Print this page
د طبیعي منابعو مدیریت

د طبیعي منابعو مدیریت

indhold

 

محمدروښان ښاد

که غواړو چې د پردیو له احتیاجه خلاص او خودکفا شو، نو د دې لپاره عملي اقدام پکار دی. عملي اقدام په دې مانا چې موږ باید خپلې طبیعي زېرمې که هغه اوبه دي، که کانونه دي، که موقعیت دی، که فضا ده او نور باید ښه مدیریت کړو او د عایداتو په دوامدارو منابعو یې دل کړو، لکه ولسمشر غني چې د افغانستان موقعیت په همېشنۍ عایداتي منبع بدل کړ او په راتلونکي کې به ملي بودجې ته له دې لارې زیات عواید راشي.

زموږ او نړۍ والې ټولنې تجربې څرګندوي چې له سرچینو څخه د ګټه اخیستنې ترټولو غوره لاره، د ملي بودجې له لارې د هغو سمبالښت دی؛ ځکه د سرچینو دا ډول سمبالښت د ملي بنسټونو د پیاوړتیا او د حساب ورکولو او حساب اخیستلو د کلتور د ځواکمنتیا سبب ګرځي. نړۍ واله ټولنه تل د ناکامو حکومتونو په شتون کې پر موازي بنسټونو باندې تکیه کوي ترڅو وکولای شي ځان او حساب اخیستونکو بنسټونو ته قناعت ورکړي چې د دوی پیسې په اغیزمن ډول لګول کیږي.

 سره له دې، نړۍ والو تجربو ښودلې ده چې دا اقدامات د یو هېواد د پراختیا او اقتصادي ودې ستونزه په بنسټیز ډول نه حل کوي. هغه طرح چې موږ وړاندیز کړې ده، او هغه تجربه چې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۵ کلونو پورې موږ ترلاسه کړه، هیله من یوو چې د ملي بودجې په چوکاټ کې د نړۍ والو مرستو په بریالي جذب سره به له دې مرستو څخه د اغیزمنې ګټه اخیستنې کچه په داسې توګه لوړه کړو چې د هېواد په اقتصادي پراختیا او ودې پورې اړوندې ټولې پروژې ، پروګرامونه او فعالیتونه په منځمهالې او اوږدمهالې بڼه تنظیم شي او موږ وکولای شو له دې موقع څخه په ګټه اخیستنې سره خپل ملي ظرفیتونه د اقتصادي پراختیا او ودې لپاره رامینځ ته او پیاوړي کړو.

 نړۍ والې تجربې دا ټکی هم ثابت کړی دی، هغه دولتونه چې و یې کولای شول له نړۍ والو مرستو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي، نه یوازې سترې سرچینې او خپل پټ ملي ظرفیتونه یې په کار اچولي دي، بلکې نورې ډېرې نړیوالې مرستې یې هم ترلاسه کړې دي او دا اعتبار یې ترلاسه کړی دی چې له دولت سره د دولت له مرستو څخه د نړۍ والې پانګې اچونې په لوري پر مخ لاړ شي.

زموږ د نفتو،غازو او کانونو سرچینې په ځانګړې توګه پراخې نړۍ والې پانګونې ته اړتیالري. په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې د درېیمې کړۍ اړوندې پانګونې علاقه لږ وه؛ ځکه چې د نړۍ والې پانګې اچونې لپاره خوندي چاپیریال نه و. په پام کې باید ولرو چې په شلمه پېړۍ کې د واکمنو نظریاتو پر خلاف، لوی نړۍ وال شرکتونه د پانګه اچونې لپاره سالم ، کارنده او باثباته چاپیریال ته اړتیا لري. د شلمې پیړۍ د پیل په خلاف غېر متخصص بشري ځواک، د یوویشتمې پېړۍ د پانګونې اړوندو فعالیتونو کې د علاقې وړ نه ګرځي.

صنعت، سوداګري او ټکنالوژي ټول عصري شوي دي او ټول یوه فعال بشري ځواک ته اړتیا لري. موږ د نړۍ والې پانګونې د جذب په برخه کې له ختیزې آسیا، هند او خلیج سره سیالي کوو. په همدې دلیل، د بهرنۍ پانګې د جذب لپاره موږ د بشري ځواک د ښوونې او روزنې او حقوقي او قانوني بنسټونو په برخو کې بنسټیزې پانګونې ته اړتیا لرو.

 

لوستل شوی 183 ځله