عبدالملک پرهیز
په نړیوال نظام کې جګړه یوازې یو پوځي پدیده نه ده، بلکې یو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بهیر دی چې رامنځته کېدل یې د قدرت د تمرکز، د ګټو د ټکر او د مشروعیت د جوړولو له پروسو سره تړاو لري. که څه هم د جګړې د پیل پرېکړه په عمومي ډول د دولتونو او سیاسي مشرانو له خوا کېږي، خو د جګړې د دوام، پراخېدو او یا مهار کېدو اصلي ټولنیز چاپېریال د ولسي د دریځونو، عامه افکارو او مدني چلندونو له لارې رامنځته کېږي. له همدې امله عادي خلک یوازې د جګړې قربانیان نه دي، بلکې د جګړې په جوړښت او پایله کې غیرمستقیم خو اغېزمن رول لري.
د ټولنیزو علومو څېړنې ښيي چې جګړې تر ډېره د ذهني چوکاټ جوړونې له لارې مشروعيت پیداکوي. دولتونه او واکمنې ډلې د رسنیو، سیاسي ویناګانو او ایډیالوژیکو روایتونو په وسیله د «دښمن» تصور جوړوي او جګړه د بقا، امنیت یا ملي ګټو په نوم توجیه کوي. په داسې حالاتو کې، هغه ټولنې چې د نیوکې تفکر کچه پکې ټیټه وي او مالومات یوازې له یوې سرچینې څخه تر لاسه کوي، د جګړه غوښتونکو سیاستونو منلو ته ډېرې نږدې وي. ددې خلاف، پوهاوی، رسنیز سواد او د مالوماتو تنوع کولی شي دا روایتونه تر پوښتنې لاندې راولي او د جګړې ټولنیز مشروعیت کمزوری کړي.
سوله ییز مدني مشارکت د جګړې د مخنیوي یو بل مهم میکانېزم دی. تاریخي تجربې، لکه د ویتنام جګړې پر ضد ولسي خوځښتونه یا د سوېلي افریقا د اپارتاید پر ضد مدني مبارزه، څرګندوي چې کله عامه افکار په دوامدار او سوله ییز ډول د جګړې یا تاوتریخوالي پر ضد بسیج شي، نو سیاسي جوړښتونه د فشار لاندې راځي. دا فشار، که څه هم سملاسي پایله به ونه لري، خو د جګړې لګښتونه، سیاسي، اخلاقي او نړیوال، پوهاوي لوړوي به د جګړې د دوام وړتیا لږه کړي.
له سیاسي حساب ورکونې پرته جګړه اسانه کېږي. هغه نظامونه چې د رسنیو او مدني بنسټونو آزداي په کې کمزوري وي، د جګړې پرېکړې په محدودو حلقو کې نیول کېږي او ولسي رضایت ته اړتیا نه احساسېږي. عادي خلک، د قانوني او مدني لارو کولی شي، واکمنان د خپلو پرېکړو مسوول وګڼي او د جګړې انساني، اقتصادي او اخلاقي لګښتونه ور په یاد کړي. همدا حساب ورکونه د جګړې د مخنیوي لپاره یو بنسټیز شرط ګڼل کېږي.
سربېره پر دې، جګړه یوازې د دولتونو ترمنځ نه، بلکې د ټولنو ترمنځ هم ذهني واټن رامنځته کوي. سیاسي شخړې ډېر ځله د فرهنګي، مذهبي یا قومي توپیرونو په بڼه وړاندې کېږي، تر څو دښمني طبیعي او حتمي وښودل شي. خو ټولنپوهنه ټینګار کوي چې د بېلابېلو ټولنو ترمنځ انساني اړیکې، ګډ ارزښتونه او مدني تعاملات کولی شي دا مصنوعي وېشونه کمزوري کړي. کله چې ولسونه یو بل د انسانانو په توګه وویني، نه د سیاسي دښمنانو په توګه، د جګړې اخلاقي توجیه خپل بنسټ له لاسه ورکوي.
اقتصاد هم د جګړې په دوام کې مهم رول لري. جګړه د وسلو صنعت، قراردادي شبکو او ځینو سیاسي اواقتصادي ګټو لپاره د عاید سرچینه ده. که عادي خلک د جګړې له کلتوري ستاینې، د تاوتریخوالي له عادي کولو او د جګړه غوښتونکو روایتونو له مصرفولو ډډه وکړي، نو د جګړې دا غیرمستقیم اقتصادي او ټولنیز ملاتړ کمزوری کېږي. په علمي ادبیاتو کې دا پدیده د «رضایت تولید» په نوم یادېږي، چې د ولسي ملاتړ له منځه تلل یې اغېز محدودوي.
په اوږدمهاله کچه، د سولې فرهنګ د ټولنیزې روزنې محصول دی. ښوونه، کورنۍ، دیني او فرهنګي بنسټونه د ارزښتونو په لېږد کې مهم رول لري. که په ټولنه کې زغم، عدالت، د بشري کرامت درناوی او نیوکیز تفکر وروزل شي، نو راتلونکې نسلونه به د جګړې پر ځای د شخړو د سوله ییز حل لارو ته لومړیتوب ورکړي. د جګړې تر ټولو خطرناک پړاو هغه وخت رامنځته کېږي چې تاوتریخوالی عادي شي او انساني کړاو بې اهمیته وګڼل شي.
په پایله کې، که څه هم جګړه د واک او قدرت له مرکزونو څخه سرچینه اخلي، خو د هغې ټولنیز مشروعیت، دوام او پایله تر ډېره د ولس له چلند، پوهاوي او مشارکت سره تړلې ده. عادي خلک که خپل مدني، اخلاقي او فکري مسئولیت درک کړي، کولی شي د جګړې د مخنیوي لپاره یو بنسټیز، که څه هم غیر پوځي، خو اغېزمن ځواک واوسي.
جګړې او د خلکو رول
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode