غبرګوني ناوړه چلند

علمي ، فلسفي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز 
غبرګوني ناوړه چلند د غبرګون هغه حالت ته ویل کېږي چې یو څوک په پرله ‌پسې توګه یو څوک وپاروي، فشار ورباندې راوړي، حدود یې مات کړي، او کله چې سړی په پای کې اړ شي اوغبرګون وښیې، بیا هماغه غبرګون د غبرګون ښودونکي  پر خلاف کاروي. هغه کسان چې ډېر کنټرولوونکي  یا ځان ‌محوره وي، ډېر کله داسې چلند کوي. هغوی بیا بیا سړی تنګوي او پاروي، سپکاوی یې کوي او د هغه شخصي حدود تر پښو لاندې کوي. په پیل کې کېدی شي  تر فشار لاندې کس چوپ پاتې شې، له زغم کار واخلي، ځان کنټرول کړي، او هیله مند اوسي چې یوه ورځ به دغه حالت بدلون وکړي او ښه شي. خو هر څوک یو حد لري. کله چې یو څوک بیا بیا د یو چا ټولو حساسو ټکو ته زیان رسوي او پرې ګوزارونه کوي او له دې کاره لاس نه اخلي، نو مقابل لوری په پای کې زغم او حوصله له لاسه ورکوئ. او غبرګون وښیې په دې وخت کې کېدی شي وژاړي، چیغې ووهي او یا په ټینګه له ځانه دفاع وکړي. یا هم داسې څه ووایې او یا داسې کار وکړې چې وروسته په خپله هم حیران شې چې دا یې څه وویل یا څه یې وکړل!!!
همدا شیبه ځان خوښږنکی ددغه کس غبرګون د وسلې په توګه کاروي او وایي: « وګوره ته ستونزې جوړوې، ستا غبرګون شدید دی، ته لېونی یې» او دغه کس هم شاید ورورو پر ځان شک پیداکړي او فکر وکړي چې په رښتیا هم ستونزه په ده کې ده. او له ځانه سره ووايي «شاید زما کار او چلند ناسم او زیان رسوونکی و!»
خو حقیقت دا دی چې هغه د یو څه تر وړاندې غبرګون ښودلی او هسې او بیځایه غبرګون یې ښودلی نه دی. دا په حقیقت کې د اوږدې مودې فشار او ناوړه چلند پایله ده.
فرض کړئ یو مېړه یا مېرمن هره ورځ خپل شریک ته وایي
« هېڅ کار نه شې کولی»، «ته ډېر بې عقله یې»، « ته د هیڅ ارزښت نه لرې»
دا خبرې هره ورځ تکرارېږي. مقابل لوری زغمي او چوپ پاتې کېږي. خو یوه ورځ یې حوصله پای ته رسېږي او په لوړ غږ ووایي:« بس دی نور! بس که نور» هماغه ناوړه کس وایي: « ډېر بد اخلاقه یې! بیځایه چبغې وهې!»
خلک چیغې آوري، خو هغه اوږد مهاله ذهني  فشار نه ویني چې د سخت غبرګون سبب شوی.
یو ماشوم غواړي خپل احساسات له خپل مور او پلار سره شریک کړي خو هر ځل ورته ویل کېږي: «چوپ شه»، «بی ځایه خبرې مه کوه»، « ته زیاتې خبرې کوې، ستا احساسات بې ځایه دي او هیڅ مانا نه لري»
ماشوم کلونه کلونه له همدغه غبرګون سره مخامخ کېږي. یوه ورځ ماشوم غوسه کېږي او له خونې وځي او ور په زوره بندوي.
مور یا پلار وایي:« وګوره! څومره بې ادبه شوی اوڅږمره سپین سترګی شوی دی!»:
خو حقیقت دا دی چې ماشوم یوازې د کلونو راټول شوی درد څرګند کړی.
په کار ځای کې مدیر تل یو کارکوونکی د نورو مخې ته سپکوي، کوچنۍ تېروتنې غټوي، تل نیوکه پرې کوي خو کارکوونکی په میاشتو میاشتو غلی پاتې کېږي او څه نه وایي. په دې هیله چې حالت به بدلون وکړي خو حالت نه سمېږي او نور هم پسې خرابېږي. نو یوه ورځ وايي: « دا سم چلند نه دی» مدیر سمدستي وایي: « ته زما له امره سرغړونه کوې ، ته مسلکي نه یې او بیځایه احساساتي شوی یې»
دلته هم له اصلي ستونزې پرځای د قرباني غبرګون ته پاملرنه شوې ده. باید وویل شي چې هر غبرګونی ناوړه چلند سم نه دی. چیغې، بدې خبرې او تنده ژبه بیا هم ناسم او منفی ګڼل کېږي.
خو سره له دې مهمه پوښتنه دا ده چې له غبرګون دمخه څه پېښ شوي ول؟
همدا پوښتنه حقیقت ښکاره کوي. ډېری وختونه غبرګون د ستونزې پیل نه وي بلکې د اوږدمهاله فشار پایله وي.
نو که کله څوک ستاسې غبرګون ستاسې پر ضد وکاروي، دا مه هېروئ چې تاسې بې سببه غبرګون ښودلی نه و.
تاسې د هغه څه په وړاندې غبرګون ښودلی و چې تر هغې دمخه له تاسې سره شوي ول. دا تاسې نه وئ چې ناوړه چلند مو پیل کړی و بلکې تاسې ور سره مخ شوي وئ.

په سیاسي نړۍ کې هم د غبرګوني ناوړه چلند بېلګې ډېرې لیدل کېږي، ځکه هلته واک، فشار، تبلیغات او د افکارو کنټرول ډېر غښتلي وي.
فرض کړئ یو حکومت یا ځواکمنه سیاسي ډله پر خپلو مخالفینو دوامداره فشار راوړي. غږ یې چوپوي، سپکاوی یې کوي، د هغوی حقه غوښتنو ته غوږ نه نیسي او پر له پسې پرې ظلم کوي.
خلک تر اوږدې مودې صبر کوي، سوله ‌ییزې غوښتنې کوي، او هڅه کوي په ارامه خپل غږ ورسوي خو کله چې فشار ډېر شي، ځینې خلک قهرجن غبرګون ښيي، توند احتجاجونه کوي، یا احساساتي خبرې کوي.
په دې وخت کې واکمنه ډله وایي وګورئ دوی ستونزې جوړوي، غواړي ګډوډي رامینځ ته کړي او په دې ډول د خلکو پام د اصلي ظالم څخه د مظلوم لوري اړوي..
په نړیوال سیاست کې هم کله کله یو ځواکمن هیواد پر یو کمزوري هیواد پرله پسې فشار راوړي، اقتصادي بندیزونه لګوي، سیاسي مداخلې کوي او دوامداره فشار جاري ساتي. 
کمزوری هېواد یا خلک یې تر ډېره زغمي وروسته توند غبرګون ښکاره کوي، نړیوال تر ډېره په وروستي غبرګون تمرکز کوي. او وایي دوی ستونزه جوړوي.
دوی د سیمې یا نړیوال امنیت ته خطر رامینځ ته کوي. د بېلګې په ډول پاکستان په وروستیو کلونو کې پر افغانستان هوایی بریدونه کوي او په پاکستان کې د مخالفو وسله والو فعالیتونه د افغانستان په غاړه اچوي خو که د پاکستان تیر تاریخ ته پاملرنه وشي نو لیدل کېږي چې پاکستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د افغانستان خلاف د ترهګرۍ مرکز پاتې شوی هغوی پښتانه او بلوڅ ځپلي د هغوی پر حقوقو یې سترګې پټې کړي نن چې پښتانه او بلوڅ د پنجاپ د استعمار خلاف غبرګون ښکاره کوي نو هغوی دا هر څه پرافغانستان تپي او نړۍ ته ځان مظلوم ښیي خو دا هر څه د هغوی د خپلو کړنو پایله ده.
خو لږ خلک دې مسلې ته پاملرنه کوي او دا پوښتنه نه کوي چې له دې دمخه څه روان ول. چا کلونه کلونه پر پښتنو او بلوڅو فشار راوست او په افغانستان کې د بې ثباتۍ او ګډوډۍ د پاره هڅې او دسیسې وکړې.
دا په سیاسي نړۍ کې هماغه اصل دی چې خلک اکثره وروستی غبرګون ویني، خو اوږدمهاله فشار نه ویني.
نو اړینه ده څو، که په شخصي اړیکو کې وي، که په کورنۍ کې، که د کار په ځای کې، او که په سیاست کې وي، حقیقت یوازې هغه وخت روښانه کېږي چې د غبرګون تر شا بشپړ انځور وکتل شي.
مهمه پوښتنه تل دا ده چې یوازې دا مه ګورئ چې چا غبرګون وښود، دا هم وګورئ چې له دې مخکې څه پېښ شوي وول.