرلي.

پدغه برخه کښې د طالباني خوځښت دزوال بحث دغه د ځاني ( خودي ) نقد په برخه کښې، چې اصلا یو تاریخي مخېنه هم له ځان سره لري د نوموړې د استدلال اختیار څرګندوي. داسي چې هغه داسي لیکي :

خوشباوری چې ښه بیلګه یې په کابل کښې د مسعود په تشریفاتی الفاظو اومکاریو دهکه کېدل، په مزرا کښې د جنرال مالک په خوږو الفاظو او دروغجنو ژمنو چې نژدی ولو د طالبانو ټول خوځښت چې رهبری ته یې دسیسه جوړه کړې وله هم له مرګونی توطیه سره مخ شی،  په سیاسی لوبه کښې د تجربه نه لرل او په مهارت چلند نه کول ښه بیلګه یې د دوست په دوستی کښې دومره غرقیدل چې هغه یې وخوری او د دښمن، د سیاسی حکمت او مهارت ستونزه. ( ۱۴ او ۱۵ مخونه ).

هغه موضوعات دي چې لیکوال واقعیت مصلحت ګڼي نه شخصي مزاجونه.

طالب ویوکې او مخېنه یې :

په سیاسي ډګرونو کښې تير ۴ لسیزو او د دي پر ځای چې د مثبتورقابتونو او سالمو مبارزو پر لوري لاړ شو، یو شمیر ډلګیو هغوی چې تل د نورو په غیږو کښې اوسېدلي او ځانونه د ادب او فرهنګ د الفبا بالغ بولي تل شیطانت، پروپاګند او دسیسي ته یې مخه کړې.

ضعیف صیب چې د دغه ناځوانانو ترمنځ د یوستر ملت د آزادي او تاریخي حرمت لپاره مبارزه کړي پر دغو نازکو یې سر خلاص وو نو د طالب د ویوکې او مخینې پوره تشریح یې ورکړې.

هغه د ملا او طالب علمي پیژندنه کړې،  هغه سلیقوی او توپیری چلندونه چې له دغه ملي او اسلامي فکره کرکټر سره کرایې اجنټانو او د مغرضو اجیرانو کړې په ګوته کړې دي، او بیا د طالب اوسنی سیاسی تعریف چې د فاشیزم تر کچې اوږد شوی داچې هر پښتون طالب ده او هر طالب پښتون دي ښه واضح کړې ده (۱۷ او ۱۸ مخونه ) .

 د طالبی حرکت مخينه یې په یوه مشهوره او مستند بیلکه کښې ثابته کړې ده  داسی چې هغه لیکي : طالبان په سیمه کې یو نوی ګروپ یا بی تجربی او نا معلوم کسان  نه و...دوی د شوروی د اشغال په وړاندی د هېواد په ګوټ ګوټ کښې منظمی او اغیزناکی جبهی لرلی... د ارغنداب جګړه یې مونږ د نمونی په ډول یادولای شو ( ۴۰ ورځی جګړه وه، ۱۹۸۷ز. کال د مئ پر ۲۲ روسانو او افغان کمونیسټانو حمله وکړه او د جون وروستی پوری دوام لرل ( ۲۱ مخ ) .

د مخالفینو د مثبتو ټکو د ستایلو جراءت :

په هغه ټولنو کښې چې منفي کردارنو او نا سالم رقابتونه د هر پیل لپاره نیت وي، نو ممکنه نه دي چې هغوي دي د زماني پړاونه و وهي، د بدلون شاهدان دي اوسي او په ټوله کښې د عصر له غوښتنو او اړتیاوو سره دي ځان برابر کړي. یو ملت کيدل، د واحد نړیوال نظم لپاره کار او د راکړي ورکړي په سیالي کښې دي بریالي اوسي.

ښاغأي ضعیف صیب زموږ د دغه ورک جوهر چې د ګډ حکومت د ملي یوالي د نوم سربیره د کومو خرمستیو سره مخ دي او د دغه ارزښتونو بوی هم نه ترینه راووزی، رنګ راوړل خو یې محال ګورم د د کتاب په بیلابیلو برخو کښې یې د داسي چلبازو، دهکه مارو، قسم خوړلیو او د سر د قاتلینو مخالفینو مثبتو اړخونو څخه یادونه کړي چې دا له یو اړخه د هغه په هر اړخیز او بی کیني شخصیت دلالت کړي، بل لور ته د سولې، واحد افغانستان او طالب د دښمنانو د ستمځوکي او ځانچاري په صمتي، قومي او تنظیمي تورو زغالو ته ورته تیارو فکرونو د تحجر ښه انځور هغه لوی اکثریت ته چې د افغانستان ولس دي وړاندي کوی، هغوي چې د دوي د کرغیړنو تبلغاتو په توسط یې څه کم ۲ لسیزی دغه ورور او نه بیلیدونکې ولس د سولې، خپلواکي او ریښتیني نیکمرغي څخه د ویري او عصبیتپه فضا کښې په بیلتون کښې ساتلي وو.

د بیلګه په توګه د کتاب په ۲۸ مخ کښې هغه په داسی حال کښې چې نوموړي تنظیمی ټوپکماری د ګران افغانستان د ملي شتمني او اقتصادی صنعت په چور، لوټماری او خیانت تورنوی مګر په عین حال کښې د خپل یو سرسخت دښمن تورن اسماعیل خان ستاینه کوی هغه لیکې :

 د هرې سیمې نظامي او ملکې شتمني یې لوټ کړې، ټانګونه او طیارې چې د افغانستان تر ټولو لویه شتمني وله هغه به یې په ګاز او اکسیجن سره اره ( پري، ټوټه ټوټه ) کولي او پاکستان ته به یې، هلته به یې د عادي اوسپنو په بیه په ډیر تیټ قیمت پلورلی، یوازنی شخص چې تر ډیره یې په خپله سیمه کښې د بیت المال مالونه سالم ساتلي و، هغه د هرات تورن اسماعیل خان و.

یا تر هغه ور وروسته د کتاب په ( ۱۱۲ مخ ) کښي لیکي : خو د دي نیمګړتیاوو سره سره اسماعیل خان په منطقه کې نسبي امنیت راوستي و.

بل ځاي د کتاب په (۲۴۹ مخ ) کښې يوځل بیا د افغانستان د تجزیه اړوند د رباني ستاینه کړي هغه څوک چې ځان یې د دي هيواد ولسمشر بلل مګر د امریکایي یرغلګرو څخه يې د طالبانو په غټو، غټو بمونو بمباردول غوښتل  مننه کړي او وایي : خو بیا هم له رباني  صاحب څخه ډېره ډېره مننه کوو، چې د دغه دام په لومه کي ډېر تاو را تاو سو خو تر پایه پورې یي له دغه کار ( تجزیه ) څخه ځان وژغوره، چي دا د ده ښه صفت او د ستایلو وړ کار و، که څه هم چي په ده کي د قدرت لیوالتیا ډېرزیاته وه، خو بیا يي هم یو ملي فکر درلود.

د کتاب په (۲۸۶ مخ ) کښې د یوناځوانه، چلباز او مکار دښمن احمدشاه مسعود د مرګ په بحث کښې د هغه یو شمیر جهادی هڅي ستایي او لیکي : احمدشاه مسعود د شوروي اتحاد د یرغل په اولو پړاوونو کې ډېر ښه جهاد وکړ  او له سالنګ څخه بیا تر کابله  پورې همدارنګه د سالنک په هغه بله خوا تر خنجان پورې به د ده ځواکونو شوروي اتحاد تیرېدونکو عسکر ځپل که څه هم ده یوازي دا کار نه تر سره کاوه.

طالبان د تنظيمي ټوپکماري اوحشت په وړاندي د ټولنیز عسکلعمل زیږنده:

د ليکوال د نقل په اساس چې د کتاب اساسي موخه د طالب فسلفی وجود او د  طالبي خوځښت د ناویل شويو او کتمان شویو حقایقو وړاندي کول دي د تاریخ عدالت او د ولسونو قضاوت ته، په لسګونو ځاي د مختلفو موضوعاتو اړوند هغه څه چې طالب یې د یو ولسي استازي حرکت په توګه لکه د اروپا رنسانس راوټکول د حاکم تنظيمي وحشت، شرارت او فساد چې د جنایت او خیانت تر سرو کرښو هم اوښتي په ځنځیري ډول د ټوپکماري هیښونکي بیلګي راوړي. هغه څه چې لیکوال غواړي مخاطب مجبورا د زماني د جبر او اکرا سربیره حق قبول کړي او د روانو جریاناتو او د هغوي د لوبغاړو اړوند مفکوره واخلي او یا حد اقل دریځ ولري او دا بیا د طالبانو د وجودی فلسفی  پوري هم تړي.

د کتاب په ( ۲۹ مخ ) کښې د کندهار ښار د تنظیمي او ټوپکي واکمني ټولنیز انځور داسي ترسیموی :    د کندهار د ښار په ډیری سیمو کې به خلکو په خپلو کورونو باندې پیرې کولي، ان تر دي چې په هر کلي کښې به خلګو په خپلو کورونو تر سهاره پیرې کولي، د غلو ویره هر دم وه، همدغه د مجاهدینو په نوم ټوپکوالو به د شپی له کورونو څخه غلا کوله، او د ورځې به یې د محصول په نوم د خلکو څخه په لویو او کوچنیو لارو کښې پیسې اخیستي.

بل ځای پر همدی مخ کښې  څو کرښې کښته زیاتوی : د خلکو سره د سر او مال هومره غم نه و، هغه خو په خطر کې و، مګر د سر، ناموس اوعیال خطر هم هره ګړۍ و، د ټولې او هرې سیمې خلک حیران وه چې دا څنګه کیفیت سو، شناخته او معلومو خلکو د درندګانو پوښ په ځانونو اغوستي و، د لیونیو سپو غوندي به یې خپلو او پردو ته حملي وهلې.

یا بل ځای د مجاهدینو د موجوده انارشیزم اړوند لیکي : حکومتي انتظام بیخي تر ځینو منطقو پوري محدود سو او یا یبیخي د منځه ولاړی، په کابل، مزار، کندهار، جلال باد کې د خلکو ژوند سخت او تنګ سو، د ملګرو ملتونو د سروي مطابق یوازي د کابل په ښار کې هره ورځ ۲۰۰ ښځې، ماشومان او بي ګنا کسان د ټوپکو د مرمیو خوراک  کيدل.

او همدا د تحریک اړتیا چې د تحریک وجودی فسلفه یې رامنځته کوله په ګوته کوي، هغه چې ولسي لید په دي اړوند  لیکوال د کتاب په ( ۳۲ مخ ) کښې داسي لیکي :

د کندهار ولایت د پنجوایې ( کشکي نخود ) د ولسوالیو خلکو ډیر زیات د روان ووضعیت او ناوړه حالت څخه شکایت کاوه، هغوی به د سیمي جهادی طالبانو ته همیشه ویل چې ستاسې د جهاد ثمره څه سوه؟ دا پر موږ باندي څه ډول بده ورځ ده، د دي مشکلاتو حل به څه وي؟ د سیمی خلک پوره نهیلي و، د هر چا څخه د حل لاره ورکه وه، خو د ډیرو وطنوالو بیا طالبانو ته د امید سترګې اوښتې، ځکه چې دا هغه ټولی و چې هغوي په ټول افغانستان کې په ځانګړي توګه د پښتنو په سیمو کې ډير ښه محبوبیت درلودی، دا هغه یوازنی ټولی و چې د بدبختیو او خپلمنځي جګړو څخه لیري پاته و، همدارنګه د جهاد د لویې تجربې څخه وتلي مجاهدین و، چې د الله د کلمې د لوړوالي او د وطن ازادي لپاره یې خپل ولس ته ازموینه ورکړي وه.

د ملکي وګړو غوښتنو او هیلو ته،  دا ډول د هرې ورځې په تيریدو سره د امنیتي حالت خرابیدو طالبان دي ته اړ کړل چې د خلکو د نجات او د سیمې د امنیت لپاره یوځلي بیا خپل ناتمام سوي ديني کتابونه په تاخچوکې کیږدی او خلکو ته د ناوړه بد حالت څخه نجات ورکړي.

په یو ځای کښې په ارزګان کښې د پاټکي حکومت د اهلیت او واکمني اړوند داسی وایی :

یوازی په نوم د ولایت مرکز ترینکوټ کې بی واکه او نا اهله اداره وه، چې صلاحیت او واک یې یواځي د ناستې تر دفتر پورې محدود و، له دفتر څخه د باندي صلاحیت یې ډیر کم و، کوم اوامر چې به د والی او ولسوالانو لخوا صادریدل، پرته له عملي کیدو به بیرته دوي ته مسترد او نه منل  کيدل.

 

ملا عمر مجاهد ولې او څنګه د طالبانو مشر شو؟

ملا عمر مجاهد او د طالبانو رهبري  بحث هغه مسله وه او ده چې طالب ضد ټلوالي او غرضي ډلګې یې هر وخت ریښي د موضوعي او خیالي روایاتو تر داستانونو رسوي، ضعیف صیب دغه غرضي او له ريښتینولي لري سیاسي نیوکو ته د کتاب په ۳۳ مخ کښې چې نوموړي ولې او څنګه د طالباني خوځښت مشر شو ډیر خوندور او مستند ځواب وړاندي کړې. چې لیکي :  

که څه هم په سیمه کې د طالبانو او نورو پاکو مجاهدینو ډیر ښه قومندانان موجود و، خو بیا هم د ځینو نیمګړتیاو له کبله دوی د رهبریت او زعامت لپاره مناسب و نه ګڼل سوه، دا ځکه چې زاړه قومندانان تر سوالونو لاندی و، چې دا په خپل ذات کې یوه ستونزه وه، دا طبعي خبره ده چي کله یو څوک ډیر شهرت ته ورسیږي نو نیمګړتیاوي یې تر نورو خلکو ښه په ګوته کیږي، له همدې کبله هغه معروف او مشهور شخصت د ډیرو خلکو تر سوالونو او نیوکو لاندي راځي.

د همدی بحث پسي تړلي د ملا عمر مجاهد ځانګړتیاوی او د څنګه والي مسله داسي بیانوی : که څه هم تر ملا محمد عمر اخوند به په علمي سطحه لوړ علما‌ء او د لوړو تجربو خاوندان موجود وه، خو طالبانو د ده رهبریت د نورو مثبتو اړخونو په نظر کې نیولو سره لکه دیانت، تقوی، شهامت، ريښتینولۍ او دا رنګه هغه د دغه سیمې اوسیدونک نه و، له همدی امله تر نورو ملا محمد عمر مجاهد مناسب وبلل سو او اتفاق ورباندي  وسو.

یوشمیر مهم وضاحتونه :

بل لور ته هغه څه چې ډیردغه کتاب ښکلي کوی او حساسیت یې ارزښتمندوی  هغه د طالباني خوځښت د موخو پوره وضاحت، د مالي لګښت اړوند پوره سپیناوي، د تبلغاتو کچه ډول او په ټوله کښې د دغه حکومت د اداري جوړښت په اړه بي ساري تشریح او معلومات وړاندی شوي دي.

زما په نظر، په ځانګړې ډول دغه مباحثوته د پراخې کتني هدف دا وچې د طالبانو سیاسي مخالفین په خاص ډول هغوی چې ولس ورته د پاټکیانو لقب ورکړي هغه پوښتنو ته ځواب ویل دی چې په رسنیو او سیاسي ناستړ کښې په مبالغه امیزډول طالبان د اداری جوړښت اړوند تر پوښتنی لاندی راولی، د هغوی مالی لګښتونه په هغه چا پورې تړي کومو چې د ضعیف صیب په خبره هغوی د ځان فکر مونږ ته هم کړی یا هغوی ته چې د امریکا د بی ۵۲ په مټو واک ته رسېدل اوس د امریکا او ۴۸ هیوادونو یرغل او تاړاک ته غواړي د طالباني حکومت په کم ارزښت اوتحریف سره خپلي لاسته راوړني د هیواد پالنی او ریښتینولی دلیل وګڼي.

حکمتیار او طالبان :

کله چې جناب حکمتیار صیب د ملي یوالي حکومت د سولې له بهیر سره یو ځاي شو نو حکمتیار صیب تقریبا په لغمان کښې د خپل لومړني کنفرانس څخه بیا د جلال اباد، ارګ، غازی سټوډیم او تازه په تازه یې خوست کې پدغه ټولو ناستوکښې یا یې طالبان مستقیما د هغوي د حیثیت او مشروعیت تر کچې نقد کړې او یا که هغوي یې سولې ته هم رابللي مګر بل لور ته د هغوي داعیه یې د مشروعیت تر پوښتني لاندي راوستي.

هغه څه چې زه د افغان سولې د یو بي پري فعال په توګه نه یوازي  تري خپله ناخوښي ښه یم، بلکښې انتظار مي هم نه درلود.

ولې کله چې تاسو د قدرمن ضعیف صیب کتاب مطالعه کړې نو د حکمتیار صیب او طالباني حرکت ترمنځ ټکر یو بی خونده  اوږده مخينه شاته پريښي.

زه که څه هم د دغې لانجي پوره نوټونه مې ياداښت کړې  وو مګر راتلونکي ته د هیله مندي په نیت له هغو څخه تیریږم، ولي مطالعه یې ټولو ته ضررور بولم چې د کتاب ( ۹۷، ۱۱۳، ۲۳۸ ) او نور ډیر ځای یې تفصیلي جریان مطالعه کولای شي.

- طالبان او اصلاحي ریفورمونه یې :

اسلامي حکومتونه په ځمکه کښې د الله ج د مخلوق د پالني، روزني او د هغوي د دین او دنیا د چارو کفالت او امانت رسالت لری،

طالباني خوځښت پر همدی موخه

طالبان او پاکستان :

ملي سیاست ته ورګډيدل او په خاص ډول د یوه هیواد د اجرایه مشري واګې خپلولو معمول دا ده چې د نني نړۍ د غوښتنو او نړیوال جمهوري نظم پر بنسټ که وغواړي او یا ونه غواړي، له بهرنۍ نړۍ سره اړيکي  لرل او رامنځته کول اړتیا اوحتا کومه نوی خبره نه ده.

ګاونډیان او په هغوي کښې هغه د جغرافیوی او سیاسي ملحوضاتو پر بنسټ هغه چې اړتیاوی دي ورپوري تړلي دي او په ګټه ـ زیان کښې تری اغیزمن کیږی حتمن به ورسره اړیکي یا لري او یا به یې رامنځته کوي.

طالبانو هم د یو حکومت او د یو ملت د قیادت په حیث دغه پیټي په اوږو کړې ولو نو ځکه یې  له نړۍ سره د اړیکو او راشي درشي باب د سیاسي اړیکو او بهرني سیاست په برخه کښې له پاکستانه پیل کړل. ولې د دغه جریان منتقدینو بیا تل هغوي دغه اړیکي د تور په موخه د هغوي پر مخ ور موښلي او هغوي یې د لکه د پاکستان په عواملو تورن کړي.

ضعیف صیب دغه موضوع ته ډیر ژوره کتنه لرلي او د پاکستان سره د طالبانو د اړیکو او د دغه اړیکو دکیفیت او حقیقت اړوند یې د پیښو په جریان کښې بحث کړي.

هغه داچې طالبانو او پاکستان له کومه ځای اړيکي پیل کړي لیکي :

 بیا هم تحریک باندني ارتباطات تر هغه وخت پوري بیخي نه و تر څو چې د کندهار ښار د تحریک تر کنټرول لاندي راتلی.

د لیکوال بلدتیا د خپل هیواد له غرو او رغو سره :

د کتاب یوه بله ځانګړتیا چې د لیکوال شخصیت او افغان پیژندنی ته هم ورګرزی هغه د طالبانی خوځښت د پیښو له بیلابیلو اړخونو سره د بیلابیلو ولایتونو پیژندنه او د هغوی د ځمکي، اب هوا، جغرافیوی ځانګړتیاوو، پیداوارو، موقعیت، د هغه سیمی خلګو د عاداتو، د ګران هیواد د آزادی او عزت په لار کښې د بیلابیلو ولایتونو او قومونو غوښنه او ناپیژندل شوی سرښندنه او په ټوله کښې د هغوي ژمنتیا او مینه د یووالی او لوی واحد افغانستان لپاره ډیر جالب او په زړه پوري دي.

طالبان او له مخالفینو سره د سولې هڅۍ :

یوشمیر طالب ضد څیری او ډلي ډېر کله طالبان په ځانچارې او ځانخوښي تورنوي چې کله هغوي واک ته ورسېدل نو د خپلو مخالفینو سره یې هغه ډول چې د ولس تمه او د نړیوالۍ ټولني غوښتنه وله د سولې او پخلاینۍ کوم واضح کړنلاره نه لرله، هغه چې دغه مسله هغوي د پاکستان لید ګڼي.

مګر د خوښي ځای دا ده چې لیکوال ( ضعیف صیب ) د دغه شرارت څخه واضح فهم لرل نو داسي جالبو ټکو ته یې اشاره کړې چې په چورلټ ډول د طالبانو هڅي او لیوالتیا له خپلو مخالفینو سره څرګندوي وي، د بیلګه په توګه کله چې طالبان کابل نیسي یوه سرپرسته شورا ټاکي چې د دغه شورا وخت تر ۲ کالو اږدیږی هغه پدی اړوند لیکي :

طالبانو کابل ته له ننوتلو سره سرپرسته شورا اعلان کړل او ټولي اداري يې سرپرستان ونومول، دلیل یې دا وو چې دوي باور لرل چې که یاغي مخالفین یې د سولې پیغام ومنی نو بیا به له هغوی سره د یو ملی حکومت پر رامنځته کولو کار وکړی او هغوی ته به پکښې برخه وکړی.

له دي څخه وروسته په کابل د واکمنو تنظیمی جګړه مارو سره د اعتماد رامنځته کولو په موخه د کتاب په (۹۵ مخ ) کښې لیکي : د تحریک د رهبرۍ مقام تاکید داو چې طالبان باید د کابل د ادارې د نظامي قوتونو د ټکر څخه ډډه وکړي، یوازي د جنګ هغه لومړۍ کرښې وساتل سي چې د حکمتیار د جګړه مارو لخوا تشي پاته سوې وی.

تر هغه ور کښته د کتاب په ( ۹۸ مخ ) کښې دا خبره نوره هم واضح کوي او لیکي : طالبانو د مسعود د ځواکونو سره د جنګ لاره خپله نه کړله، ځکه د مشر تابه هدایت چې طالبان باید کوښښ وکړی چې د مسعود د قوتونو سره ټکر وکړي.

مګر د دي سره سره هغوي له خپلو هڅو نه په شا کیږی، د کتاب په ۱۰۸،۹ مخونو کښې ۱۹۷۴د دلوی ۲۲ د مسعود سره د طالبانو ناسته چې وتوانیږی د یو ګډ او مرکزی حکومت په سر ورسره بی له جګړی او وژنو یوی هوکړي ته ورسیږی مګر د نوموړی چلونه او توطیې چې سوله او ملي حکومت یې موخه نه ولو یوازی د حکمتیار کمزوری کول او وهل یې موخه وله ادامه پیداکوی، هغه چې د میدان ښار او ارغندي په سیمه کښې د طالبانو د جنګي کرښو بی رحمانه بمبارد د هغه د دغه غدر او ناځواني ښه بیلګه وه.

حتا طالبانو د سولې او اعتماد رامنځته کولو په موخه د مجید روزی په مشری په لوګر کښې ۱۰۰۰ تنه هغه ازبک جنګیالیو خوشی او ازاد کړل چې دوستم له حکمتیار سره په ایتلاف کښې د لوګر چهار اسیاب سیمي ته استولي ولو او هلته طالب ځواکونو هغوي ونیول.

ولي هغوي خپلو شومو توطیو ته دوام ورکړل او تل یې د طالبانو له لوری د سولې او همکاري په اوږده شویو لاسونو تف کړل.

سیاف د زرګونو افغانانو د وینو مسول مفتي :

استاد سیاف په تیرو ۱۶ کالو کښې تل د جګړې د دوام او د افغان وژني یو اړخیزه مسول مفتي پاتي شوي، تر اوسه یې یو ځل هم د امریکایانو ړندي او وحشي بمبارې نه دي غندلي، د هغوی د اساسي قانون او شرعي حرمت پر خلاف شپني چاپو اړوند یې د ولس حساسیتونو اړوند دریځ نه دي لرلي، بلکښې تل یې طالب یواړخیزه غندلي او د دوزخ زیری ورکړي.

مونږ د ځوان نسل په توګه تر ډېره ځایه د هغه د مخکښني کرکټر څخه بی خبره پاتي یو مګر جناب ضعیف صیب د هغه اړوند ډیر مهمو مسایلو ته نغوته کړي. د بیلګي په توګه د سیاف غوښتني او کرکټر  اړوند چې ایا د هغه ویناوی له حقانیته که نفسیته راجګیږی د کتاب په ( ۱۰۳ مخ ) کښې لیکي :      استاد سیاف تر پایه پوري د خپل قوي دروني تعصب او نفسي ـ خواهشاتو له کبله د طالبانو په وړاندې په سخت مخالفت کې پاتي سو. دا ډول یې په خبرو کې د طالبانو په اړوند بې ساري مبالغه او مخالفت ښکاره کاوه.

یا بل ځای وایې چې : مسعود له طالبانو سره جګړه نه کوله، مګر د سیاف سره تر یوې نیم ساعته یو په یو ناستی وروسته هغه د جګړې پریکړه وکړله او د طالبانو کرښي یې بمبارد کړلي.

 

مزاري چا و واژه ؟

د طالبانو په لاس د عبدالعلی مزاري وژني او بیا د هغه مرګ ته د قومي او صمتي تعصب مالګه ورزیاتول هغه څه وو چې نه یوازي د هغه نه بښونکي جنایتونه او کرغیړن کرکټر یې د ډیرو له یادونو پاک کړل بلکښې دغه چارې د هغه مظلومیت او د عدالت لپاره مبارزه چې محض دروغ وله د یوی ریښتیني فکر په توګه په هر څه سیوري وغوړاوو.

طالبانو که څه هم هغه وغندل او دایې د تقدیر مقدره اشتبا وبلله، خو د هغوي شیطان دښمنان بیا تل له دغې موضوع څخه د طالبانو د ځانچارې او پردي واکې په موخه شرمونکې ګټه اخلي، ولې ضعیف صیب دغې موضوع ته له یو بل لوری ډیره ارزښتمنه نغوته کوې او دا پوښتنه حل کوي چې ایا په ریښتیا هم طالبان ملامت دي او که خواشینۍ قاتلین یې. هغه له هزاره ګانو سره د نظار شورا د دغه ناځوانمردانه دښمني په اړه د کتاب په ( ۱۰۶ مخ ) کښې لیکي :

 مسعود د وخت نه په استفادي سره د مزاري پر ځواکونو باندي حملو ته زور ورکړ. استاد سیاف چي د مزاري او د هغه د ډلي د مرګ فتوي ورکوله هم یې په مزاري حملو ته زور ورکړ، سیاف لا له وړاندی د وژنو مفتي  پاته سوی وو.

هغه چې بیا د مزاری ځواکونو د مسعود او سیاف د حملو او کلابندی په پایله کښې د مقاومت توان د لاسه ورکړ او دا یې د تیښتي سبب هم شو، یعنی په غیری مستقیم ډول سره دغه عناصر د مزاري اصلی قاتلان او د مرګ عاملین دی، طالبانو خو هغه ونیول او د دوه دلایلو له مخې یې غوښتل کندهار ته ولیږدوی لومړي داچې د دوي سره یو ځای شی او که یو ځای کیږی نه چې د بیا یاغیتوب مخه یې ونیوله شی دویم هدف دا وه چې که د وژنو او هر جنایت محاسبه ورسره کیږی د محکمي او عدالت له لاری ورسره وشي، مګر داسي ونه شول بلکښې په خطایی ډول خپله د دوی د بی باکی په پایله کښې ووژل شو. کنه که د هغوي موخه یوازي وژل وایې نو تورن اسماعیل خان چې تر ۱۰۰۰ زیات طالبان وژلي وو ولې ورسره یو کال بندي وو ولې یې نه وژل چې مزاری خو طالبانو هم نه وو وژلي.

لیکوال پدي اړوند ډیر زیات نور په زړه پوري بحث هم کړې.

د ګاونډیانو د نظامی یرغل او لاسوهنو مستندی بیلګې :

د ګران افغانستان تاریخ همیش د ناځوانه او خاینو ګاونډیانو په اړوند ډېر څه لرلي، هغه څه چې د هغوی بی شرمانه لاسوهني زموږ په کورنیو چارو ته ورګرزي  تنظیمي ټوپکمارې بیا په دغه برخه کښې مخکښ بریښي، هغه څه چې ولس د تاریخ د واقعاتو په بڼه تر اوسه له همدې ترخو خاطرو څخه په غفلت کښې ساتل شوی، مګر ضعیف صیب د دغو بی شرمانه مداخلو او د هغوي د مخکښآنو جزر ور ایستلي هغه د ایران د مداخلي اړوند چې د اسماعیل خان د ماتی په مهال یې ورسره مرسته کړې د کتاب په ( ۱۱۸ او ۱۹ مخ ) کښې لیکي : دا هم ویل کيدل چې د شکست په وخت کې د ایران دولت په بمباریو کې د دوی سره کمک وکړ او مستقیما ایرانی الوتکو هم بمبار کاو... په دغه جنګ کې داسی بمونه هم استعمال سو چې پخوا نه وه استعمال سوي، دا بمونه د لویو بیلرونو په څیر و چې د پټرولو ډک و...

بل ځای د کتاب په ( ۲۰۶ مخ ) کښې لیکوال د ایران هغو لاسوهنو ته اشاره کړي چې سخته بی شرمانه بڼه یې لرله او دوي يې اړ کړې ول تر څو له ایران سره کړکیچني سیاسي اړيکي او ډيپلوماټیکه راشه درشه کښته کړي لیکوال لیکي : ایران په کابل کې خپل سفارت وتاړه او ډیپلوماټان یې له افغانستان  څخه ویستل. د طالبانو پدي اقدام سره د منفي تبلیغاتو کچه قریب نیمایې ته را ټیټه سوه او په خلکو کې بیا د سکون ساه وځغلیده.

بل ځای د کتاب په ( ۲۴۲ مخ ) کښې  کله چې طالبان د دریم ځل لپاره شمال ته پرمختګ وکړل، ټلواله او متحدین یې له شرمونکې ماتي سره مخ وو پدغه جګړه کښې د کندز او بغلان په حدودو کښې یوځل بیا له مسعود سره د بهرنی ملاتړ ځرکونه څرګند شوي دي لیکوال لیکي : د یادوني وړ ده چي په دغه وخت کي چي د مسعود د ځواکونو لخوا څومره بمباري کیدله مستقیما د تاجکستان د کولاب د اډي څخه کيدله.

د کتاب په ( ۲۹۰ مخ ) کښې لیکي : پر ۲۰۰۱ ز. کال کې مسعود په رسمې بلنه د فرانسې د حکومت لخوا اروپا ته ور وبلل سو...چې خپل زړه یې ورته تش کړي. فرانسې لا د وړاندې په خورا زیاته مبالغه سره توصیفي القاب مسعود ته وربښلي وه، خو دا ځل یې د اتل او قهرمان لقب هم ورکړ.

لیکوال له مسعود څخه د بهرنی ملاتړ اړوند د کتاب په ۲۰۱ مخ کښې لیکي : که څه هم د پنجشیر واکمن مورال ډیر کمزوری سوی و، نږدې و چې د تیښتې لاره غوره کړې، خو د روسانو، هندوانو، ایرانیانو او فرانسویانو ګډ مدبرانه پولادي قالب د ده مات هډوکي بیرته پیوند کړه.

ټلواله او د کابل چور او تالان :

یو بد بربریت پاله عادت چې په افغان تاریخ کښې یې هیځ ځای نه لرل او دغه کرکټر خلک تل رټل سوي ولو هغه د ملی شتمنيو چور او تالان بحث ولو، ضعیف صیب پدي اړوند د کتاب په ( ۱۴۷ مخ ) کښې د کابل د فتحی ورویسته لیکی :

 امنیتی هڅي ګړندی وی، تر څو د چور او چپاول مخه ونیول سی، له دي وړاندي مګر له دي مخکښې د ټولو ادارو موټران او مهم څیزونه د مسعود د ډلي لخوا پنجشیر وادي ته انتقال سوي و.

د نظامي تاسیساتو څخه هم درني او سپکي وسلي او مهمات، تر دي چې د هوایې ځواک چورلکې او ځیني نور تجهیزات هم پنجشیر ته لا له مخه انتقال سوي وه. یوازي تشي اداري او ناکاره ودانۍ پاتي وي.

تعصب، سوزونکي ناورین :

په وروسته پاته یا د غربیانو په اصطلاح د جګړې سره مخ هیوادونو کښې د ملي جوړښتونو او واحد مرکزی قدرت د رامنځته کولو په وړاندی چې د یوملت کيدو بحث دي تل د ژبي، صمت، ډلي او مذهب په ناورین پارونکې نامو ویشنو د بی شمیره قربانیو او سر ښندنو سره سره د هغوی لویي تجربي ناکامه کړي دي، هغه چې د افغانستان د سپیځلي جهاد څخه وروسته د هیواد په پاټکونو او د قدرت تجزیی ته نږدي جزایرو ویشني سره دغه ویره تل حقیقت وله.

ضعیف صیب دغه سوځونکي ناورین ته چې ( تعصب ) دي ښه او ریښتیني نغوته کړې. هغه د کتاب په ( ۱۱۳مخ ) کښې لیکي : ولي بدبختانه ژبنی او قومي تعصب دومره پکې پالل سوی و چې سړی یې په اوریدو سره حیرانيدی. د پښتنو او پښتو ژبې سره داسي چلند کیدی، تر څو وښودل سی چې په هرات کې پښتانه لږ او یا خو بیخې نسته، تر دي چې په محلي راډیو او ورځنیز اخبار مې د پښتو ژبې يو ټکی نه کاریدی، د هویت پاڼې څخه پښتو ټکې لیري سوې او مکمل تغیر سوي وي، په دولتي ادارو کې د پښتو ژبي استعمال بیخې له بينه تللي وه...که څه هم دا سیمه له ۶۰ تر ۷۰ فیصده د پښتون کهول ده، خو متاسفانه چې د حکومتونو د نه پاملرنې له کبله اوس د هرات ښآر ماحول بیخې بدل سوی دی.

بل ځای د کتاب په ( ۱۳۳ مخ ) کښې لیکي : په دولتي ادارو کې چې به چا په پښتو ژبه خبري کولي، ملنډي به ورباندي وهل کیدي، تذکره یاهویت پاڼه چا د پښتون په نوم نه سوای اخیستلای، ډیری پښتانه چې هلته اوسیږی او ژوند کوي خپلي تذکري یي د تاجکو په نومونو اخیستي وي.

هغه د مسعو اړوند چې په ټولنیزو شبکو کښې یې ویډیوګاني هم موجودي دي د  کتاب په ۱۹۹ مخ  کښې لیکي : د کابل شمال ته د طالبانو پرمختګ او د مسعود له لوری د قوم، ژبي او هر عصبیت په نامو طالب ضد تبلغات .

دا ډول هغه د هندوانو له هغې لاسوهني هم شکایت لري چې د واحد افغان ولس ترمنځ یې د اقلیت او اکثریت موضوع راپورته کول ۲۰۱ مخ .

 

طالبان څنګه او ولي امارت شول :

لیکوال پدې اړوند د کتاب په ( ۱۵۱مخ  ) کښې لیکي : طالبانو د کابل له نیولو سره سم د طالبانانو د اسلامي تحریک پر ځای د افغانستان د اسلامي دولت نوم ځان ته کاراوه، ولي نړیوالو او خلکو ورته د طالبانو نوم کاراوه، حتا د دولت نوم په ټولو ادارو او شعباتو کښې کاریده... ۱۹۵ مخ : هغه چې بیا د ۱۹۹۷ کال وروسته دغه نوم لری سو او د امارت کلمي د دولت پر ځای رسمي بڼه ونیوله.

طالبان او د ښځو جنجالي حقونو مسله :

 که څه هم لیکوال څو ځای لکه د امر بالمعروف پر بحث کښې د ښځو اړوند د طالبانو لیدلوری بیان کړي ولو، مګر د کتاب په ۱۶۴ مخ کښې د بیلابیلو ځانګړو او مهمو فرامین هم پدې اړوند راوړل شوی دي، چې د هغوی ترمنځ هغه څه چې تل ناخبره، پروژه ای، غرضی او طالب ضد ډلو د هغوی د نه رعایت تور په طالبانو پورۍ کاوه هغه د ښځو بحث او پدی اړوند د طالبانو ورک کړل شوی لیدلوری وو. مګر قدرمن ضعیف صیب دغه ۱۰۴ ګڼه فرمان چې ارزښتمند او حساس موضوعات د ښځو بحث ته شامل او رانغاړي په ډیره امنتداره توګه کټ مټ لیږدولی، دبیلګه په توګه د فرمان ارزښتمند او له محتوا ډکه اعلامیه د ښځي د مقام او په ټولنه کښې د هغې د ځایګي اړوند وایې : څرنګه چې په اسلامي شریعت کې ښځه ځانته خپل شرعي حقوق لري چې د هغو په تر لاسه کولو سره یې حیثیت او مقام لوړ او حیا پرده یې خوندی کیږی.

اعلامیه ټولنیز دودونه پړه بولي چې هغوی ته ارجحیت ښځه تل له خپل اوچت ځایګي څخه محرومه او پردي کړي ده د بیلګه په توګه فرمان کښېژ راځي : مګر بدبختانه په افغاني ټولنه کې د ناوړه او غیر شرعي رواجونو له امله، ښځه له خپلو دغو شرعي حقوقو څخه بی برخې او راز رازظلمونه ورسره کیږی.

وروسته اعلامیه کښې هغه ټولو ټولنیزو نادودو ته چې د ښځي فطری شان او انساني کرامت یې ورڅخه اخیستي او همداوس په تیر ۱۷ کاله کښې ګډ حکومت د ملیارډونو ډالرو په مصرف نه ده رسېدلي ورته نغوته کړي او اجرایي احکام صادروی پديدي اړوند د فرمان لومړی ماده : د هېواد مسلمان اتباع نسي کولای چې د قتل په صورت کې ښځه د دیت، جوړې (سولې) یا په بل نوم سره د مړي( میت) کورنۍ ته په بدل کې ورکړي.

دا ډول د کونډي ښځي د نه رضايت بحث ته چې دودیزو ناوړه غیرتونو په عرف بدله کړي هم منع شوی او هغې ته یې د نکاح کولو خپله واک ورکړي.

دا هغه موضوعات دي چې د افغان ښځو ۹۰ سلنه درد او غم جوړه وی.

بل لور ته لیکوال د کتاب په ۱۸۵ مخ کښې د ښځو د حقونو او د طالبانو د لیدلوری په اړه تفصیلی او مستدل بحث کړي نوموړي لیکي : طالبان په حقیقت کښې د ښځو د عفت د خوندي کولو او پر هغوي د غیرت کولو په خاطر راټوکیدلي و...

چا افغانستان لومړۍ ځل تجزیه ته کش کړل ؟

له تجزیه ویره د دولتونو په ملي قوانینو کښې خیانت او د یو ملت تاریخ د تجزیه عوامل د پردیو لاسپوځي او اجیر غلامان ګڼلي، مرګ یې سزاه ده او تل د ولسونو د کرکي او د تاریخ د نفرین وړ وي.

افغانستان چې د شریرو او فتنه کښو ګاونډیانو له لوري بار بار د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ښمنانو له دسیسو سره مخ شوی مګر هیځکله کورني عوامل پدغه خیانت او جنایت کښې لاس نه دي لیدل شوی.

ضعیف صیب د کورني فرنګیانو په لړ کښې ستمځوکي پر دي تورن کړي چې دوی پر دغه مسله کښې ښکیل ول هغه چې اوس یې هم کله نا کله د ګواښ غږونه راځي، که څه هم د رباني په څیر د بمونو غورځونکي يې بیا د دغې طرحي د مخالفینو او له سترو ملي ګټو په ساتنه کښې ستایلي هم دي نوموړي لیکي : شمالي ایتلاف د لومړي ځل لپاره افغانستان د تجزیه لور ته کش کړل د کتاب په ۲۰۸ او ۹ مخ کښې لیکوال پدی اړوند زیاتوی چې  یوه بیلګه د دغه ناولي کار افغانستان د لومړۍ ځل لپاره  په شمالي افغانستان نومول وه.

د تنظیمي جګړه مارانو تذکره :

پدغه کتاب کښې د تنظیمي جګړه مارانو ډیره تفصیلی او بشپړه شجره هم کښل شوی چې د هر یوه د جنایاتو او خیانتونو وحشتناکي نوموني یې د بیلابیلو عناوینو د لا وضاحت لپاره کاږل شوی دي.

لکه د کتاب په ۲۱۱ مخ کښې د دوستم او په ۲۱۴ کښې د هغه د څو تنو نورو پاټکیانو لکه رسول پهلوان چې بی خدا پهلوان یې هم بللي د عبدل چریک چې یو بل وحشي ده د هغوي ټولو د کرغیړنو، ناولیو، اسلام ضد، تر ابوجهل د جاهلانه تورتمونو او وحشتونو یادونه شوی په خاص ډول د بادغیس، غور او تخار په ولایتونو کښې د دغو فرعونیانو له وري چې کومي پښتون ضد تراژیدی ته چې زما قلم عجز ده هم تفصیلي نغوت شوي.

د دغه ډول اشخاصو د پیژندني څخه موخه او حکمت دا د چې ضعیف صیب د دوي ناولي او حیوان صفته شیطاني څېری یو په بل پسي د تاریخ قضاوت او عدالت ته وړاندي کړي دي په خاص ډول د دښت لیلۍ هولوکاسټ.

د ضعیف صیب یوه ځانګړتیاه چې په افغان لیکوالانو کښې هغه بی ساري کوی دا ده چې هغه دغه هیری شوی مګر مهمی وقایع ډیری ژوری، مستندی او کره وړاندی کړی هغه چې له بي بي سي سره د رشید دوستم مرکه پدی اړوند چې ورځ کال او هر څه یې ورسره ذکر کړي ده.

کتاب کښې د پيښو هنري پنځوني :

د پیښو هنري تشابه، تمیل او انځور د یو لیکوال په علمي وجاحت او خلاص لاسي لوی دلیل ده:  لکه لیکوال دلته د زرګونو بی ګنا او اسیرو طالبانو د ټولوژني اړوند د دغه جنایت له غلامو عاملینو څخه پوښتي : طالبان د هیواد شمال ولایتونو ته د ملک په دعوت او د هغه په غوښتنه ورغلي وو. طالبانو په شمال کي د ملک د ډلي سره د میلمنوغوندې حیثیت درلود او په ریښتیا سر هم د هغوی میلمانه وو. د طالبانو موخه او مقصد دا ووچې توکمیز توپیرونه او تبعیضونه له منځه یوسي او د افغانستان د شمال نوم بیرته د یوه واحد افغانستان شمال سي. طالبانوپه دغه یون کي له هیچا سره هیڅ راز بد تعامل نه دی کړی، نه یې د چا په کار کار درلودلی دی او نه ی د چا وسله ټوله کړې ده، نه یې څوک مکلف کړي دي، چې د تحریک اهداف او قوانین پلي کړي، نه یي له ازبک قوم سره د وړاندې داسې ټکرراغلی و، چې هغوی د انتقام او غچ اخیستلو الهام ولري، نو څه ورسره وسوه؟ چا ورسره  وکړه؟ او ولې یې په داسې غیر انساني، غیر اسلامي او ظالمانه توګه په شهادت ورسیدل؟ داسي ناځوانمردانه عمل خو نه په کفر کي څوک کوي او نه په اسلام کي داچي ولي دوی د چنګیز غوندې لغته وغورځوله. نه پوهیږم؟.

اسامه او طالبان

  اسامه او طالبانو سره د هغه د اړیکو ډرامه په خاص ډول داچې اسامه څه وخت افغانستان ته راغلي وو چا د هغه په دینارو او درهمونو ځانونه وپړسول، څنګه له افغانستان څخه ووتل او چا بیرته له کوم هیواده په څو الوتکو کښې شارجي او بیا افغانستان ته راوستل هم نږدي پوره په  ۱۵ مخونو کښې تفصیلی وړاندی کړي.

د بېلګه په توګه هغه د کتاب په ۲۶۳ مخ کښې لیکي : په افغانستان  کي هغه مهال  د برهان الدین رباني د اقتدار خاوند، انجنیر احمدشاه احمدزی چي د استاد سیاف د تنظیم معاون و ضدراعظم و. د ۱۹۹۶ کال په اوایلو کي اسامه بن لادن د وخت د حکومتي چارواکو په بلنه بیرته افغانستان ته راوستل سو، سره د دې چې له سوډان څخه د وتلو پر مهال د هغه د نیولو لپاره د دوی په خبره امریکایانو کلک تدبیرونه هم نیولي و.

هغه بل ځای زیاتوي چې سره لدي چې په شمال کښې د اسامه د اوسیدو لپاره کافي ځای ولو، مګر دوي په لوی لاس هغه د پښتون میشتو سیمو کښې ځای پر ځای کړل. تر ځو د خیر او شر پور یې د هغوي په غاړه وي.

هغه زیاتوي چې استاد سیاف او رباني له اسامه څخه غوښتنه کړې وله او فشار یې پري راوست چې که دوي ته پیسي ور نه کړې نو دوی به هغه سي اي ايې ته وسپاري. مګر دغه غوښتنه ځکه پوره نه شوه چې پدغه وخت کښې طالبان افغانستان تهر اغلل او هغه سیمه کښې چې اسامه میشت ولو د طالبانو لاس ته ولويده.

تر ټولو مهم بحث چې ډیر موافق او مخالف د هغه اړوند پر طالبانو انتقاد کړي هغه د اسامه په بدل کښې د امریکا يرغل په افغانستان ده، نوموړي د کتاب په ۲۸۰ مخ کښې لیکي :  داچې ولې طالبانو اسامه امریکا ته ونه سپاره؟ دلایل یې څه وه؟ ولې دوي د یو ستر ملت آزادي او حریت د یو فرد تر سر ځار کړل ډیر تفصیلي، خوندور اومستدل بحث کړي ده.

د بیلګه توګه دوي له شرعي اړخه د تور د ګمان د یو مسلمان سپارلو اړوند دري منفي حالتونه ذکر کوي  لومړي : اسلامي الهی قانون تابع کول د غربي وضعی قانون.

دویم : د اسلامي عدالت او د اسلامي حکومتونو عدالت د امریکا کفری عدالت قرباني کول.

دريم : پدغه اقدام سره دا ثابتیدله، چې مسلمانان د خپل قانون اورباندې اعتقاد او باور نه لري چې مجرم د امریکا په قانون محکمه کوي.

تر دي وړاندي د همدغه بحث په لړ کښې طالبانو هغه څلور ګوني حل لاره چې د بوش اداری ته د اسامه بن لادن د پیچلي او مغلقي کښالي اړوند پیښ سوی ولو مګر خلګ د کرایې او توند لاری سیکولاری او قومي تنظیمی میډیا له لوری تری غافل شوی داچې طالبانو ټوله خبره یوازی لکه د یو لس کلن ماشوم ( نه ) دي بل استدلال نه لري ډیر ارزښتمند او په زړه پوري ده.

لیکوال پدی اړوند د امریکا غرور ته چې دوي څنګه نړیوال اصول د یوی نانڅکي په توګه کاروی، د آزادو ملتونو ارزښتونو او ځمکني بشپړتیا ته سپکاوی کړې او په لږ ارزښت ګوري، عقلانیت او برحقه داعیه یوازی د دوی د درواغجنی او کاذبی میډیا لپاره د خوراک د تومي په توګه استعمالوی.

د بېلګه په توګه نوموړي  لیکي : د کوفي عنان خبرې او پالیسي هم کټ مټ د امریکایانو څخه کاپي سوې  پالیسي ـ وه، یوازې نومونو او رویې یې توپیر درلودی. ده هم یوازې هغه خبره بدرګه کوله، چې امریکایانو ویل او بس.

کتاب نوري ډېري برخي هم لري  لکه ایا د امریکا موخه د اسامه په څير له پلمي او ټروریزم څخه ریښتیا هم ده که دوی هسي يو بهرني دښمن غواړي ولری د سپټمبر د ۱۱ تر حملي او دا کټوبر د ۷ استعمارګرانه يرغل اړوند يې ښه معلومات رانغښتي، پټ او په ګردونو کې پټ شوي حقایق يې راسپړلي او ډیرو ته یې د منطقي استدلال په وړاندی کولو سره د مستندنو تر څنګ ارزښتمند بحثونه وړاندی کړی.

د کتاب په بیلابیلو بحثونو کښې یې د نوم ورکو مشهورو جهادی او طالب چارواکو نومونه او معرفت راوړل شوي، په مزار کښې د ایراني ډیپلوماټانو مسلي ته ډیره ژوره کتنه شوی او د ایران موخي تري څرګندي شوی، نوموړي د ۳ ګونو احتمالونو په وړاندي کولو سره ایران ته ښودلي چې ټلواله د ښي ورځي او تیاري دوستان دي له دوي څخه د وفاه تمه لرل خیالي، هغه تر دي وړاندي هم له امریکا سره د ټلوالي د شرم ډکه همکاری د خپل هیواد په اشغال کښې او داچې دوي هغوی ته څومره چوپړ وهلي ښيې چې د دي خاوري له لوی، ژمن او سیال اکثریت سره په درناوي اړیکي به مو امنیت او حیثیت دواړه در خوندي کړي.

زه په پاي کښې له یو اوږد ولې د ۳۵۱ مخیزه کتاب د ټولو حساسو او ځانګړ بحثونو ته تر ځانګړې کتني وروسته، هر ځوان ته هغوي چې د حالاتو په رڼا کښې غواړي ويښ او ريښتيني ګام واخلي د دغه کتاب د لوستلو او مطالعي وړاندیز کوم.

په درناوي

 

لوستل شوی 255 ځله Last modified on چهارشنبه, 29 قوس 1396 13:45

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي