د افغانستان هر اړخیزه وده

د افغانستان هر اړخیزه وده

محمدروښان ښاد

 

په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر له پېښې وروسته افغانستان ته په میلیاردونو ډالر د مرستې په توګه راغلل. د افغانستان د هر اړخیزې ودې او انکشاف لپاره یو طلابي فرصت برابر شو، خو د وخت حکومت د ظرفیت او مدیریت د نشتوالي له امله له دغو بېدرېغه نړیوالو مرستو څخه په افغانستان کې د انکشاف، دوامدارې ودې، ثبات او پرمختګ لپاره د زیربنا او لویو پروژو د تطبیق لپاره استفاده ونه کړه. دغه مرستې او فرصتونه ضایع شول.

ولسمشر غني چې له کومې ورځې واک ته ورسېده، نو د افغانستان ودې او انکشاف ته یې پام زیات کړ او ټول تمرکز یې په دې وو چې په بهرنیو مرستو د اتکا کمولو لپاره باید له داخلي منابعو څخه د موثرې استفادې لارې چارې ولټوي. له افغانستان سره کېدونکې مرستې یې هم د زیربنا برخې ته متمرکزې کړې او د لومړي ځل لپاره حکومت د زیربنا او ملي پروژو د پلان او تطبیق په برخه کې څلوېښت کاله وروسته د افغان- هند دوستۍ (سلما) بند جوړ کړ. د اوبو د مهارولو، د اړتیا وړ برېښنا د تولید او د ځمکو د خړوبولو په موخه یې د ۲۹ نورو بندونو جوړول چې د عملي کولو په بېلابېلو پړاونو کې دي، پام وکړ.

د کجکي دویم فاز کار په نږدې راتلونکي کې بشپړېږي. د کمال خان بند کار تکمیلېږي یو فاز یې په راتلونکي کې خلاصېږي او بل یې قرارداد کېږي. همدارنګه د فراه بخش اباد بندقرارداد هم ايټالویانو سره شوی دی. د سروبي بند د ترمیم په ګډون د ډېرو نورو بندونو تخنیکي سروې، مطالعاتو، ډیزاین او د بیا رغاونې چارو ته پیسې ځانګړې شوې او چارې یې ادامه لري.

د انرژۍ د تولید او بندونو د جوړولو په برخه کې د خصوصي سکتور ونډې ته پاملرنه وشوه.  کجکي بند د حکومت او خصوصي سکتور په ګډه همکارۍ جوړېږي. په تېرو څلورو کالو کې دومره بندونه جوړ شول او یا یې د جوړولو چارې پیل شوې چې په تېرو ۲۵۰ کالو کې په افغانستان کې نه دي جوړ شوي.

د اوبو او برېښنا وزارت له الکوزي ګروپ شرکت سره د  ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په دویم سروبي د پانګونې تفاهملیک لاسلیک کړ. د برېښنا واحده ملي شبکه ایجاد شوه. د ولایتونو مرکزونه له برېښنا سره وصل شول او په پام کې ده چې په دوه راتلونکو کلونو کې د افغانستان ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسېږي.

همدارنګه د غازو د نل لیکې (ټاپي) پروژې عملي کار پیل شوچې له امله به یې افغانستان هر کال میلیونونه ډالره مالیه او د اړتیا وړ غاز ترلاسه کړي.  ټاپي پروژې سره یو ځای د اورګاډي کرښه، د برېښنا او نوري فایبر لینونه هم غځېږي. د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار هم په نږدې راتلونکي کې پیلېدونکی دی.

همدارنګه ولسمشر غني المان ته د خپل وروستۍ سفر پر مهال د زیمنس کمپنۍ له مشر سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دې چې له مخې به یې دوی په فراه، نیمروز او هرات ولایتونو کې له باد څخه برېښنا تولید کړي. د لومړنیو اټکلونو په اساس د دغو ولایتونو بادونه د ۶۵ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

 

لوستل شوی 200 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي