عبدالملک پرهیز
کله چې انسان له یوې مداخله کوونکې یا کنټرولوونکې اړیکې څخه تېر شوی وي، اړتیا نه لري چې بیا له هماغسې انسان سره مخ شي، څو زاړه غبرګونونه یې بېرته راویښ شي. کله ناکله یو بشپړ عادي انسان هم کولی شي هغه زاړه احساسات او غبرګونونه په موږ کې راژوندي کړي.
د بېلګې په توګه کېدای شي یوه ملګرې مو ددې امله خپه شي چې تاسو ورته «نه» ویلي وي. یا یو همکار مو فکر وکړي چې تاسو باید لږ نور هم کار وکړئ. یا د کورنۍ کوم غړی مو له یوې پرېکړې سره موافق نه وي او ناڅاپه وینئ چې بیا هماغه پخواني حالت ته تللي یاست: د ګناه او ملامتۍ احساس کوئ، د خپلې پرېکړې، لپاره اوږده توضیحات ورکوئ، هڅه کوئ چې هر څوک راضي وساتئ، خپل ځان او اړتیاوې شاته کوئ، په خپلو احساساتو او پرېکړو شک کوئ او په پای کې د بل چا د خپګان مسؤلیت پر خپلو اوږو اخلئ.
په ځانګړي ډول زموږ په افغاني ټولنه کې، دا موضوع لا ډېره پېچلې ده. ځکه زموږ په کلتور کې مور او پلار د اولاد له پیدایښت څخه تر لویوالي او آن زړښت پورې ځان د هغه مسؤل ګڼي. هغوی ډېر وخت د کورنۍ د خیر، عزت، یووالي او راتلونکي په فکر کې د خپلو اولادونو په چارو کې مشوره، لارښوونه او کله ناکله مستقیمه لاسوهنه کوي. په ډېرو مواردو کې د دوی نیت واقعاً د اولاد خیر وي.
خو دلته یوه مهمه خبره ده: ښه نیت هر وخت د سالم چلند مانا نه لري.
یو مور یا پلار ممکن په رښتیا د خپل اولاد خیر وغواړي، خو بیا هم د هغه د واده، زده کړې، کار، مالي چارو یا شخصي ژوند په اړه داسې پرېکړې وکړي چې د بالغ اولاد خپل غږ او حق پکې کم یا تر پښو لاندې شي. د مور او پلار درناوی زموږ په ټولنه کې ډېر مهم او زیات ارزښت لري، ډېر اولادونه د درناوي او اطاعت تر منځ توپیر کولی نه شي. که یو څوک د مور او پلار د یوې پرېکړې په وړاندې ودرېږي، ممکن سمدستي ورسره دا خبرې وشي: «ته زموږ خبره نه منې؟» «موږ ستا خیر غواړو». «موږ ستا لپاره څه نه دي کړي ». «اوس ته دومره شوې زموږ خبره نه منې؟» البته له بهر څخه هم د خلکو قضاوت ورسره مل وي: «اولاد باید د مور او پلار خبره ومني.» «مور او پلار یې خوابدي کړل»، «ډېر پرځان غره او مغرور شوی دی.»
په داسې چاپېریال کې انسان ورو ورو زده کوي چې د نورو رضایت د خپل وجدان او آرامۍ معیار وګرځوي. نو کله چې یو ملګرې، خاوند، مېرمن، همکار یا د کورنۍ کوم غړی له ده یا هغې څخه خپه شي، سمدستي زاړه غبرګونونه راویښېږي: «کېدای شي زما تېروتنه وي؟»، «شاید داسې مې باید نه وای ویلي؟» «اوس څنګه هغه پخلا کړم؟»، «که زه پر خپلې پرېکړې ودرېږم، نو بد انسان به ښکاره شم؟»
او همدلته یو ډېر مهم ځای دی چې باید انسان لږ ودرېږي او له ځانه پوښتنه وکړي:
«اوس زما دننه څه روان دي؟»، «ایا زه د خپلې پخوانۍ وېرې او عادت له مخې غبرګون ښیم؟»، «ایا زه بیا د بل چا د احساساتو او غبرګون مسؤلیت پر خپل ځان اخلم؟»
د مور او پلار درناوی دا مانا نه لري چې یو بالغ انسان باید د خپل ژوند په هره پرېکړه کې خپل غږ له لاسه ورکړي. انسان کولی شي په یوه وخت کې دواړه کارونه ترسره کړي: د مور او پلار درناوی وکړي او خپله پرېکړه هم ولري.
د بېلګې په توګه، داسې ویلی شي: «زه پوهېږم چې تاسې زما خیر غواړئ او ستاسې مشوره راته مهمه ده. زه ستاسې خبره اورم او درناوی مو کوم، خو د دې پرېکړې مسؤلیت زه اخلم او غواړم خپله پرېکړه وکړم.» دا بېاحترامي نه ده ، مخالفت تل بېاحترامي نه وي. کله ناکله مخالفت د یوه بالغ انسان د خپل مسؤلیت منلو نښه وي.
اصلي ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې موږ د مور او پلار د درناوي او د هغوی د هرې پرېکړې د منلو تر منځ توپیر ونه کړو. تاسو کولی شئ ووایئ: «زه ستاسې خبره اورم، خو موافق نه یم». یا: «زه پوهېږم چې تاسې به زما له دې پرېکړې خوشحاله نه یاست، خو دا پرېکړه زما ده او زه یې مسؤلیت منم».
دا ډول خبرې په پیل کې اسانه نه وي. په ځانګړي ډول هغه چا ته چې له کوچنیوالي یې زده کړي وي چې د مور، پلار او کورنۍ خوښي وساتي.
داسې کس ښايي د «نه» له ویلو وروسته ډېر ژر د ګناه احساس وکړي او سمدستي هڅه وکړي چې خپله خبره بدله کړي. خو دلته باید یو مهم حقیقت په یاد وساتو: زه کولی شم له یو چا سره مینه ولرم، هغه ته درناوی ولرم او بیا هم له هغه سره موافق نه اوسم.
همدارنګه: زه کولی شم د خپل مور او پلار خپګان ووینم، پرته له دې چې د هغوی د هر احساس مسؤلیت پر خپل اوږو واخلم. د هغوی احساسات مهم دي. خو د هغوی هره ناراضایتي په دې مانا نه ده چې تاسو کومه تېروتنه کړې ده. کله ناکله یو انسان یوازې ځکه خپه کېږي چې هغه څه یې ترلاسه نه کړل چې غوښتل یې. او دا په خپله تاسو مسؤل نه ګرځوي.
په افغاني کورنیو کې د انډول پیدا کول ښايي دا مانا ولري چې انسان له کورنۍ سره جګړه ونه کړي، خو خپل ځان هم له لاسه ورنه کړي. یانې: مشوره اورم، خو د خپل ژوند مسؤلیت هم اخلم. درناوی کوم، خو خپل شخصیت نه قرباني کوم.
د کورنۍ احساساتو ته ارزښت ورکوم، خو د هر احساس د حل مسؤلیت نه اخلم.
له خپلې کورنۍ سره مینه لرم، خو د مینې په بدل کې خپل ټول حدود له منځه نه وړم. کله چې اړتیا وي، په درناوي «نه» وایم، ان که څوک له دې «نه» څخه خوشحاله نه وي.
البته، هره پرېکړه په یوه اندازه شخصي نه ده. په هغو چارو کې چې پایلې یې ټولې کورنۍ ته رسېږي، ګډه مشوره او د نورو نظر ته پام مهم دی. خو یوه مهمه پوښتنه دا ده: «د دې پرېکړې اصلي پایلې به څوک په غاړه اخلي؟»
که د یوې پرېکړې تر ټولو سترې پایلې ستاسو ژوند ته متوجه وي، نو ستاسو غږ باید پکې اساسي رول ولوبوي. ستاسو د ژوند ملګری، زده کړه، مسلک، شخصي حدود او د ژوند تګ لوری هغه برخې دي چې د کورنۍ مشوره پکې ارزښت لري، خو ستاسو حق هم شته چې د خپل ژوند په اړه اصلي ونډه او وروستۍ مسؤلیت ولرئ. او د خلکو خبره؟ هو، خلک ممکن خبرې وکړي. ممکن ووایي: «اولاد یې خبره ونه منله»، «مور او پلار یې خوابدي کړل.»، «ډېر بدل شوی دی.»
خو تاسې له ځانه وپوښتئ: «ایا زه خپل ټول ژوند د هغو خلکو د نظر پر بنسټ تنظیموم چې زما د پرېکړو پایلې نه زغمي؟» خلک ممکن قضاوت وکړي او بیا هغوی بېرته خپل ژوند ته ستانه شي. خو تاسو د خپلو پرېکړو له پایلو سره ژوند کوئ. له همدې امله، د پخوانیو غبرګونونو پېژندل ډېر مهم دي.
کله چې تاسو پام وکړئ چې یوه عادي نیوکه، د چا خپګان، د چا خاموشي یا ستاسو د «نه» په وړاندې د چا ناخوښي په تاسو کې څه راپاروي، ورو ورو به وکولی شئ ووینئ چې پخوانۍ لاسوهنې او زده شوي عادتونه لا هم چېرته ستاسو پر ژوند اغېز لري. او بیا به یوه ورځ په هماغه شېبه کې ځان ونیسئ او ووایئ:
«صبر وکړه… زه یو ځل بیا د بل چا د غبرګون مسؤلیت پر خپل ځان اخلم.»
همدا پوهاوی د بدلون پیل دی. ځکه موخه دا نه ده چې انسان بې پروا، سرکښه یا له خپلې کورنۍ بېل شي. موخه دا ده چې انسان زده کړي: له کورنۍ سره مینه ولري، خو خپل ځان هم ولري. درناوی وکړي، خو خپل غږ هم واوري. مشوره واخلي، خو د خپل ژوند مسؤلیت هم ومني. او په پای کې، د نورو د رضایت پر ځای د خپلو ارزښتونو او سالم وجدان له مخې ژوند کول زده کړي.
بالغ کېدل د مور او پلار پرېښودل نه دي؛ بلکې له هغوی سره د اړیکې بڼه بدلول دي. له داسې اړیکې څخه چې پکې اولاد یوازې اطاعت کوي، یوې داسې اړیکې ته چې پکې مینه، درناوی او تړاو وي، خو بالغ اولاد هم خپل غږ، خپل حدود او د خپل ژوند مسؤلیت ولري.
انسان اړتیا نه لري هغه څه بیا تکرار کړي چې یو ځل یې آزمویلي وي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode