وروستي مطالب

کوچيان دافغانستان داصلی وارثينوپه توگه

یکشنبه, 20 قوس 1384 00:00

ليکوال :حبيب الله غمخور

که پښتون دی که تاجیک که هزاره دی
دا يې خاوره دا يې کلی دا يې کور دی
ستا د پاره به همدا خبره بس وي
چې د خاورې قدر نکړې مخ يې تور دی


دريمه برخه


دليکني سر کې مې هم دغه ټکي ته اشاره وکړه چې دنړی په زيات شمير هيوادوکې انسانانو دکو چيتوب مرحله تيره کړېده اوپه ځينو کې تر اوسه يوشمير خلک دڅارويوپه روزنه مصرف دی . اودخپل ژوند اړتياوي له دې لاري پوره کوی . دبېلگې په توگه منگوليا تر اوسه دکوچيانودهيوادپه نوم شهرت لري ،په روسيه ،قزاقستان قرغستان اوترکمنستان ،سويدن رومانيا اوبلغاريا هيوادو کې تر اوسه زيات شمير کورنۍ دڅارويوپه روزلو اخته دي .
په افغانستان کې پښتانه کوچيان دهيواد دنوروکوچيانوپه پرتله لويه برخه جوړوي ،اوکه دکوچي علمي تعر يف په نظر کې ونيول شي نوتر ډيره بريده داپښتانه کوچيان دي چې ددې تعريف دمفهوم سره ورته ژوند لري . ددې لپاره چې په افغانستان کې دپښتنو شمير راکم کړئ دډير بيگانه پرستوپه سترگوکې همدا پښتانه کوچيان اغزۍ دي . ځکه دوي په خپلو پښتون دښمنه ليکنو کې که له يوې خوا دټښتنوپر خلاف تبليغات کوي اودرو غجن مطالب خپروی ددې سره په څنگ کې په روان کال کښي چې د بهسودو ولسوالی کې دکوچيانو اوځايي خلکوتر منځ دڅړ ځاي پر سر عادي شخړه پېښه شوه ،نوسمدلاسه دغوبېگانه پرستو دهزار گانودحقو قوددفاع تر نامه لاندي په کوچيانو اوپښتنو پسی پښې رالوڅی کړې اوپه دروغجنو تبليغاتو اوبې بنياده ليکنوئې پيل وکړ . ټولوپه يوه خوله په خپلو ليکنو کې چې په مختلفوافغان دښمنه سايټو کې خپرې شوې اوياخپرېږي ددي لپاره تلاښ کړئ چې له يوې خواپر پښتنو نارواتورونه ولگوي په يوه اوبله بڼه ئې سپک کړی اوله بلې خوا ليکي چې کوچيان افغانان نه دي اودوي دافغانستان اتباع نشي گڼل کېداي .
زه ئي دوعدې سره سم دوې بېلگې راوړم نوري ټولې ليکنې همدا ډول دي ځکه دټولو يادونه ډډه کوم چې له يوې خوائې ستاسو دوخت ضايع اودبلې خوادهغوي دشهرت لامل بولم .
د دعوت په پرله پسي ۱۴۸ ۱و ۱۴۹گڼې په ۱۰ مخ کې مي داکتر عنا يت اله شهراني دنظام اينده سياسي افغانستان په نامه ليکنې توج جلب کړه . هغه سره لدې چې په خپله بې بنياده ليکنه کښي ئي دافغانستان لپاره دپرديوپه مشوره اوگډه همکاري څوجغرافيايي نقشې جوړې کړې . اوافغانستان ئي پر څو زونو وېشلئ .
لومړۍ شهراني افغانستان پر ۷ ايالتونو اوبيا ئې پر دريو ايالتو وېشی لکه :
لومړی / خراسان : په هغه کې هرات ،فراه،نيمروز،غور ، روزگان غزني ،باميان،زابل تر کابل ،کاپيسا اوپروان پوري يو ايالت بولي .
دوهم / د ترکستان : دبدخشان ،تخار،قندز، بغلان،پلخمري ،سمنگان ،بلخ ،جوزجان ،سرپل ،ميمنه اوبادغيس . د ايالت په نوم يادوی .
دريم / پښتونخوا : هلمند ،کندهار ،پکتيا ، پکتيکا، خوست ،لوگر ،وردگ ،ننگرهار ،کنر ،لغمان بي ايالت دی . ۲
له پورته طرحو اوڅېړن ليکونوڅخه له ورايه څرگندېږي چې دوي څه غواړي ؟ اوکوم خوبونه وينې ؟ کله چي داخوبونه رښتيا نشي اوياددوي په مقابل کښي افغانان له نفرته څخه ډک غبرگون ښکاره کړی له دوي نه لار ورکه شي . ځکه خوهم دوي عبد الرحمن خان ته تر اوسه په قهر دي . دهغه گناه داوه چي دافغانستان په شمال کښي ېې ملکتوائيفې قدرتونه ړنگ کړه اوټول ئي د افغانستان په يوه واحدد تشکيل کې سره راټول کړه.
دغه اوسنۍ افغانستان هغه افغانستان دی چې عبد الرحمن خان جوړ اودلته ئي دمرکزي حکومت بنياد داسي کښېښود چې دده تر مرگ وروسته دده زوي ،بيالمسی اودادی تر اوسه دغه يومټی اوواحدافغانستان په توگه دمځکي دکري په نقشه کې ځاي لري .
پدي هيله چي زمادپورته څو جملونه بل ډول تعبير ونشي لکه ديوبېگانه پرور ليکوال چي پدې ورځوکې کښي دپښتنو ضد يوه ويب پاڼوکې پخپله يوه لېکنه کښي چي ده ورته تاريخي څېړنه ويلې وه ليکي وه چې (( احمد شاه بابا دافغانستان بنسټ جوړونکی نه دی . . . بلکه عبدالرحمن خان دی )) .
احمد شاه بابا پرحقه دافغانستان مؤسس اوبنياد گزاردی دهغه رول اونقش داوسنی افغانستان په جوړېدو کښي دډبري نقش دی له هغه انکار يوازي ليونيان اوددي هيواد دښمنان کولاي شي .
ډاکتر صاحب نورالحق نسیمی لکه ددوي نور انډيوالان کټ مټ دشهراني دنظر پيروي کوي .
عنايت الله شهراني په خپله ليکنه کې کوچيانوپه اړه ليکی : (( يکي ازمشکلات اساسي افغانستان عبارت ازکوچيها ميباشدکه آنها در خاک هاي افغانستان ، پاکستان وايران نظر به شرايط اقليمي حيات بسر ميبرند، ودرين مدت جنگ در افغانستان تعداد زياد کوچي ها مستقر شده اند . کوچي ها بايد خود را متعلق بيک مملکت بدانند،ونميتوانند درسه مملکت متذکره در احصا ئيه داخل شده وازحقوق خود برابر باديگرباشنده گان اصلي حقوق مطالبه نمايند .اين مردم دراحصائيه ها ،به اکثريت واقليت ساختن نقش عمده اي رابازي کرده اند. . . . ۳
دهمدې ليکنې لپاره دلومړی ځل لپاره دمالمو مرکزی کتابتون ته ولاړم هلته مې يو وخت يوکتاب ليدلۍ و غوښتل مي دهغه کتاب نه هم استفاده وکړم . هغه کتاب يوبل چا اخيستۍ و،دپلټلوپه وخت کې مي يوبل کتاب چې په ۱۳۸۲ ل کال چاپ شوی او ډير ښکلۍ عنوان ئي لاره ( شناسنامه افغانستان .دبصيراحمد دولت ابادي ليکنه ) تر سترگو شو. ددي کتاب په ليدو ډير خوښ شوم . په زياته خوښۍ مي داکتاب راواخيست ،کله چې مي د ليکنې لپاره داستفادې په خاطر په لوستلو پيل وکړ ،هغه متل مي راپيداشو چې وايي((دباران څخه ولاړشوم تر ناوې لاندي کښېنستم)) . له بدمرغه داکتاب هم په همغه له عقدو ډکواحساساتوليکل شوی دی .زه نه غواړم اوس خپل وخت ددې کتاب پر څېړلو ضايع کړم .دکوچيانوپه اړوندپدې کتاب کښې دليکل شوی مطلب څخه تاسو درانه لوستونکی له ورايه پوهېږي چې بهرنيانو (ايران اوځيني شمالي گاونډيانو ) زموږ دهيوادپه تاريخ پسي څومره پښې رالڅی کړې دي ،څومره غلط اودروغجن شيان خپروي .
ددې کتاب په ۶۹ پاڼه کې دکوچيانوپه اړوند داښاغلی ليکوال ليکې :
کوچي ها وقبايل آزاد سرحدي
((اين قشر ازجامعه ،دايم درسفر اند ،زيراهرکجاآب وعلف ديدند رمه رادرآنجا مي برند(رمه متشکل است است گوسفند ،شتر بز وحيوانات اهلي ديگر ،ولي بيشتر به جمع گوسفندوبزاستعمال مي شود) چه بسا اينکه گاهی حتي کشت زارهاي مردم رانيز مي چرانند که از اين بابت مردم هزاره جات دل پرخونی دارند. اينها ازتمام امورکشور بری الذمه اند،عسکری نمی دهند وماليات ندارند. قبايل آزاد سرحدی که عمومأ درجنوب ومشرقی زندگي مي کنند نيزاز عسکري وماليات معاف اند وگاهي دولت ها حتی به آنها معاش هم مي دهند.)) ۴
دابې خبره پدې نه پوهېږي چې آزادقبايل چيري ژوند کوي ؟ دجنوبي اوشرقی ولاياتواوسېدونکی ماليه ور کوي اوکه نه ؟ اوله بلې خوقصدأ کوچيان اوآزادقبايل يوشان يادوی . پدې هم نه پوهېږي چې دهيوادغيري عبوري کوچيانوتل خپل ځوانان دعسکری دمکلفيت دقانون له مخې عسکری ته لېږلې . داچي دتابعيت تذکره نه ده وېشل شوې پدې کښي دکوچيانو اوجنوبی سميمودخلکو کومه گناه نشته داددولتونو اوحکومتونو گناه.
ماته ددي ليکنې لپاره دموادودراټولېدو په پروسه کې دايوځل بيا جوته شوه چې يوشمير خرڅ شوی انسانان په څومره ښايسته اوحق په جانبه الفاظو اوجملو پدېهيواد کې دپښتنو دسپکاوی اودقومونوتر منځ اختلاف راپيداکېدوته لمن وهی . دکتابونو،مجلواو ويب سايټو کې دخپرو شويو ليکنو په لوستلوسره دداسي کسانودليکنو سره مخامخ شوم چي ځانونه ليکوال اوپوهان بولي خوکله چې ئي سړۍ ليکنه لولې دعالم اواگاه سړی ترڅنگ هم نه وي تير شوی .
پدې ورستيو دريو لسيزوکې په ځانگړې توگه د شورويانوتر ير غل وروسته بيا تر اوسه يو شمير پلورل شوی په ډاگه وايي چې په افغانستان کې پښتانه پرناپښتنودحکومت کولوحق نلري ، يعني غواړي جلا خوب لېدلۍ حکومت ولری . ددې نظر پيروان چې يو شمير ئي پرونی انترناسيونالستان اوچپيان دي ، ددي لپاره چې دپښتنوسره خپله دښمني څرگنده کړی اوددې هيواد تاريخي دښمنانوته ئي په صداقت خدمت کړی وي دروغجن اسناد خپروی . ددوي سره په څنگ کې په هزارو شريف قوم پوري مربوط يوشمير سياسي سوداگروچي په ايران کې ايرانی اخوندانو په (( ۹ )) ډلوکي راټول کړی وه اوپه چپ بلاک کښي هم څرگنده ونډه درلوده پدې ورستيوکښي دهزاره گانودحق ددفاع تر نامه لاندي دفدراليزم اويادفاع از حقوق هزاره واقوام کوچک تر نامه لاندي ډول ته چې دپردولخوا ږغول کېږي سر ښوروی .
ديادولو وړده چي دايران اوسنی چارواکي له هغه ورځي چه په ايران کښي واک ته رسېدلي خپلو اډيالوژيکي اوسياسي موخوتد درسيدو په خاطر په افغانستان کښي دهر اړاخيزه لاس وهنوڅخه لاس نه دی اخيستي . په مختلفو بېلگو (په ايران کې تربيه شوملايانو لخوادتبليغاتونه نيولې ،دکتابونواورسالوتر رالېږلو،زموږ په فرهنگي اومذهبی چاروکې دخپلونوکرانوپه وسيله دلاسوهنو آن تردې چې اوس ئي په درې ژبه پسې هم را واخيسته اوديومشهور ايراني سريال ((چهار خانه )) دخپرېدوپه طرڅ کې ئي کرغېړني موخې راڅرگندي شوې .
دشوروي يرغل ددوي لپاره دير ښه امکانات برابر کړه تر څوپه افغانستان کې دمذهبي اړيکوپه پلمه دپراخي لاس وهنې امکانات برابر کړي . هلته ئې ((۹)) تنظيمونه جوړکړه اوتر اوسه ئي روزی اودهغوي دسره داړيکوپر بنياد ددوي دلاس وهنو لړی همدا اوس بيا دامريکا اونوروبهرنيودشتون تر نامه لاندي دوام لري . دوي دفر هنگي مرستو،اوپه اصطلاح دافغانستان په بيا جوړونه کښي خپلې کرغېړني موخي پر مخ بيايي ،تر لمر څر گنده ده چې دوي دوه مخۍ سياست کوي په يوه لاس کې ېي قران اوپه بل کې توره سده .
هيواد وال پدي خبر دي چي له ايران څخه افغاني مهاجرينودايستلوتر نامه لاندي ئي خپل روزل شوي اوحتا ايرانيان افغانستان ته رادننه کړل ،چې دغه کسان به دوه کاره کوي .
اول : ددوي دڅارگريو اداروته به دخبرتر لاسه کېدو ټول امکانات برابروي .
دوهم : ايران ته په څيرمه سيمو کښي به ځاي پر ځاي کېږي .
له دې کارنه هم دوي موخې لري :
۱ / دامريکا لخوا پر ايران باندي دممکنه حملې په صورت کښي به دوي سپر اويا به په افغانستان کې دننه دهرج اومرج دراپيدا کېدو لامل گرځې ،که ضرورت شوله همدي ځايه به پر امريکادحملې لپاره ټول امکانات پيدا کوي .دا کار ايراني چارواکو دهغه پلان له مخې شوې چي دامريکا دممکنه حملې پر ضد دپوځي او اجتماعي دفاع په نامه يادېږي . داپلان ماله روسی ژبې ژباړلی ډير ژر به ئي خپور کړم .
۲ / کله چې دوي دايران پولوته څېرمه ځاي پر ځاي وی په هغه صورت کې به له يوې خواايراني چارواکي په افغانستان کي بر لاسي وي اوله بلې خواکه چيري په افغانستان کې ايران دښمنه ځواک حکومت ترلاسه کوي داسيمه به دوي دايران څخه دسپر په توگه کاروي . ايران دخپلو رالېږل شويو په ظاهر افغان هزارگانوپه نامه دغوته دنده سپارلې چي له هرات نه بياتر کندهار پوري دلويي لاري پر يوه اوبل طرف دښتو کې کورونه جوړ کړی دابه دايران لپاره دورېښمو دکاروان هغه لاروي چي دوي به هوساتر مرکزي افغانستان پوري رسوی .لنډه دا چې په همدې دليل ئې يوازي په هرات کې نږدې ((۵۰)) زره کورنيو ته دافغانی هزارگان نوتر نامه لاندي هدايت ورکړئ چې هلته ځمکي واخلي ،کورونه جوړ کړی اوورځنيز کاروبار پيل کړی . متاسفانه پدي هکله ټول چوپ دی . دولت خو بېله دېنه دايران په مقابل کښې کومه معنيه سياسي ستراتيژی نلري .نور سياسي گوندونه ،ملي شخصيتونه اوپوهان هم دې ټکی ته جدی پاملرنه نه کوي ،پدي باور لرم چي يوه ورځ به بيا ناوخته وي دايراني چارواکولخوا په افغانستان کې ددايمی نفوذ دپراختيا لپاره همدا اوس په ټول قدرت اوتوان استفاده کېږي .
دفدراليزم اوافغانستان دويش طرفداران ځکه غواړي په دروغجنو اوجعلې اسنادوسره کوچيان دخپل پلارني وطن څخه جلاکړي . شهراني اوددي لاري ټول پلويان په دې خبره ترهرچا ښه پوهېږي چې کوچيان يوازي دموسم په مختلفو وختو کښي دخپلو څارويو اورمودروزلو لپاره له يوه ځاي نه بل ځاي ته کډه کوي ،خوحقيقت دادی چې کوچيان په ايران اوپاکستان کښي هيڅ وخت ځانونه دهغو هيوادو اتباع نه دي بللې . شهرناني صاحب اوور سره ملگری ډاکتر اونوردي دا اسناد ښکاره کړي چي دکوم هيوادپه احصائيه اويادبلل کوم هيوادله سياسي ،اقتصادي اوحقوقي امتيازاتونه کوچيانوگټه اخېستي ده ؟
له بدمرغه ديوشمير بې وطنه اوبې گانه پرو له پاره په افغانستان کې دپښتنو اکثريت دمنلو وړنه دی ،ځکه تل دخپلو درغجنودلايلودثبوت لپاره دا دليل راوړی چې که دکوچيانودنفوسو شميره دافغانستان داتباعو له احصائې نه منفي شي پښتانه تر نوروقومونو ډير لږ دي . خوکه له دغوسره يوه لحظه هم بيله کوچيانوسر شميرنه وشي دهغو قومونوشمربه لږ وي چې دوي ورڅخه دفاع کوي ، دشرم وړخبره خوداده چې خپله ټوله انرژی ددي لپاره چې دافغانستان دبيارغاوني ،سولي اوملي يووالی په لار کې مصرف کړي شپه او ورځ پدې هکله فکر کوي چې څنگه وکولاي شي ثابته کړه چې پښتانه تر نورو قومونولږ دي اوياددي ځاي اصلي اوسېدو نکی ندي ، همدلته دهمدغه ښاغلي شهراني ديوې اوږ دې ليکنې ((تاريخچه نژادها و اقوام در افغانستان)) لومړی کرښی ته ستاسو پاملرنه را اړوم ، هغه ليکي :
پشتونها: ((با آنكه تاريخ قوم پشتون نسبتآ كهن ميباشد ولی يك تاريخيكه بتواند اصولآ آنها را به يك شخص كهن تاريخی متصل سازد، موجود نيست.)) ۵
دلته مي دپياوړي تاريخ پوه محمد اعظم سيستاني صاحب هغه له ملي غروراوعبرت نه ډکه خبره راپه يادشوه چې له نن څخه درې کاله پخوا ئې يوه داسي افغان دښمنه دسنگ شکن ترنامه لاندي ديوې ليکلني په ځواب کي د((تاملي بر يکي دونکته ازمقاله سنگ شکن )) مقاله کې ليکلې وه : (( . . . مگر مرويس خان هوتکي يک پشتون نبود که سه صد سال قبل بدون تحريک دحمايت شمال وجنوب از همين ((مثلث قبايل پشتون )) بر ضد سلطۀ دولت سفوي قيام کرد ودولت مستقل ملي رادر قندهار تا اصفهان گسترده بود؟ ۶
يادونه : دسنگ شکن په نامه يوچادپښتنو پر خلاف د((پاکستان پشتونها وطالبان )) تر نامه لاندي ليکنه کړې وه چې دهغې ليکنې په يوځاي کې راغلی وه :(( مثلثي که پشتونها در ان زنده گي مينمايد هيچگاه کشور مستقلي از خود نداشته است )) . ځکه نو سيستاني صاحب ور په گوته کړه چې په سترگو ړوند شي دا چې مرويس نيکه دومره ارته پاچاهي اويالوي احمد شاه بابا دافغانانو پراخه امپراتوري جوړه کړه دا څه وو؟؟ نوربيا
اخځليکونه :
۱/ هوسۍ مجله لومړی کال دريمه گڼه ۱۵ مخ
۲ / ډاکترعنايت الله شهراني دعوت په پرله پسي ۱۴۸ ۱و ۱۴۹گڼې په ۱۰ مخ
۳ / همدا اثر
۴ / بصير احمد دولت آبادي ، شناسنامه افغانستان ،۶۹ مخ دايران چاپ اودکتابخانه ملي ايران مربوط نمبر ۱۱۹۷۹۷ – ۸۱ م
۵ / عنا يت الله شهراني .لومړی فصل : تاريخچه نژادها و اقوام در افغانستان
۶ / کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني ، تاملي بر يکي دونکته ازمقاله سنگ شکن
۷/ حبيب الله غمخور ،کوچيان څگان نه دی












تأملی برعواقب جرگۀ قبایل دو سوی خط دیورند منشاء تروریزم کجاست؟

جمعه, 20 عقرب 1384 00:00

کاندیدای اکادمیسین سیستانی

در تاريخ کشورما ، هر زمانى که اوضاع سياسى و اجتماعى بحرانى شده و يا خطر خارجى ويا درونى حاکميت ملى را تهديد ميکرده است ، دولت اقدام به تدوير لويه جرگه مينمود و درچنين حالات خطير و سرنوشت ساز، لويه جرگه تصميم ميگرفت که دولت براى رفع بحران ياخطر چه بکند و چه نکند ؟ اکنون هم مداخلات بی شرمانه و صریح پاکستان وضعیت امنیتی را درکشور به چنان مرحله ای رسانده که دولت می بایستی لویه جرگه را دایر کند ومشکلات خود را به لویه جرگه پیش وراه برون رفت از این بحران را جستجو نماید، مگر قبل از اینکه دولت افغانستان دست به چنین کاری بزند، جورج دبلیوبوش رئیس جمهور امریکا دردعوت شامی که به افتخار پرزدنت کرزی ومشرف در قصر سفید ترتیب داده بود، بعد از شنیدن درد دل های رئیس جمهور کرزی وجواب های سر بالای مشرف، بوش رفع اختلاف طرفین را از طریق تدویر یک جرگۀ قومی مرکب از سران قبایل دوطرف خط دیورند خواستارشد.

ناگفته پیداست که مشرف قبلاً به جانب امریکا فهمانده بودکه تدویر جرگۀ اقوام دوسوی خط دیورند درکاهش حملات

شورشیان طالب بر نیروهای ائتلاف ضد تروریزم در افغانستان مؤثر است و از تلفات قوای ناتو وامریکا در این کشور خواهد کاست. از اینست که بوش و رامسفلد به تدویر یک چنین جرگه ئی توافق خود را نشان دادند وازرئیس جمهور کرزی خواستند تا به تدویرآن مبادرت ورزد.
سخنان مشرف در کابل وسپس درمقر سازمان ناتو دربلجیم وهمچنان درسازمان ملل متحد ودرمصاحبه با تلویزیونCNN امریکا در راستای خطرناک جلوه دادن طالبان، در واقع تحت تاثیر قراردادن سران اروپاو بخصوص امریکا در مبارزه باتروریزم طالبانی است وچون سر رشتۀ کنترول طالبان در دست پاکستان است،خواست برای جامعه بین المللی نشان بدهد که آنها ازعهدۀ کنترول طالبان والقاعده بدر نخواهند آمد، مگر به همکاری پاکستان. واز اینجاست که غرب در این مبارزه باید روی همکاری پاکستان حساب کند وامتیازاتی را به آن کشور در نظر داشته باشند. درعین حال مشرف با این گفتار خودمیخواست به مردم پاکستان نشان بدهد که او شخصیتی مستقل است و سخنش را مستقلانه میگوید وبجز منافع پاکستان دنباله رو هیچ کشوری بشمول امریکا نیست، تا بدینوسیله حمایت مردم پاکستان را در انتخابات آیندۀ ریاست جمهوری آن کشوربخود جلب نماید وبرنده هم بشود. به همین منظور پیش از سفر به اروپا وامریکا وبازگشت به کشورش، نخستین اقدام او توافق با پروتوکولی بودکه با قبایل وزیرستان شمالی به امضا رسیده بود.بنابراین او قشون خود را از وزیرستان شمالی بیرون کشید و به مخالفان دولت افغانستان زمینه حملات بیشتری را فراهم ساخت و بلافاصله ما شاهد شدت حملات طالبان در ولایات قندهار وهلمند وکنر علیه نیروهای ناتو ونیروهای دولتی بوده ایم.
اینک که طالبان با قبول تلفات سنگین برشدت حملات خودعلیه نیروهای امریکائی وناتو افزوده اند، وهر روز بیشتر از پیش انتقام خود را ازعساکر امریکائی میگیرند، رامسفلد وبه اصرار او رئیس جمهور امریکا جورج دبلیو بوش، بخاطر ابراز احترام به سنن پشتونها ازمشرف وحامدکرزی خواهش نمود تا به تدویر جرگه ای مرکب از اقوام دوطرف حط دیورند بپردازند. معلومداراست که "جرگه" از دید یک سیاستمدارغربی، یک عملیۀ بسیار عقب مانده است، مگر چطور شد که آنها بعد از پنج سال بمباردمان بی امان برمواضع طالبان،که تلفات فراوان غیر نظامیان وافراد بیگناه پشتون را به همراه داشته است، اینک حاضر شده اند، به چیزی تن دردهند که تا دیروز به آن هیچگونه ارزشی قایل نبودند؟ علت این امررا باید درتلفات روزافزون نیروهای امریکائی وناتودرافغانستان برمبنای سیاست غلط رامسفلد در افغانستان وعراق جستجوکرد.
رامسفلد گمان میکرد همانگون که در بدل هفتاد میلیون دالر، ائتلاف شمال را خرید و در خدمت نیروهای امریکا برضد طالبان قرارداد، میتواند در همکاری با نیروهای ایتلاف شمال به بهانۀ جستجوی طالبان،اقوام پشتون را سرکوب ومجبور به فرار از محل سکونت شان در شمال هندوکش کند وسپس اقوام پشتون در جنوب هندوکش را مورد ضربات خرد کننده قراربدهد و وادار به تسلیم وانقیاد بی چون وچرا نماید. مگر پنج سال عملیات مسلحانۀ نیروهای امریکائی با عصری ترین جنگ افزارهای کشتارجمعی، با وجود همیاری ائتلاف شمال، به رامسفلد ودیگر همفکرانش ثابت ساخت ، راهی را که او ودیگر مشاورانش در جهت نابودی طالبان ( و درواقع نابودی یاتصعیف پشتونها) انتخاب کرده اند، راه درستی نبوده است. نادرستی این راه از آن روز هویدا شد که با سقوط طالبان کابل برخلاف ادعای امریکا به حیث یک شهر غیر نظامی باقی نماند واز سوی ائتلاف شمال اشغال گردید وآنها که از نظر ایدیولوژیک هیچ فرقی با طالبان ندارند،اولاً دمار ازروزگار مردم کابل کشیدند. قتل وغارت وتجاوز برمال ودارائی مردم وغصب جایدادهای شخصی وزمین های ملکی واختطاف پسربچه ها برای باج گیری از والدین شان همراه بارونق کشت وقاچاق مواد مخدر از کارنامه های سیاه ائتلاف شمال است. این وضع هر روز بیشتراز پیشتر مردم را از حاکمیت جدید ومهره های گماشته شده در آن از سوی زلمی خلیل زاد بیزار ومتنفر وبه یاد طالبان انداخت وآنهایی هم که مال وناموس شان دراین مرحله از سوی ائتلاف شمال، غصب ویا مورد تجاوز قرار گرفته بود، برای انتقام کشی به جبهۀ طالبان پیوستند وممکن سلاح بردوش گرفته باشند وبا نیروهای ایساف بجنگند.
باری پس ازشکست طالبان واسارت هشت هزار نفرطالب بدست جنرال دوستم از قول رامسفلد وزیر دفاع امریکا راویت شد که گفته بود: امریکا هیچگونه دلچسپی به رهائی طالبان اسیر شده ندارد وبنابرین جنرال دوستم هم با الهام از این سخن رامسفلد اسرای طالب را در کانتینرهای بدون منفذ هوا مثل خشت پهلوی هم چید وبا شلیک صدها مرمی از عقب این کانتینرها برای ایجاد منفذ، خرمنهایی از لاشه های طالبان بی جان ونیم جان را از مزارشریف به شبرغان انتقال داد و به گورستان دشت لیلی بزیر ریگ ها دفن نمود. اما برخی از آن طالبانی که از مزارشریف به زندان گوانتانامو انتقال یافتند ومورد انواع آزار واذیت و شکنجه قرار گرفتند وسپس براثر بی گناهی آزاد گردیده به خانه های خود برگشتند، طبعاً به خانواده ودوستان خود ازچشم دید خود در آن زندانها حکایت کرده اند واگر برخی از آنها دوباره به صفوف طالبان پیوسته باشند، بدون تردیداین بار با عزم راسخ تر از پیش درصف طالبان درآمده وخواهند رزمید.
یکی ازفلم های مستند ازبرخورد خشن نیروهای امریکائی با زندانیان متهم به عضویت در گروه طالبان والقاعده که اخیراً دربازارهای اروپا عرضه میشود، فلم دایکمنتری"جاده بسوی گواتاناموRoad to Gvantanamo " است.( فلم سرگذشت یک پسرجوان انگلیسی پاکستانی الاصل رابیان میکندکه بعزم عروسی از انگلستان به پاکستان میرود وبعدهوس دیدار افغانستان میکند وبا دوسه تن جوان دیگر راهی افغانستان میشود ولی سرنوشت او رابدست نیروهای ائتلاف شمال اسیر میسازد وفقط بخاطر دانستن زبان انگلیسی زنده میماند وسپس به زندان گوانتانامو انتقال می یابد ومدت چندین سال موردانواع بازجوئی و اذیت وآزارجسمی وروحی قرار میگیرد،و سرانجام بیگناهی اوثابت میشود ودوباره آزادوبه کشور انگلستان تحویل داده میشود وبار دیگربه پاکستان نزد خانواده خود برگشته ازدواج میکند.)این فلم که بجز صحنه عروسی بقیه آن بطورمستندتهیه شده، بیننده را شدیداً تحت تاثیرقرار میدهد واحساس تنفر را نسبت به امریکا برمی انگیزاند.
بهرحال، با وجود تدویر دولویه جرگه وتصویب قانون اساسی جدید وانتخابات برای گزینش رئیس جمهور وشورای ملی، فساد اداری وشیوع رشوه با بدترین شکل آن، وعدم داد رسی به خواست مظلومان و به محاکمه نسپردن جنایت کاران جنگی وافرادی که متهم به نقض حقوق بشر اند، فقدان تغییر محسوس در زندگی مردم اعم از کارمندان دولت ولشکربیکاران عودت کننده، وموجودیت ۱۸۰۰ گروه مسلح با ظرفیت ۱۲۵۰۰۰هزار تفنگ بدست زیرفرمان ائتلاف شمال برای کشت وقاچاق مواد مخدردرساحات تحت کنترول شان وبرخورد های مسلحانۀ میان گروهی در گوشه وکنار کشور، شدت عمل طالبان شورشی در ولایات جنوبی کشوربشمول مرکز نه تنها سبب کندی پروسۀ بازسازی ودر برخی از ولایات پسرفت روندبازسازی ونظام تعلیمی کشورشده است، بلکه همه دست در دست هم داده، سبب دلسردی ومایوسی مردم ازدولت کرزی وحامی بزرگ او،امریکا گردیده است.
با این مشکلات وکاستیها اکنون دولت افغانستان بنابر خواست حامی سیاسی –اقتصادی خود امریکا میخواهد جرگه ای مرکب از سران قبایل دوطر خط دیورند را تدویر کند. به باور این قلم ،اینکار یک ترفند سیاسی دیگردولت پاکستان است. ترفندی که میخواهد با یک تیر دوفاخته شکار کند: یکی به بهانۀ جلب سران قبایل مرزی برای اشتراک در این جرگه از امریکا پول وامتیازبگیرد و دودیگراز افغانستان امتیازبرسمیت شناختن خط دیورند را بدون یک بدیل شایسته حاصل کند. احتمال داردکه پاکستان شرایط را برای روکردن برگ برنده از هرلحاظ فراهم کرده ویک باردیگرمیخواهد نقش وتاثیر ISI را بر رهبران تنظیمهای جهادی وسایر سران قبایل وزیرستان شمالی وبرخی از قوماندانان جهادی اینسوی خط مرزی بیازماید ومانند گذشته که با پرتاب ده هاهزارزخم راکت شهر کابل را تخریب وبه ویرانه مبدل ساخت، واردوی ملی ما رانابودکرد، این بار میخواهد با برسمیت شناختن خط دیورند افتخار دیگری کمائی کند و نیم جامعه پشتون را از آغوش مادرش جدا کند وبازهم ما را زخم بزند.
تشویش عمدۀ من بصفت یک افغان مدافع منافع ملی درتدویر این جرگه، از رهگذر اشتراک سران تنظیمهای جهادی افغان درآن است. سران تنظیم های هفت گانه ایکه قبلاً درپاکستان از خودگروه های شبه نظامی داشته اند، همگی بلا استثنا در سازمانISI (سازمان استخبارات نظامی پاکستان) راجستر شده اند و در برابر آن سازمان تعهداتی سپرده اند و بنابرین آنها همواره مدافع منافع پاکستان اند تا مدافع منافع ملی افغانستان. همگی میدانیم که تمام سران تنظیمها در پاکستان صاحب قصر وویلا وسرمایه های بانکی اند، و آن کشور را وطن دومی خود میدانند. پس آنها نمیتوانند برخلاف منافع پاکستان حرفی بگویند وپای خود را از گلیم خود دراز ترنمایند، در غیر این صورت از تمام امتیازات خود بشمول پول پس انداز دربانکهای پاکستان ودیگر ملکیتهای منقول وغیر منقول خود درآن کشور محروم خواهندشد، در چنین شرایطی این اشخاص که امتحان وطن دوستی خود را به ملت افغانستان داده اند، بدون تردید منافع ملی افغانستان را در قدم منافع پاکستان خواهند ریخت. چنانکه در دورۀ قدرت یابی خود طی سالهای ۱۹۹۲تا ۱۹۹۶ آنها بدستور ISI پاکستان نه تنها شهر کابل را به ویرانۀ موحشی مبدل ساختند ، بلکه تمام زیربناهای اقتصادی کشور را نابود کردند وحتی ملی بسها وتانک های محاربوی را نیز به پاکستان برده به نرخ آهن پاره فروختند وهیچکسی از رهبران شان مانع این تباهی وآن تخریب کاری نشدند. اکنون هم همان رهبران تنظیمهای ساخت پاکستان خود را به عنوان نمایندگان ملت در این جرگه جا میزنند واولین فیصله ایکه به نفع پاکستان خواهند کرد، این خواهد بود که خط دیورند را بدون هیچگونه بدیلی به رسمیت خواهند شناخت وآنرا طوری برسمیت خواهند شناخت که همین اکنون بخش های وسیعی از اراضی افغانستان در اشغال سپاه پاکستان قرار دارد وهمه از طریق رسانه های گروهی اطلاع حاصل کرده ایم که ۸۰ هزارعساکر پاکستانی مقیم درمرز دیورند، در برخی مواضع تا۴۰-۳۰ کیلومتر به داخل ساحه افغانستان نفوذ کرده اند و علایم مرزی را با سیم خارداربرای خود مشخص ساخته اند.
دولت پاکستان از همان آغاز همنوائی با ایتلاف ضد تروریزم برهبری امریکا درصدد بوده وهست تا برخی از سران قبایل سرحدی را با تطمیع یا تخویف متمایل بخود سازد تا اگر روزی از مردم محل پرسیده شود که مرز پاکستان با افغانستان در گذشته درکجا بوده ؟ آنها بخاطر پاداشی که از دولت پاکستان دریافت کرده اند ویا دریافت خواهندکرد، بگویند که تا فلان محل وفلان قریه وفلان کاریز و نقطه ایکه همین اکنون سربازان پاکستانی برآن قرار دارند.
چند سال پیش افواهی شنیده شد که در زمان حکومت ربانی تمام اسناد ونقشه های خط دیورند از وزارت خارجه افغانستان دزدیده شده و در اختیار عمال پاکستانی قرار داده شده است واکنون هیچگونه نقشه ایکه خط مرزی را نشان بدهد در اختیار دولت افغانستان نیست. پس اگر این افواه حقیقت داشته باشد دولت افغانستان چگونه میتواند لا اقل به همان مرزی توافق بکند که، هنوز پارلمان افغانستان در مورد لغوخط دیورند در۱۹۴۹، تصمیم نگرفته بود وآن خط میان دوکشورهند برتانوی وافغانستان برسمیت شناخته میشد؟
از نظر افغانها جرگۀ مورد نظر می باید روی مسایل تأمین امنیت واستقرار ثبات درافغانستان دور بخورد واز پاکستان وسران قبایل بخواهد تا مانع حمایت، تربیت و گسیل طالبان به افغانستان بخاطراجرای حملات انتحاری بر نیروهای دولتی وائتلاف ضد تروریزم گردند.مگر آیا چنین تعهدی را میتوان از این جرگه انتظار داشت؟ تصور میکنم هرگزنه، زیرا پاکستان وسازمان استخبارات نظامی آنکشور نمیخواهد تا افغانستان از ثبات وامنیتی برخوردار شود که به کار بازسازی خود بپردازد،آنهم در شرایطی که تنش میان هر دوکشور بیشتر از پیشتر شده است. احتمال دارد که پاکستان اولاً برسمیت شناختن خط دیورند را شرط اساسی تأمین امنیت درافغانستان وانمود کند ووقتی این شرط او پذیرفته شود، بازهمان آش وهمان کاسه خواهد بود وباز مداخلات پاکستان از طریق تجهیز وگسیل شورشیان طالب به داخل افغانستان از سر شروع گردد.
از احتمال بدور نیست که از طرف اعضای جرگه از آنسوی مرز پیشنهاد وفیصله شود که چون افغانستان کشور اسلامی است واز طرف کشورهای نا مسلمان اشغال شده ،برای قطع جنگ ورفع مداخلۀ طالبان،می باید نیروهای بین المللی ظرف چندماه از افغانستان خارج شوند، دراینصورت آیا دولت افغانستان وامریکا آنرا خواهند پذیرفت ؟ معلوم دار چنین فیصله ای را قبول نخواهندکرد. پس دراین صورت همان دور باطل از سرگرفته خواهدشد، یعنی گسیل طالبان از پاکستان به افغانستان وتشدید بمباردمان قوای ناتو برمواضع طالبان وکشتار عده ای از مردم بیگناه افغان در این بمباردمانها. پس برای امریکا وناتو یگانه راهی که میماند همان راهی است که پرزیدنت کرزی پیشنهاد کرده است. کرزی که بطورحتم به هدف وکُنه سخنان مشرف پی برده بود با شهامت کم نظیر وبی سابقه ای در سازمان ملل متحد وکشور کانادا یاد آورشد که برای غلبه برتروریزم باید بسترپرورش آن محو ونابودشود. کرزی از جامعه بین المللی خواست تا تمام تلاش خود را در این راه به بخرچ دهند، درغیر آن ریشه کن کردن تروریزم با بمباردمان کردن خانه وکاشانه مردم درجنوب افغانستان که جز تنفر وانزجار مردم از امریکا وکشورهای ناتو را بدنبال دارد، کار درستی نیست. هدف کرزی از این سخنان وارد کردن فشارامریکا واروپا برپاکستان است تا آن کشور لانه های تربیت تندروان مذهبی را درخاک خود مسدود ونابود کند.
باری آقای ریچاردآرمیتاژ سابق معاون وزیر خارجۀ امریکا به پاکستان هوشدار داده بود که" اگر پاکستان در نابودی گروه های تروریستی با امریکا همکاری نکند، امریکاآنکشور را به دوره حجرخواهد فرستاد." پس از هوشدار این مقام امریکائی بود که پاکستان بطور کجدار ومریز،به اجرای یک نقش دوجانبه پرداخت.یعنی یکطرف تن به همکاری با ائتلاف ضد تروریزم برهبری امریکا داد واز سوی دیگرطالبان را در یک سطح پائین تر زیرچتر حمایت سازمان استخبارات نظامی آن کشور(ISI ) قرار داد تا عند اللزوم ازآنها برای بی ثبات ساختن افغانستان استفاده کند. افغانستان که از همان آغاز به این هدف پاکستان پی برده بود، بارها حقیقت رابه مقامات امریکائی گوشزد کرد ، اما مقامات امریکائی به سرنای افغانستان گوش نمیداد یا اینکه تجاهل عارفانه مینمود.

پاکستان حامی طالبان وپرورشگاه تروریستان:
چندی پیش BBC به ارتباط افزایش نا امنی در افغانستان مقاله ای رابازتاب داد که درآن گفته شده بود:" (ISI ) دولتی در درون دولت پاکستان است" وعلاوه نمود که: روزنامۀ هرالد تريبيون چاپ بريتانيا، در شماره ۲۵ می۲۰۰۶خود مقاله ای را منتشر کرده در مورد افزايش نا امنی در افغانستان و نقش سازمان استخباراتی پاکستان (ISI ) در اين نا امنیها.
نويسنده اين مقاله، امين صيقل، استاد علوم سياسی و رئيس مرکز مطالعات اسلامی پوهنتون ملی استراليا، می گويد: افزايش فعاليتهای مخالفان دولت افغانستان دراین اواخر، ترديدهای جدی را در مورد بازگشت صلح و ثابت به اين کشور ايجاد کرده است. تحليلگران استخبارات غربی به صورت گسترده ای معتقدند که بدون حمايت پاکستان و اجازه استفاده از قلمرو اين کشور، طالبان نمی توانستند تا به حدی که امروز ديده می شوند، منسجم شده و قدرت مقابله با ارتش افغانستان و نيروهای ائتلاف را پيدا کنند.
نویسنده تاکید میکند که:" حتی اگر ژنرال پرويز مشرف رييس جمهور پاکستان، شخصا به سياست عدم دخالت در افغانستان متعهد باشد، نمی تواند ادعا کند که سرويس استخبارات اين کشور و همچنين نيروهای بنيادگرای اسلامی، چنين تعهدی را رعايت می کنند." نويسنده مقاله، سازمان (ISI ) را، "دولتی در درون دولت پاکستان" توصيف کرده می گویدکه پاکستان باور دارد که دير يا زود نيروهای ائتلاف از افغانستان خارج میشوند و اين امر راه را برای تعيين سرنوشت اين کشور توسط همسايگانش هموار می سازد. با درنظرداشت اين مساله "پاکستان می خواهد در جايگاهی باشد که بتواند منافع خود را در آينده افغانستان حفظ کند و مانع تقويت حضور ديگر بازيگران منطقه به خصوص هند و ايران در افغانستان شود". هرالد تريبيون می افزايد: "همانند طالبان، نيروهای بنيادگرای پاکستانی نيز از ناکامی های آمريکا در عراق و اعلام خروج ۴۰۰۰ سرباز آمريکايی از افغانستان بعد از گسترش ناتو در ظرف دوماه آينده، جسور تر شده اند".
نويسنده همچنين به مشکلات ديگر از جمله فقر، کشت و قاچاق مواد مخدر اشاره می کند و می نويسد که هيچ کدام از اين مشکلات حل نخواهد شد مگر آنکه دولت افغانستان و متحدان بين المللی آن، به صورت جدی سياستهای خود را تغيير دهند. و سپس پيشنهاد می کند که "اول، حامد کرزی بايد يک دولت معتبر و موثر تشکيل دهد که عاری از فساد اداری و خويشخوری باشد؛ دوم اينکه آمريکا و متحدانش بايد بيشتر در بازسازی ملی و تامين امنيت سرمايه گذاری کنند، سوم اينکه امنيت مرز طولانی ميان افغانستان و پاکستان بايد کنترل شود و اين امر مستلزم آن ست که امريکا و متحدانش نيروی کافی به اين مناطق اعزام کنند و از پاکستان بخواهند تا مرزهای ميان دو کشور دوباره تعيين شود. مساله ای که از استقلال پاکستان در سال ۱۹۴۷ تاکنون، از عوامل بزرگ اختلاف ميان دو کشور بوده است".
پيشنهاد چهارم نويسنده اين است که آمريکا بايد اولويتهای استراتژيک خود را دوباره تعيين کند و خاطرنشان می کند که آمريکا نمی تواند به وعده های خود مبنی بر ايجاد صلح، ثبات و بازسازی در افغانستان عمل کند، درحالی که با پاکستان نيز به عنوان يک متحد استراتژيک خود، به نرمی رفتار می کند".( بی بی سی ٢۵/۴/ ٢٠٠٦)
حامد کرزی رييس جمهور افغانستان نیز طی سفر غير منتظره به ولايت ناآرام کنر در مرز پاکستان ، درحضور بزرگان قومی ولايت کنر به طور مستقيم سازمان استخبارات نظامی پاکستان (آی اس آی) را متهم کرد که افغانها را عليه کشورشان تحريک می کند. او گفت: "پاکستان فرزندان افغانستان را به سوزاندن مکاتب، کشتن مهندسان و کارکنان خارجی امور بازسازی در افغانستان تشويق می کند." آقای کرزی ناامنی ها در افغانستان را يکی از عوامل مهم بازدارنده اجرای برنامه های بازسازی توصيف کرد. رييس جمهور افغانستان در ادامه سخنان خود تاکيد کرد که امنيت افغانستان به سود پاکستان است. وعلاوه نمود که او بارها در اين مورد با پرويز مشرف، رييس جمهور پاکستان صحبت کرده است. او افزود: "من بارها به مقامات پاکستان گفته ام که ديگر زمان آن گذشته است که تصاميم در مورد سرنوشت افغانستان در اسلام آباد گرفته می شد."( Bbc ١٨/۵/٢٠٠٦) اما پاکستان همواره این اتهامات را ردکرده است.
اسما حبیب ،گزارشگر bbc درکابل در تاریخ ۶ سپتمبرگزارش بسیار مهمی ارائه دادکه درآن گفته میشود: ساعاتی پيش از ورود پرويز مشرف رييس جمهور پاکستان به کابل، يک ديپلمات ارشد بريتانيايی گفت که تأمين امنيت و ثبات پايدار در افغانستان تا زمانی ممکن نيست که "مراکز آموزش تروريستها در پاکستان" بسته نشود.
کيم هاوس، معاون وزير خارجه بريتانيا در يک کنفرانس خبری در کابل گفت که اگر قرار است امنيت و ثبات در افغانستان تحکيم شود، پاکستان بايد تعهد کند که برای برهم زدن ثبات در افغانستان تلاشی به خرج نمی دهد. آقای هاوس گفت: "اگر قرار است افغانستان در آينده کشور با ثباتی باشد، پاکستان بايد تعهد کند که هيچ گاهی به طالبان و تروريست ها کمک نخواهد کرد، مراکز آموزش تروريست ها را مسدود خواهد کرد و اجازه نخواهد داد انديشه های افراط گرايی در افکار نسل جوان تزريق شود." اين نخستين بار است که يک مقام ارشد بريتانيايی به اين صراحت در مورد پاکستان ابراز نظر می کند.( bbc ٦ سپتمبر٢٠٠٦)
خبرگزاری ایرنادر تاریخ ۲۶ اکتوبرگزارش داد که بارنت روبين، مدیریک مركز مطالعات همكاري‌هاي بين‌المللي در دانشگاه نيويورك ،در مقاله‌اي كه درهفتۀ اخیرماه اکتوبر در روزنامه وال ستريت ژورنال به چاپ رسانده، نوشته است: "براي حل اختلافات ديرينه ميان پاكستان و افغانستان به چيزي بيش از مراسم شامي كه ماه گذشته در كاخ سفيد برگزار شد و در آن پرويز مشرف و حامد كرزي حضور داشتند، احتياج است."
به نوشتۀ روبین "به غير از پنج سالي كه طالبان بر كابل حكومت مي‌كردند، پاكستان و افغانستان به صورت كلي از تقريبا ۶۰ سال پيش كه پاكستان تاسيس شد داراي روابط خصمانه‌اي بوده‌اند، البته حتي در دوران حكومت طالبان نيز افغانستان هيچگاه با الحاق منطقه پشتون و بلوچ خود به پاكستان موافقت نكرد، همين اختلاف باعث شده بود حكومت پادشاهي افغانستان از كمك‌هاي نظامي شوروي سابق براي مبارزه با ارتش پاكستان كه مورد حمايت امريكا بود استفاده و از نظر ديپلماتيك نيز با هند همسو گردد".
به گفتۀ روبين،" سازمان‌هاي اطلاعاتي امريكا، ناتو و افغانستان بر اين مساله توافق دارند كه پناهگاه رهبران طالبان در پاكستان و بخصوص در شهر کويته است و برخي سازمان‌هاي قومي تاثير عمده‌اي بر توانايي شورشیان طالب در بهره‌برداري از ضعف‌هاي داخلي افغانستان دارد."
روبين نوشته است: "بيشترين مساله‌ ايكه باعث نگراني پاكستان شده كشور هند است كه اخيرا در شهرهاي جلال آباد و قندهار در نزديكي مرز پاكستان كنسولگري تاسيس كرده است. پاكستان سازمان اطلاعاتي هند را متهم كرده كه از عواملي براي جاسوسي و بي‌ ثبات كردن آن كشور استفاده م‌كند. به عنوان مثال اسلام آباد مدعي است که دهلي نو باعث ايجاد نا آرامي در استان بلوچستان اين كشور شده است. در عين حال آمريكا و افغانستان نيز بايد نگراني‌هاي مشروع پاكستان را به رسميت بشناسند، لذا اندازه كنسولگري‌هاي هند بايد محدود باشد و آمريكا، افغانستان و هند نيز توافق كنند كه نسبت به نقش خود اقداماتي را جهت اطمينان‌ سازي اتخاذ كنند."
روبین در اخیر مقاله اش به این نکته مهم اشاره میکند که" هنگامي كه پاكستان عليه پناهگاه‌هاي طالبان عمل كرد رييس جمهوري افغانستان نيز بايستي اين قدم سياسي دشوار و دليرانه را اتخاذ كند تا يك مذاكره سياسي در داخل و خارج از افغانستان برگزار و در آن به بحث در مورد ديگر مسائل چون: به رسميت شناختن مرز آزاد ميان دو كشور بپردازند، در مقابل نيز افغانستان اطمينان خواهد يافت كه به تاسيسات بندري پاكستان دسترسي داشته باشد".
روبين نوشته که: "آمريكا و كشورهاي عضو سازمان ناتو نيز بايد تضمين‌كنندگان اين روند باشند و براي توسعه مناطق مرزي كه بيكاري و بي سوادي عامل اصلي جذب نيروها به گروه‌هاي مسلح است ، كمك كنند."
اکنون که هدف پاکستان از مداخلاتش در امور افغانستان روشن گردید،باید متوجه بود که منشاء تروریزم پاکستان است ، نه افغانستان وبنابراین ائتلاف بین المللی ضد تروریزم برهبری امریکا باید تروریستان القاعده وطالبان را درپاکستان جستجو ونابود کنند. پاکستان که تا این اواخرمنکر پرورشگاه های افراط گرایان اسلامی درآن کشور بود،درتاریخ۳۰ اکتوبر هلی کوپترهای توپدار آن کشوردر منطقۀ قبایلی باجور، نزدیک سرحدافغانستان یکی از این مدرسه ها را بمباردمان کرد که درآن ۸۰ تن از تندروان مذهبی کشته شدند وسرانجام مقامات امنیتی پاکستان وشخص مشرف در برابراعتراضات مردم محل ،اعتراف کرد که درآن مدرسه هیچ شخص بیگناهی کشته نشده وتمام آنها افراط گرایان اسلامی بودند که درآن مدرسه تعلیمات تروریستی می دیده اند. بدینسان کرزی بدرستی به جامعه بین المللی خاطر نشان کرده بود که برای توفیق بر تروریزم بایدمنبع وسرچشمۀ آن یعنی مدارس مذهبی پاکستان بسته شوند، در غیر آن تلاش برای ریشه کن کردن تروریزم از منطقه تلاش عبثی خواهدبود.
همین اکنون توسعه مدارس مذهبی در صوبه سرحدپاکستان نسبت به سالهای قبل از حادثۀ ۱۱ سپتامبر ۲۰۰۱، بيست و هشت برابر گردیده که تعداد آن در سال ۲۰۰۵ به ۶۸۷۰( شش هزار و هشتصد و هفتاد) باب رسيده بود.(رک: لوموند دیپلوماتیک مارس ٢٠٠٦) این مدارس که تعداد آن در سراسر پاکستان از سی هزارباب هم تجاوز میکند تولیدات آن به کجا صادرمیشود ؟ بدون تردید اکثریت شان بعد از شستشوی مغزی برای جنگ و حملات انتحاری به کشمیر وافغانستان برضد نیروهای هندی ویا امریکائی وناتو گسیل میگردند وثبات وامنیت دراین کشورها را مختل خواهند کرد، پس سخن کرزی برای غرب وائتلاف ضد تروریزم یک سخن دقیق وبسیار با اهمیت است وجامعه بین المللی باید کار مبارزه با افراط گرائی ودهشت افگنی را از پاکستان وازمدارس مذهبی آن کشور شروع کنند، نه از دهات وروستاهای افغانستان که افراط گرایان اسلامی ازآن به عنوان سپر بلا استفاده میکنند.

پایان








يوه بله لومه ! داټول د څه له پاره ؟

جمعه, 20 عقرب 1384 00:00

ليکونکۍ : حبيب اله غمخور

پدې شپو او ورځو کښي چې په افغانستان کې نه يوازي دبهرنيو او کورنيو چارواکو په تيروتنه اوخپل سريو دبې امنيتۍ دېگدان ډير تود دۍ او هر کس او ناکس پکښي خپلي ډوډۍ پخوي ،دعادت او سياسي موخي پر اساس دنومبر دمياشتي په دوهمه نیټه دجميعت اسلامي تنظيم مشر برهان‌الدين رباني چي ترکيې ته په يو سفر تللۍ ودهغه هيواد د((واکيت )) له ورځپاڼي سره په مرکه کښي ويلې دي ((دطالبانو پر خلاف به جگړه ونکړوو)) داخبر په افغانستان رو ،ايرنا اونورو مطبوعاتي څانگو کښي په تفصيل سره نشر شو ه ، د((افغانستان رو)) په حواله ښاغلی رباني ددې خبري په تايدچې که دطالب جنگيالي کابل ته داخل شي دوي به جگړه ورسره ونه کړې ويلي : که چيري طالبان په افغانستان کې قدرت تر لاسه کړې دعام ولس او اسلام پر خلاف فعاليت وکړې موږ به دهغوي پر خلاف جگړه پيل کړو . خو سمدستي بيا په خپلو همدغو خبرو کې طالبانو ته لار ښودنه کوي چې تاسو بايد دنورو مجاهدينو ملاتړ تر لاسه کړۍ ، غير هغه نه به کابل ته ستاسو راتگ ډير له ستونزو ډک وي ،دمجاهدينو څخه داستاد رباني هدف همدا خپله ډله ټپله ده ځکه دوي ځانته دمقاومت او دافغانستان دنجات فرشتې وايي .

له يوې خوا طالبانوته شين څراغ روښانه کوي ،خپله علاقمندي له طالبانو سره څرگندوي او له بلې خوا بيا ځان او خپله ډله لکه پاکستاني شيخان يوازنېۍ داسلام مدافع معرفي کوي . او خلکو ته گواښ کوي که چيري موږ دطالبانو پر خلاف جگړه پيل کړه لامل به يې داوي چې هغوي داسلام او ولس دښمنان دي.
استاد رباني له طالبانو سره دشمال دائتلاف داستازو ليدنو کتنو څخه هم پرده پورته کوي ، وايي چې دائتلاف استازو له طالب چارواکو سره ليدلي خو ده پخپله ندي ورسره ليدلي ،داچې څومره به دا خبره حقيقت ولري اوس دسياسي ملحوظاتو پر اساس طالبان هم پټه خوله دي ،ولې دا اړينه ده چې ددې خبري دحقيقت موندلو په منظور ژوره شيننه وشي ،په هر صورت .
رباني دناټو دځواکونو دشتون مخالف دۍ ،وايي هغوي په لومړی سره کښي ښه کارونه کول ،دهيواد والودښيرازی او اسلامي مدرسو دپرانيستلو لپاره يي فعاليت کاوه . ولي وروسته دناټو دکړنو مسير يا لورۍ تغير وخوړ ،مرکزي دولت دناصالحو افرادو پلاس ورغلۍ،دناټو ځواکونو داسلام او افغاني فرهنگ پر خلاف فعاليتونه پيل کړه ،پايله يې داشوه چي خلک اوس له دوي نه خوښ نه دی ،له هيواد نه دناټو او امريکايي ځواکونو دوتلو غوښتنه کوي . جالبه ده چې دکوم بهرني څيراغ په لېدو سره استاد رباني چې دهمدغو بهرنيانو په مټ هر څه ورته ورسېدل داسي ((۱۸۰ درجې)) وگرځېد ؟ خداي دي وکړې چې دادشانگهاي دلپمې روښنايي نه وې !! ! اويادايراني اخوندانو سر ښورونه !
ترکی چارواکو ته دخدمت کولو اوځان دهغوي خواخوږۍ شميرلو پر بنياد ،هغوي ته په مرکه کې مشوره ورکوي چي پوځونه يې دکابل له ښاره ونه وزي ،تر څو سلامت پاته وي . تاسو فکر او قضاوت وکړۍ دترکيې پوځيان دناټو دپوځ غړي دي مکلفيت لري هغه دنده چې دوي ته يې دناټو قوماندان سپاري سرته ورسوي ،مگر استاد رباني ورته مشوره ورکوي چي له کابله ونه وزۍ ،دا خبره دامعنا لري چي استاد ته دخپل هيواد تر امنيت دترکيې دپوچيانو امنيت ډير ارزښت لري .
هغه وايي : "ناتو خواهان برخورد نيروهاي تركيه‌اي با مقاومت‌كنندگان در مناطق جنوبي افغانستان است . ولي نيروهاي تركيه نبايد از كابل خارج شوند. چرا كه ديگر مناطق افغانستان، مناطق بسيار پر خطري هستند."
استاد رباني دالقاعدي دسازمان دارزوني په اړوند وايي : القاعده دروسانو سره دافغانانو دجگړې په وخت کښي منځته راغلې ده ،بن لادن دافغانستان سره کومه ستونزه نلري هغه دامريکا دښمنه ده . سوال پيداکيږي چې دامريکا سره دښمني بايد زموږ په خاوره کې تر سره شي ؟
داستادرباني يو پلوي فضل الرحمن فاضل دجنبش ملي اسلامي افغانستان په ويب پاڼه کي داستاد رباني دمرکې دسپيناوي او هغه له تاريکۍ نه را ايستلو په موخه يوه ليکنه کړي ،چې زه ځيني برخي په لنډيزه توگه کټ مټ را اخلم او ځيني برخي يي په پښتوژباړه ليکم ښاغلۍ فضل الرحمن فاضل ليکې : ايرنا دايران خبري اژانس داستاد رباني دهغي مرکي متن چي له ترکي ((واکيت )) ورځپاڼي سره يې په انقره کې کړيې وه اودهغه دخولې يې دا خبره رانقل کړې وه چې ((علیه طالبان نخواهیم جنگید)) ولوستل او سمدستي مي هغه ته تليفون وکړ او هغه ته مي ددې مرکي او خبر په هکله معلومات ورکړ .
استاد زمادخبرو په اوريدو سره راته وويل : نيم ساعت مخکښي له دېنه چې له ترکې نه حرکت وکړم ديوي ترکۍ ورځپاڼي سره مي مصاحبه وکړه .
په مرکه کښي ترکي ژورنالست زمانه پوښتنه وکړه چې : نا تو باطالبان مذاکره کرده است وحتی برخی مناطق را برای آنها سپرده است ورئیس جمهور کرزی هم آمادهء مذاکره با ملا محمد عمر آخند وآقای حکمتیار شده است اگر طالبان به کابل برگردند موقف شما مجاهدین چه خواهد بود، آیا شما با آنها خواهید جنگید ؟ دده په وينا استاد وويل چې مادخبرنگار دسوال په ځواب کې داسي وويل : آمدن طالبان از دوحال خارج نیست، یا مهمان رئیس دولت خواهند بود که او قوماندان اعلای قوای مسلح است، بنا ما با مهمان رئیس دولت جنگ نخواهیم کرد. دلیل ورود دیگر شان به کابل این است که ناتو در برابرشان تاب نیاورد وآنها به کابل بیایند .
بنا مجاهدین که به اساس پروسه های دی دی آر ودایاک، قدرت نظامی خویش را از دست داده اند، چگونه با طالبان خواهند توانست تا بجنگند. داستاد رباني دخبرو په لومړۍ برخه په کښي بربنډدهغه نظر دطالبانو او کرزي په هکله څرگندېږي او هغه ته سپکاوي بيلگه ده ؛ هغه وايي دسرقوماندان اعلا مليمانه به وي ،کوم ميلمانه ؟ ايادادمخالفت دڅرگندولو روڼه بېلگه نه ده ؟ ځکه دهمدغو خبرو په پاي کښي بيا وايي ممکن ناټونه وي توانېدلې چي ددوي په مقابل کې مقاومت وکړي . مجاهدين (( ددي آر)) او(( داياک)) بي وسلې کړه ،څنگه کيداي شي دطالبانو سره وجنگېږي . هغه متل دۍ چې وايي (( يو بام او دوي هواوي )) له يوي خوا وايي که طالبان کابل ته داخل شي موږ به مخالفت ونکړو او بلي خوا دبې وسلي کېدو خبره کوي او ځانونه ناوسه بولي ،خو څه موده پخوا مارشال فهيم دبي بي سي سره په يوه مرکه کښي واضح وويل : دولت از نيروی مجاهدين برای حفظ نظام و استقرار امنيت پايدار در افغانستان استفاده کند. مگر مارشال فهيم داهيره کړې وه چې تراوسه هغه نسل ژوندی دی کوم چي احمدشاه مسعود، رباني او نوروتنظېمي رهبران پکښي حاکمان وه.
په همدغو شپو او ورځو کښې له بي بي سي سره په مرکه کښي نړيوالوته په خطاب کولو سره استاد رباني وويل : که اگر می خواهيد امنيت در افغانستان برقرار باشد، بايد از نيروهای مجاهدين در مقامهای دولتی استفاده شود و مجاهدان کنار زده نشوند. داستادرباني نړيوالوته بربنډ وايي چې دولتي واک غواړي ، ځکه وايي :که غواړی په افغانستان کي امنيت ټينگ شي او سوله راشي بايد په دولت کې دمجاهدينو دنيروڅخه پراخه استفاده وشي . بيا نو اوس ولې ډې ډي آر او دايک دپروسې څخه سر ټکوې . پداسي حال کې چې همدا اوس هم ډير افغان روڼ اندي او غوڅ ډيره کي افغانان ددغي پروسي پر پلي کولو نيوه کي لري ،دابه ډيره مشکله وي ومنل شي چې محلي قوماندانان ،تنظيمونه او جنگسالاران بې وسلې شوي دي ،که دا کار شوۍ واي افغانانو به اوس لږ ستونځي درلوداي !
متاسفانه ښاغلي کرزي ددي لپاره چي دوي خفه نشي په سر سري توگه وسله ټوله کړه چي هلته هم اکثرأ زړې او بيکاره وسلي تسليم شوې . که داسي نه ده ؟ بيا نو ولې ځانونه په پوځې ډگر کې مطر ح بولۍ ؟بيله وسلې دا ولس ستاسوڅخه دخداي له داباره امن وپناه غواړي ،ستاسو دليدو او ږغ داورېدو ته تږيی نه دي .
وړاندي داښاغلۍ ليکې : استاد وويل چي پر دغو خبرو سر بېره ماورته وويل : طالبان آنقدر توان رزمی ندارند که کابل را اشغال کنند وبنا بر فرض محال اگر کابل بیایند موقف ما عدم جنگ با طالبان خواهد بود. مگر پدې ورستيو ورځو کې دځينو خبري رسنيو لخوا ويل کيږي چې استاد داسي خبري نه ده کړې ،خودادی دهغه پلوۍ دا خبره تايدوي . وړاندي بيا هم استاد سر ټکوچي مجاهدين بي وسلې شوئ دي ، دناټو غوندي ځواک په مقابل کي دمقامت توانايي نلري ،وړاندي گيله کوي وايي ،موږ په کافي اندازه پنځه کاله دطالبانو په مقابل کې مخامخ مقاومت وکړ،ددې مقاومت مکافات يعني ارزونه دجنگسالار او توپکسالار القاب دي چې موږ ته راګړه شوه ، بهتره دا ده چې ، له پخوانيو تجريبو نه په استفادې سره واقع بين اوسو، لږ قوت او زيات قهر (لافې )کومه پايده نلري .
خداي دي وکړې چې استاد پدې پوهېدلۍ وي چې نور خلکو ته بېله وسلې دمنلو وړ نه دي ،او داخبره يې په صداقت سره کړې وي ،بله ورځ ځان تربل هر چا مستحق ونه گڼې اويا په زور گوتي ونه وهې .
تجربې دا هم ښودلې ده چې استاد رباني دخپل حاکميت دساتلو لپاره کابينه او دولت دره په دره او غار په غار گرځول،هغه وخت يې ولې داخبره نه کول او دطالبانو سره يي گډه ژبه نه پيدا کول ؟ . داسي گمان کيږي چې استاد رباني پدا ډول څرگندونو او مرکو غواړي له يوي خوا طالبانواو دهغوي ملاتړو ته څرگنده کړې چې کوم خاص مخالفت ورسره نلري او له بلې خوا کرزي او بهرنيانو،په ځانگړې توگه امريکا او انگلستان ته ښکاره کړي چې ددوي دمخالفينو سره د اړيکو نيولواودهغوي سره دپخلايني توانايي هم لري
دخلکو دوينو دتوئېدو په قيمت دموکراسی هم دچا پکار نه ده ، کيداي شوه امنيت او دموکراسي دمعقولو لارو چارو دسنجولو او دهغو دپلي کولو پر بنياد راغلې واي ،چې متاسفانه داکار ونشو ؛دبهرنيانو لويه تيروتنه او غلطي داده چي دنوي حاکميت په جوړېدوکښي يې له حوسلې او ژورې څېړنې نه کار وانه خيست ،هغه متل دي چې وايي ((رمه يي د ليوانو پلاس ورکړه )) ،له هغو چې ولس بيزار و هغه يي يوځل بيا پر ولس حاکمان کړه، علاوه پردغه تيروتنه په ملي کچه څومره چې ښاغلی کرزی مسوليت لري په هغه اندازه همدا تنظيمونه چي دبن دتوافقاتو پر اساس يي بيله استحقاقه دولتي واک او اختيار ترلاسه کړ ی ملامت دي ،همدا تنظيمونه او ډلي ټپلي دي چې اوبه خړوي او ماهيان پکښي نيسي ،دموکراسي او امنيت ددوي په گټه نه دی ، دوي دپاکستان سره يو ځاي هغې موخي ته درسېدولپاره تلاښ کوي چې په افغانستان کې يولاس پوڅۍ او بنسټپال حاکميت جوړ او واک ته ورسول شي ، دلته دورستی ځل لپاره دپاکستاني جنرالانود ارمانو دپوره کولوپه منظور لاره خلاصه شي .
ممکن لوستونکۍ پوښتنه وکړې چې دا اوس څه حالت دی ؟ اوس دچا خبره لومړۍ ده او دچا حکم چليږې ؟ دا منو چې دپرديو هڅو نو او لمسونو موږ دا څو لسيزي دهغو تر سياسي او پوځي واک لاندي ساتلي يو، يوه ترخه پوښتنه داده چي ولې تل ز موږ برخه ليک پردي وټاکي ؟ ولې دهغوي له پاره دا امکانات برابر شي چې خپلي سياسي اقتصادي او فرهنگي موخي پلي کړي ؟ ولي موږ دپرديو دلاس وسيله شو ؟او هغوي راته لارښوونه وکړې چې کوم ډول سياسي جوړښت ولرو ؟ ولې دهغوي وسلې زموږ په هيواد کې ديوي ډلې يا شخص دحاکميت دساتلو لپاره استعمال شي ؟ تر ډيرو ولې مهم خبره او سوال دادۍ چې ولې موږ غواړو د پنځلسمې پېړۍ په شرايطو کې ژوند وکړو ؟دنړۍ زيات مسلمانان داوسني عصر له ټولو ارزښتونونه دخپل هيواد او ولس په گټه استفاده کوي ،مگر موږ علاقه لرو او دوي مو هم هڅوي چې دتمدن دښمنان وه اوسوو! تاسو وگورۍ دنړۍ په کومه سيمه او هيواد کښي ښوونځۍ سوځې ،استادان اوپوهان وژنی ؟ ښارونه او کلې ورانوي ؟ ولې يوه ډله دپاکستاني ،ايراني او نورو هيوادو داستخباراتو لخوا گمارل شوي کسان دي چې زموږ نالوستۍ ولس دغو ناخوالو ته هڅوي . خپل روزل شوې کسان رالېږي اوبيا هر څه پر افغانانو ورتپی .
زه په خپله پدې نظر يم که په همدغه اوسني حاکميت کښې شامل کسان ځانونه مستحق بولې ،نو طالبان ،او گلبدين حمکتيار او نورو ټولو هغوته چې تر اوسه دميرې زی په سترگه ورته کتل شوي هم بايد ددوي دولسي پلوۍ په اندازه په دولت کي ونډه ورکړه شي ، دا به دانصاف خبره وي .
تر ټولو ښه او غوره خبره داده چې دملي تفاهم په ټغر سره کښېنو ،په صداقت او ورور ولۍ سره خپلې ټولي ناخوالي او خوابدۍ شاته پرېږدو،پرون چې هر څوک و ،په هره ژبه يي خبري کولې او دهر مذهب پيرو ،دهر سياسي گوند او تنظيم غړۍ و نن بايد دعلمي صلاحيت ،اخلاقي او کاري وړتيا له مخي دولتي چاري پر مخ بوزي .
کله چې ملې پخلاينه تأمين شي په هغه صورت کښي کېداي شي بهرنيو ته وويل شي ستاسو يې کور ودان موږ سره جوړ شوو ،موږ په خپله ټول کارونه په گډه سرته رسوو. ځيني کسان استدلال کوي چې موږ بهرنيان نه پرېږدې چي خپل مينځې مسايل سره حل کړو ! زه دا منم مگر موږ ولي دومره ساده شو چې دوي تل موږ دخپلو ملي گټو او هيواد پر خلاف وغولوې ؟ دخپلو گټو ونه زموږ دولس په وينه خړوبه کړی .
دکندهار دپنجواي ولسوالۍ ، ترينکوټ ،چورې ولسوالۍ ،دهلمند ولايت او په کلي توگه دهيواد په ټوله جنوبي سيمه کښي دبهرنيوړندو بم اوريوپه پايلو کښي له کنډوالو نه دماشومانو ،دبرو ميندو ،يتيمانو کوکاري نه اورۍ ،ولې دغه ټکې ته دوجدان دقضاوت له مخي پاملرنه نه کيږې چې يووازي بيگانه مسؤل دي او که په کور کي (هيواد ) کې دننه هم مسولين شته طبعي ده چې شته .
متاسفانه هغه غوښتنه او طمع چې له بهرنيو هيوادو نه کېدل داسي ونه شول ،هغوي هم ډير غلطۍ وکړې ،بې باکه او ناخبره سرتيري څه چي غواړي سرته رسوي ،دخلکو عنعناتو ،دود ،دستور او خپل مينځې اړيکې يې په نظر کښي ونه نيولې ،هر چا چي هر څه ورته ويلې هغسي يې کړې دي .
له پردونه مي هدف هغه پردي دي چې زموږ سره تاريخي دښمني جغرافيايي او فرهنگي ستونزي راسره لري ،متاسفانه هغوي تر اوسه لازموږ دهيواد په سياسي ژوند کې برلاسي دي ؛ داسي برېښي هغه امکانات چې بايد دهيواد دبيا جوړېدو په منظور استفاده ځينې شوې واي دهري ورځې په تېرېدو سره له لاسه وزي .
په آخر کښي بايد واضح او څرگند ووايم : سره له دې چې په خپل ټاټوبی کښي دپرديو دپوځي ځواکونو دموجوديت سره له هغه لومړۍ ورځي مخالف وم ،مگر ملي گټو داحکم کاوه چي دلنډ وخت لپاره دهغوي شته والی ومنل شي .بيله دغه ترخه غوړپ له څېښلونه له دغو تاريکيونه دوطن را ايستل ستونځمن برېښېده .چې متاسفانه دغه پاکه ارزو تر اوسه لا هم سره نشوه ،له هغه لومړۍ ورځې دهيواد او هيوادوالو سرنويشت دهغو پلاس ورکړه شو چې تر ملي گټو ورته بهرنۍ او شخصي گټې ډيري محترمي دي .
لوستونکی بايد پدي پوه وي چي زموږ په هيواد کښي پدي ورستيو شپو او ورځو کې داسي پېچلې سياسي لوبې راوني دي چې که دقيقه پاملرنه ورته ونشي هرڅه به بايلو. بيا به لاس مښل کومه گټه ونلري .دا به ومنو چې دولت په ټولو هغو ژمنو او دندو کې چې بايد تر سره کړی يې واي پاتي راغلی ؛ مگر کيداي شي دا ومنل شي چي دحاکميت سقوت به دهوسايني او امنيت په لور لاره پرانېزې؟
پدغه ټکی پوهېدل ډير ارزښتمن دي چې خپل کور بايد په خپله آباد کړو ،بلې دنورو مرستو ته لکه دنړۍ نور ملتونه اړتيا شته، خو دهيواد جوړونه داډول شونې نه ده لکه چې اوس يي يوشمير فکر کوي .
زموږ دهيواد آبادي او ښيرازي په ملي پخلاينه ، يوبل ته په تېرېدنه او درناوي کښي نغښتې ده .هر څومره چې زموږ ولس سره نږدې کيږي په هغه اندازه زموږ دښمنانو ته دپښې ايښودلو ځاي نه پيداکيږي .






بسم الله الرحمن الرحيم دسنګين ولسوالي دقومي مشرانو اوهغي محلي دولتي ادارې څخه چې دولس په خوښه به جوړيږ ی دهلمند دولايت دمقام غوښتنې

جمعه, 20 عقرب 1384 00:00

١- دولس په خوښه جوړه شوي دولتې اداره به دقومي مشرانو په ملاتړ دافغانستان داسلامې جمهوريت دملي بيرغ ترسيورې لاندې دخپلو خلکو خدمتګاره اداره وی ٠
٢- نوموړې اداره به دخلکو اوقومې مشرانو په مرسته او ملاتړ دهر ډول بې قانونى اوخپل سرى دمخنيوي هڅه اوهاندکوی اوپخپلو اجرآتو کې به دافغانستان داساسي قانون اونورو نافذ و قوانينو رعايت کوی اودعملې کولو لپاره به يې کوښښ کوی ٠
٣- دخلکو په خوښه جوړه شوې اداره به دولسوالي په ټول قلمرو کې دامنيت ، عامه نظم اوثبات ټينګښت خپل اساسي لومړيتوب ګڼي اودقومي مشرانو اوولس په مرسته به دعامه نظم ، امنيت اوثبات په وړاندې دهرتلاش دشنډولو کوښښ کوی٠
٤- نوموړې اداره به دقومي مشرانو په مرسته دولس په ژوند کې دښه او مثبت بدلون دراوستلو په هيله دبيا جوړونې اونوې جوړونې دپروژو اوپلانونو دتطبيق لپاره دشرايطو په برابرولو کې فعاله ونډه اخلی ٠
٥- نوې اداره به دخلکو څخه ددولتي قوانينو اومقرراتو سره سم دبرق ، ترانسپورت ، دوکانونو اونورو ټکس اومحصول پيسې راټولوي اودولايت دمقام اوولايتې ادارې په موافقه به يې دګټور لګښت په هکله جوړونکې وړانديزونه کوی ٠
٦- نوې اداره به دزده کړې لپاره دخلکو دبچيانو پرمخ دولسوالي دټولو ښوونځيو دروازې پرانيستې ساتی ٠
٧- نوې اداره به دقومې مشرانو او ولس دغوښتنو اوپوښتنو داوريدلو ، دبيا جوړونې اوپراختيايی کارونو دليدنې اودسيمه ايزې حکومتې ادارې دفعاليتونو دارزونې لپاره دولايت اومرکز څخه ددولتي هياتونو اودولتې کارکونکو او دموسسو دمنسوبانو دتګ او راتګ دشرايطو په برابرولو کې فعاله برخه اخلی ٠
٨- دسنګين ولسوالي په ساحه کې ددوراهي - سنګين - کجکي سړک به ددولتي ترافيکو اووسيلو پرمخ پرانيستي وی اونوي حکومتي اداره به دقومې مشرانو اوولس په مرسته دسنګين په مرکز کې دهلمند په رود دجوړشوي پله ساتنه کوی ٠
٩- نوي دولتي اداره اوقومي مشران به ضمانت کوی چې پر ملي اونړيوالو ځواکونو به دخپلو ځايونو دبدلون په وخت کې هيڅ ټک نه کيژی او دهغوي نقل اوانتقال داخلالولو هڅه به نه ترسره کيژی ٠
١٠ - نوې دولتې اداره به دقومې مشرانو او ولس په مرسته هڅه اوکوښښ کوی
کوی ترڅو دسنګين دولسوالي هيڅ برخه اوځاي دهلمند په نورو ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو کې دبې ثباتى او پې امنى راوستلو په مرکز او اډه وانه وړی ٠ ١١ - نوې دولتې اداره به د ولسوالي په مرکز کې ددولتي تشکيلاتو څخه بهر کسانو لخوا دوسلو په ساتلو اوګرزولو دبنديز ضمه واره وی٠
١٢- نوې دولتې ادارې ته ښايی چې خپل کور اوکلي ته دبيځايه شوو دراستنولو اوهغوې ته دبيړنيو مرستو درسولو په ستره اسلامې او انساني چاره کې دفعال ګډون لپاره پوره چمتووالي ولری ٠
١٣ - دقومي مشرانو لخوا پيشنهاد شوي دولتي اداره به دهلمند دوالي ترمنظورى وروسته په کار پيل وکړی ٠
١٤ - دپورتنيو غوښتنو اوهيلو ځينې ټکي دخبرو ، مذاکرو اومشورو په بهير کې تکميليدلاي شی ٠
ومن اله التوفيق
دقومي مشرانو اساسي غوښتني
١- نړيوال اوملي ځواکونه به لږ ترلږه لس کيلو متره دولسوالي له مرکز اوټولو کليو څخه ليرې کيږی ٠
٢- دولسوالي دولتې اداره به دولس اوقومي مشرانو په خوښه جوړيږی ٠
نوټ :
دموسې کلا دموافقو اساسې ټکي هم په لږ توپير پورتني ټکې جوړوی او په سنګين کې دپورتنيو ټکو پر سر دخلکو ترمنځ مشورې اودقومي مشرانو اودولت ترمنځ خبرې دوام لری ٠
په درناوي







هغه خره څه شول؟

جمعه, 20 عقرب 1384 00:00

ليک : جاويد چوهدري

ژباړه: بشير احمد


شهزاده بندر بن سلطان بن عبدالعزيز السعود دوه ويشت کاله په امريکا کې د سعودي عرب سفير و. هغه د نولس سوه درې اتيا څخه تر دوه زره پنځم کاله پورې په واشنګټن کې مسئوليتونه په غاړه لرل او نن سبا سعودي کې د قامي سلامتي کونسل ستر سکرتر دى. شهزاده بندر بن سلطان اتيايمه لسيزه کې د افغانستان په جهاد کې خورا مهم رول درلود. د دوه زره شپږم کال د اکتوبر په مياشت کې د هغه د يادښتونو کتاب د "دي پرنس" په نامه خپور شو چې په برتانيه کې د ده يو همصنفي ملګري وليم سمپسن په انګليسي ليکلى دى. شهزاده بندر بن سلطان په دې کتاب کې د "افغان جهاد" په اړه زما ټول نظريات له جرړو وويستل او ماته د لومړي ځل لپاره معلومه شوه چې دا جهاد نه بلکې د مفاداتو جنګ و. د شهزاده بندر په وينا دا جنګ امريکا د ډالرو په زور وکړ او د ډالرو په زور يې وګاټه. امريکا او سعودي په "مجاهدينو" باندې د وسلې او وسايلو تر څنګ د ډالرو باران هم وکړ. شهزاده بندر ليکلي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ريګن او د سعودي واکمن شاه فهد معاهده کړې وه چې دا جنګ به په هر حال کې ګټي او د دې لپاره چې هر څه ته اړتيا پېښه شوه کوي به يې. د شهزاده بندر په وينا په دې جنګ کې د امريکا او روس رول داسې و لکه دوه ښکاريان چې چرګان جنګوي.
شهزاده بندر دا خبره هم ليکلې چې امريکا او سعودي ده (شهزاده بندر) ته دا کار سپارلى و چې ګورباچوف جنګ بندۍ ته اماده کړي. هغه وايي ما د دې کار لپاره په امريکا کې د روس سفير انتالولي ډوبرنين استعمال کړ. انتالولي له څليرويشتو کالو څخه په امريکا کې مسئوليت لاره او ګورباچوف ته يې ځان رسولاى شو. انتالولي ډوبرنين په همدې توګه خپل کار وکړ او د شهزاده بندر او ګورباچوف ترمنځ د ملاقات لپاره يې لاره هواره کړه.
شهزاده بندر په خپل دې کتاب کې اعتراف کړى دى چې زه د نولس سوه پنځه اتيا کال د فبرورۍ په مياشت کې ماسکو ته لاړم او د ولسمشر ګورباچوف سره مې وليدل. هغه ليکي "ګورباچوف لومړى ماته په قهر شه او راته وې ويل چې شاه فهد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. ګورباچوف په امريکا هم نيوکې وکړې او جنوبي يمن او ايتوپيا کې يې د سعودي پاليسۍ وغندلې".
شهزاده بندر ليکلي چې د خبرو اترو په دوهمه دوره کې د ګورباچوف خبرې د پخوا څخه نرمې وې " نو ځکه ما ګورباچوف ته وويل چې روس بايد په يو مسلمان هېواد له قبضې څخه لاس واخلي او که نه يې اخلي نو انجام به يې هماغه وي چې د امريکا په وېتنام کې شو. روس دا جنګ نه شي ګټلاى نو ښه خبره دا ده چې جنګ پرېږدي او د امن لاره خپله کړي".
هغه ليکي "ګورباچوف په ځواب کې ماته وويل: افغانستان کې د سعودي څه مفادات دي چې تاسې هر کال دلته دوه مليونه ډالر خرڅ کوئ؟. ما ورته وويل : ستاسې معلومات غلط دي، مونږ دوه مليونه نه بلکې پنځه مليونه ډالر هر کال په افغانستان کې خرڅ کوو او که اړتيا پېښه شوه نو لدې به يې هم زيات کړو.
شهزاده بندر ليکي : ما ګورباچوف ته مشوره ورکړه چې مونږ يواځې ډالر خرڅ کوو او تاسې د خپلو پوځيانو قرباني ورکوئ. مونږ به د تېلو په خرڅولو خپل نقصان پوره کړو او امريکا به نور ډالر چاپ کړي خو روس چې کوم خلک او وسايل له لاسه ورکوي هغه به بېرته له کومه راوړي.
د شهزاده بندر وېنا ده چې د مذاکراتو په پاى کې ګورباچوف وويل: که زمونږ سپکاوى ونکړاى شي نو مونږ چمتو يو چې له افغانستانه ووځو. ته شاه فهد ته زما دا پېغام ورسوه.
شهزاده بندر په دې کتاب کې ليکلي چې د افغانستان د جنګ پر مهال امريکا او سعودي د ګردې نړۍ د هېوادونو څخه خره اخيستل او افغانستان ته يې لېږل ځکه چې د افغانستان نوي فيصده خاوره غرنۍ ده او خره پکې ښه سفر کولاى شي. هغه ليکي: مونږ د نړۍ په هر هېواد کې خره اخيستل او په هغو مو مجاهدينو ته وسلې او وسايل رسول. د دې په نتيجه کې په ګرده نړۍ کې د خرو بيه لوړه شوه.
د شهزاده بندر بن سلطان بن عبدالعزيز السعود دې کتاب د "افغان جهاد" په اړه زما ټول نظريات بدل کړل. زمونږ نسل د دغه جنګ په اوږدو کې ستر شو لدې امله مونږ دا د کفر او د اسلام جنګ باله، خو د شهزاده بندر د کتاب له لوستلو وروسته معلومه شوه چې دا جهاد نه بلکې د امريکا او روس خپل منځۍ شخړه وه او سعودي په دې شخړه کې د امريکا کلک ملګرى و. مونږ فکر کاوه چې د افغانستان د جهاد په ګټلو کې پاکستان ډېره لويه کارنامه کړې ده، مونږ د دې جنګ پر بنسټ جنرال ضياء الحق د اسلام مجاهد او د شلمې پېړۍ صلاح الدين ايوبي ګاڼه، خو د بندر بن سلطان کتاب ثابته کړه چې دا د ډالرو جنګ و او په دې کې جنګېدونکي مجاهدين "د کرايې قاتلان" وه. مونږ ويل چې پاکستان په دې جنګ کې لويه بهادري کړې ده خو بندر بن سلطان په خپل کتاب کې ليکلي "که سعودي د جنګ نه شاته شوى وى نو پاکستان لپاره په افغانستان کې پاتې کېدل اسان نه وه". نو د دې کتاب له لوستلو وروسته زمونږ ټولې فکري مغالطې له منځه لاړې او مونږ ته د لومړي ځل لپاره معلومه شوه چې امريکا له جنګه وروسته پاکستان ولې يواځې پرېښود، د دې کتاب نه ماته معلومه شوه چې په دې جنګ کې زمونږ (د پاکستان) رول د تشناب د کاغذ څخه زيات نه و، زمونږ هېواد (پاکستان) په دې جنګ کې د امريکا ملګرى يا دوست نه بلکې نوکر و او مونږ چې څه کول د هغې حق الزحمه راکول کېده. کله چې د اقا کار پوره شو نو مونږ ته يې سلام وکړ او بېرته واشنګټن ته ستون شو. ماته اوس معلومه شوه چې زمونږ يو ديکتاتور (ضياء الحق) خپلې ديکتاتورۍ ته د ژوند ورکولو لپاره امريکا ته لاس ورکړ او د هغوى هره پرېکړه يې ومنله. امريکا هم د خپل ضرورت له مخې دا ديکتاتور ومانه او کله چې روسان له افغانستانه ووتل او د ضياء الحق نوره اړتيا پاتې نه شوه نو هغه يې د شهادت رتبې ته وخېژاوه او ځان يې ځنې خلاص کړ. او ماته دا هم معلومه شوه چې امريکا او سعودي شوروي اتحاد سره د خبرو کولو پر مهال پاکستان ته خبر قدر هم ورنکړ.
هر څو که دا په هره حواله يو ډېر زړه راښکونکى کتاب دى خو بيا هم ځينې معلومات پکې نيمګړي پاتې دي. د بېلګې په توګه په دې کتاب کې د خرو ذکر شوى دى خو شهزاده بندر بن سلطان بيا دا نه دي ليکلي چې د جنګ له پاى ته رسېدو وروسته دغه خره څه شول. هغه دا نه دي ليکلي چې دا خره تر اوسه په افغانستان کې دي او که سعودي يا امريکا ته بېرته وړل شوي دي. کومه ورځ چې ما دا کتاب لوستلى دى له هغې وروسته زه د دغو خرو په اړه ډېر اندېښمن يم او زړه مې غواړي جنرال حميدګل ته تليفون وکړم او پوښتنه ترېنه وکړم چې دغه خره بيا څه شول.








يوېشتمه پېړۍ اوپه امريکا کې لويه سياسي زلزله

جمعه, 20 عقرب 1384 00:00

هدايت الله هدايت
د ۲۰۰۶کال د نوامبر لسمه


د امريکا د قدرت ګدۍ لړزانده سوه!

دنړۍ سوله دوسته خلک او سیاسی تحلیلګران، د نوامبر دمياشتي د تيري سه شنبې د امریکا د کنګرې په مينځ مهاله ټاکنو کې دډيموکراټانو په وړاندي د بوش د جمهوري غوښتونکو د تاريخي ماتي او ددې هيواد د ماجراجويه او جګړه ماره دفاع وزير ډونالډ رمزفيلډ د استعفا تود هرکلی او پراخ ملاتړ وکړ . نړۍ والو دغه پېښه د بوش پر مخ باندي د امريکا د خلګو يوه کارنده څپېړه او د هغه د جمهوري رياست د شپږ کلني ياغيتوب ودورې ته يو د پای ټکی وګاڼه . د امريکا دکنګرې په دواړه مجلسو کې د ډيموکراټانو بری اوس جورج بوش و دې ته اړ کړی دی چې په خپلو کړو کې نوې کتنه وکړي او د ډيموکراټانو ملاتړ تر لاسه کې . د ډيموکراټانو ګوندي مشرانو لا دپخوا څخه ويلي وه چې هغوی په ډاګه د امريکا په سياست کې او خاصتاً د عراق په اړه د شفافو بدلونو غوښتونکی دي . بوش چې د خپل جګړه غوښتونکی سیاستونو ددوام په خاطر د کنګرې وملاتړ او دهغو لايحو وتصويب ته اړتیا لري اوس دا تلاښ کوي چې دډيموکراټانو سره و خبرو ته کښېنيیی او هغه ته غوږ سي . خو دا خبره په دې معنی هم ده چې اوس اوس د امريکا د قدرت په ګدۍ کې نور دواک هغه پخوانۍ د يکه تازۍحالت له مينځه تللی دی .
که څه هم په امريکا کې دداسي ټاکنو پروسه تر داوسه پوري يوازي ددوو ګوندونو ترمينځ د يوې تکراري سناريو ننداره وه کوم چې د عامه خلکو په وړاندي به ترسره کېدله . يو ګوند به دخلکو درايو په زور د قدرت پرګدۍ کښېناستي، ځان به يې هومره په فساد او رسوایی کې غرق کړ څو د هېواد دنجات دپاره به د ټولو سترګي و دا بل ګوند ته راواوښتلې . بس همدغه لوبه وه چې کلونه کلونه يې دوام و مونده او و را تلونکي ته يې لاره هواروله . په واقعيت کې د « امريکایي د موكراسۍ» بازار همداسي چلېدی . خو عام ولس د کلونو په اوږدو کې ددې ټولو لوبو څخه خپل الهام اخيستۍ او خپلي تجربې يې لا نوري هم پياوړي کولې . دغه ننداره څه ناڅه دا دوسوه کاله کيږي په عملي توګه يو په بل پسې تکراريږي ، يعني درست دهغه وخت نه يوکال باد چې د امريکا اساسي قانون په کال ۱۷۸۷ کې تصويب سو . په دغه قانون کې ددې سيسټم سکښت داسي راغلی دی چې هر دوه کاله باد يو ځل په ګانګرس کې د استازو مجلس د ۴۳۵ چوکيو دپاره او يوه دريمه د سنا دپاره ټاکل کيږي .
خو زموږ د پېړۍ ياني ديوېشتمي پېړۍ غوښتنه بيا نن سبا بل شاني رقم خوړلی دی . ددې پيړۍ په شروع کې امريکا، د خپل حريف شوروي اتحاد په ړنګېدو سره ځان د يواځني پوځي او اقتصادي ځبر ځواک په توګه د نړۍ و صحنې ته را وايست . نړۍ والو هم دا توقع لرله چې دامريکا هغه د ځبر ځواکي ارزښتونه چې ددې هيواد چارواکو به تل پر هغه باندي فضل فروشي کوله د هغه عملي پايلې او ګټي به د خپل ژوند په ورځني عرصو کې په خپلو سترګو وويني او د ثمراتونه به يې استفاده وکړي . عادلانه ټولنه به جوړه سي، ډيموکراسي به اعاده سي، د ولسونو او هيوادونو وملي حاکميت ، آزادی او روا غوښتونو ته به درناوی وسي . هغوی به په دې وتوانيږي چې د خپلو ملي شتمنيو څخه ګټه واخلي او د ترقۍ او تعالۍ و لوري ته به د ټولني د ولسونو د ښېرازې په خاطر ګام پورته کړي .
خو خبره دنورو په ترټلو او دځان په غټولو کې را وپېچېدله . دغه کار د جورج بوش په کړو کې ډېر ښه ترها انعکاس پيدا کړ . هغه په عملي توګه و نړۍ والو ته وښودله چې امريکايی ډيموکراسي يعني څه؟ . هغه دا وښودله چې کوم هيوادونه چې نفت لري په څه ډول به ددې ډيموکراسۍ نه بهره منده کيږي او چې نه يې لري څه شاني چلندبه ورسره کيږي؟
په امريکا کې د سږ کال د نوامبر د اوومي نېټې د ټاکنو په کمپاين کې چې د عراق جګړه او پخپله په کنګره کې دفساد ريښې محوري مسئله ګرځېدلې وه، د ټاکنو پايلې دډيموکراټانو په بري سره پای ته ورسېدلې . دا په واقعيت کې دبوش و جمهوري رياست او د جمهوري غوښتونکو و ګوند ته، د عراق د لانجې په وجه چې دهغوی د ماجراجویی په سبب يې لويه فاجعه را مينځته کړه، يوه ستره ناکامي وبلل سوه . همدارنګه په دغه مسئله کې دډيموکراټانو بری، د بوش سياست او پخپله دهغه د متکبرانه چلند پايله هم په ډاګه کړه چې نوموړي خپل هر روا او ناروا کړو ته حق وايه او هغه يې بيا دخپلي ظاهري عقيدې پر اساس دخدای امر باله ! . خو هغه ستونزي چې بوش د خپل نابخردانه سياست په نتيجه کې هم و امريکا او هم و ټولي نړۍ ته را وزېږولې هغه نه يوازي په عراق کې دبحران او فاجعې ابعاد نور هم ژور کړه بلکه په ټوله نړۍ کې يې دامن او امان داعيه و يوې واقعي ګډوډۍ ته ټېل وهله . د انسانانو په زړو کې يې د امريکا په وړاندي کرکه او نفرت زيات کړ . نن ليدل کيږي چې په عراق کې د امريکایی پوځيانو دجنازو شمېره هر ورځ د جګېدو په حال کې دي، ملکي بې شماره خلک په ناحقه وژل کيږي . په عراق کې رسمي تازه ارقام د يو نيم لکو بېګناه انسانانو د وژلو خبر ور کوي او غير رسمي ارقام بیا د تلفاتو شمېره شپږ نيم لکه نفر ښيئ . خو ددې اورلمبې لا نور هم سر اخلي، او اوس هم په سيمه کې د عراق و ګاونډي هيوادو ته ځان غزوي .
آخر دا ټول ولي او د څه دپاره ؟
دامريکا د مينځ مهاله ټاکنو مخکي، کله چې به چا دعراق په اړه دامريکا و رسمي تبليغاتو ته کتل نو ډېرو به ښايی داسي ګمان کاوه چې په عراق کې بس خير وخيريت او هر څه ګل و ګلذار دي . په دې هيواد کې داسي هڅي رواني دي چې د يوه ډيموکراټيک عراق دپاره د سولی او ثبات شرايط رامينځته کيږي، د امريکا د داهيانه ! سياست له برکته يوه با ثباته د لويی مينځنی ختيځ طرحه عملي کيږي او د ټروريزم سره د مبارزې سياست په بري سره پر مخ روان او ډېر نور مثبت اړخونه لا پر لاري دي ! اسرائیل د خپل بشر دوستانه حملو په خاطر ګويا دسولی د نوبل وجايزې ته ځان کانديد ه وی ! ، دفلسطین داعيه هم د بوش د بشری او مسؤلانه سیاست په نتيجه کې ګني خپل وروستي پړاونه وهي او هلته دانسانانو بې رحمانه ډله ايزه وژنه اصلاً نور ختمه سوې ده!
خونړۍ والو او پخپله د امريکا عادي سوله دوسته او بشردوسته خلکو د سر په سترګو وليدل چې واقعيت داسي نه وو او نه دی . دامريکا عام ولس د خپل وجدان په حکم اونړۍ والي ټولني د خپل مسؤليت په احساس و ليدله چې څه لوبه روانه ده . هغوی دا غوښتنه را پورته کړه چې په امريکا کې دبوش اداره بايد په خپل سياست کې چې په عراق او ډېرو نورو سيمو کې سم دم و دېواله ته درېدلی دی او يوه لويه انساني فاجعه يې را مینځته کړېده بايد نوې کتنه وکړي . په خپله سټراټيژي کې و انسانيت ته ددرناوی او د متمدني نړۍ د اصولو او پرنسيپو پر مبنا بايد بدلون راولي . داځکه چې په عراق کې د هري ورڅي په تېرېدو سره حالت تر بد بدتره کيږي ددې هيواد و کورنيو لانجو ته په لوی لاس لمن وهل کيږی او د سولي او ثبات د ټينګېدو دپاره هيڅ يو مثبت لير ليد نه ليدل کيږي . ددې ټولو ناخوالو په سپړلو سره اوس په ډاګه دغه واقعيت ته بايد غاړه کښېښودله سي ، او دا بايد و منل سي چې پر عراق باندي د امريکا پوځي يرغل د هماغه اوله سره څخه يوه تاريخي تيروتنه او لويه اشتباه وه .
اوس ډېر په دې باور دي چې په کنګره کې به دډيموکراټانو په موجوديت کې، د عراق په اړه د امريکا سټراټيژي جدي بدلون ومومی او بوش به ودې ته اړ ایستل سي چې د نړۍ په بحراني او لانجمنو سيمو کې نور د تکبر او فرمان روایی د حالت سره مخه ښه وکړي اود نرمۍ ، سازش او معقوليت لاره غوره کړي! ډيموکراټان اوس داسي انګېري چې و جمهور رئیس بوش ته چې زياتره و هغه ته د يوه مشهوره کاوبای په سترګه کتل کيږي، لږ شاني د انسانيت سبق هم ور زده کړي .د ډيموکراټانو بری او د کنګرې پر دواړو مجلسو باندي دهغوی حاکميت بې له شکه به د امريکا اجرایی او قانوني نهادونه به يو دبل په مقابل کې ودروي . بوش هغه څه چې په عراق کې کرلي وه اوس يې دادی د امريکا په دننه کې ريبي . اوس اوس کنګره او دبوش دولت دواړه په دو سختو مخالفو جبهو کې به يو دبل په مقابل کې ځانونه ويني . د بوش په دوه پاتي کلونو کې به ښايې ډيموکراټان هغسي چې دخپلو اهدافو ورسېدوته غواړي عملي بڼه ور کړي، و نه رسيږي او بوش به هم و نه وکولای سي د ډېرو مسئلو په اړه خپل سياستونه د پخوا په شاني پر مخ بوزي . يعني هغه څه چې بوش غواړي هغه به کنګره تصويب نکړي او هغه څه چې بيا کنګره تصويبوي هغه به د بوش لخوا «ويټو» کيږي . خو يو څه چې د امريکا او دنړۍ خلک د ډيموکراټانو څخه خوښ او راضي ساتي هغه به د بوش د ياغيتوب مخنينوی وی چې نور به په داسي تکبر سره د نړۍ په وړاندي بې مسؤليته عمل و نکړي .
ددې ټولوبدلونونو سره سره به بيا هم امريکا په سيمه او نړۍ کې د خپلو ګټو دتأمين دپاره تلاښ کوي ، دغه ګټي که دهر لاسپوڅي په ځپلو سره او يا د هر بل لاسپوڅي په راپورته کولو تماميږي، و امريکا ته به ديوې خاشې اهميت و نلري . اوس دسيمي هيوادونو او د هغوی و مخکښانو ته په کار ده چې هغوی دخپلو ملي ګټو د ساتلو اوپه سيمه کې دسولي او ثبات خيال اوروحيه وساتي اود خپلو هيوادو و ملي ګټو ته درناوی وکړي . چاته دا اجازه ورنکړي چې دهغوی په ناپايه لاسوهنوسره خپله رېښه پخپله د نورو په مرسته وباسي او هغوی بياد خپل ځان په وسيله يوځل بيا ددې سيمو پر سرنوشت باندي ځان حاکمه کړې . بايد اجازه ورنکړل سي چې دغه عناصر وهري خواته ځانونه وغزوي ، د ولسونو پر سرنوشت باندي لوبي وکړي او د هغوی د هر مثبت پرمختګ په وړاندي خنډونه جوړ کړې .






د پښتون رسالې په نامه سرخلاص ليک

جمعه, 20 عقرب 1384 00:00

انور شاهين خانخېل

ګران او محترم د پښتون رسالې چلوونکيه! سلامونه او نېکې هيلې مې قبولې کړئ
زما له دوو مقالو (( د باجوړ پېښه د نړيوالو حالاتو په آئينه کښې )) او (( د صدام د اعدام حکم )) له درلېږلو نه پس ستاسو لخوا راته دا ځواب ملاؤ شو چې (( ستا ليکنې زمونږ د پښتون مجلې له پالسيو سره سمون نه خوري نو ځکه يې نه شو خپرولې ))
که څه هم زۀ دې ته لېواله نه يم چې زما ليکنې دې خا مخا په دې رساله کښې خپرې شی
خو زۀ پوه نه شوم چې د(( پښتون )) رسالې پاليسي څه ده؟ او زما په مضومونو کښې څه داسې دی چې د دې رسالې د پالېسيو په خلاف دی؟ ايا زما ګناه دا ده چې زما په ليکنو کښې د پښتنو بدبختۍ د نړيوالو حالاتو په آئينه کښې کتل کيږی او د پښتنو د مظلوميت سره سره د نړۍ د مسلمانانو د مظلوميت ذکر هم کيږی او د دې رسالې د خپروونکو پاليسی دا ده چې پښتون دې محدود سوچ ولری او خپل سياست دې د کوڅو د پخولو او لختو د جوړولو پورې محدود پاتې شی؟ ايا د دې رسالې پاليسی د ارواښاد باچا خان د پالېسيو په خلاف ده چې هغه خداے بخښلی به هيڅکله پښتون له نړيوال سياست نه بې خبره نه ساتلو او تل يې د نړيوال سامراج په خلاف مبارزه کړې ده او په دې لاره کښې يې مصيبتونه زغملی دی شهيدان يې ورکړی او جېلونه يې تېر کړی دی، او په ځای د دې چې يواځې د پښتنو غم يې خوړلې وې او د پښتنو د يو ازاد هېواد لپاره يې کار کړې وې د انګرېز له غلامۍ نه د هندوستان د مسلمانانو د خلاصون او ازادۍ لپاره يې د انګرېز سامراج په خلاف له هندوانو سره هم دوستی او ملګرتيا وکړه، هغۀ هيڅکله د پښتنو مصيبتونه او مسائل له نړيوال سياست او د نړۍ د نورو مظلومو قومونو له برخليک نه جدا نه ګڼل. او نن چې له دنيا نه يو ورړوکے کلے جوړ شوے دے او امريکی استکبار چې غواړي په دې کلی باندې حکمرانی وکړی او زمونړ له عزت او خپلواکۍ سره لوبې وکړی، زمونږ د لرې او برې پښتونخوا په کورونو کښې د امريکې فوځيان د طالبانو د ډلې د کسانو لټون په بانه چې خپله يې دغه ډله جوړه کړې او استعمالوی يې زمونږ له عزتونو سره لوبې وکړی، زمونږ په دينې مدرسو کښې په وړو وړو بې ګناه ماشومانو باندې بمونه وروی، زمونږ په کورونو بمباريانې وکړی، زمونږ په پاک او خوږ پېغمبر (ص) او زمونږ په دين پورې ټوکې او مسخرې وکړی او کارټونونه يې جوړ کړی،. زمونږ لپاره طالبان جوړکړی، زمونږ لپاره مليان جوړکړی، زمونږ لپاره ليډران جوړ کړی او زمونږ لپاره فوځيان جوړ کړی، زمونږ لپاره قانون او حکومتونه جوړ کړی زمونږ لپاره فېصلې وکړی او پالېسۍ جوړې کړی او بيا دې هم مونږ نعرې کړو چې دا نړيوال سياست او له امريکې سره پنجه اچول زمونږ سياست او پاليسی نه ده؟
ايا زمونږ برخليک د افغانستان، عراق، لبنان او فلسطين له برخليک نه جدا دے؟ ايا دا ټولې مسئلې او ټول مشکلات چې نن ورسره مونږ لاس او ګرېوان يو د يو سازش کړۍ نه دی؟ ايا د دې ټولو سازشونو مرکزونه وشنګټن او تل ابيب نه دے؟
زۀ نه پوهېږم چې دا کومه پاليسی او کوم سياست دے چې د پښتنو لپاره او د پښتنو په نامه يې خپلولې شی چې بايد په عالمی سياست کښې دې ګوتې و نه وهلې شی او دا ټولې مسئلې دې په هغو واکمنانو پورې وتړلې شی چې هغوی خپله د امريکې نوکران دی او د هغې په اشارو چليږی او امريکه په مونږ باندې دا واکمنان مسلط کوی او يا دې پښتانۀ په دې باندې تېر باسو چې د انګرېز او امريکې جوړ کړې شوی دې جمهوريت کښې چې زمونږ ممبران او وزيران جوړ شی نو پښتنو ته به نوکرۍ ورکوو، کوڅې به ورته پخوو او لختی به ورته جوړوو او په سياست کښې به يا له ښاغلی کرزی نه غواړو چې امريکې ته ووائی چې د افغانستان په بې ورزله ولس باندې بمبارۍ بندې کړی او يا به له ښاغلی پروېز مشرف نه مطالبه کوو چې امريکې ته دې ووائی چې په مونږ بمبارۍ نه کوی او زمونږ له خپلواکۍ سره دې لوبې نه کوی او زمونږه سيمې دې خپلې فوځی اډې نه جوړوی او وردی واچوه او وردی وباسه يا به کله له ضياء الحق نه مطالبه کوو چې اسلام او شريعت راوله يا به د ميرمن بې نظير واکمنۍ ته د رسولو لپاره هلې ځلې او سازشونه کوو او کله به د ښاغلی نواز شريف لپاره کوششونه کوو. کله به له فوځيانو سره ساز باز کوو او کله به له ملايانو سره يو ځاے کېږو د اسلام په نامه به عوام غولوو. ايا د باچا خان سياست دا ؤ؟
د پښتو او پښتنو په نامه سياست کوونکو تر ننه پورې په دغه محدور سياست کښې څه ګټه وکړه او تر کومه حده يې د پښتنو بدبختۍ او بد مرغۍ ختمې کړې؟
البته کوم کسان چې په پښتنو عوامو کښې له نزدې نه ژوند کوی هغوی پوهيږی چې نن پښتون ملت بېدار شوے دے او هغوی د کوڅو او لختو له سياست او نورا کشتۍ نه زړۀ ستړی دی نن که پښتانۀ په يوې حجره کښې ناست وی، که په يو دوکان ناست وی که په پټوکښې کار کوی که په بسونو کښې سفرکوی که په دفترونو کښې بحث کوی نو هغوی نن په افغانستان کښې د امريکې په مشرۍ د پرديو ځواکونو د شتون او د پښتنو د ځپلو او زورولو په موضوع خبرې او بحث کوی، هغوی په عراق باندې د امريکې د قبضې او هلته کښې له مقاومت سره د مخامخېدو خبرې کوی، نن پښتانۀ د امريکې د شېطانيو په وړاندې د ايران د اسلامی جمهوريت د مشرانو د استقامت او مړانې او د کاملې خپلواکۍ خبرې کوی، نن پښتانۀ په لبنان باندې د شېطانې امريکې او انګرېز سامراج د نا جائزه اولاد صهيونېسټ رژيم لخوا د وحشيانه حملو او جنګ او په دغه جنګ کښې له ټولو پرمختلليو وسلو او ساز و سامان نه سنبال اسرائيلی رژيم د تاريخی ماتې او د يو موټی او په ډېرو معمولی وسلو سنبال د حزب الله غورځنګ د برياليتوب او کاميابۍ خبرې کوی، نن پښتانۀ په خپله وړومبۍ قبلې او فلسطين باندې د غاصبو صهيونېسټو د قبضې او هره ورځ د بې اسرې او بې وسلې فلسطينيانو په قتل عام اوښکې تويوی او په مېنځنی ختيځ کښې په روانو سياستونو او سازشونو بحث کوی، نن پښتانۀ خپل برخليک د نړۍ د مظلومانو له برخليک نه جدا نه ګڼی، او په دې پوهيږی چې نن د ټولو د بدبختيو مرکز پنجاب نه بلکې واشنګټن، تل ابيب او لندن دے او دا چې په مونږ ظلمونه کوی که هغه د هر قوم دی ګوډاګيان دي او د دغو ظلمونو ستمونو سرچينه يوه ده، ټول له يو ځای نه په مختلفو نومونو او مختلفو بانو سره ځپل کيږی.
همدا رنګ مونږ ته د خداے پاک عظيم الشان کتاب ته هم پاملرنه پکار ده نو ايا په قران مجيد کښې يواځې د عرب قوم ذکر دے؟ او يواځې د مکې او مدينې خبرې او مسائل دی؟ دا ځاے په ځاے چې پکې د نورو قومونو او امتونو بې شمېره ذکرونه راغلی دی دا د څه لپاره دی؟ بلکې د عربو او مکې مدينې له مسائلو نه پکښې زيات د نورو قومونو او امتونو ذکر راغلې دے نو ايا دا قران مجيد د پښتنو لپاره نه دے چې درس ترې واخلی او د نورو قومونو له سياست، خوبيانو او خاميانو، انجام او برخليک نه ځانونه باخبره وساتی او د هغو په رڼا کښې د ځان لپاره سياست، پاليسی او کړنلاره غوره کړی
د احمد شاه بابا او خوشحال بابا غوندې د پښتنو مشران هيڅکله له نړيوال سياست نه بې خبره او بې تفاوته نه دی پاتې، که مونږ د تاريخ پاڼو کښې لرې لاړ شو نو هلته هم مونږ ته ښکاری چې د پښتنو يو مشر د امير کروړ پلار امير پولاد سوری د بنی اميه ؤ د ظلم، بربريت او منافقت په خلاف او د خداے له ګران رسول (ص) او دهغۀ پاکو اهلبېتو سره د مينې په جذبه د ابو مسلم خراسانی په پاڅون کښې د ګډون لپاره د پښتنو فوځ ليږی او له بنی اميه ؤ سره جنګيږی او قربانۍ او شهادتونه وړاندې کوی او حتی چې مسلمانانان د بنی اميه ؤ له ظلم نه ژغوری.
نن که هر څو ځنيې ليډران پښتانۀ ډېر ګوټ ګوټ ته راکاږی خو هغوی په خپل سمی او د هغو صلاحيتونو په بنياد چې ورته په فطرت کښې خداے پاک ورعطا کړی يو ښه لور ته روان دی او د نړۍ په ټولو حالاتو باندې ژور نظر لری او د ځان لپاره کړنلاره ټاکی چې دغه يو فطری سفر او بهير دے چې د مخنيوی لپاره يې هيڅ د بل په اشارو چلېدونکو سياسی ليډرانو او ملايانو سره علاج نشته
نو دلته به زۀ په ډېر ادب او احترام تاسو د پښتون رسالې چلوونکو ته عرض وکړم چې پکار دی د پښتون رساله خپلې پالېسۍ او سياست ته بيا کتنه وکړی او د ارواښاد باچا خان د سياست لاره غوره کړی او هغه پاليسی اختيار کړی چې کومې پالسۍ او سياست ته نن پښتون قام ګروهنه او رجحان لری د پښتون ولس په نامه جوړې شويو نشرياتی ادارو،ډله ايزو رسندويو مجلو، ورځپاڼو او الېکټرنک مېډيا نه ډېرې هيلې لری نو پکار دی چې دغو هيلو ته مثبت ځواب ورکړې شی.
د پښتون قام د يووالی، بېدارۍ او خپلواکۍ په هيله
انور شاهين خانخېل
پېښور ( کوزه پښتونخوا)
برېښناليک: This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
پاڼه: http://www.tolafghan.com/jarga








صبر جمیل به شاعری که باحجاب اسلامی شعری جوابیه به علامه عبدالحی حبیبی سروده است!

جمعه, 20 عقرب 1384 00:00


پوهنیار بشیر مومن

محیط مهاجرت وبطور خاص در اروپا وامریکا هزاران مهاجر زنده گی میکنند ، بسیاری از اینها عادات وارزش های فرهنگی دره ئی و قبیله ئی خویش را بطور امانت به غرب آورده اند. بخش قابل ملاخظه شان در تعارض با فرهنگ باز وآزادغرب، به دامان باورها ومعیارها ی به میراث رسیده خود پناه میبرند، عده دیگر آن نیز عداوت ودشمنی های دره ئی و قبیله ئی وخصومت های عشیره ئی وسیاسی خود را به مثابه عزیز ترین ومقدس ترین معیار وارزش با خودبه غرب آورده اند. ولی همه شان به همین وضعیت باقی نمی مانند وبا محیط نوخود را آراسته میسازند وتعداد هم لایتغیر واسیر افکار زنگ زدهء خویش باقی میما نند. بلی ! این آقای که با حجاب اسلامی خود را ستر اخفا نموده است ، و آقای رهین صاحب بدون ذکر نام سراینده شعر، آن را بدور از انتظار در سایت آریا نانت به نشر سپرده است، به آن گروپ از متعصبین ومریضان که به افکار گله ئی ملبس میباشد

مربوط میگردد. هر چند سخن گفتن ، تنها تکرار کلمات نیست واین خصیصه مهم انسان اجتماعی است ، مقوله پیچیدهء که انسان ، در تعامل های اجتماعی خود به عنوان ضرورت اصلی از آن برای بیان مفاهیم خود نفع میبرد ، تا کسب معرفت نموده واشکال تفاهم را تعالی تر کند. اما در بازار مکاره که چهره حقیقت در زیر انبار از کلمات وبی عدالتی ها پوشیده تر میشود، وبازار شانتاژودروغ گویها وغرق شدن در مرداب های مالیخولیائی به سر حدی می رسد که دروغ وهزیان گوئی در نطق آدمی چنان جایگاهی را احراز مینماید که گریبان جامعه روشنفکری را در هم می فشارد، در چنین اوضاع واحوال انسان در تفکیکی حرف های خوب وبد کمی به سختی ودشواری مواجه میگردد ونه تنها از گفتن نظر خود ، حتی در ابراز حقایق مسلم تاریخی ، از هراسی چسپانیدن مارکهای نا چسب، فاشیست، طالب وغیره به اجبار سکوت را پیشه خود میسازد. واگر وادار به سخن گفتن میشود ، نا چار به ابراز حقایق تلخ میگردد. همان طوریکه برای رشد وتزاید هر میکروبی محیط آلوده لازم است، اتحادشوروی بعد از آن که در افغانستان به ناکامی خویش پی برد ، در صدد آن گردید تابا« مجاهدین» وبطور خاص با جمعیت اسلامی داخل زدوبند گردد ودر داخل حزب ودولت هم با استفاده از افراد خویش مسایل قومی ولسانی وسیاسی وغیره را دامن بزند ، سخن کوتاه به امر مسکوحکومت داکتر نجیب سقوط داده میشود ، وتقریباٌ تمام رهبران حزبی ودولتی ( به استثنای چند تن محدود) تحت فرمان جمعیت اسلامی قرار میگرند ، در همین جا است که چنین محیط آلوده ومناسب برای افراد مریض به وجود می آید. انسان حیرت میماند ، یکی میخواهد که : افغانستان باید اسم اش تغیر داده شود ، دیگری میگوید ، پشتون ها یهودی هستند، آن دیگری فدرالیزم میخواهد ، واین شاعری مجهول الهویه در پی تخریب شخصیت های ملی وعلمی کشور است به قولی حتی مردم را در گور هم آرام نمیگذارند. باید گفت که در این شعر شائبه توهین به مرهوم حبیبی ودر مجموع تمام پشتونها وزبان وفرهنگ شان وجود دارد. سرودن ونشر چنین اشعار ناشی از عصبیت های قومی و گرفتاری این افراد با امراض گله ئی ومالیخولیائی میگردد. آن چه دراین شعر منعکس گردیده ، صرف نظر از این که چه انگیزه های در عقب آن نهفته است ، بیان حضور ریشه دار سنت دره ئی وعقب مانده گی است که تحقیر فرهنگ ، شخصیت، وزبا ن دیگران جزئی از وجود آن است. گفتنی است که دراین شعر علاوه بر توهین های رکیک ، پشتون ها را به اجیران ومزدوران خارجی ها قلمداد کرده است، برای این آقا جهت آگاهی شان به اجمال چند نکته را قابل یادآوری میدانم .آقای شاعر! پشتون ها نه تنها جواسیس ووطنفروش نبودند بلکه بر عکس آنها بعد از سقوط خراسان بزرگ اولین مردم بودن که علیه مغلها دست به شورش زدند ، قیامهای به رهبری بایزد روشان ، خوشخال خان ختک، دریا خان،ایمل خان، ومیرویس خان از این قبیل هستند .طوریکه عیان است بعد از مغلها دولت شیبانی (ازبک)، دولت صفوی (ایران) ودولت بابری (هند) قسمت های زیاد خاک را اشغال نموده بودند. وسر انجام این احمدشاه ابدالی بود که بر خرابه های خراسان افغانستان امروزی را بنیاد نهاد مردم است . زیرا آن خراسان تاریخی دیگربا آن جغرافیا ی بزرگ وجود نداشت، که این خود بیانگر فرهنگ عالی، تمدن وآگاهی سیاسی این است . بعد از 3 جنگ با انگلیسها، این امان اله خان بودکه استقلال را حصول کرد. اواساس یک دولت مدرن را بنیاد نهاد ، اما توسط حبیب اله کلکانی به تحریک انگلیسها دولت او سرنگون میگردد. رفع حجاب وآزادی نسبی زنان ودر مجموع نهضت نسوان در این دوره ها اوج میگیرد. در صدرجنبش مشروطیت هم اکثرا پشتونها قرارداشت، به همین ترتیب پشتونها در تمام جنگها چه با انگلیسها وچه با روسها زیاد ترین تلفات را نیز متحمل گریده ا ند .قابل یادهانی است که در جنگ با روسها تمام سلاح های ثقیل به شمول راکتها سکات با لای مناطق پشتون نشین استعمال شده است . باسقوط دادن حکومت داکتر نجیب ، این برهان الدین ربانی است که به فرمان نواز شریف وموافقه مسکورئیس دولت اسلامی میگردد، او در اثر بی کفایتی آن حکومت را به سطح خیرخانه تنزیل میدهد.به این ترتیب نهی ومنکر حاضری در مساجد و خلاصه شرعیت اعلان میگردد. آقای شاعر! برای شما صبر جمیل میخواهم ، باید بدانید که هر قوم وهر ملت ولوهر قدر کوچک یا بزرگ با شد دارای عناصر شریف ونا شریف، دارای افرادوطنپرست وغیر وطنپرست خویش میباشد، شما جهت معلومات مزید میتوانید به نوشته های مستند دانشمند شهیر کشورما کاندیدای اکادیمسن سیستانی صاحب در سایتهای آریائی ، مهر، فردا ودیگر سایت های افغانی مراجعه کنید .
آقای شاعر ! علامه حبیبی در شعر خویش هیچکس را توهین وحقارت نکرده است، من نمیدام که شمارا چرا « تور » داده است . هر کس حق دارد در وصف زبان وقوم خویش چیزهای بنویسد ، واوهم چنین کرده است ، مطالب زیاد در وصف زبان دری- فارسی گفته شده است ولی حبیبی صاحب نه تنها با آن مخالفت نکرده بلکه خود به زبان دری شعر سروده وکتاب می نوشت این ناشی از دید وسیع مرحوم میگردد. برای او هردو زبان رسمیت داشت ، اگر اوانسان متعصب می بود به دری نه می نوشت. وهمین کرکتر والای انسانی ، وطندوستی ا و بودکه موصوف را از شهرت واعتبارملی وبین المللی برخوردار ساخت . پوهاند صاحب کاظم آهنگ در نوشته خویش ، سیاست عنعنوی افغانستان مینویسد: «در این نوشته پیرامون ابر مردحرف میزنیم که به حیث مورخ ادیب وادب شناس ، زبان شناس،ژرونالیست، سیاست دان، متن شناس و غیره در سر زمین باستانی ومرد خیز افغانستان قد بر افراشت ، این علامه روزگار شادروان عبدالحی حبیبی بوده است». استادآهنگ ادامه داده وعلاوه مینماید:« دانش وذکاوت وحفاظ او را در ساحه های یاد شده قابل هرگونه توصیف وستایش میدانیم ، دانش پژوهان ومحققان از سراسر افغان زمین واز سرزمین های بیرون افغانستان فراسوی او پیوسته می شتافتند واز فیض دانش وی بهره ها میبردند. دانشمندان ومحققان خارجی یا شخصا یا بوسیله نامه ها ، پای صحبت های ارزشمند او نشسته واطلاعات مورد نیاز خود را از این شخصیت دانش و علم افغانستان بدست می آوردند، در محافل ومجالس بزرگ علمی ، ملی وبین المللی اشتراک کننده گان سراپا گوش می شدند تا سخنان ارزنده ومنحصر به فرد علامه حبیبی را استعما نمایند». آقای شاعر! چنین بر خورد تان بسیار ظالمانه وبه دور از اخلاق و ادب است. « باید در قضاوت هم عقل داشت ،هم انصاف وهم میهن پرست بود»، این دیگر گناه عقل شما است.
صرف نظر از تکلیف روانی آقای شاعر، این افراد درمجموع بدون مراعات ادب ونزاکتهای اجتماعی وسیاسی به جای جستجوی راه های وصل کردن و«پل» زدن در فکر فصل کردن وافتراق هستند واز تمام شیوه های خلاف اخلاق برای بزرگ نمائی خود از آن بهره میبرند.یکی از متود های چنین افراد که « نه به دار است ونه به بار» متوصل شدن به کلمات تحقیر آمیز ، تاپه زدن ،طرح اتهامات بی اساس وزیر سوال بردن شخصیت ها است . واضح است که چنین برخوردها بیانگر افکار مریض این اشخاص است که توان بحث های اساسی و اکادمیک ، درک دستآوردهای جدید علوم اجتماعی وعبرت گرفتن از تجارب خونبار گذشته را نداشته ، بر خلاف در پی مسایل هستند که به جزاز ارضا نمودن تمویل کننده گان خویش معنی دیگر ندارد. تخریب شحصیت ها، بی احترامی به چهره های بر جسته ملی – تاریخی ومورد احترام ملیتهای مختلف کشورمان ، به گمراهی کشاندن مبحث اصلی مورد انتقاد، قلب واقعیت های تاریحی ،ارتجاعی وعقب منده خواندن هر آن چه که با فرهنگ وسنت وروابط-تاریخی ملی مردم پیوند دارد، شانتاژ و دوسیه سازی های دروغین جهت تخریب شخصیتها ، مصرو فیت ها روزمره این گونه افراد وگروها است. این پروژه شومی است که افرادوابسته به استخبارات همسایگان ما ، برای انکار نقش بر جسته شخصیتهای ملی وعلمی این خطه در تاریخ معاصر افغانستان از خود بر جای گذاشته است . وطنداران محترم وعزیز! چرا ما به عمق این بازی های خطرناک که همسایگان ما با استفاده از عناصر مریض درپی هدایت وبهره برداری از آن هستند،آگاهی نداریم. تداوم وبه اصطلاح کله شور دادن با این تیپ افراد می تواند به آینده ای منجر گردد که کنترول آن در دست هیچ کس نخواهد بود. آینده ای که موجب شرمساری وخجالتی هر فرد وطن دوست وانساندوست خواهد بود. دامن زدن به مسایل قومی وهمسوئی با افراد مالیخولیائی ، غیر از این که راه را بطرف عدالت اجتماعی ودموکراسی میبندد، جامعه را بطرف در گیریهای تازه وخونریزیها سوق خواهد داد. نگارنده ، با احترام به فرهنگ وهویت همه افغانان (تمام باشنده گان این سر زمین)، تنوع فرهنگی را جزی از هویت ملی کشور ونقطه قوت تاریخی -اجتماعی آن دانسته واعمال هرگونه حرکات ضد وحدت ملی ، تحقیر وتوهین اقوام را خیانت به امر ملی می پندارد. ما چه بخواهیم وچه نخواهیم ، همه ما افغانها سر نشینان تاریخی کشتی طوفان زده ای هستیم که بنام افغانستان یاد میگردد. ودر فرجام از تمام مسولین محترم سایتها ورسانه ها احترامانه میخواهم تا از نشر چنین مطالب بخصوص از نوشته های که بدون اسم نویسنده باشد ویا بنام مستعار باشد ، جلوگیری نمایند. واز سایت فردا وسر پرست گرانقدر آن داکتر صاحب اکرم عثمان میتوانند پیروی کنند.

منابع:
- مقدمه یی بر چگونگی ظهور افغانستان معاصر، کاندیدای اکادمیسن اعظم سیتانی ، سایت های ، مهر، پیام وطن ،سپرغی ...
- سیاست عنعنوی افغنستان، کاظم آهنگ، افغانی شمله ، گردآورنده ، داکتر طاق رشاد
- تاریخ مختصر افغانستان ، عبدالحی حبیبی