تاسې په خپله پرېکړه نه کوې څوهر وخت د نورو د خوښولو هڅه وکړې، او نه دا پرېکړه کوئ چې ستا بدن تل د خطر احساس وکړي.
دا ستاسې د بدن او ذهن هغه اتومات غبرګون دی چې د درد، سپکاوي او پرله پسې رواني فشار په پایله کې رامنځته کېږي.
کله چې تاسې له یو داسې کس سره ژوند کوئ چې د چل ول، دوکې، سپکاوي او ذهني لوبو له لارې تاسې کنټرولوي، نو تاسې په حقیقت کې په یوه ناامنه چاپېریال کې ژوند کوې. چېرې چې د هغه تریو تندی، یوه سړه خبره، یا د سپکاوي یوه جمله ستاسې زړه داسې لړزوي، لکه څوک پر تاسې سخت ګوزارونه کوي.
د بېلګې په توګه یوه ښځه یا یو ځوان په داسې کور کې ژوند کوي چې پلار، مېړه یا کوم بل څوک هره ورځ پرې غوسه کېږي. کله چې د کور دروازه پرانیستل شي، نوموړی سمدستي فکر کوي: «نن به یې مزاج څنګه وي؟» مخکې له دې چې څه پېښ شي، همدا فکر د بدن د خطر زنګ وهي. یا یو ماشوم چې پلار یې تل په قهرېږي، یوازې د پلار د قدمونو د غږ په آورېدو سره داسې احساس کوي چې اوس به بیا ووهل شي او که نه.
کله چې دغه ماشوم لوی شي، د هر لوړ غږ په اورېدو یې زړه درزېږي، ځکه بدن یې له خطر سره عادت شوی وي. کله چې دا حالت اوږد شي، انسان یوازې د هماغه کس په وړاندې نه، بلکې د بل هر چا په وړاندې له زیات احتیاط څخه کار اخلي. د خلکو د څېرو کوچني بدلونونه ژر احساسوي. د غږ له اندازې اټکل کوي چې څوک پرې په غوسه یا ترې خپه خو به نه وي. ذهن یې تل په فکرونو بوخت وي. بدن یې هېڅکله بشپړه ارامتیا نه احساسوي، داسې چې تل د کوم ناڅاپي خطر تمه لري. له همدې امله ورته خلکو سره ناسته پاسته هم سخته شي، خو سره له دې د رغېدو لپاره د ښو او مهربانو خلکو ملګرتیا ورته ډېره اړینه وي.
نور خلک یوازې دا ویني چې تاسې لږ اندېښمن، غلی یا بې باوره یاست، خو هغوی نه پوهېږي چې د دې حالت تر شا د کلونه کلونو رواني فشار او درد پروت دی.دا د رواني او عاطفي ځورونې له هغو پټو اغېزو څخه دی چې ډېر خلک یې نه ویني. که تاسې په دې حالت کې خپل ځان ویني، نو دا خبره په یاد ولرئ چې تاسې یوازې نه یاست.
ډېر کسان یو همداسې ژوند تجربه کوي، خو د شرم او وېرې له امله یې نه شي بیانولی.
دا چې نن هم ستاسې په زړه کې ژر وېره پیدا کېږي، یا پر خلکو باور کول تاسې ته سخت دی، دا د کمزورۍ نښه نه ده؛ بلکې ستاسې د بدن هغه هڅه ده چې غواړي تاسې له هغه درد څخه وساتي چې یو وخت مو تجربه کړی و. او تر ټولو مهمه خبره دا چې انسان کولی شي بېرته ورو ورو روغتیا تر لاسه کړي. او کله چې په خوندي، مهربان او له درناوي ډکو اړیکو کې ژوند پیل کړي، بدن او ذهن یې هم زده کوي چې هر انسان خطر نه دی، او له وخت سره هغه ټپونه هم ورو ورو رغېږي.
په وېره او احتیاط کې ژوند کول زموږ خپل غوراوی نه دی.
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode