دموکراسي په زور نه راځي; د ناتو د تجربې سیاسي درسونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

کله چې په ۲۰۰۱ کال د ناتو او نړیوال ایتلاف ځواکونو افغانستان ته ننوتل، موخه یې د ترهګرۍ له مینځه وړل او دموکراسي ته د لارې هوارول بلل کېده. خو شل کاله وروسته، د ناتو پخواني سرمنشي ینس ستولتنبرګ د یوې مرکې په ترڅ کې ومنله چې "موږ ماتې وخوړه، ځکه موږ ونه شو کولی دموکراسي د پوځي فشار له لارې بری ته ورسوو." دا جمله نه یوازې د یوې ناکامې پوځي تجربې اعتراف دی، بلکې د لویدیځ د سیاسي فلسفې لپاره هم یو تل پاتې درس دی.

ستولتنبرګ وایي چې زموږ نیت ښېګڼه وه، خو زموږ افزار ناسم ول. دا جمله د یوې ژورې ستونزې ښکارندويي کوي، کله چې نیت د خلکو د آزادۍ وي، خو د عملي وسیلې بڼه زور، جګړه او نظامي شتون ، پایله تل د ناکامۍ یا د ناکامۍ په څېر وي. دموکراسي د ټانکونو له لارې نه راځي، بلکې د ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي ودې له لارې وده کوي.

نړیوال ایتلاف هڅه وکړه څو د خپلې څو پېړۍ زړې دموکراسۍ تجربې په مصنوعي بڼه په څو کلونو کې پر افغان ټولنه وتپي. خو دا ټولنه چې لا هم د قومي، مذهبي او اقتصادي نابرابرۍ له اوږده تاریخ سره مخ وه او ده، د دې ډول وارداتي تجربو د جذب او منلو ظرفیت نه درلود.

له تروریزم سره جګړه که د سیاست لوبه؟

ستولتنبرګ منلې چې د ناتو د حضور اصلي هدف له تروریزم سره مبارزه وه، که څه هم دا له هماغه اوله یو څه عجیب برېښیده ځکه د تروریزم د تولید او خپرول مرکز د افغانستان په ګاونډ هیواد پاکستان کې ؤ چې باید د تروریزم سره د مبارزې اصلی هدف وای چې متاسفانه داسې نه برېښېدل،  خو وروسته له دې هدف څخه هم انحراف ترسره شو او سیاسي موخې رامخته شوې. دا اعتراف د هغه واقعیت تائید دی چې جګړه ورو ورو له امنیتي ماموریت څخه سیاسي او اقتصادي سیالیو ته واوښتله.

د ناتو د اوږدمهال حضور تر شا د سیمې جیوپولیټیک اهمیت، د انرژۍ لارې، او د چین – روسیې د نفوذ د مهارولو هڅې هم د پام وړ وې. له همدې امله، د افغان ولس د ژوند د ښه کېدو او دموکراسي د ودې ریښتینی هدف ورو ورو د سیاسي محاسبې  تر سیوري لاندې راغی او له پامه ولید.

ډېری افغانانو له لومړۍ ورځې باور درلود چې دموکراسي د برچې په زور نه راځي. د ولس له نظره، دموکراسي هغه وخت مانا لري چې د عدالت، شفافیت او فرصتونو د مساوات په بڼه د خلکو په ورځني ژوند کې انعکاس پیداکړي. خو د ناتو تر سیوري لاندې نظام نه یوازې دا ارزښتونه تامین نه کړل، بلکې د فساد، قوم‌ پالنې او د بهرنیو مرستو د چور او چپاول فرهنګ یې لا پیاوړی کړ او هغې ته یې په بیساري ډول لمنه ووهله.

شل کاله اوږده جګړه، زرګونه وژنې، بې‌کاره بنسټونه او د مصنوعي سیاست یوه نازکه پوسته هغه میراث و چې ولس ته یې نه امنیت ورکړ او نه باور.

سره له دې ټولو، د ستولتنبرګ دا اعتراف د یوه مثبت ګام په توګه یادېدای شي، ځکه رښتیني اصلاح هغه وخت ممکنه ده چې تېروتنې ومنل شي. لویدیځ باید دا درک کړي چې هر ملت خپله تاریخي، کلتوري او ټولنیزه وده لري، او د دموکراسۍ د ټينګښت لپاره پوځي مداخله هېڅکله بدیل کېدلی نه شي.

اوس هم د تیر فساد نظام پاتې کړۍ د ځینې مغرضو هیوادونو په لمسونه د تېرې ترخې تجربې د تکرار دپاره هله ځلې کوي خو باید په ټینګه وویل شي چې افغانستان اړتیا لري څو له دې تجربې وروسته، نه د بهرني ملاتړ له لارې، بلکې د خپل ولس د هوډ او هوښیارۍ په مټ د خپلې ټولنې له بطنه، د تعلیم، اقتصاد او ټولنیز عدالت له لارې د پایداره سیاسي نظام پر لور یون وکړي.

د ناتو شل کلن حضور یو تل پاتې درس پرېښود: د زور سیاست د زړونو د بدلون لاره نه ده. که د دموکراسۍ هدف ولسواکي وي، نو ولس ته باید د باور، پوهې او عدالت فرصتونه ورکړل شي، نه ټانکونه او بمونو. افغان ولس، که له خپلو تېروتنو زده‌کړه وکړي، کولی شي د همدې خاورې له مینځه هغه دموکراسي او سوکالي راوزېږوي چې نه د وارداتو، بلکې د ولس د شعور محصول وي.