د ټپیزه په پښتو ادب کې !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

صداقت غورځنګ
ژبه (د وينا ژبه) يو کسبي څيز دى . د وخت په تېريدو سره په کې ګڼ لفظي او معنوي بدلونونه هم رامنځته کېږي. ډېرې ژبې د خپلو ويونکو د بې پروايئ له امله مړې کيږي . د ژبې د ژوندۍ ساتلو لپاره د ژبې ويونکيو ته په کار ده چې په خپله ژبه وغږېږي، وه يې ليکي او ويې لولي، دا چاره نو د ژبې په ټولو ويونکيو پورې اړه لري؛ خو تر ډېره بيا دا مسووليت د يوې

ژبې د لوستو وګړو پر غاړه دى. او تر دې هم زيات مسوول بيا ليکوالان او شاعران دي .

اوس مهال يو شمېر پښتانه ليکوالان او شاعران د (ټپيزې) پنځېدا او ليکنه پښتوادب ته زيان بولي، د پښتو ژبې په ولسي شعري چوکاټ (لنډۍ) کې يې يو ډول لاسوهنه ګڼي؛ خو زه د (ټپيزې) ليکل نه ردوم، پښتو لنډۍ ته يې په هيڅ ډول زيان نه بولم، لکه څنګه چې ښکلې پښتو لنډۍ په ښکلي پښتو سروکي کې د ښکلا له ټاکنيزې پولې اوړي، دغه ډول په ټپيزه کې هم لنډۍ خوږه او درنه ده. زه د پښتو ژبې لنډۍ يا ټپه ناوې ګڼم او د ټپيزې په نوم ورسره زيات شوي بيتونه د دې ناوې لپاره سينګاراو ګاڼه بولم .که ټپيزه وي او که هر بل شعري چوکاټ؛ خو چې پيغاميز او عاطفي وي، ليکل يې د پښتو ادب لپاره په ګټه او ليکوال يې د ستاينې وړ دى.

، که څه هم د ځېنو ورورنو په اند د ټپيزو جوړول يا ليکل بې ځايه هڅه ده او د دغې خبرې لپاره د دوى دليل دا دى چې ټپه د ولس مال دى؛ نو که ټپه د ولس مال دى؛ خو ټپيزه هم چا نه ده خپله کړې دا هم د ولس مال دى ځکه چې د ولس خبرې دي اوليکوالان د همدې ولس بچيان دى.
زما په اند دغه ټپيزې چې ما ليکلي دي د ولس په ژبه مې ليکلي او د ولسه قربان شه او د ځان ګڼل يې د ولس سره جفا ده.
خو هغه ورونه چې بېخي د ټپيزو له نامه نه کرکه کوي او په هيڅ صورت يې نه خوښوي دوى خو يا د دغسې هڅو زغم نلري او خو هڅه کوي چې په نويو ايجادونو کار کولو ته خنډونه جوړ کړي.
ټپيزه د هغو ناظمانو نظمونه نه دي چې درې ځلې په نظم کې خپل نوم اخلي خو يا د دې په خاطر چې نظم ترې اوږد نشې او خپل نظم د کميت او کفيت له پلوه غني کړي؛ نو بيا هلته د ولس له مال څخه يوه ټپه را اخلي او د نظم په پاى کې ورسره تړې .
زما په نظر چې دلته د ټپې سره زياتى کېږي، ځکه چې نظم په خپل نامه ليکې او د خوند او د رنګ لپاره يې ټپه ورسره تړي؛ خو ټپيزه د ولس خوښه ده ولس يې خوښوي او ولس يې غواړي نو دا قضاوت تاسې وکړئ ،چې هغه څه چې ولس ورسره مينه کوي، غواړي يې او خوښوي يې؛ نو ستونزه يې په کوم ځاى کې ده موږ بايد هغه څه وکړو چې ولس يې غواړي او اړتيا ورته لري نه دا چې په ولس يې په زور ومنو.


ټپیزي

زه دې له ځانه کناره کړم
ستا د يادونو غېږ کې شپه کړم
رقيبان واړه به لمبه کړم
په پتاسو دې اموخته کړم
اوس خو د جوارو پولۍ خوند نه راکوينه

پرون په ما په خپله غم وو
جانان په ما کړى ستم وو
زما د عمر سره سم وو
پخوا به کله کله غم وو
اوس د غمونو قافلې راسره ځينه

زما تصوير دې خوا ته کېږده
دواړه لاسونه شا ته کېږده
څنګل بالخت کړه راته يې کېږده
په ګودر نښه راته کېږده
د مازيګر اوبو له ځم وابه يې خلمه

يار مې وطن ته روانېږي
زاري کوم نه راستنېږي
زړګى زما پسې خوږېږي
د زړه مې سرې وينې بهېږي
که غرغړې کړم دا وطن به وړلړمه

شوم ورخطا په کټ کې مات شول
نن رانه بيا په کټ کې مات شول
نظر کړل تا په کټ کې مات شول
بنګړي مې ستا په کټ کې مات شول
که نارينه يې اوس مې ډک کړه مړوندونه