د ټو لنپوهنې څيړنيزې تګلارې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع.شريف زاد
تاريخي تګلاره تجربوي تګلاره احصا يوي تګلاره
د احصايوي تګلارې ا هميت:
احصا يوي تګلاره داوسنيو ټولنپوهانو په نظر کې هغه علمي وسيله ده چې د لويو ټولنو څېړونکي ورڅخه ګټه اخلي او له همدې لارې د ټولنو عام حالتونه پېژني او مقارنه کوي ېې.


هغه څېړل شوى احصايي چې د ټولنيزو ستونزو په حل کې مرسته کوي په لاندې ډول دى:
١¬ د اوسيدونکو احصايه او جغرافيوي او ديموګرافي وېش.
ب¬ دورځنى ژوند، کورنۍ او عامې روغتيا اړوند احصاېې.
ج¬ ددخل اوکار احصا ېې چې اقتصادي احصاېې ګڼل کيږي.
د¬ جز ېې احصا ېې لکه د متوسطه مرحلې د استادانواو شاګردانو احصايه، يانور خاص ټولنيز نصابونه او په تيره بيا پوهنتونونه. يا قضا ېې او ديني احصايه دحج د مراسمو په وخت کې .
د احصاېې ارزښتونه:
١¬ څيړونکئ کولاى شي له عاطفې څخه ځان وژغوري او موضوعي پريکړه وکړي.
٢¬ څيړونکي کولاى شي له دغې لارې صاف او دقيق قانونه وټاکي چې لفظونه ېې ډيرمدلولات ونه لري.
٣¬ احصايه له سخت دريځې او بدې ارادې لرلو څخه پاک حقيقتونه ثا بتوي.
٤¬ احصايه د څيړنې پر مهال د موضوعاتو او ټولنيزو پيښو ترمنځ اړيکي ايجادوي.

احصايوي تګلاره ګڼې مرحلې لري چې په لاندې توګه ېې ځينې مهمو ته ګوته نيول کيږي:

د شخصي ملاقات طريقه، د راپورلاس ته کولو طريقه: رواني فرهنګ او ټولنيزه کارونه
د احصاېې معلوماتو د کتنې مرحله: څيړونکي بايد د معلوماتو له صحت اوسمون څخه پوره ډاډمن وي او بايدد معلوماتو د ټولولو پر مهال له غور څخه کار واخلي .
د معلوماتو دويش مرحله:دغه برخه د متجانسو مجموعو په ويش کې تمثليږي او هغه د معلوماتود صفاتو ، مبادنو او طبيعت مطابق برخو ته ويشل کيږي.
د معلوماتو د تحليل مرحله: مونږ غواړو هغه عامو احکامو او قوانينوته ورسيږوچې د څيړل شوې احصاېې موضوع ځواکمنه کوي.
په مجموع کې د احصاېې له لارې ټولنيزه قانونونه را منځ ته کيږي .خو له بده مرغه په افغانستان کې د فساد، انحراف ، سازش ، چلونو او چمنو بهير يوې داسې افراطي مرحلې ته را ووت چې د يوې دقيقې ، مطمنې او باورې احصايي کچه ېې بيخې له منځه وړې او حتي تر دې پورې چې دا ډول ټاکنې او هوسي انتخابات هم په اجتماعي لحاظ او هم سياسي لحاظ تر کلکې اغيزې لاندې نسيسي . اغيزه په دې معنا چې د افراط په څانګو سپور را تلونکئ ولس مشر به زمونږ د خاورې او ولس لپاره څه وکړى، کوم چې اوبه له سر ه خړې دي! ګرانو هيواد والو په يو ويشتمه پيړۍ کې ژوند کوو لږ څه د اعتبار ، انساني کرامت، او انصاف
او کومو اهدافو ته نظر وکړي چې په هغه زمونږ د ټول ولس پر مختګ، ابادي او عمراني کيدل ځاى ولري. رښتيا خبره داده چې مونږ همدا اوس هم وخت لرو چې د سمې لارې خوا ته پاملرنه وکړو زمونږ ولس او په تيره بيا پښتانه به د څومره نور وخت لپاره په دې نوم او هغه نوم ټکول کيږي. راځې چې په سوله کې يوله بل سره بې له هر ډول پلمو، کرکو ، چيغو او سورو محا سبه وکړو.
په درناوي