د فدرالي نظام معاصرې ننگونې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زلمی نصرت

دنمارک

 د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز جوړښت٬جغرافیایي موقعیت او نویو انکشافاتو په رڼا کې٬ د فدرالیزم غوښتونکو او د هغو کړیو ترمنځ چې د بهرنیو مداخلتونو او نسخو څخه په استفادې د واک د تر لاسه کولو هڅې کوي٬ کوم بنسټیز توپیر نه تر سترگو کیږي .

 

د نیمې پېړۍ عیني تجربې ښيي٬ چې دواړه کړۍ په عمومي ډول د افغانستان په شخړو٬ داخلې جگړو او نا امنیو کې خپلې گټې او حضورلټوي او د همدغو شعارونو او ماموریتوتو ته په تکیه کې هم مطرح او هم د بانکونو٬ ماڼیو او ښارگوټو مالکان شول.

 دا چې فدرالیزم په لومړي سر کې د پښتنو د ضدیت پر بنیاد طرحه کیږي٬ او دا چې به په فدرالي جوړښت کې د نورو اقلیتونو هویت او مدنی حقوق په شمال کې څنگه تامینیږي٬ یو خوا پریږدو.

 

همدا راز دا چې نورو اقلیتونو په دې اړه کوم څرگند دریځ نه ده نیولې او دا چې فدرال غوښتونکي٬ فدرالي نظام له بهرنیانو په ځانگړې توگه له پاکستانه څخه غواړي٬ هم نه غږیږم.

همدومره بسنه کوم چې ووایم: فدرالیزم داخلی بنسټ نه لري؛ او همدغه مفکوره د جمهوریت د نسکوریدو یو لوی عامل و٬ چې حتا افغانستان یې له سقوط سره مخامخ کړی و.

 

فدرالیزم، په ځانگړي ډول د هېواد په شمالي سیمو کې، د نویو سیمه ‌ییزو ننگونو د راټوکېدو او د استخباراتی٬ مافیایي او جنايي شبکو د نفوذ د پراخېدو سبب کېدای شي٬ داسې چې د جمهوریت انارشیزم به هیر کړو.

 

 په محلي کچه  دغه بهیر٬ کور په کور او کلي په کلي به ستونزې ژورې کړي، د شمال امنیتي وضعیت به زیانمن کړي٬ ژبني، قومي او مذهبي جنگونه به لکه د جهاد او جمهوریت د دورې په څېر بیا را وپاروِي. دا ننگونې به یوازې د افغانستان په جغرافیه کې محدودې پاتې نه ‌شي. له اَمو نه به تیریږي او د منځنۍ آسیا هېوادونه به هم له امنیتي گواښونو سره مخ کړي.

 

 د پاکستان اوسنی بې ثباته او بحرانی وضعیت ته په کتو، چې عوامل یې د پاکستان په تېرو خصمانه سیاستونو او کړنو کې ریښې لري، جدي ارزونې ته اړتیا لري.

 

 په دې مانا٬ که زموږ گاونډیان، په ځانگړي ډول تاجکستان، پر خپلو سیاستونو باندې د افغانستان په ارتباط بیا کتنه ونکړي ‌او د افغانستان د مخالفینو د پناه ورکولو او ملاتړ لړۍ  ته په خپله خاوره کې دوام ورکړي، دفترونه یې ونه تړي٬ خامخا دا حالت د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ د پراخېدو او د احتمالي داخلي جگړې او نا امنیو د رامنځته کېدو لپاره ښه زمینه برابرولای شي٬ چې مسولیت به یې د تاجکستان  د دولت په غاړه وي.

پای