عبدالملک پرهیز
د افغان هویت د یو ځانګړي اساسي قانون لاسته را وړنه نه ده بلکې د افغانستان د خلکو ملي هویت، تابعیت او تاریخي او ټولنیز نوم دی چې د افغانستان په بېلابېلو تاریخي، ټولنیزو او سیاسي دورو کې، له شاهي نظامه تر جمهوریت او نورو نظامونو پورې، چېرې چې اساسي قوانین بدل شوي کله هم تعلیق شوي دي، خو په ټولو بدلونو کې د هېواد نوم، تابعیت او د خلکو ملي هویت له منځه نه دی تللی.
اساسي قانون د دولت د واکونو او حقونو د تنظیم چوکاټ ټاکي خو تابعیت او ملي هویت بیا د دولت د دوام، نړیوال پېژندګلوۍ او د خلکو د تړاو موضوع ده.
که یو اساسي قانون لغوه یا معطل شي، دا ددې مانا نه ورکوي چې ملت، تابعیت یا ملي هویت هم لغوه شوی دی.
ډېر هېوادونه د کودتا، جګړې یا انتقالي دورو پر مهال په لنډ مهاله توګه بې اساسي قانونه پاتې شوي، خو د هغو د خلکو تابعیت او ملي هویت له منځه تللی نه دی. افغانستان هم د نړیوالو له نظره یو دولت دی، خلک یې افغان پاسپورټ لري، او د «افغانستان» نوم په نړیوالو ادارو کې کارېږي. ددې بحث په لاره اچول یو سیاسي او احساسي اړخ لري. ځینې کسان «افغان» یوازې د تابعیت نوم ګڼي. ځینې نور ورته قومي رنګ ورکوي. ځینې بیا د اوسني سیاسي وضعیت له امله د ملي هویت بحران احساسوي.
خو په حقوقي او تاریخي منطق پر بنسټ دا ادعا چې «د اساسي قانون په لغوه کېدو سره افغان هویت هم لغوه شوی» هیڅ حقوقي او منېقطي بنسټ نه لري. هویتونه په عمومي ډول د یو حقوقي سند پر بنسټ نه بلکې د تاریخ، ټولنې، ژبې، دولت او نړیوالو اړیکو د دوام پر بنسټ کوي.
د افغان هویت او د اساسي قانون نه شتون
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode