د پا کستان او افغانستان ګډه اعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رحمت الله روان
ددوه اړخيزو همکاريو دپيا وړ تيا په باب د پا کستان او افغانستان ګډه اعلاميه د٢٠١٠ ميلادي کال د سپتمبر د مياشتې ١٦ مه اود ١٣٨٩ هجري لمريز کال د وږى د مياشتې ٢٥ نيټه د افغا نستان د اسلا
مي جمهوريت جمهور رئيس جلا لتماب حامد کرزي دپا کستان د اسلا مي جمهوريت دجمهور رئيس جلالتماب اصف علي زرداري په بلنه د٢٠١٠ ميلادي کال دسپتمبر د مياشتې له ١٥ نيټې څخه تر١٦ مې نيټې پوري پا کستان ته سفر وکړ دواړو مشرا نو ددوه اړخيزو همکاريو د ژورتيا او پرا ختيا له لارې د همکاري دټينګښت په مقصد هر اړخيزى خبرې و کړي دواړو مشرانو ددغو ټکو په پا م کې نيولو سره :ددواړو هيوادونو اود هغو د خلکو ترمنځ د اوسنيو ورورګلويزو اودوستانه تاريخې ،فرهنګي اومذهبي مشترکا تو باندې په ټينګار سره .دګډو ستو نزو د لرى کولو او هم په سيمه او له هغې څخه بهر دسو لى ،امنيت او پرمختيا د تا مينولو په لاره کې د افغا نستان او پاکستان ترمنځ د پياوړي او اغيزمنې همکاري لپاره په غوڅ عزم باندي په ټينګارسره . په اسلام ا باد کې د٢٠١٠ کال د مارچ د مياشتې په دولسمه نيټه د افغا نستان _پاکستان د هراړخيزو همکاريو په اعلا ميه اودکابل د٢٠٠٩ ميلادي کال د جنوري د مياشتې د شپږ مې نيټې ددوه اړخيزى همکاري دکرښوپه ګډه اعلاميه کې دليکل شويو دوه اړخيزو همکاريو د پرا ختيا لپاره ګډ نظر ته په اشاري سره . دغه را ز ددسامبر دمياشتې د٢٢ نيټې د ښه ګاونډيتو ب د ا ړيکو اعلا ميې اود ٢٠١٠ کال د جولاى د مياشتې په شلمه نيټه د کابل کنفرانس برياليو نتيجو ته په اشاري سره . دواکمنې ،خپلوا کي او ځمکنې بشپړ تيا ته ددرنا وي اوديو بل په کورنيو چارو کې د نه لاس وهنې لپاره په ګډو ژمنو باندې په ټينګار سره ، دښه ګاونډيتوب اړيکې پيا وړي کوى اود اساسي اصولو په توګه دملګرو ملتو دسا زمان د منشور د اصولو په رعايتولو سره چې په دوه اړخيزو اړيکو باندې ټينګارکوي . په دې باندي په پو هيدو سره چې تروريزم او بنسټ پالنه ګډى ستو نزى دي اود اغيزمن اوهراړخيز چلند لپاره ديو ګډ چلند اودنږدى همکاري غو ښتنه کوي . ددواړو هيوادو نو ترمنځ له تفاهم او زيا تيدونکى همغږى له ا مله دخوښي په څرګند ولو او د ترو ريزم او بنسټ پالنې له ننګو نو سره دمخامخ کيدو لپاره يو هراړخيز چلند ته اړ تيا . ددوه اړ خيزي همکاري دپرا ختيا اود امنيت ترقي ،سو دا ګرى ،ترانزيت ،اقتصادى ارتباطاتو ، پانګي اچونې ،دبنسټو نو او انرژۍ د پيوستون او دغه را زد وګړنيو دوستيو په ګډون په زيا تو برخو کې دتعاملاتو دژورتيا له لارى له ګډى همکاري څخه د ګټې د ترلاسه کولو لپاره په اوسنې ستر ظرفيت باندې په پو هيدو سره . ددوه اړ خيزو تعاملا تو د ژور تيا اوټينګښت په مقصد دټا کلي چوکاټ د اجرا کولو په لاره کې ديو همغږى چلند دغوره کولو په اړ تيا باندې په ټينګار سره ددواړو هيوادو نو ترمنځ د همکاري دپيا وړ تيا په لاره کې ددغو اقدا ماتو دتطبيق لپاره موافقه و کړه : ددواړو هيوادو نو د مرکزو نو ترمنځ د همکاريو ټينګښت دګډو ګټو پر بنسټ ددواړو هيوادو نو د مرکزو نو ترمنځ دپيا وړي همکاري پراختيا په دغو سا حو کې په دواړو هيوادو نو پورې د اړوند و مرکزونو ترمنځ په لوړه کچه ددايمې خبرو ټينګښت او پراختيا \امنيت اود تروريزم پر خلاف مبارزه \اقتصادى همکاري ،ترا نزيت او پانګه اچو نه \دبنسټيزو مرکزو نو او مواصلا تو پرا ختيا \دانرژۍ کرښي \دظرفيت لوړ ول امنيتې همکاري اود اغيزمنې همکاري دپياوړتيا په هدف ددواړو هيوادونو د امنيتې مرکزونو ترمنځ دارتباطاتو ټينګښت اود تروريزم پرخلاف مبارزه داړوندو مرکزو نو ترمنځ په تبادلا تو سره د تروريزم پرخلاف مبارزه اود امنيتې همکاريو په برخه کې د منظمو خبرو ترسره کول اود استخباراتي اطلاعاتو شريکول دامنيتې مرکزو نو لپاره د ګډو روزنيزو پرو ګرا مونو جوړول اودظرفيت لوړولو په مقصد داوږدمهالو تد بيرونو نيول اقتصادى همکاري، سوداگرى ،ترانزيت او پانګى اچول په اقتصادى برخو ،سودا ګرى ،ترانزيت اود پانګى اچوونې د ا ړيکو په برخو کې ددوه اړخيزو همکاريو له ستر ظرفيت څخه د استفادى لپاره ديوګډ چلند غوره کول داقتصادى همکاريو ،ترانزيت ،سو دا ګري اود پانګې اچوونې د اړيکو د همکاريو دپراختيا لپاره د اړوندو پاليسيو په رڼا کې اقدامات دسودا ګري وزيران دي بايد دسودا ګري په اغيزمنې پيا وړتيا او په اسا نه ونکو اقدا ما تو سره تر٢٠١٥ کال پوري دڅه دپاسه پنځوملياردو ډالرو په ارزښت ددوه اړ خيزى سو دا ګري د زيا تو الي په هدف باندې دلاس بري په مقصد د اقدا ماتو لپاره خپلو ګډوهڅو ته د پا ملرني په مرکز کې ځاي ورکړي د ٢٠١٠ ميلادي کال په جولاي کې د افغا نستان _پاکستان د ترانزيتې سودا ګرى د موافقه ليک ( اي پي پي ټى ټى اى ) په باب د خبرو د بهير دبشپړيدو په هرکلي اوددواړو هيوادونو او له هغو څخه بهر هيوادو نو په ګټه د هغو دسملاسي لاسليک او ا جرا کولو په باب د ډاډ په ترلاسه کولو سره دواړو لورو ددغه موافقه ليک دتطبيق لپاره خپل تياري څرګند کړ داقتصادى اوتجارتي اړيکو د ودي ددوام په مقصد ددوه اړخيز اقتصادى کميسيون د منظمو کلنيو غونډو جوړول دوريښمو د لاري ،دپا کستان_ افغانستان د بيا جوړولو دکنسرسيوم ،دصنعتى او اقتصادى پارکونو اودپا کستان_ افغانستان دپانګې اچوونې دګډ شرکت د جوړولو په نا مه داجرا ئيوى رئيسانو دټولنې د جوړولو په ګډون دپخوا موافقه شويو تدبيرونو په باب د اقداماتو ګړندى کول دبنسټيزو پروژو او مواصلاتو پرمختيا . داقتصادى ارتباطاتو ، ترانزيت ، سودا ګرى اوپانګې اچوونې دبشپړولو لپاره دبنسټيزو پرو ژو اود اوسپنې پټلۍ او مواصلاتو دپراختيا په باب تمرکز ددواړو هيوادو نو ترمنځ د بنسټيزو پروژو دپرا ختيا او پيا وړ تيا په مقصد دمشخص چوکاټ په ګډون ديو ګډ چلند غوره کول اود خلکو دتګ را تګ داسانتيا،ترانزيت ، سودا ګري اودتجارتي فعاليتو نو لپاره ددواړو هيوادونو دپولو په اوږدو کې دبنسټيزو پرو ژو پيوستون دغه پرو ژي د لومړيتوب له مخې تطبيقوي : \دپيښور _ جلال اباد داوسپنې پټلۍ \دکويټې _ کندهار د اوسپنې پټلۍ \په لنډى کوتل _ تورخم او چمن _سپين بولدک کې د نويو اسانتياو برا برول دانرژي لارى دانرژي دسکتور اود پرو ژو د همکاري دپيا وړ تيا لپاره دهراړخيزى ستراتيژى برابرول د افغا نستان له لاري د انرژي دليږدونې د پرو ژو داجرا کولو لپاره داوږد مهال پلان طرحه کول دظرفيت لوړ ول دټولنيز سکتور په بيلا بيلو سا حو کې افغانانو ته دظرفيت لوړولو داوږدمهالو پرو ګرامونو طرحه کول پوهنه : تر ٢٠١٢ کال پوري په پا کستاني مکزونو کې افغان محصلانو ته له٢٠٠٠ بورسو نو څخه د اغيزمنې استفادى لپاره د ګډ چلند غوره کول . په ٢٠١٢ _ ٢٠١٥ کلو نو لپاره د پا کستان په تعليمې مو سسو کې افغان محصلا نو ته دتحصيلي بورسو نو د برا برولو لپاره دپلان طرحه کول په بيلا بيلو سا حو کې په افغا نستان کې دحرفوي زده کړى د مرکزونو د پياوړتيا لپاره همکاري . روغتيا .: دپا کستان په رو غتونونو او روغتيا يي مرکزو نو کې دافغان ناروغانو دعلاج اودرملنې لپاره دطبي اسانتياو د برا برولو په مقصد دموجودو اقدا ماتو پيا وړ تيا د افغا نستان د عا مي رو غتيا دبنسټو نو دپيا وړ تيا لپاره دګډى همکاري د زمينو لټول او برا برول کرنه : په را تلونکو کلونو کې دپا کستان په تحقيقا تي اودکرني دپرمختيا په مرکزونو کې د کرني افغان کارکوونکو اوما هرانو د روزنې لپاره د پرو ګرامونو جوړول ددوه اړخيزو همکاريو په چوکاټ کې او هم ددريمې مرستندوي موسسي له ممکنو مالي منا بعو څخه په استفادى سره په افغا نستان کې د کرنيزو تحقيقاتو د مرکزو نو د جوړولو د امکا نا تو څيړنه اومطالعه کول ددواړو هيوادو نو د خلکو د خورا کي توکو داړ تياوو دلرى کولو لپاره دخوراکي توکو د مصئونيت په پنځه کلنو او لس کلنو ګډو پلا نو نو باندي په تمرکز سره دمنظمو خبرو پيل دژوندا نه د چاپيريال سا تنې اود اقليم دبدلون د اغيزو دکمښت لپاره د پراخو خبرو پيل