انجنیر داؤد اڅک
څه موده وړاندي په کندهار کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو نوی موزیم جوړ کړ چي د ستایلو وړ کار دی۔ خو د موزیم کلمې حذف کول او بیا په عجایب خانه وروسته د تاریخ کور په نامه نومول د ستایلو وړ کار ندی۔ ځکه چي موزیم اشنا، ښکلې او پښتو ژبه کي منل سوې ګلمه ده۔
موزیم اصلأ د لرغوني یواناني ژبي د Mouseion کلمې څخه اخیستل سویدی چي د هنر او پوهي د الهه کور په معنا وو۔ اما اوس موزیم د مختلیفو لرغونو اثارو نندارتون په معنا کارېږي۔ دا چي اسلامي امارت په ښارونو کي د موزیم په شان غربي کلمې د مؤسساتو، علمي مرکزو۔۔۔ څخه لیري کوي او ولي ٸې لیري کوي بل بحث دی، خو اوس چي طالبانو کرامو د موزیم کلمه حذف کړه نو باید داسي بدیل کلمه ورته پیدا کړي چي د موزیم مفهوم په پوره ډول منعکس او افاده کړي۔ د تاریخ کور د موزیم بدیله کلمه نده۔ ځکه چي تاریخ یوازي لرغوني اثار ندي، بلکه تاریخ د حوادثو، پېښو، لرغونو اثارو، اسنادو، لیکنو، شعرونو، شفاهي روایتونو، د خلګو ژوند او ښکارهنګ (کلتور)، جغرافیې او چاپېریال ټولګه ده۔ ځکه باید داسي کلمه یا اصطلاح وکارول سي چي د موزیم مفهوم په رښتیني ډول افاده کړي۔
دا چي د طالبانو کرامو د انګلېسي ژبي سره نده جوړه او عربي مبارکه ٸې خوښه ده نو ما (لیکوال) بعد له ډېره چرته عتیقه تون کلمه د موزیم لپاره مناسبه وبلل چي عتیقه د لرغونو اثارو/ شیانو په معنا او تون د ځای په معنا۔ یعني د لرغونو او باارزښته اثارو ځای۔ چي موزیم هم په همدغه معنا کاریږي۔
پایله دا که چیري دغه لیکنه مسؤلینو ته رسیږي باید فکر پکښي وکړي۔
د تاریخ کور که عتیقه تون
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode