که د افغانستان د معاصر تاریخ تجربې ته وکتل شي، څرګندیږي چې سیمه ییزو قدرتونو په بېلابېلو پړاوونو کې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د افغان جګړې له ډګر څخه ګټه پورته کړې ده. د جهاد، کورنیو جګړو او له هغه وروسته دورو کې ایران د خپلو نږدې وسله والو ډلو او پاکستان د بېلابېلو افغان وسله والو ډلو، په ملاتړ او پالنه تورن شوي دي. همدې تاریخي تجربو افغانستان د سیمه ییزو سیالیو او نیابتي جګړو په ډګر بدل کړی دی.په دې وروستیو کې هم ځینو پاکستاني ژورنالیستانو او متقاعدو پوځي چارواکو داسې ادعاوې مطرح کړې دي چې یو شمېر پخواني افغان پوځي افسران، چې له پاکستان څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخ دي، د فشار یا امتیاز په بدل کې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د استخدام دپاره هڅولي دي. د دغو څرګندونو له مخې، هغو کسانو ته چې دغسې وړاندیزونه مني، د پاکستان د بلوچستان د مستونګ په سیمه کې د روزنې او تنظیم اسانتیاوې برابرېږي او وروسته د افغانستان بېلابېلو سیمو ته لېږل کېږي
له بلې خوا، د ایران له خوا د فاطمیون لوا جوړول او په سوریه او عراق کې د جګړې لپاره د افغان کډوالو استخدام هغه موضوع ده چې په نړیوالو رسنیو، څېړنیزو راپورونو او د سیمه ییزو چارو په تحلیلونو کې په پراخه توګه منعکس شوې. زرګونه افغانان په دغو جګړو کې ووژل شول، ټپیان شول او یا برمته شول، په داسې حال کې چې جګړې د افغانستان له ملي ګټو سره مستقیم تړاو نه درلود، بلکې د سیمه ییزو قدرتونو د سیالیو یوه برخه وه.
همدا تاریخي تجربې دا درس راکوي چې هره نوې وسله واله شخړه، که د هر شعار او هر نوم لاندې وي، په پای کې د افغانستان د خلکو په زیان تمامېږي او د پردیو د ستراتیژیکو موخو د پوره کېدو وسیله ګرځي. له همدې امله، افغانان باید د هغو شعارونو او حرکتونو په وړاندې له سیاسي بصیرت څخه کار واخلي چې د هېواد د ثبات د له منځه وړلو او د یوې بلې نیابتي جګړې د رامنځته کولو زمینه برابروي.
د نړۍ تجربې ښيي چې ټینګ ثبات هغه مهال رامنځته کېږي چې امنیت د اقتصادي پرمختګ، قانون د حاکمیت او ټولنیز عدالت ترڅنګ پر مخ ولاړ شي. افغانان د څو لسیزو جګړو قربانیان دي او طبیعي ده چې د ټولنې لوی اکثریت د جګړې پر ځای د سولې، ثبات او اقتصادي هوساینې غوښتونکی دي. د پانګونې، زیربناوو، کرنې، کانونو او سوداګرۍ وده هغه وخت عملي کېدای شي چې امنیت دوامدار او د باور وړ وي.
همدارنګه، د ښځو، ځوانانو او د ټولنې د ټولو قشرونو فعاله ونډه د هر هېواد د پرمختګ مهم شرط ګڼل کېږي. که د زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت زمینه پراخه شي، نو د هېواد بشري پانګه به پیاوړې او اقتصادي پرمختګ به چټک شي.
د جګړې د پایلو په اړه د افغانستان معاصر تاریخ روښانه درسونه لري. جګړې نه یوازې زرګونه انسانان وژلي، بلکې اقتصادي بنسټونه، تعلیمي او روغتیايي نظامونه، زیربناوې او ټولنیز ارزښتونه یې هم سخت زیانمن کړي دي. میلیونونه افغانان بې کوره شوي، ګڼ شمېر یې لا هم د بشري مرستو محتاج دي او په ګاونډیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. د کډوالو د جبري ایستلو، د هغوی د شتمنیو د ضایع کېدو او د بشري حقونو اړوند راپورونه هم د اندېښنې وړ دي.
که افغانستان یو ځل بیا د پراخې ناامنۍ او کورنیو جګړو پر لور ولاړ شي، د هغې زیان به یوازې یوې ډلې ته نه، بلکې ټول ملت ته ورسېږي. داسې وضعیت به د ناقانونه وسله والو، جنایي شبکو، قاچاقبرانو او نیابتي جګړو لپاره زمینه برابره کړي او د عادي خلکو ژوند به لا سخت کړي.
له همدې امله، د افغانستان راتلونکی د سولې، ملي تفاهم، اقتصادي ودې، قانونمندۍ او ټولنیز عدالت په ټینګښت پورې تړلی دی. هر هغه اقدام چې د جګړې اور بلوي، د هېواد د راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی، او هر هغه هڅه چې د سولې، ثبات او پرمختګ سبب کېږي، د ملت د هوساینې او سوکالۍ بنسټ جوړوي.
د هېواد د ابادۍ، اقتصادي ودې او ملي یووالي یوازینۍ اغېزمنه لاره د سولې ساتنه، د قانون حاکمیت ته لاره آورول، د خلکو ترمنځ د باور پیاوړتیا او د پرمختګ لپاره ګډ کار دی. جګړه تل جګړه زېږوي، خو سوله د پرمختګ، عدالت او هوساینې دروازې پرانیزي.
د جګړې شالید
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode