افغانستان په سیمه کې  د وصل دنقطې بریالی تجربه

افغانستان په سیمه کې د وصل دنقطې بریالی تجربه

پوهاند محمد بشیر دودیال

(د لاجوردو د لارې د تجارتي - آزمایښتی کاروان بریالی راستنیدل)

سریزه

 د لاجورودو  د لارې د پرانیستنې په ورځ  د یو شمیر افغانی صادراتی  اموالو یو کوچنی کاروان د اروپا په لوری  روان شو،  کله چې ترکیې ته ورسید، د ترکیې د تجارت د وزیر مرستیال یی  هرکلی ته ورغی. نوموړی دافغانستان او افغانستان دتاریخی دوستی  د یادونې په ترڅ کې د دوو دوستو هیوادونو ترمنځ د تجارتی اړیکو د لاپیاوړتیا هیله هم وکړه.  دا دی اوس دغه کاروان بیرته راستون او د لوړ کیفیت لرونکی وارداتی اجناس یې وارد کړل. موږ یقین لرو چې  که نظام  آرام

پریښودل شي، د وروستیو څلورو کلونو پروژې به هره یوه همداسې پایلې ولري، که تیرو څلورو کلونو کې د حکومت ډیرو غوره، مترقی او  انسانی برنامو ته خنډونه نه وای جوړ شوی، اوس به دا بریاوی  تر دې هم لا زیاتی وای.

باید هیره نه کړو چې په معاصر وخت کې متمدنو او ویښو ملتونو د خپلې اقتصادي ودې، ټولنیزپرمختګ او هوساینې لوري ته پاملرنه کړی ده، د پخوا برخلاف؛ اوس د هیوادونو قدرت، پرتم او پرستیژ د دوی د نفوسوپه شمیر، ځمکنۍ پراختیا او پوځ کې نه، بلکې اقتصادي قوت کې ده. هغه ملتونه چې ښه اقصاد لري، نړیوال اعتبار او حیثیت یې هم اوچت دی. دهیوادونو اقتصادی قوت، سیاسي دریځ، ازادي، د اتباعو خوښي او ډیر نور ټولنیز، روغتیایي او کلتوری معیارونه داقتصادی ودې د درجی او شاخصونو له مخې ارزول کیږي. په همدې خاطر پرمختللو او هوسا ملتونو خپل اقتصادي ظرفیتونه او پوتانسیل سنجولای او ځانته یې د پرمختګ امکانات لټولي دي. افغانستان یو پرمختیایی هیواد دی، چې د اقتصاد له پلوه ډیر وروسته پاتې دی. دغه اقتصادی وروسته والی، د دغه هیواد  خلک له راز راز ټولنیزو ستونزو لکه بیکاری، نفاق، اعتیاد، مهاجرتونو، جنګونو، تعصباتو، ناروغیو، بیسوادی ،فساد او دې ته ورته بدمرغیو سره مخامخ کړی دی. له نیکه مرغه اوس دغه هیواد د خپل ډیر مهم جیوپولیتیک او جیواکونومیک موقعیت، طبیعی قیمتی زیرمو، غوره اقلیم او د یو شمیر محصولاتود تولید په مطلق مزیت باندی فکر کوي او دخپل اقتصاد د ښه کیدو او پرمختګ لار هواروي.  له دې امله چې په وچه کې پروت هېواد دی، خو غواړي چې اوبو ته لار ومومي او لکه دپرمختللو هیوادو په شان ځان د تجارت نړیوال مسیر ته ورګډ کړی. دهمدې موخې  د ترلاسه کولو لپاره یې د وچې پنځو بندرونو، د وسپنې د سیمه ییزې پټلۍ شبکې ، سیمه ییزو اقتصادی سازمانونو، نږدې تجارتی بنددرونو او ترخمکې لاندی منابعو په هکله فکر وکړ. د ټاپي پروژه، کاسازر، چا بهار او دسوداکرۍ دهوایی دهلیزونو ترڅنګ یې د لاجوردو د لارې په پرانیستوهم اقدام وکړ. دافغانستان ولسمشر د اقتصادی برنامې په ترڅ کې دمتحده عربي اماراتو د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرسته د افغانستان دپنځو بندرونو جوړولو ته په پام کې ونیوله او د (ریکا) او (قلب آسیا) په کنفرانسونو کې یې دسیمې هیوادونه دې ته وهڅول چی د یوه منطقوی اقتصاد په ایجاد سره  دسیمې دهېوادونو تر منځ د کډ تفاهم او مرستو زمینه برابره کړي، په دې لړکې  یو هم د افغانستان له طریقه د جنوبی او مرکزی آسیا وصل کیدل دي. اوس د دغه پلان ژر پلي کېدو ته لار هواره شوې ده.  دغه ټول مثالونه دافغانستنان ځوان نسل ته دامیدواری ښه خبرونه دی.

 

په معاصر وخت کې  افغانستان ته دترانزیت اهمیت

د  اجناسوتولید، دخدماتو عرضه  او د هغو سوداګرۍ زموږ د دور مشخصه ده. د نویو مجهزو لارو جوړول او دتولید او انتقالاتو  په لګښتونو کموالی  د ټیکنالوژیکي پراختیا سرعت په څیر اغیزمن  فکتور دی، چې د نسبي مزیت او د اقتصاد د کچې  څخه د ګټو تر لاسه کول ممکن کوي. ترانسپورت د نړیوالتوب د بهیر یو مهم عنصر دی، چې نړیوال بازار ته د توکو انتقال سره د تولیدوونکو او مصرف کوونکو تر منځ وصل کوونکی ګڼل کیږي. ترانسپورت د نړیوال کیدلو زړه جوړوي.  د لیږد په اغیزمنو شبکو سره له نړیوال  تجارت څخه د ګټي اخیستلو فرصتونه زیاتیږي. (د خپلو تولیداتو رسول نړیوال بازار ته او له نړیوال بازار څخه د خپلو اړتیاوو تر لاسه کول). په دې توګه ترانسپورت د اقتصادي ودې او سیالۍ کلیدي عنصر دی. د سیالۍ لپاره د منظم سازمان شوي ترانسپورت شتون اړین دی تر څو په سوداګرۍ کې ښه والی راولي، خو د دې په وړاندې سیاسي چالشونه ممکن رامنځته شي، د دې  چالشونو مخنیوی د انتقالاتو نړیوال سیستم رامنځته کولو سره ممکن دی. د توکو د لیږد ارزانه کیدل د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول لري. له نیکه مرغه دې برخه کې افغانستان ډیر مهم موقعیت لری. تجربو ښودلي چې د ګټورو او ارزانه سرچینو په مرسته تولید شوي توکې هغه منطقو لپاره چې د توکو په لیږدولو ورته زیات لګښت راځي زیات قیمته تمامیږي، او د نسبي مزیت په نظر کې نیولو سره تولید شوو توکو څخه ګټه اخیستل ورته منفي مزیت رامنځته کوي.  د دې خنډونو ماتونکی فکتور لکه څرنګه چې د G. Lundgren  له خوا په ګوته شوي د ترانسپورت په تکنالوژۍ کې درې انقلابونه دي. لمړی انقلاب د ۱۶ – ۱۸ پیړۍ په اوږدو کې د بدلونو د یو سلسلي په توګه رامنځته شو چې دې وخت کې د بحري جہازونو ډیزاین او اغیزمن کولو په برخه کې ستر پرمختګونه وشول. په تدریجي توګه د بحري جهازونو څخه کار اخیستلو سره د نړۍ جلا  ساحلي ساحي سره ونښلول شوي، چې شمالي او سویلي امریکا، افریقا او آسیا له اروپا سره وتړل شوي او د لومړي ځل لپاره (نړیوال اقتصاد ) رامنځته شو.
دویم انقلاب د ۱۹ پیړي په منځ کې رامنځته شو، چې د بخار انرژۍ ځمکني او بحري ترانسپورت  ته توانایې ورکړه چې لیرو فاصلو ته توکي ارزانه انتقال کړي.  څرنګه چې د اورګاډي پټلۍ د آسونو د ترانسپورت، او فلزي کشتیو د لرګو کشتیو ځای ونیوه، د نړۍ صنعتي مرکزونو ته (په شمالي امریکا، سویلي امریکا، افریقا او اسیا کې) د لومړنیو اړتیاوو توکو ، په ځانګړې توګه د کرنې محصولاتو، ارزانه لاسرسی ممکن شو. دې سره په سوداګرۍ کې ونډه اخیستنه او په بهر کې پانګه اچوونه تشویق شوه، چې د صنعت د پرمختګ لامل وګرځیده. د انتقال لګښتونه د ۱۸۷۰ کلونو څخه د ۲۰ پیړۍ  تر پیله ۶۰٪ کم شول، چې د صنعت د تخصصي کیدلو او نړیوال کیدلو پروسه یې ګړندۍ کړه.  درېیم انقلاب د ۱۹۵۰ کلونو ورسته رامنځته شو چې د سوداګریزو بیړیو په متوسطه اندازه کې ډراماتیک غټوالی راغي. بیړیو د پخوا په برتله له دوه برابره څخه زیات د انتقال امکان پیدا کړ.

د تکنالوژیکي  بدلونونو نتیجه کې د انتقال لګښتونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د سوداګرۍ سهولتونو  سره نن ورځ د صنعت،  معدنونو، کرني او ځنګلونو ضایعات هم په نړیواله کچه د سوداګرۍ توکي ګرځیدلي دي.

د ترانسپورت لګښتونه د سوداګرۍ په نظریو کې مرکزي موضوع ګڼل کیږي. د ترانسپورت لګښتونو سره د سوداګرۍ په وړاندې رامنځته کیدونکي خنډونه له تعرفو څخه ستر دي.  زیات وخت دا باور موجود وه چې د سوداګرۍ لګښتونه په نړیواله سوداګرۍ کې زیات مهم نه دي، خو نن دا منل شوي چې دا لګښتونه خورا مهم دي.  دا دی افغانستان په سیمه کې د لارو په جوړړولو اودې برخه کی د یوې رڼې ستراتیژۍ په خپلولو سره  څلورم انقلاب راوست. اوس افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبی آسیا د وصل کړۍ ده.  یو مثال یې د لاجوردو لار ده، چې  په اصل کې د وریښـــــمینو د لارې بیارغونه ده چې لرغونتیا یې له نن څخه وړاندې ۲۰۰۰ کلونو ته رسېږی. افغانستان د پیړیو په پوړیو کې د مدنیتونو ، سوداګري او کاروانونو په تګلوری او مسیر کې واقع و  او د نړۍ لرغونی تجارتی لاره چی له ختیځ څخه د کاشان او کاشغر له سیمو تر شاماتو او تور سمندرګی رسیدله، له همدې هیواد څخه تیریدله چی هغه مهال ورته د وریښمو لار ویل کیده. پر همدې لارې به دبد خشان لاجورد د منځنۍ اسیا او اروپا یو شمېر هېوادونو ته وړل کیدل. دغه لار په څو ځایونو کی دافغانستان له بیلابیلو سیمو څخه تیریدله چې په تګلوري کې یې کاروانسرایونه او د اجناسو د تبادلې بازارونه  وو. وروستی سیاسی او سوداګریز تحولات په داسې مسیر کی روان دی چی دبحری لارې په عوض یوه د وچې نوی لاره چی هم جنوبی آسیا له مرکزی آسیا سره او هم یې له اروپاسره وصل کړی، پرانیتسل شی. د یوویشتمې پیړۍ له پیل څخه راوروسته؛ په مجموع کې دنړۍ داقتصاد ثقلت او نوی پانګونې او پروژې آسیاته راولیږدول شوی او د انتلانتیزم دریځ ضعیف او رول یې مخ په کمیدو دی.   اوس د ایرو-ایشیا مفکورې قوت پیدا کړی چې افغانستان پکې ځانګړی دریځ ترلاسه کولای شي. چین او هند دوه  نوی لوی اقتصادی قوتونه غواړی مارکیت او پانګونه یې منځنۍ آسیا ته ورسږی، د منځنۍ آسیا هیوادونه هم غواړی دجنوبی آسیا هیوادو ته  د دوی د اړتیا وړ انرژی  دتامین په خاطر نللیکی، فایبری نوری شبکو او نور امکاناتو ته توسعه ورکړی.  له همدې امله افغان چار واکي په دې لټه کې دي،چې پخوانۍ لار بېرته دسوداګرۍ لپاره وکاروي، نو ځکه ېې ورته دلاجوردو دلارې نوم غوره کړ. افغانان باور لري، چې دوه زره کاله پخوا لا افغان سوداګرو هغه لار کاروله چې شل پېړۍ وروسته ېې د بیا ځلې کارولو هوډ لري.

۱،نقشه: د وریښمو دلرغونې تجارتی لارې پرسر دافغانستان موقعیت

 

دغه  لار د افغانستان له تور غونډۍ پیلېږي او دترکمنستان هېواد د ترکمن باشي بندر ته رسیږي. داذربایجان دباکو له ښاره تر تېریدو وروسته ،دګرجستان دتفلیس سره نښلي او له هغه ځایه به دترکیې قارس ته رسیږي .له قارس وروسته به استنبول او بیا به دغه لار د ازادو اوبو سره یو ځای شي. دهغو اټکلونونو له مخې چې  د سیمه ییزو تحولاتو په رڼا کی شوي دی، ورڅخه  څرګندیږي چې دغه لار لنډه اسانه اوخوندي لاره ده، ځکه له افغانستانه تر تر کمن باشي بندر پوري د موټرو او اوسپنې پټلۍ شته دي.له باکو نه دتفلس او قارس پر لور او بیا تر استانبوله هم سړک او هم د ریل ګاډي پټلۍ شته دی.

د یوه اټکل له مخې دا لار لنډه ده ،که افغان سوداګر له کراچۍ نه خپل مالونه راوړي، نو تر جلا ل اباده ۱۶۰۰ کیلومتره لار ده،څومره که پاکستان زموږ تجار ونه ځوری او آسانی هم راولی بیاهم  دیارلس څوارلس ورځې په کار دي چې مالونه له اروپا ورسیږي یا بهر ته صادر شي، چې په یوه لارۍ پنځه یا پنځه نیم زره ډالر لګیږي،  خو عملاً لیدل کیږی چې پاکستان  لکه د دوی د سلف (انګریز) په شان تل افغان سوداګرو ته ستونزې پیدا کوی او دکراچی بندر څخه دافغانستان پرضد دسیاسی فشار د یوی وسیلی په توګه کار اخلی. (انګریزانو څو ځله په امیر عبدالرحمن خان او دوه ځله په غازی امان الله خان چې له جرمنی څخه یې دافغانستان دعصری کولو لپاره فابریکی خریداری کړی وی، او دکراچی له لارې یې هیواد ته راوړلی دغه لاره بنده او دفشار په ډول یې ورڅخه استفاده وکړه). اوس دافغانستان دولت غواړی دافغانستان تجارت د یوه – دوو هیوادو له انحصار څخه وباسی. د نوی لارو او له هغی جملی د لاجوردو دلاری ګټه داده چی هم له دې ډول فشارونوڅخه خلاصه، هم لنډه او هم اقتصادی ده . که وغواړو دقزاقستان له لارې خپل مالونه ولیږو، نو لار ۶۲۰۰ کیلومتره ده او پر یوه لارۍ ۴۲۰۰ او یا ۴۵۰۰ډالر مصرف راځي، خو که دتور غونډۍ نه یوه لارۍ بار کړو ترکیې ته ېې یوسو او بیا ېې اروپا ته ورسوو لار به ۲۲۰۰ کلومتره وي او لګښت به پرې ۳۲۰۰ او یا ۳۵۰۰ ډالر راشي، همداسې هم له هغی خوا. یعنې  دا لار لنډه ده ،که موږ له کراچۍ نه خپل مالونه راوړو، نو تر جلا ل اباده ۱۶۰۰ کیلومتره لار ده،خو دیارلس څوارلس ورځې په کار دي.

۲، نقشه : د لاجوردو دلاری مسیر له افغانستان څخه تر ترکیې(اروپا)پورې

په پام کې ده دغه لار له ترکمنستان، ازربایجان او ګورجستان څخه تر تورې بحیرې او د ترکې نه په تېریدو افغانستان له ازادو دو اوبو سره ونښلوي. ولسمشر څو ځله ګاونډیو هیوادو ته خطاب کې ویلی  دي چې باید سیمه د تروریزم د تهدید پر ځای د سوداګری او مدنیت په څلور لارې بدله کړو. دافغانستان رهبری په سیمه کې د یوه منطقوی اقتصاد دهستې د ایجاد په هڅه کې دی . سیمه ییز اقتصاد، د اقتصاد په ډګر کې هغه مفکوره ده چې د فضايي بُعد Spatial Dispersion او داقتصادی فعاليتونو Economic Activities اړيکې تحليل او مطالعه کوي او دسيمې داوسيدونکو داقتصاد دښه والی لارښودنه کوي. دهمدې ضرورت له مخې سیمه ییز اقتصادی سازمانونه ، سیمه ییز بانکونه، سیمه ییز بازارونه ، سیمه ییز یامنطقوی ترانزيت او ترانسپورت، لویې لارې  او داسې نور مسايل رامنځته شوي دی. د دغې څانګې په مطالعې سره هره  منطقه  خپل اقتصادی مزيت، رجحانات او دريځونه ټاکې  او داقتصادی قوانينو له مخې  دخپل مفاد اعظمی کولو او د اجناسو او خدماتو په مبادله لاس پورې کوي. دسیمه ییز اقتصاد له مخې،  يوه ځانګړی سيمه او حوزه په ډير ښه ډول سره خپل نسبی مزيت سنجوی او دهغې له مخې يوې بلې سيمې، منطقې  ياحوزې  سره دتبادلې انډول تامينوي. دمناطقو جغرافياوي  خصوصيات او دکار ځواک اندازه  او مهارت، طبیعی او اقليمی شرايط اومنابع، دترانسپورت سهولتونه اونورعوامل د دې لامل کيږي چې دمناطقو او سيمو  ترمنځ دپوتانسيل او ظرفيت  له مخې ژور  توپير رامنځته شي. منطقوی اقتصاد ( regional economic) چې له دې پلوه یې افغانستان ډیر ښه موقعیت کې دی، د ټاکلي فضایي بُعد دننه داقتصادی فعالیتونو څخه عبارت دی.  منطقويتوب په تيره بيا هغو هيوادونو ته  ډیر ضروری ده چې لاتراوسه  له اقتصادی پلوه خوار او له  سياسی پلوه په  انزواکې دي. دوی به په انفرادي توګه ډيرخوار پاتې شي، خو په تجارتی مسیر کې ورګډیدل، داړیکو پراخول، په يوه منطقوی سازمان کې يې غړيتوب او د ترانزیت او مناقلاتو عصري کول یې دپرمختګ چانس زياتوي. منطقوی اقتصاد د ځانګړو شرایطو له مخې رامنځته کیږی، چې مهم یې مطلق مزیت ( Absolut Advantage ) لرل دی، او افغانستان د خپل موقعیت، دجنوبی او مرکزی آسیا په وصل کولو کې د ترانسپورت دلګښت دکمښت اویو شمیر ځانګړو تولیداتو له مخې دا مزیت لری. اوس چې د اقتصاد ثقل دغې منطقې او په مجموع کې آسیا ته دلیږد په حالت کې دی، ډیر هیوادونه افغانستان  ته سترګې اړوی. د ریکا په ټولو کنفرانسونو( RECCA I-RECCAVII) او قلب آسیا (دآسیازړه) کنفرانس کې د سمیې هیوادونو دافغانستان ستراتیژیک، جیوپولییتیک او جیواکونومیک ارزښت تایید کړ. په دې لړ کې په ۲۰۱۶ کال کې د ریکا اووه( RECCA VII) په کنفرانس کی اتو هیوادونو د لاجوردو د لارې په جوړیدو توافق وکړ چې د سیمه ییز اقتصاد دغوړیدا لپاره یو ښه زیری و.

د فعلاً لپاره د لاجوردو لاره صرف د لاریو موټرو لپاره مساعده لاره ده، داځکه چې تراوسه موږ د وسپنې پټلۍ نه لرو، خو په راتونکی کې به د پټلۍ له درې ګونو ګیچونوڅخه خامخایوې سره وصل او افغانستان به هم د ریل پټلۍ خاوند شي. هغه لیکه چې ایران ،پاکستان او دمنځنۍ اسیا له هیوادونو څخه افغانستان ته راځي ،نو دا چې  افغانستان خپله د وسپنې لیکه نه لري او تر ې لیرې دی، ورسره وصل شوی لا نه دی، آینده کې به د دغو هیوادو د وسپنې پټلۍ سره وصل شي، خصوصاً کله چې موږ د راتلونکی خبره کوو، نودا هیلې هم له پامه نه شي لویدي چې د افغانستان دلویو لارو په جوړولو کې دچین او هند په څېر دسیمه ییزو شریکانو مرسته، به د دې هېواد داقتصاد دغوړیدو لامل شي، دجنوبی آسیا، د افغانستان او منځنۍ اسیا دهېوادونو اقتصادي او سوداګریزو چارو ته به پراختیا ورکړي او افغانستان به د وصل یوه نقطه وي. د افغانستان دولت او ولسمشر لا هم په دې برخه کې نورې اقتصادي او ترانزیتي برنامې لري. افغانستان غواړي چې افغانستان د سیمې د راکړې ورکړې او اقتصادي همکاریو په مرکز بدل کړي. داسې مرکز چې د سیمې سوداګریز کاروانونه لنډ، اسانه او بې جنجاله له افغانستان څخه تېر شي. د دې ګټه به دا وي چې افغانستان به ورسره له اقتصادي پلوه ګټه وکړي. سوداګریز مالونه به په اسانه ولېږدوي. خپلې اړتیاوې به پوره کړي. له دې لارې به حق العبور او مالیه تر لاسه کړي، ملي عواید به لوړ شي، د پردیو له احتیاجه به بېغمه شو، کار او شغل به ایجاد شي. په سیمه کې به د افغانستان ارزښت لوړ شي( او لوړ هم دی). جګړه به ختمه شي، ثبات به ورسره وغوړېږي او اوسنۍ ټولې ستونزې به ورسره حل شي. که دغه پلان عملي شي افغانستان به دایران پر چا بهار بندر سربېره په سیمه کې د اوبو نورو نویو بندرونو ته لار ومومي. د آسیایی هیوادو د اقتصادپوهانو  له طرحو سره سم، افغانستان په دې  منطقه کی هم د چاه بهار د راتلونکی دورنما، د یوې لارې یو کمرند او  هم د وریښمو لارې  راتلونکې له مخې اساسی ارزښت لري.

۳،نقشه: د ایرو ایشیا منطقوی اقتصاد

په دې توګه دافغانستان تجارت ته ډیرې نوې لارې پرانیستل کیږي، خو زموږ لپاره د نوو لارو موندل له کوم بل هېواد سره د لارو د بندولو په مانا نه ده، بلکې د نورو لپاره  هم آسانتیاوی راولی. دبیلګی په توګه پاکستان اروپا ته د رسیدو هیله افغانستان پورې تړلی ده. د چین او پاکستان اقتصادی کوریدور (CPEC )یوه شبکه به له افغانستان څخه تیریږی.

۴،نقشه: د چین او پاکستان هغه طرح چې د  یوه شبکه یې له افغانستان څخه تیریږی

له دغې لاري  هم پاکستان او هم افغانستان اروپايي هيوادونو ته لار پيدا کوي او خپل توکي په اسانۍ د اروپا بازارونو ته رسولای شي. افغان دولت او سوداګر تمه لري چي له دې لاري په ګټه اخيستلو سره به خپل توکي په ارزانه بيه اروپايي بازارونو ته ورسوي او افغان سوداګرو ته به ئې ګټه ډېره  او د افغانستان سوداګريز ملګري (تجارتی شریکان) نور هم ډېر او يوځل بيا  به د افغانستان تاريخي موقعيت  راژوندی شي. دا لار د کراچۍ دبندر په پرتله  ډاډمنه ،دکم وخت غوښتونکی، لږ مصرف او په کمې کمرکي  بروکراسی  سره د افغانی تجارو په ګټه  ده، مثلاً د کراچۍ له لارې د ۱۴ورځو په عوض شپږ  ورځې، یوه لارۍ مال التجاره د ۵۰۰۰د الرو په عوض ۲۰۰ ډالره، دا په داسې حال کې چې له تورغنډۍ دترکیې تر قارس بندر پورې ۲۰۰۰کیلومتره لار راځي، اما د قزاقستان له لارې بیادومره لنډه نه ده. د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا، د افغانستان د صادراتي مالونو د لېږد  د آسانۍ ترڅنګ، په صادراتی اقلامو کې تنوع هم راځي،  چې د صادراتو په ډېرېدو او تنوع سره، په یوه تولیدي هېواد د افغانستان د بدلېدو لپاره د همداسې اقداماتو اړتیا ده. له همدې امله ددغې لارې د پرانیستو په غونډه کې  دافغانستان ولسمشر، ښاغلی محمد اشرف غني وویل چې:  “ ۱۷ کاله وړاندې افغانستان د انزوا په حال کې ؤ خو اوس دهغو ګواښونو پروا نه ساتي کوم چې د سرحدونو د تړلو په تړاو به ورته کیده. تر دې مخکې  مونږ چاسره داړیکو لار نه درلوده، څو کاله وړاندې مونږ په دې ګواښل کیدو، چې  که دا سرحد یا هغه سرحد وتړل شي دخوراک ډوډۍ به ونه لرئ خو نن افغانستان ونښلول شو"

ولسمشر دا هم  وویل : " افغان حکومت غواړي چې افغانستان دنړۍ او سیمې هیوادونو سره په تجارتي کچه ونښلول شي اوله هغوی څخه دهمکارۍ اود وصل کیدو هیله لري. مونږبیلوالۍ نه غواړو، مونږ انزوا نه غواړو، مونږ اړیکې او همکاري غواړو"

له دې څخه موخه داده چې دلاجوردو دلارې جوړیدل به یواځې له جنوبي اسیا هیوادونو سره دافغانستان دتجارتي لارې د تړل کیدو په معنی نه، بلکې برعکس دا به یو داسې اقدام وي چې  دا لاربه لومړي  قدم کې سویلي اسیا له مرکزی آسیا سره  او په دویم قدم کې به یې له قفقاز  او اروپا سره وصل کړي. دې ټکي سره د چین هیواد هم ډیره علاقه لري او لویې پانګونی ته چمتو دی. د منځنۍ او جنوبی آسیا د اقتصادی تحلیلګرانو(شنونکو) ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق هم د افغانستان د حکومت د دې نوښت ملاتړ کړی او د دې لارې جوړېدل د افغانستان د خصوصی سوداګرو لپاره یو ډیر ستر ګام بولی.

لکه چې مخکې مو وویل  دا په سیمه کې دمنطقوی اقتصاد دایجاد لپاره یوه زیربنا ده او له افغانستان سره په شریکه  دسیمې د ډیرو هیوادو ګټې پکې دی، نو ځکه ترکمنستان ،اذربایجان ،ګرجستان او ترکیې په دې برخه کې  په سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې ده او له افغانستان سره یې  دتجارتي اړیکو دپراختیا ترڅنګ،  په نورو بیلابیلو برخو کې  هم دهمکاریو ژمنه کړې ده.

د اوس لپاره په تجربوی توګه پ نهوموټرو کې ۱۸۰ تنه  افغانی تجارتي مالونه چې په هغو کې پنبه،ممیز کنجد (زغر) اودهندواڼو تخم شامل و، دسویلي اسیا اواروپايي هیوادونو په طرف حرکت وکړ، چې ترکیې ته په رسیدو سره د ترکیې هیواد دتجارت دوزارت معین ورته ښه راغلاست ووایه او په دې مناسبت یې یوه وینا وکړه چی په هغی کی یې د افغان – ترک تاریخی دوستی  او راتلونکو پراخه اړیکوته هم اشاره وکړه.

دسیمې د هیوادونو دریځ او برخه اخیستنه

د لاجوردو لاره  د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ د ترانزیټی، سوداګریزو او ترانسپورټی همکاریو د زیاتیدو  او د ترانزیټی خنډونو د له منځه وړلو او د یادو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګمرکی فعالیتونو اوهمکاریو د ودې په موخه، او سمندری بندرونو ته د لاسرسی د بدیل په توګه جوړه شوه. د ترکمنستان، آذربایجان، ګُرجستان او ترکیې له لارې د سړک او د اوسپنې د پټلۍ په واسطه د توکو ترانزیټ د افغانستان، منځنی آسیا، قفقاز، بالکان او مرکزی اروپا ترمنځ تر ټولو مناسبه لار ده او له اروپایی هېوادونو سره د سهیلی آسیا د نښلولو لپاره ډېره اغېزمنه بلل کېږی، نوځکه یې ټولو دیوې افغانی طرح په توګه تود هرکلی وکړ .  د افغانستان لپاره د دې لارې اهمیت دا دی چې دا لار د پورته یادو شوو سیمو ته د رسېدلو لپــــاره تـــــرټـــولــــو لنــډه،ارزانــه، له فشارونو ژغورلې  او ډاډمــــنه لار ده، چې داقتصادی ګټو ترڅنګ مثبت فرهنګی، سیاسی او امنیتی  تاثیرات هم لري.  په لاندې نقشه کی ښکاري چې دغه ترانزیټی لاره د فاریاب ولایت د آقینې له بندر او د هرات ولایت د تورغنډی له بندر څخه پیل او د ترکمنستان د ترکمن باشی بندر په لور غځېدلی او د خزر له بحیرې څخه له تېرېدو وروسته د آذربایجان پلازمینی باکو او وروسته له هغه د ګرجستان پلازمینی تفلیس او د تورې بحیرې تر پوتی او باتومی بندرونو پورې رسېږی او سر بېره پر دې د قارص له بندر څخه د ترکیې هېواد د استانبول بندرونو ته او په پایله کې اروپا سره نښلی.

۶، نقشه:  زموږ راتلونکی اقتصادی- تجارتی شریکان

له دې امله چې سوداګري، راکړه- ورکړه ده  او متقابل  -دوه اړخیز اړخونه لري، یعنې  له یوې خوا دیوه هیواد صادرات او له بلې خوایې واردات پکې شامل دي، نودا لاره له هغه بل لوری هم ګټوره ده، یعنی  تجارتی نقلیه وسیله  به په استانبول کی ډکیږی، مخ په دې خوا به  حرکت کوی، په باکو کې به تخلیه او د خزر له اوبو تر تیریدو وروسته به دوباره په ترکمنباشی  بندر کې بارگیری او بیا به  افغانستان ته راځي، ځینی مالونه به پاکستان ا و حتی هند ته رسوي.

د دغې ټولې لارې بشپړول  او سره تړل ډیره ستونزمنه نه ده، دا ځکه چې ، له افغانستان څخه بهر د وسپنې پټلۍ تیاره غځیدلی ده،  په همدې  مسیرکې  موجود ه کرښه کافی ده ، افغانستان ته پکار ده چې دننه خپله خاوره کې د وسپنې پټلۍ جوړولو ته دوام ورکړی، هغه چې  یو مسیر یې د آقینی څخه د بلخ د حیرتانو او بیا دقندز بندرونو پورې او بل یې له هرات څخه تر نیمروز او بیا له هغه ځایه د چابهار سره  د وصل کیدو په خاطر دایران تر سرحده  نقشه شوی ده.  ښه والی داده چې ترکیې له باکو څخه تر قارس پورې دیو میلیارډ ډالرو، د وسپنې یوه پټلۍ  جوړه کړې ده.

د افغانستان موقعیت دا مزیت لري چې  د خپل تجارت د پراختیا او نړیوالو بازارونو او اوبو ته   درسیدو  لپاره لاندی الترناتیفونه مخې  ته کیږدی او په راتلوونکی کې له هر یوه  یا هم له ټولو په تلفیقی ډول کارواخلي:

  1. ترکمنستان ← آذربایجان ← گرجستان ( پوتی بندر)
  2. ازبکستان ← قزاقستان ← آذربایجان ← گرجستان (پوتی بندر)
  3. تاجکستان ← ازبکستان ← قزاقستان ← آذربایجان ← گرجستان ( پوتی بندر)
  4. ازبکستان ← قزاقستان ← روسیه ← لاتویا (ریگابندر)
  5. تاجکستان ← ازبکستان ←  قزاقستان ← روسیه ←  لاتویا (ریگا بندر)
  6. پاکستان (کراچی بندر) د ریل پټلۍ له لارې؛
  7. پاکستان (کراچۍ بندر) د موټري سړک له طریقه ( چې همدا اوس داستفادی وړ دی)
  8. له چین سره د پامیر د لوړو په لمنو کې ( دګیلګیټ په شمال کې)؛
  9. له چابهارسره د موجوده کم ظرفیته سړک څخه برعلاوه د وسپنې د پټلۍ له طریقه( سره له دې چې اوس هم تر استفادی لاندی راغلی دی)؛
  10. له ایران سره د اسلام کلا د بندر د تاسیساتو د پراخولو له طریقه.

افغانستان کولای شی  دغه لس تلفیقی او متبادل امکانات د خپلو پنځو د وچو بندرونو له طریقه مدیریت کړي. دلاجوردو لار په دې هر مسیر کې خپل اهمیت او ارزښت لري، خو هومره چې د دغی زیربنایی پروژې بالقوه ظرفیت او مفیدیت اوچت دی، یو شمیر تهدیدونه هم پکې لیدل کیږی. دلته به لومړی مفیدیتونه او ورپسې به  تهدیونو  او ستونزوڅخه هم یادونه وشی:

 افغانستان ته د دغې لارې ګټورتوب

پروفیسور بالدوین ( Baldwin) او بوکانان(Buchanan) د پرمختیایی هیوادو په هکله ډیر ښه ویلی و چې: غوره به وی چې د وروسته پاتې هیوادو د بیوزلی او غربت د مطالعې په عوض د دوی طبیعی منابع، اقتصادی ریزرفونه او غوره امکانات مطالعه شی، یعنی د فقر پرځای یې باید ثروتونه مطالعه شي.

موږ پوهیږو چې افغانستان  وچې پورې  دیوه تړلي هیواد په توګه ډیر پرمختګ نه دی کړی، اما دپرمختګ ډیر قوی ریزرفونه لری. دغه هیواد په دغه حالت کې نړیوالو اوبو او تجارتی لویو لاروته  ډیره اړتیا لري. افغانستان  له یوې خوا دخپلو غوره تولیداتو( تازه اووچې میوې، یوشمیر طبی اوصنعتی  بوټو او معدنی خامو توکو) له امله  او له بلې خوا دخپل ستراتیژیک  جیوپولیتیک او جیو اکونومیک موقعیت  له امله باید  لویو لارو ته پاملرنه ولري، له نیکه مرغه اوس افغانستان  دغو څولارو ته د وصل چانس ترلاسه  او ویې کولای شول چې  ګاونډي او دقفقاز او بالکان د حوزې هیوادونه  د دغې موخې لپاره سره راټول او همغږی کړي. دا به په سیمه کې د یو شمیر  ستونزو او خنډونو سره سره  د یوه سیمه ییز اقتصاد یو نوی  پوتنسیل وي.  داسې ښکاری چې (د آسیا زړه) پرله پسې کنفرانسونواو د سیمې دهیوادو د ریکا اوو غونډو د افغانستان مهم رول او  ګټورې طرح ته په دقت سره وکتل او د نورو طرحو ترڅنګ یې  د لاجوردو دلارې جوړیدو کی  هم خپله بیدریغه همکاری وښوده . دغه لاره به افغانستان ته لاندنۍ  ګټې ولري:

  1. د افغانستان موټر به وکولای شي چې د مالونو د بارگیری او تخلیه کیدو لپاره پرته د گمرکی  موانعو څخه، په دې مسیر کې د پرتو هیوادونو خاورې ته داخل او خپل تګ ته دوام ورکړي ؛
  2. د لاسلیک کوونکو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیز  او څو اړخیز تجارت، ترانزیت   او ترانسپورت به راتلونکی کې نور هم پیاوړی او زیات شي؛
  3. د دې لارې سره دیو شمیر نورو هیوادو په یوځای کیدو سره به  افغانستان سمندری لویو بندرونو ته لار ومومي ؛
  4. ددغه تړون او لارې په پیل سره به ، تاجکستان او قرغیزستان هم دغه مسیر کې را ګډ شي؛
  5. ذیدخل هیوادونه کومه تعرفه یا محدودیت  په افغانی اجناسو نه وضع کوی، بلکی  افغانی کارګو ترانزیت ته لا زیات سهولت هم ایجاد وي؛
  6. نظر نورو لارو او بندرونو ته،  له دغو هیوادو سره د ترانزیت  او تجارت لګښت ډیر کم (ټیټ) دی؛  
  7. افغانستان به د موجودو ګاونډیو له فشارونو او ستونزو بچ شي؛
  8. د دې لارې په بریالی پرمختګ سره به د چابهار د بندر اهمیت هم لوړ او هند به له افغانستان سره د تجارت په حجم او ارزش کی یوه نوی پړاو ته ننوځي؛
  9. افغانستان به یو ځل بیا لکه د څلویښتو کلونو پخوا په شان ځان اقتصادی سیالی کی وازمایی او پرځان د بسیا کیدو لوري ته  به روان شي؛
  10. د اقتصاد په ښه کیدو، د تجارتی لارو په توسعې او د استخدام د نویو فرصتونو په رامنځته کیدو سره به دجګړې عوامل  له منځه ولاړ شي،  سوله به ټینګه،  فرهنګی وده  او ملی یووالی به ډاډمن شی.

زموږ فرصتونه

  • د پاکستان په پرتله له دغی لارې څخه د مالونو په لیږد کې دلګښت کمښت؛
  • دا د افغانستان لپاره  یو سیاسی نوښت دی؛
  • له جنوبی آسیا سره دافغانستان له لارې د مرکزی آسیا نښلول کیدل؛
  • په اوسنیو رقابتی شرایطو کی د افغانستان د سوداګری  د رونق ښه کیدل؛
  • له پخوانی اړ او تړلی حالت څخه د افغانی سوداګرو خلاصون؛
  • د چین د هیواد د ۴۰ میلیارد دالری پانګونې تحقق ؛

احتمالي ستونزې

  • له بده مرغه په دغه پروژه باندې د سیاست وزرې غوړیدلې ښکاري؛
  • د هند او پاکستان تضادونه خامخا هم په دې پروژه او هم په نورو منطقوی همکاریو منفی تاثیر لری، چې تر ټولو لومړۍ افغانستان زیانمن کوي؛
  • که روسیه او ایران مرسته ونه کړی هم ممکن د دغی لارې اغیزمنتوب کم شي؛
  • افغانستان هغه زیر بنا نلری چې د دې ډول لویې پروژې موثریت او غوښتنو ته ځواب ووایی، مثلاً موږ لا اوس هم د مرکزی آسیا دهیوادو موافق د ریل پټلۍ ګیچ( د وسپنې دپټلیو دواټن واحد) نلرو او نه هم د هند اوپاکستان موافق دپټلۍ ګیچ لرو ( دا په داسې حال کی چې د دغی لارې مسیر کې درې ډوله بیلابیل ګیچونه مروج دی: اروپایی سیستم چې ۱۴۳ سانتی‌متره دی، د روسیې ۱۵۲ سانتی‌متره عرض لرونکی ګیچ او د هند اوپاکستان چې هماغه انګریزی ګیچ او۱۶۷ سانتی‌متره عرض لرونکی دی)، خو دخوشالۍ ځای دا دی چې  د۱۵۲ سانتی‌متر عرض لرونکی ګیچ د هیواد شمال کی لرو او څو کیلومتره د افغانستان خاوره کې تمدید شوی دی او د مرکزی آسیا هیوادو کې تر باکو پورې همدا سیستم فعال دی. په هغه صورت کی چې زموږ مالونه باکو کې تخلیه او بیا بار شیو دا ستونزه ( دسیستم توپیر) حل کیږی.
  • نا امني د افغانستان دولت ته لویه ستونزه او نورو هیوادو ته لویه اندیښنه او په تجارت کی دګډون نه کولو دلیل ، ویره او لوی خنډ دی، دې خنډ څو ځله له افغانستان څخه ډیر ښه چانسونه اوفرصتونه سلب  اوواخیسستل، چې یو یې د وریښمو د لارې  اصلی نقشی کې ځنډ او بدلون و؛
  • د مدیریت کولو لپاره کورنی روزل شوی مدیران، دترانزیت ماهرین، په نړیوالو لارو بلد تخنیکی ماهرین او کارکوونکی نه لرل؛
  • په حکومت کې دننه ستونزې، چې د قدرت لیونیان هره ورځ نظام ته ګواښونه متوجه کوي او افغانستان ته د برابر شوی یوه طلایی چانس  مخه ډب کو؛
  • د وخت په تیریدو سره دافغانی محصولاتو مشابه او سیال تولیداتو د رامنځته کیدو احتمال؛
  • په سیمه کې د یوه یا څو هیوادو لاس اچول نظامیګری ته، مثلاً که د CPECکوریدور بشپړ شي، او چین وغواړی چی د عربو سمندرګی یا بلوچستان کی نظامی اډې جوړی کړي، دټولی سیمی په تجارتی تعاملاتو او لارو اغیز کولای شی. ترټولو بد اغیز به یې په افغانستان وی؛
  • د مرکزی آسیا د هیوادو مسیر د ژمی موسم کې له وارو ډک وي( اقلیمی درې میاشتنۍ ستونزه)؛
  • لا اوس هم په پاکستان کې نظامی او استخباراتی کړۍ په افغانستان کې خپل ستراتیژیک عُمق د تروریستی فعالییتونو په شدت، اقتصادی سبوتاژ او ورانکای  کې وینی، دوی د پاکستان د ملکی دوست حکومت مدنی، دیپلوماتیک، سیاسی او اقتصادی رول تر تاثیر لاندی لری. همدا رنګه په جین کې داسې مرکزونه شته چې افراطی نظریات لری، یو یې د بیجنګ تینک تانک (غیررسمی)مرکز دی، چې د(نړیوال کولو) په نوم  د چین د امپراطوری خوب ویني، دوی  ممکن له پاکستان سره یو ځای په افغانستان کې د یوه ضعیف او د دوی تر قیمومیت لاندی حکومت د جوړیدو تخریبی هڅوته دوام ورکړی؛
  • دا ویره شته چې د چین او روسیې اوسنی دریخ بدل شی او په سیمه کې ځان  ته د امریکی د بدیل په فکر کې شي؛
  • د ایران نه همکاری هم ستونزه جوړولای شی.   د ایران یوه چارواکي بی بی سی ته د مرغومی په ۱۸ په ډاګه وویل چې دا لاره باید په دې مسیر نه وای تیره شوی، بلکې باید  له ایران څخه  تیره شوی وای. ایران هماغه ډول  مخالفت او رخه چې د ټاپي پروژې  او د افغانستان د اوبو د بندونو د بروژو په اړه ویلی،  د دې لارې په اړه یې هم ځان غلی ندی نیولی.  دوی  ظاهراً  وایی  چې د تورغندۍ، تر کمنستان ، آذربایجان... له طریقه غیر اقتصادی ده.

په دې توګه ښکاری چې هرګاونډی او د دغه تجارتی مسیر ګډونوال دخپلو ملي ګټو لپاره سیالی کوي، خو د افغانستان لویه  ستونزه د دغه هیواد داخلی  ستونزې دي، لکه په حکومت کې نه یووالی، د اقتصاد او مناقلاتو په برخه کی د مسلکی او ماهرو کادرونو نشتون، ضعیف سیاستوال او بی توپیره دټیټې پوهې لرونکی ولسی جرګه، فساد، د جنیاتکارو ډلو فعالیتونه او ناامنی.

په سیمه کې نورې لویې پروژې او لارې(کوریدورونه)

څرنګه مو چې په پیل کې وویل د یوویشتمی پیړۍ په پيل سره د آسیا؛ په تیره د جنوبی آسیا د اقتصادی  رونق دوره پیل شوه. دلته اقتصاد په حیرانوونکی ډول وده وکړه او له دې ودې سره ژور کیفی بدلون او پرمختیا رامنځته شوه، دغه پرمختیا د سوداګریزو آسانیتاوو او د ترانزیتي شبکو د پراخیدو او د نویو انرژيکی منابعو د تدارک غوښتنه کوي. په همدې خاطر د چین هیواد یو ځل بیا د وریښمو دلرغونی لارې بیا ژوندی کولو ته ملا وتړله او د تجارتی لارو یوه شبکه یې تر کارلاندی  ونیوله . دغه شبکه د چین له لوی صنعتی مرکز (توان هوانګ) څخه پیل او یو مسیر یې د چین دشمال صحرا په لور تر منګولیا او بل مسیر یې د چین جنوب لوري ته دقزاقستان، اوزکند او اوش په لور ی دوام مومی، چې هیله ده دلته به د افغانستان  ریل پټلۍ د قزاقستان ریل پټلۍ  سره ونښلول شی.

 په سیمه کې (د یوې لارې یوه کمربند) په نوم لویه پروژه هم پیل شوه چی په راتلوونکې کې  افغانستان ورسره شریک کیدای شي. پورتنۍ تجارتی شبکې یوه  لویه اقتصادی منطقه سره وصل کوی. یوه لار یو کمربند د یوی بلې زیربنایی پروژې طرح د ه چی  اوس کار ورباندی پیل شوی دی.

دوهمه لویه پروژه د چین – پاکستان اقتصادی کوریدور China-Pakistan Economic Corridor(CPEC ) دی. دچین- پاکستان اقتصادی دهلیز زموږ د عصر یوه تر ټولو لویه پروژه ده. دا له چین څخه بهر د دغه هیواد تر ټولو لویه سرمایګذاری ده. د دې پروژې د بهره برداری لپاره له همدا اوس څخه ۱۲نورې پروژې د انرژۍ د تولید لپاره او دوه لوی ریاکتورونه د۱۱۰۰میګاواټه په ظرفیت دبریښنا د تولید لپاره شروع شوی دی.  CPEC به په ۲۰۳۰م. کال کې بشپړه شي. دا به له کاشغر، بالستان، ګلګیټ، اسلام اباد او بلوچستان څخه تیریږی او تر ګوادر پورې به رسیږی، په راتلونکی کې یې یوه شبکه له کندهارـ هرات – فاریاب څخه د منځنۍ آسیا او اروپا په لوري په نظر کې ده، په دې  کې له ګوادر څخه تر ګلګټ پورې د وسپنې پټلۍ شامله ده  چې وروسته ترهغه د چین د پټلیو داخلی شبکې پورې نښلي. د دې پروژې سرمایګذاری کی د چین دپرمختیا بانک په ګډون څو نور بانکونه  او د چین دعلومو اکاډمی CASS  شامله ده. سیاست څیړونکو  او دلویدیځ شنونکو دې ته (د نوی لویې لوبې) نوم هم ورکړی، چې لکه د بریتانیا د پخوانۍ (Great Game ) په شان د پامیر او هندوکش په شاوخوا متمرکزه ده.

د ګیلګیټ بالستان کې له واورو ډک یخچالونه او دسمی ترټولو لوړه څوکه  باتوراسر(Batura sar ) چې۷۷۹۵متره د سمندر له کچې لوړ دی او د افغانی  بامیر (ددنیا بامRoof of world ) سره سیالی په فکر کې دی !

Roof of the world,دهندوکش لوړه څوکه( هرچا سره چې هندوکش وی، نړۍ ورسره ده!)

په دې توګه چین په نړۍ کې د دوهم اقتصادی قدرت په توګه سرراپورته کوی. پاکستان ته یې هم ګټه رسیږی، یعنی د دی هیواد داخلی محصولاتو بازار به پراخه، چین او مرکزی آسیاته به یې انتقالات آسانه او زیات شي. له دې پرته به د ګوادر بند نور هم پراخ شي چې همدا اوس لس میلیارده دالره د هغه د نور انکشاف او ۱۸ میلیادره د انرژی د تولید او د صنعت د تقویې لپاره په پام کې نیول شوي دي. دګلګت سیمه به د توریزم د جاذبې ترڅنګ د مبادلاتو یو مرکز وګرځي. د نورو تجارتی مالونو اوصنعتی تاسیساتو تر څنګ به له دې لارې دتیلو پایپلاین هم تیرییږی چې د چین اقتصاد ته به نفت پمپ کوي.

        

د چین – پاکستان اقتصادی دهلیزCPEC

د چابهار بندر هم هغه زیربنایی بروژه ده  چې د ځنډني پرمختګ سره سره افغانستان ورته ډیر هیله من  دی. په دې کې هم د هند او هم دایران  علاقمندی د دې سبب کیږی چې د افغانستان لپاره آزادو اوبو ته درسیدو یو بل ښه امکان برابر شي. دا هغه علایم دی چی د ایروایشیا دمنطقوی نوی اقتصاد شاه رګونه یې بللای شو چې افغانستان په دغهregionalism  کې اساسی ځای او ارزښت لري.  له بده مرغه هغومره چې نړۍ د افغانستان جیو- اکونومیک  او جیوپولیتیک ارزښت او قوت ته ځیرده او مطالعات پکې کوي، هغومره په خپله افغانان ورڅخه بی خبره او بی توپیره دی.

په سیمه کی د نویو منطقوی سازمانونو لکه  ECO, SCO, SAARC, ASIAN برنامی او  له دې لارې د اقتصادی سیاستونو همغږی کول نه یواځې د افغانستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره دښه زیری لرونکی دی.

 

نتیجه گیری

بیوزله ټولنه، په انزوا کی لویدلی ولس او بیوزله خلک له راز راز رواني، ټولنیزو، فزیکی، اخلاقی،جسمی او نورو ستونزواو مفاسدو سره لاس او ګریوان وي . له همدې امله د اسلام ستر پیغمبر  سرورکائینات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  دعا کوله چې یاالله له فقر او کُفر څخه پنا غواړم. وایی کله یې چې یوه ورځ دا دُعا وکړه، یوه اصحابی مبارک ورڅخه وپوښتل: یارسول الله آیا فقر او کفر یودي؟

مبارک ورته وفرمایل: هو بیشکه چې دواړه سره یو دي.

د راشده خلفاوو په دوران کې چې اسلامي ټولنې استقرار موندلی و، عمرانی چارو اولارو ته ډیریه پاملرنه وشوه. ورو ورو دغه عروج دومره وځلید چې له شام او فرات نیولی تر قسطنطنیې، اندلیس او ډیرو اسلامی واکمنیو پورې پراخ شو. دغه مهال اسلامی ټولنی د غوره اقتصاد، فرهنګی او اخلاقی سجایاوو لرونکی او د عدالت مرکزونه وو. تجارت او لویو لارو ته پوره پاملرنه شوی وه او سوداګری ډیره هڅول کیده، د لویو لارو جووړولو او امنیت ته لومړیتوب ورکول کید، خو ګورو چې په فقر کی ټول منکرات دي، لکه غلا، دوکه، غیبت، وژنې، بُهتان، احتکار، ذلت او نورې بدبختی. دمحبوب پیغمبر له پورته مبارک ارشاد څخه ښکاری چې داسلام مبارک دین د عزت دین دی، نه د ذلت. د اسلام دمبارکو لارښوونو څخه یوه دا هم ده چې : تر ضعیف مومن څخه پیاوړی غوره دی او له ټیټ لاس څخه لوړ ! دلته منظور له لوږې او فقر څخه د خلاصې اسلامی ټولنې هدف دی او له لوړ لاس څخه موخه ښه اقتصاد لرل دي. کله چې فقر نه وي، نو تعلیم، اخلاق، عبادات، روامعاملات، عدالت او هرهغه نیک اعمال او صفات به وي چې اسلام یې امر کړی دی. زموږ دینی ارشاداتو د سالم فرد، سالمې روزنی، د  ټولنیزو ناخوالو، ظلم، جګړې او تاوتریخوالی د مخنیوی په خاطر او د انسانی کرامت  د ساتنی او د انسان پرسر د کرم دتاج د پاتې کیدو او د فردی عزت د حفاظت په موخه اقتصادي پرمختیا ته ډیره پاملرنه کړی  او تجارت یې د خلق الله خدمت بللی دی. د صدر اسلام په دور کې هم لویو لارو، سوداګری، د کانالونوکیندنو، دبندونو او باغونو جوړولو او تجارتی لارو او کاروانسرایونو جوړولو ته  دهمدې فلسفې له مخې پاملرنه شوی وه. اقتصادی هوساینه د حکومتی پروګرامونو او هېوادونو په انکشافي اهدافو کې د نورو اهدافو تر څنګ يو هدف دى. دغه هدف د اقتصادی پیاوړی زیربنا غوښتنه کوي چې له نیکه مرغه اوس  د افغانستان دولت هم ورته توجه کړی ده.

ولسمشر ښاغلی دوکتور محمد اشرف غنی په تیرو څلورو کلونو کې ځو ځله خپلو پروګرامونو کی دا ډول مهم موضوعات  یاد کړی دی، په وروستی ځل یې د ۱۳۹۷ کال د جدی میاشت کی د تاریخ د مطالعاتو د یوه بنسټ د پرانیستنی په مراسمو کی یو ځل بیا ځوانانو ته په خطاب کې  داسې وویل:

( ... افغانستان په ماضی کې د آسیا فرهنګی، سیاسی او اقتصادی څلور لارې و  او دا موقعیت باید یوځل بیا ترلاسه کړو!)

افغانستان اوس د خپلو کانونو، د اوبو سرچینو او  لویو لارو لپاره د بل هر وخت په پرتله یوه سنجول شوی ستراتیژی جوړه  کړی ده.  په وچه کې د ایسار والی لویې ستونزی ته  د حل یوه ښه او ګټوره طرح د د وچې پنځه بندورنه دی، چې د مرکزی آسیا او جنوبی آسیا هیوادونو  یې هرکلی کړی دی. له نن څخه تقریباً دوه زره کاله مخکې له همدې مسیر څخه د وریښمو لویه او مشهوره تجارتی لار تیریده چې افغانستان یې د تګلوری یوه برخه وه، هغه مهال افغانستان د بیلابیلو تاریخی تمدنونو د تقاطع نقطه او د لویو کاروانسرایونو، عالی صنعت او غوړیدلی فرهنګ  لرونکی هیواد و.  د دغې لارې په فعاله کیدو سره د شریکو هیوادو تجارت او اقتصاد کې ژور مثبت بدلون او دسیاسی اړیکو نږدې کیدل او د فرهنګی تعلقاتو تقویه کیدل  تحقق مومي. د دغې نښلوونکی لارې په واسطه به څلور نیم میلیارده وګړی یو بل سره دوستانه روابط پیدا کړي. افغانستان  له دې لارې ډیرې ګټې ترلاسه  کوي. د دې ترڅنګ زموږ په سیمه کی د وریښمو د لارې او د چین- پاکستان د اقتصادي دهلیز زیربنایی پروژې هم پیل شوي دی، چې یوه بله تقویه کوي. تر دې مخکی د چابهار بندر هم د افغانستان  لپاره یوه  لاسته راوړنه وه چې  د ایران، افغانستان او هند په توافق کار ورباندی وشو. دغه زیر بنایی  سترې پروژې د افغانستان ځوان نسل ته ښه زیری دی. افغانستان به وتوانیږی یو ځل بیا خپل پرتم ترلاسه او له اقتصادی پلوه به پرځان بسیا شي.

 

 

لوستل شوی 162 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي