وروستي مطالب

دا قيام و که بغاوت ؟

دوشنبه, 17 دلو 1384 00:00

پدي هليه چې دجوزا اتمه دهرات دپيښي په ډول يو وخت دملي ماتم ورځ اعلان نشي!


دروان کال دمۍ دمياشتي په 29 ورځ په هغو شيبو کې چې دپسرلی دورستی مياشتي دلمر وړانگو دکابل د زخمي او خرابه ښار ديوالو ته ناستو خلکو هډوکي تودول دپراوان څخه دبهرني وسله وال پوځ کاروان يوه موټر دچارواکو او مسؤلو کسانو په وينا دتخنيکې ستونزو له مخي د سهارد ٨ بجوپه شاوخواکې د کابل او سالنگ ترمنځ پر لويه لاره دخيرخانې په سيمه کېپه ترافيکي پېښه کې زموږ يو هيوادوال دژوند له نعمته محروم او شپږتنه يې په وينو لژند کړل شوه. د ايتلافي ځواکونو په اعلاميه کې هم داخبره منل شوېده چې په دغه ترافيکي پېښه کې شاوخوا ١٢ گاډي ښکېل شول چې يو کس يې وواژۀ او شپږ نور يې ټپيان کړل . (دغه احسائيه متاسفانه تر اوسه دقيقه نده ) دغې پېښې هغه وخت د کابل ښار په شمالي څنډه کې زور واخيست او خلک يې وپارول چې د ايتلافي ځواکونو کاروان ظاهرأ د پوليسو او خلکو له لورې کلابنده شو او هغوى هوايي ډزې وکړې . ايتلافي ځواکونه وايي د دوى يوۀ گاډي هوايي ډزې کړي او ځانته يې د وتلو لاره پرانيستې ده. دپېښي عيني شاهدان هم داوايي چې ددغو په اصطلاح هوايي ډزو په پايله کي يو شمير خلک مړه او ژوبل شوه ،چې گواکي ددغه حالت په ليدو سره دخلکو احساسات راوپاريدل . دکرزي او امريکا ضد شعارو په ورکولو سره يي خپل دڅلوروکالو راټولي شوې عقدي څرگندي کړې . خلکو د ايتلافي ځواکونو پر کاروان ډبرې واورولې . قهروړيو خلکو امريکا او کرزي ضد شعارونه ورکول .دډزو له زياتيدو سره د خلکو گڼه گوڼه ډيره شوه او ورو ورو يې په پراخو مظاهرو لاس پورې کړ . پدغه وخت کښې هغو ته چې له ډير پخوا يې دداسي پېښې انتظار ايستی موقع پلاس ورغله او دعادي خلکو له پاکو احساساتو يي يو ځل بيا دخپلو شومو او نارواارزوگانو دسرته رسولو په خاطر گټه پورته کړه . لنډ پرتوگي ،لوي لمني چې دپکول په عوض يې شنې رښکئ يې تر سر تړلې وې داحمدشاه مسعود دعکسو سره يو ځاي راووتل ، داکار ساده او تصادفي نه و ،اونه هم دبيچاره پوليسو زياته گناه ده ،ددغه حرکت تنظيم کونکی ددولتي قدرت او پوځي ځواک ځخه په استفادې سره چې يو يې دامريکايانو او کرزئ صاحب لخواتر لاسه کړئ اوبل يي له پخوادبهرنيو په مرسته درلودپه ډاډ سره داحمدشاه مسعود عکسونه دهغه ښارکوڅو ته راويستل چې خلک يې په ژوند دليدونه بيزار وه ، ځکه خو تر اوسه دکابل بيچاره او زورېدلي اوسېدونکي په خپل کور کي ارام خوب نشي کولاي اونه هم خپل کار وبار ته زړه ښه کولاي شي . دعکسو رايستل دامعنادرلوده چې دکابل ښاريانو او بهرنيانو ته ښکاره کړې چې ددوي سازماني کار دومره گړندی دی چي په يوه لهظه کښي کولاي شي خپل سړې دبيرغو او عکسو سره دکابل واټونو ته راباسي ،يعني دکابل ښار بايد دا هيڅ کله هيره نکړې چې دنظار دنور بنسټپالو تنظيمو او گروپو سره يوځاي شورا دامريکايانو او کرزي صاحب په برکت پر خپل پخواني حالت پاته دي . که سياف يو وکيل په پارلمان کې په بوتل ويشتلاي شي نو دوي هم دکابل ښار ته دپه سلهاوزره هغو بهرنيو پوځونو په شته والي کې چې وايي موږ دامنيت سا تلواو ټينگولو ته راغليو کولاي شي خپل ټوپکمار په وسلو او عکسو سمبال دامريکايانواو کرزي په مقابل کي دغبرگون دښکاره کولو په بهانه راوباسي ،مگر دوي دا هېره کړې ده چې ټول افغانستان او په ځانگړې توگه دکابل ښار يو ماشوم هم پوهيږي چې داشوراگاني ،مقاومتونه او تنظيمونه دکومو چينو نه اوبه څېښې ،او دچاپه پيسو او وسلو مغرور دې . دغه مظاهره ډير ژر د ښار بيلا بيلو برخو ته خپره شوه .تر څو ساعتونو د ښار بڼه واوښته او داسې ښکاريدل چې امنيتي ځواکونه د پېښو په کابو کولو نه توانيږي . د اريانا خصوصي تلويزيون تر څو ساعتونو له امنيتي ځواکونو څخه په ژوندۍ خپرونه کې د مرستې غوښتنه کوله خو تر هغو څوک ور ونه رسيدل چې اعتراضگرو د دوى د دفتر په خولۀ کې يو شمير گاډي وسوځول او ځينې گاډي يې وتښتول .
لاريونکونکود قومندان مسعود عکسونه او شعارونه له ځانه سره درلوده . د ورځي په اوږدو کې د کابل ښار په بيلا بيلو سيمو کې ډزې اوريدل کيدې او بيلا بيلو ودانيو ته د مظاهره کوونکو له خوا اور واچول شو .د ښار په ځينو څلورلارو کې ترافيکي غرفې هم سوځول شوې ، دروسي نشراتوله مخي دروسي دسفير دکور هنداري او دڅارگری دويډوکامري يي هم ماتي شوي دي ،د بيلابيلو دولتي او نادولتي سازمانونو، پانگوالو، د سرينا هوټل ، ډيرو گاډواودوکانو ته اور اچول شوۍ دهوټلونواو دوکانو هنداري ماتي شوې دعيني شاهدانو په وينا له يو شميردسرو زرو دپلورلود دوکانو څخه يوه اندازه سره زر غلا شوي دي ، د خيرخانې مينې د ليسه مريم په بازار كې يي بې شمېره مغازې او دوكانونو او وركشاپونه هم چور او تالان كړل . د كابل ښار د وزيراكبرخان مينې په سيمه كې زيات شمير كورونه لمړۍ چور او وروسته يي اور ونه ورته واچوو ل، په افغانستان كې د سترې مرستندويه موسسي ( پاملرنې) او داسې نورو بې شمېره نړيوالو مؤسسوددفترو او ودانيو ښيښي ماتي شوې ، د ښاروالى په ودانۍ باندې د كرزي را ځوړند شوې عكس ته هم اورو اچول شو . د کابل وگړو او نړيوالو سازمانو ته د اوښتي مالي زيان کچه ښايي ميليونو ډالرو ته ورسيږي . تر ټولو زړه بوږنونکې داده چې پدغه سياسي توطيه کې 15 کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړ او خپلوان يې دغم پر کمبله کښېنول او تر 138 پورې کسانود ټپي کړل شويدي .
ښاغلی حامد کرزي په کابل کې د دغو پېښو له امله خواشيني ښوولې او دکابل ښاريانو نه يې دصبر اوحوصلي نه دکار اخيستلو غوښتنه وکړه . او ويې ويل چې امنيتي مسوولين يې ورغوښتي او ورڅخه غوښتي يې دي چې د دغې پېښې پلټنه وکړي . متاسفانه ډير ناوخته ! ! ! ولسمشر کرزي له نړيوالو ځواکونو څخه هم د دغې پېښې په باب وضاحت غوښتى دى . دايوه ترافيکي پېښه وه چې تصادفي پېښه شوه ، ُعوام خلک نه پوهيږي چې ولسمشر ولي دنړيوالو ځواکونونه ددې پېښي وضاحت غوښتئ . هغوي بايد خوابدي وي چې ديوې ترافيکي پېښې په پلمه ددوې پر ضد شعارونه ورکړه شوه ،ديپلوماتان يې له ځايه بيځايه شول او مالي تاوان ور ورسېد ،تر ټولو مهمه لادا چې ددوي او افغانستان دحکومت نړيوال اعتبار ته يې زيات زيان ورساوه او ددوي شته والئ يي دامينت دټينگولو په نامه يوځل بيا دخپلو هيوادو دخلکواو نړيوالو په ذهنونو کې تر سوال لاندي راوست . خلک خاندي او وايي اوس چي په هيواد کې هر څه پېښېږې کرزی دنړيوالو ځواکونو څخه دپېښې دوضاحت پوښتنه کوي اوداپوښتني هم کوم اثر نه ښندي . ډيره جالبه ده چې جمهور رئيس تاسف ښکاره کوي او امنيتي مسولين راغواړي اودوي ته هدايت کوي چې دپيښي عاميلين دپيداکړ ي . څنگه کيداي شي يو بيچاره افسر هغه څوک ( ددولتي او تنظيمي واک څښتن ) ترلاس ونيسي کوم چې دهغه سرنويشت دمرگ تر بريده دهغه پالاس کښي دي . له يوې خوا پردغه ټکي ټول اقرار کوي چې داديوي تصادفي ترافيکي پيښي پايله نه بلکي له هغي نه په ناوړه استفادي سره ددولت او اوسنئ ادارې په مقابل کې چې ځيني کسان خوابدي دې دخپلي خوابدۍ بيلگې او گبرگون ښکاره کول يي ننداري ته وژاندي کړل ، له بله پلوه رئيس جمهور امنيتي افسرانو ته ددي پيښي دعاميلينو دنيولو هدايت ورکوي . هر افغان چي کرزي ،دهغه دوياند ،صبغت الله مجددي او يو شمير نورو ويناوي او رېدلي او يا يي دبغاوت گرو په ليکو کښي لاسي بمونو ، تفنگچو ، کلاشنکوفونو او ان RPG توغنديو سمبال کسان ليدلي دي پدې ښه پوهيږي چې دا دترافيکي پيښي په پايله کي ديوه يا څو افغانانو وژل او زخمي کيدلو په خاطر دبهرنيو پوځيانو په مقابل کښي دمخالفت او کرکي ښکاره کول نه وه ، بلکه ددې پېښي تر شاه دپراخي استفادي لوي او غځېدلي لاسو نه و ه ؛ ولي ولسمشر پر دغه ټکي سترگي پټوي ؟ دا ځل بيا دکو مي گټي لپاره غواړي ددغو بيگناه وژل شوو افغانانو دژوند په بيه هغه تر لاسه کړې ؟ دمئ په 29 په همدغه ورځ د ولسي جرگې ريس يونس قانوني هم په خپل وار د مظاهره کوونکو له استازو سره وليدل او ډاډ يې ورکړ چې د پېښې د عاملينو په نيولو ، سزا ورکولو او د تاوان په ورکولو به ټينگار کوي . دا معلومه نشوه چې دقانوني په اصطلاح ((مظاهره کونکي )) اودامنيتي چارواکو په خبره(( شرارت گر ))، ددوي دا پنځه تنه نماينده گان به څوک وي چې په هغه غونډه کي به برخه اخلي کوم چې دمي په ۳۰ جوړيږي . دا استازي چا اوڅه وخت بيا وټاکل چې ولاړ شي دپارلمان له رئيس سره وگوري ؟ څرنگه چې دپوليسو په ليکو کښي دهغو پرونيو جگړه مارو چې جگړه يي حرفه گرځيدلی ده کمی نه ليدل کيږي اودقانوني دوزارت له وخته دا وزارت تر غاښو دنظار شورااو جميعت دتنظيم له کسانو ډک دی . ځکه نو دخلکو داخبره حقيقت ته نږدي ده چې وايي : کله چې بغاوت زور واخيست يو شمير پوليسو خپلي درشۍ وايستلې او دبغاوتگرو سره يوځاي شول ،اويا يې ددغه نامعقوله حرکت مخه لکه څنگه چې لازمه وه ونه نيول ، همدا دليل و چي دا اشوب ډير ژر دکابل دښار تر ټولو ناحيو پوري ورسيد . دکابل ښار يان به يوه مياشت نور هم دارامی خوب ونکړي ،هغوي دسرپه سترگو وليدل چي دابلواگر له کومي خوا شول ؟ داخونه له اسمانه راټيټ شول ؟ اونه هم له مځکي راوزېږېدل ؟ دغه کسان د همدغه کابل په شاوخوا او خيرخانه کي اوسي او تل داسي حالاتو ته چمتوناست دي . داښورښ دهغوډلو او کسانو لپاره چي يو ځل بياپر بهرنيانو ځان گران خرڅ کړی يو لوه لويه برياوه . دا غبرگون نه و دايو سياسي منظم حرکت و . څوک دامنلاي شي چې د موټر دټکر نه وروسته سمدستي يو شمير کسانوشني پټي پر سر وتړلې اودمسعود عکسونه يې له کورو راوايستل،په چېغو يې پيل وکړ،داعمل ددې ښکارندوي دې چې دکابل په ښار کې تر واسه لامنظم دتنظيمونو سړې دشنوپټو ،عکسو او ماشين گڼو سره ناست دي کله چې هدايت ورته وشي راوزي ، دا دوه مليونه موبايل تلفونونه خو يوازي دسوداگرو پلاس کي ندي ، ددغه ډول کارو دتنظيم لپاره هم پکار وړل کيږې . يو عيني شاهدنړيوالو راډيوگانو ته وويل چې ډير ژر پسله هغه چې دموټر دټکراو يوافغان وژل او دڅو تنو زخمي کول دحاضرو خلکو احساسات راوپارول او دبهرنيانو پر موټرو او ټانکو يي دډبرو په وارولو خپله غوسه څرگنده ول په دريو پيجارو موټرنوکي دشمالي ټلوالي يوشمير سپاره کسان چې داحمدشاه مسعود عکسونه يي پر موټرو نسب کړي وه په غوسه شوې خلک ،غښتلو نااراميو ته وهڅول ،دزنده باد احمدشاه مسعود ،مرگ بر امريکا ،مرگ بر کرزی شعارونه يي سر کړه . دادمنلو وژ خبره نده چې وايي دايو خودي حرکت واو خلکو دموټر دټکر له امله دوينو په ليدو سره په غوسه راغلل، څنگه دومره ژر ددوساعتونه په کمه موده کښي دکابل ښار تر دريمي کارتي او اريانا تلويزيون د تعميرترسوځولو پوري ورسيدل ؟او خپل استازي يې سمدستي پارلمان ته دمعينو خلکو سره دليدلو لپاره ولېږل ،تر څو پارلمان دعاميلينو دمحکمي غوښتنه وکړي ،کاشکي پارلمان دومره خواخوږئ واي چي دملت غم ورسره واي ! هغوي هر ورځ دخپلو گټو دساتلو لاري چاري لټوي ،که دوي په رښتيا دملت دمشکلاتو دله منځه وړلو لپاره کار کولاي ديوه ټکر ثمره به دکابل په ښارکي ددوکانو دفترونو او کورونوسوځول ، چور او چپاول نه واي . ددي ټولو نا امنيوپه رامنځته کيدوکښي دولتي او پارلماني يو شميرچارواکي دروند اوملي مسوليت لري .

دکورنيو چارو په اعلاميه کې دغه ټکی دتأمل او بحث وړدی : (( دولت مصمم به پيگيري اين حادثه بدون در نظر داشتن مسايل سياسي است )). داپدي معنا چي له اوله سره دولتي چارواکو ته معلومه وه چې ددترافيکي پيښي پر سر دخلکو دخفگان او غبرگون ښکاره کول ندي ، دپردي شاته بله مسله اوکومه بله زور ازموينه روانه ده . پدغو دو ورځو کي دجمهوررئیس دوياند، دملي دفاع اوکورنيو چارودجگپوړوچارواکو په خبرو کښي چې له راديوگانو سره يي درلودې که سړې دقيق ورته متوجه شوی واي هم واضح داښکارېده چې دوي يوڅه په سترگو ويني او پوهيږي ، مگر دويلو جرات يي نلري . دازورېدلی ولس نه پوهيږې چې کله به دا دقدرت خاوندان رښتيا او هغه څه چې دوي يې په سترگو ويني دملت سره شريک کړې . ددې لپاره چې ولس له دغو فريشانيو نه خلاص شوی وي ښه به داوي هغه څه چې په ديگ کښي دي په کاسه کې راوايستل شي . که دولتي چارواکي دهغه چاداعمالو کوم چې هيواد دخرابيوپه لور کشوي درسواکولو توان ونلري اوونشي کړاي دهغو کرغيړل لاسونه لنډ کړي، پدغه صورت کې به پر ځاي وي چې بهرنيانو ته وويل ستاسو يي په مخه ښه ، موږ د هيواد جوړونې جوگه نشو کيداي . که دغه ډول دملي گټو خلاف مصليحتي سياست او دډارله احساس نه ډک چلند نور دوام پيداکړې حتمي ده چې داوطن به ديوي بلې ملي غميزي په لور دهغو پلاس درومي کوم چي همدا اوس خلکو ته دخدمت په نامه دسر په کاسه کې خواړه ورکوي . د افغانستان د مشرانو جرگې مشر صبغت الله مجددي په ملي شورا کې هغو کسانو ته چې دکابل ښارپه پېښو کې يې خپل خپلوان وژل شوي يا ټپي شوي وه . پداسي حال کي چي د ولسي جرگې ريس يونس قانوني ، اداري پلاوى او د دغې جرگې د دفاع او کورني امنيت د جرگه گيو غړي هم ناست ول وويل : دا پروني لاريونونه لا له وړاندې پلان شوي وو ،دا يوه ناڅاپي پيښه نه وه بلکې له وړاندې نه ورته د دۀ په وينا يو شمير خام تمه خلک سترگې په لاره وو. د هغه په وينا په دومره لږ وخت کې له لاريون کونکو سره د وسلو شته والى او هغه شعارونه او عکسونه چې دوى له ځانه سره ليږدول څه اسانه کار نه وو . مجددي صاحب رښتيا واي پدې هر څوک پوه شو چې دغسي يوې پيښي ته چې ددوي پلاس بهانه ورکړې ترڅود خپل منظم شتون څخه دکابل ښاريان ، کرزی او بهرني ځواکونه او ډيپلوماتيکي موسسې خبري کړې او په سيمه کښي دبې امنيتويو په راوستلو کښي خپله بر لاسي ننداري ته وړاندي کړې داکسان تل چمتو ناست دي . پدغه کتنه کې يونس قانوني دغو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې پر دولتي چارواکو به فشار راوړي تر څو ژر تر ژره د دغو پيښو عاملين د قانون منگولو ته وسپاري . مگر له غونډي بهر خلکوو اوکابل ښاريانو ته تر اوسه معلومه نده چې قانوني صاحب به ددولت نه دکومو عاميلينو دجزاغوښتنه کوي ؟ دټکرسوي موټر له ډريورنه، يا هغو نه چي وايي هوايي ډزي يې کړې ،اوکه هغه چي دکورنيو او ملي دفاع په خپروشواعلاميو کي ورته هدايت شوی وچي دچپاول گرو مخه په هرډول چي کيږي ونيسي او امنيت تأمين کړې ،اوکه دهغونه چي دپردي شاته يې هر څه له پخوا دداسي ورځو لپاره پلان کړي وه اوپه ډيره اسانی سره يې وکولاي شول داسي سياسي بهره برداري وکړې چې فکر يې نه کيده؟ . بلي ! پدي پيښه کي امنيتي چارواکوته يوه اندازه گوت نيوه نه پرځاي ده ،رښتياهم دامنيت دټينگولو مسوليت لري ، مگر زيات مسؤليت دهغه چا په غاړه دی چې وروستی خبره کولاي شي . دايو څرگند حقيقت دی تر څو دولتي واک دتنظيمو ،جنگسالارو ،دهيروئينو دپټو او ښکاره سوداگرو ،او بنسټپالو ډلو ټپلو پلاس کښي وي له هرې حاديثي به همدا ډول ناوړه استفاده کيږي . پوليس ددغه ډول دقدرت دخاوندانو په وسيله د ماهرانه تنظيم شوو دسيسو دشنډولو هيڅ وخت جوگه کيداي نشي ،دجلال اباد پېښه ډيره پخوا نه ده تيره شوې . هغه پېښه بايد دعبرت درس واي ،هلته پاکستان دځوانانود احساساتو نه په ناوړه گټه اخيستلو سره دجلال اباد ښارته اور اچاوه ،داځل يې دخپلو پخوانيو انډيوالانو او روزل شوو پوسيله داکار سرته ورساوه . پدي ټول پوهيږې متاسفانه هغوي چې وضعه ناامنه کولاي شي تر اوسه لا دومره برلاسي دي چي څوک يي دنوم اخيستلو جرات حتا په کور کې هم نلري . دلته ديوه ټکی يادول اړين بولم چې زه ټول قهرېدلي خلک بغاوت گر او دپردو نوکران نه بولم ،زما اشاره هغوته ده چې دعيني واقيعتونو له مخې يې دااړيکي او له هيواد سره ددښمنی احساس دلمر په شان څرگندي دي . د کابل ښار د دوشنبې د ورځې د تاو تريخوالي له ډکو لاريونونو نښې نښانې په سړکونو د پرتو خښتو ، ډبرو او ماتو هندارو په بڼه تر اوسه لا تر سترگو کيږي . په واټونو او څلور لارو کې د پوليسو تر څنگه د ملي اردو سرتيري ولاړ دي ،د کابل اوسيدونکې هم زړه نازړه دمجبوريت له مخي ديوې گولي مړئ دپيدا کيدو لپاره دښار واټونو ته راوزي او هر څه په ځير څاري . ته به وايې د اوښتي تاوان جاج اخلي . د ښار دننه په کرارۍ سره رامينځ ته کيدونکى دغه حرکت او ورسره يو ځاې د ښاريانو چوپتيا او خواشيني کټ مټ دپخوانيو تنظيمي جگړو په مهال د کابل بڼې ته پاته کيږي . داسې چې د توغنديو د راپريوتو او کوڅه په کوڅه د ټوپکونو او ماشيگڼو د ډزو په مهال به هر سړى په خپل کاله ننوت اوکله چې به ډزې ودريدې نو ښاريان به ورو ورو بيرته په واټونو راڅرگند شول . پسله څلوروکالو دکابل اوسېدونکو يوځل بيا هير شوی رواني شوک وليد . دکابل گڼ شمير ښاريان د دوشنبې د ورځې په دغو ناکراريو کې د ورانکارو د ورگډيدو خبره هم په زغرده کوي . دوى دا گڼي چې د مظاهرو پيل بل ډول وو، خو وروسته يې واک ورو ورو د داسې کسانو په لاس ولويد چي په لاسي بمونو ، تفنگچو ، کلاشنکوفونو او ان RPGتوغنديو سمبال وو . په دې مينځ کې ډير عيني شاهدان هغو کسانو ته هم گوته نيسي چې سرونه يې په شنو تسمو تړلي وو او د شمالي ټل والې د پخواني قوماندان احدشاه مسعود عکسونه يې ليږدول . عيني شاهدان دا هم وايي چې دغو کسانو د قوماندان مسعود د ارمانونو په پلوۍ او د ولسمشر حامد کرزي په مخالفت کې شعارونه ورکول . دې هر څه ته په کتو سره اوس لويه پوښتنه دا ده چې اېا په پلازمينه کابل کې د دوشنبې د ورځې له چور تالان او درا نه تاو تريخوالي ډکې پيښې په ريښتيا هم د يوې ترافيکي پيښې پايله وه او که تر شا يې د حکومت د بې اعتباره کولو لپاره د کومې ډلې منظم پلانوپلي کول او لاسوهنه وه؟ . د کابل ښاريان د تاو تريخوالي د خوريدو په اړوندلويه نيوکه دا ده چې پوليسو له يوه لورې گواکې په ډزو سره لا زياتې پارونې کړي او له بل لورې يې په کمزوري غبرگون سره ورانکارۍ او تالان ته لاره پرانيستې ده . د ژوبلو کسانو د کورنيوځينې غړي هم دعوه کوي چې خپل خپلوان يې گواکې پوليسو ويشتلي دي . د عبالحميد په نامه د کابل يو اوسيدونکى له همدغه ډلې څخه دى دپوليسو دبرخورد په هکله وايي : (( خلک يې نور هم پارول . په مردکو يې ويشتل . زما ورور يې وويشت او زه يې هم وپارولم . وروسته چې مې هر ورانى مخې ته راغى ، مخ مې ترې وانه ړاوه .)) پر پوليسو دا نيوکه هم ده چې ډير يې گواکې د تاو تريخوالي په مهال له خپلو امنيتي پوستو وتښتيدل يا يي يونيفورم وايست او ډگر يې په لوى لاس ورانکارۍ او تالان ته پريښود . د اريانا تلويزيون يو شخصي ساتونکې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي ، همدې ته گوته نيسي (( له شپږمې حوزې نه مو پوليس راوستل . خو هغوې زموږ د کارگرانو جامې واغوستې او بيرته وتښتيدل . خپلې وسلې يې هم موږ ته راپريښودې . )) خو د پوليسو د همدغه تښتيدلوسرتيرو له مينځه يو تن چې په خپله تيښته اعتراف کوي خو نه غواړي چې نوم يې واخيستل شي وايي : چې يو خو دوى ته د ډزو اجازه نه وه او له دې کبله يې د ځان دفاع نشوه کولاي ، بل په دې هم گواکې ډاډه نه وو چې که ژوبل شې نو حکومت به يې څه غم وکړي که نه ؟ هغه وايي : (( زه يو ځل په پل سوخته کې د دندې په مهال ژوبل شوم . په سر مې د کلاشنکوف گولۍ ولگيده . خو چا د درملو لپاره يوه روپۍ هم رانه کړه . ټول لگښت مې له خپله جيبه وو. له بل لورې د ډزو اجازه هم نه راکوي . تاسو وواياست ، دلته کښينم چې مړ مې کړي او که دا ښه ده چې وتښتم .)) په نوي ښار کې د سيټي سنټر په نامه د سوداگريز مرکز يو هټيوال چې لوټمارو يې هټۍ ته دروند تاوان اړولى و امنيتي ځواکونه له همدې اړخه پړه بولي . (( د کورنيو چارو وزارت ته ورڅيرمه د غيرى حکومتي موسسې يو کارکونکى چې خپل نوم محداصف ښېي هم تور لگوي چې د وزارت ساتونکو ته يې د مرستې ډيرې چيغې ووهلې خو چا پرې غوږ ونه گراوه .)) د(( د اې – ار – ډي » په نامه يوه بهرنۍ موسسه ده، د کورنيو چارو له وزارت نه لږ ډير 200 متره واټن لري دهغي کارکونکی وايي دغه وزارت ته مو څو ځله منډې وکړې او مرسته مو ترې وغوښته . هيڅوک مرستې ته رانه غلل . له هماغه ځايه يې زموږ د دفتر د لوټولو او تالان ننداره کوله . )) د BBC له نشراتو څخه د ولسمشر د دفتر ريس جاويد لودين هم تيره شپه له يوه خصوصي تلويزيوني چيل سره په مرکه کې د کابل د دوشنبې د ورځې د پيښو په وړاندې د پوليسو چلن خورا کمزورى وباله . دې ټولو نيوکو ته د کابل د امنيه قوماندان ځواب دادى چې حکومت بايد د پوليسو غښتلتيا ته جدي پام واړوي . قوماندان صاحب رښتيا وايي پدغو پوليسو ددې وطن دامنيت ساتل له حقيقت او باورنه ليري خبره ده ، رښتيا خوداده چي دکورنيو چارو وزارت لکه بل هر وزارت په زياته کچه تر اوسه دتنظيمو تر سياسي تاثير او نفوذ لاندي دی ،زماددې خبري سره په پارلمان کې وکيله اغلې ملالی شينواري هم ملگرې ده . په رښتيا سره هغه شمير افسران چي غواړي وطن ته خدمت وکړې ،په هيواد کې سوله او امن راولې هغوي په يوه اوبل نامه بدناميږي اويا يي لږ تر لږه دبدنامئ لپاره سياسي پلانونه سنجول کيږي تر څو هغه دگوتو په شمار دمسلک ،پوهي او مهارت خاوندکسان چې دهيوادوالود چوپړ سره مينه اوعلاقه لري کار پرېښودلوته مجبور کړي او يايي دوي پخپله گوښه کوي . دبي بي سي سره په مرکه کښي دپارلمان وکيلي ملالی شينواري پردغه ټکي ټينگار وکړ چې په دولت کي يو لړ سياسي ستونزي شته ،وه يې ويل ولسمشر بايد په ځينو وزارتو کې مسلکي کسان مقرر کړې . زه دهغي ددې خبري په طايد داورايظافه کوم چې ولسمشر که غواړي په ولس کې محبوبيت تر لاسه کړي په ټولو وزارتو کښي بايد نه تنها مسلکي بلکي دمسلک تر څنگ دپاکو لاسو او ملي احساس لرونکي کسان وټاکي . که هغه دخلکو دغه خوابدئ ته چي همد اوس موجوده ده جدي پاملرنه ونه کړي ډير ژربه دا خوابدی ولس ددښمن او پرديو دنامقدسو ارمانونو دسرته رسولو ښکار سي ،په هغه صورت کې ولسمشر په هيڅ ډول ځانته دخلاصون دلايل نشي پيدا کولاي ،په رښتيا سره دکرزي غيري قاطعانه او دبې ځايه معاملو دسياست پايله ده چې هره ورځ يادطالبانو او يادبهرنيانو دحملو په نامه زورېدلئ افغان خپل خوږ زوند دلاسه ورکوې ،دا تاريخي مسوليت به دتل لپاره دولسمشر په غاړه وي . پدغه پيښه کې ديو شمير پوليسواو امنيتي ځواکونو داډول کړنه دافسرانواو مسؤلينو په مقابل کښي د عادي پرسونل (پوليس) دخپل سری روڼه بيلگه ده ، يودليل ېې دا هم کيداي شي چې تر اوسه دکورنيو چارو دوزارت عادي پوليسو ددولت لخوا دحمايي کومه نښه نښانه نده لېدلې اوپر دولت بې اعتماده دي ، طبعي ده کله چې ساتونکي پر دولت بې اعتماده وي هغوي دامنيت ساتلو ته د ناببره خطرمنلوته زړه نه ښه کوي . دپوليسو ددغه کس خبره چې وايي : (( زه يو ځل په پل سوخته کې د دندې په مهال ژوبل شوم . په سر مې د کلاشنکوف گولۍ ولگيده . خو چا د درو درملو لپاره يوه روپۍ هم رانه کړه . ټول لگښت مې له خپله جيبه وو. له بل لورې د ډزو اجازه هم نه راکوي . تاسو وواياست ، دلته کښينم چې مړ مې کړي او که دا ښه ده چې وتښتم .)) په حقيقت کې دټولو پوليسو غوښتنه او گوت نيونه ده ،جگپوړې چارواکي يې بايدپه غوږ و ښه اورې اودحل رښتيانی لاره يي ولټوي ،تر څو امنيتي پرسونل ځانونه دقانون او حاکميت په حمايه کښي احساس نکړې له هغوي نه پدغو نازکو او برخه ليک ټاکونکو حالاتوکې دامنيت دساتلو غوښتنه او پوښتنه بيځايه خبره او ځان غو لونه ده . دبي بي سي دخبر په حواله دمې په 31 نيټه په ارگ کښي په ا صطلاح جهادي مشرانو او نورو جگپوړودولتي چارواکو په گډون يوه گډه غونډه جوړه شول ،اول پوښتنه داده : تر کومه بايد يو شمير هغه کسان چې دافغان ملت پر سپېڅلې جهاد يي تجارت کاوه او اوس هم پر همدي لار روان دی ،جهادي مشران وبلل شي ؟جهاد لاډير پخوا ختم شو،له هغي ورځي چې روسانو افغانستان پرېښود ،تر هغه راوروسته ددولتي چوکيو پر سره جگړه وه چې دپاکستاني استخباراتو، ايراني اخوندانو او عربي شيخانو په هدايت دامريکا او پاکستان دڅارگريو اداروپه مټ پر مخ بيوله ،تر څودغو دجهادرهبرانو او تنظيمې ډلودسرغنه وو په موجوديت کښي ېې کابل په وينو ولاړه او ښار په قبرستان بدل شو. سوال دادی که دجوزاداتمي پېښه ملي ارزښت ولري بايد دپارلمان ملي شورا او ټولو سياسي گوندنو مشرانو سره گډه غونډه شوې واي ،دهغوي سره هر څه په جرات ويل شوي واي او دمرستي غوښتنه ځينې شوې واي ؛ نه دهغو سره کوم چې دکابل دښاريانو ، سياسي کورنيو او بهرنيو څيړونکو په اند ددغې پېښې اصلي عاميلينو شک ورباندي کيږي . ځيني دولتي چارواکي په خپلو خبروکي داټکی په گوته کوي چې ددغه په اصطلاح لاريون څخه ځيني کسانو پراخه سياسي گټه پورته کړه .
دکابل دښار له وروستئ پيښي نه داسي نتيجه اخيستل کيږي چې :
دڅلورو کلو په تيرېدوسره دبې شماره بهرنيو پيسو په مصرف سره ،دبې وسلې کولو ،ددولتي ادارې څخه دتنظيمونواو غيري مستحقو ډلو دتاثير دکمولو،په هيواد کې دټولو ناقانونه ډلو ټپلوپلاس کې وسله راټولولو او په سيمه کې دهغوي دسياسي او پوځي تاثيراتو کمولو ،ددموکراسی ،بيان او عقيدي دآزادی دتأمينولو دخبرو اوپه خلکو په پټو سترگو دخپلو برياو دمنلو سره سره دادې تر اوسه لا هغه ځواک چې افغانان يي دنامه سره حساسيت لري دبهرنيو ځواکونو او ښاغلي کرزي دغير عادلانه او مصليحت اميزه سياست په برکت لا پر خپل حال پاته دی يعني :
ا/ تر اوسه لا تنظيمونه تر غاښوپه وسلو سمبال دي .
۲/ په دولت او پارلمان کښي پدغه ورکړه سوې ونډه لاهم ناخوښه دي يعني دوي ځانونه په دولت کښي دکامل واک اوبې سياله صلاحيت مستحق بولي .
۳ / هر هغه پرېکړه چې دتنظيمي واک څخه ددولتي اداري دخلاصون په مخه وشي دوي يي مخالف دي .
۴ / داکسان دبهرنيانو دډار او هغوي سره دمعاملې پر بنياد دځينو متمدينو اوښتنو سره دتصديق او موافقي سر ښوروې ، کنه ددغه ټکي په پوهيدوسره چې په دموکراسی ،دعقيدې او بيان په آزادی ،دعلم او معرفت په پراختياکې ددوي زوال دئ په هيڅ صورت دهغودپلي کولو منلو ته تيار ندي ،چې توان يې رسيږې داسلام دپاک نامه او ملي منل شويو عنعناتو څخه په ناوړه استفادي سره دهغوي دپلي کيدو په مقابل کې خنډونه پېښوي .
۵ / تر اوسه لاددوي لپاره دقانون په پرتله خپلي پرېکړي دمنلووړ دي او په پلي کولو يې ملت مکلف گڼې .
۶/ دوي ديويشتمي پيړی دعلمي او فرهنگي لاسته راوړنو څخه داستفادي کلک مخالفين دي .
۷/ په خوله دښځو دحق ددرناوي خبري کوي مگر په عمل کښي هغه ته دانسان په سترگه نه گوري . ښه بيلگه يې په پارلمان کې وروستۍ پېښه ده .
داسي معلوميږي هغوي چې دهيواد او هيوادوالود برخليک دټاکلو واک پلاس کښي لري دخلکو دغوښتنو ،گوت نيونو او پوښتنو سره يې معافيت حاصل کړئ .او ځان دخلکو دغوښتنو په پلي کولو مکلف نه گڼې . زموږ په ټاټوبي کې تاريخي تجريبوپه وار وار دا ثابته کړېده هر هغه دولتي ځواک چې دهر څومره بهرني قوت او پوځ لخوا يي ملاتړ شوی کله چې يې دولس دغوښتنو په مقابل کې بې پروايي او هغوي ته د غوږ نه نيولولاره خپله کړېده ،يادهغو دپلي کولو لپاره يې دعملي گامونو داوچتولو نه ډډه کړې له منځه تللي دي .
په اوسنيو حساسو شرايطو کښي چې زموږ دهيواد او هيوادوالو کورني او بهرني دښمنان تر افغان بې دفاع ولس برلاسی دی ،او هر لهظه په هيواد کښي هر ډول ستونزي چي يې گټي ايجابوي ولس ته خلق کولاي شي ،دملي گټو په پوهيدوسره دبنسټپالو له په وينو لړلو منگولوڅخه د افغان ولس دخلاصولو په خاطر دبهرنيانود پوځي مؤقتي اوسېدو سره ((دهمدلته اوسئ)) سر ښورولئ دئ . متاسفانه دهغو تر واک او سلطي لاندي چې په لومړيو ورځو کښي يې ويل موږ دلته راغليو چي دجهالت او بربريت کمبله ټوله کړو ،ددموکراسی پلي کيدو ته لاره پرانيزو، دغو بنسټپالو وکولاي شول په ټول دولتي واک کښي دغوښن ځاي په لرلو سره بيا هم دپاکستان او يو شمير نوروهيوادو په اشاره چې دوي ته دډيرو امتيازو وعدي ورکوي ددوستئ او اسلامي اخوت دکلمې څخه په ناوړه استفادي سره غواړې په هيواد کې امنيتي وضع گډه وډه کړي ،بهانه يې جوړه ده هر څه پر طالبانو تپلاي شي . دوي غواړي پخپلو پټو او ماهرانه دسيسو او نا امنيورامنځته کولو سره بهرنيان مجبور کې چې له افغانستان څخه پښي وباسي . دوي به هغه وخت خوشحاله وي ؛ولې دا زورېدلی ولس به يو ځل بياددمنځنيو پيړيو دوحشت او بربريت د شرايطو دپلويانو په تورو منگولوکښي راشکيل وي او دژوند له ډول ډول ستونزو سره لاس په گريوان وي. دادپرديو په زور څه نيم بنده مثبت تغيرات چې راغلي دابه هم ديوي بلي جگړي داورپه لمبو کې وسوځيږي . افغانان باید پدې پوه وي چې داحرفوي جگړماراو ددولتي قدرت وږي هيڅ وخت په افغان وژنه او وينه تويونه نه ستړي کيږې ،په هر قيمت او هر نوم چې وي ،دهر چادغلامي په برکت چې کيږي دوي يوازي او يوازي دځان لپاره پر افغان ولس باداري غواړي او بس . پدي هليه چې دجوزا اتمه دهرات دپيښي په ډول يو وخت دملي ماتم ورځ اعلان نشي .
حبيب غمخور د م کال 2006 دجون لومړی نيټه





سپاس از نشريه هاي مردمي وتنفربه چتل داي هاي بنام تارنما

دوشنبه, 17 دلو 1384 00:00

( خجسته زيميرواسکاري )
اظهارسپاس وشکران
من خجسته زيميرواسکاري متعلم صنف دهم مکتب هستم وجسته وگريخته بخاطرعلاقه فراوان که به فرهنگ وادبيات دارم مطالبي را تهيه وغرض نشربه وبسايتهاي ميهني ووطني ميفرستم که درينجا ميخواهم ازنشريه هاومسوولين اين وب سايتها که به من عزت وحيثيت استادي وپدري را دارند ابرازسپاس نموده ، صحت باعافيت ، طول عمرتوام با خيروسعادت وموفقيت وبهروزي بي پايان شانرا ازبارگاه خالق لايزال تمنادارم .
وبسايت خانم باشهامت وزن بانجابت ونماينده منتخب مردم درپارلمان خانم کوفي
- - اصالت ، جناب کاکاي گرامي ( فضلي )
-- مشعل ، استادوپدرمعنوي ام ( مصطفي روزبه )
-- آزمون ملي ، شخصيت دانشمند وانسان مهربان ( ويس ناصري )
-- زندگي ، مرد بزرگ ودانشمند عزيز( فريد سياوش )
-- مهر ، همه پژوهشگران وسياستمداران مردم پسند وهمه دست اندرکاران وبسايت مهروحزب متحد ملي وشخص جلالتمآب گرامي ( علومي ).
-- اديب ، مردخردمند ، پژوهشگردانا ( سراج اديب )
-- ژواک، به همه مسوولين ودست اندرکاران اين نشريه صميمانه ترين درودهاي خويش را نثارمينمايم
-- روزنه ، دانشمند والا مقام وکاکاي مهربان ( قامت عطازي )
-- پورتال افغان – جرمن ، نشريه افغاني ،وطني وميهني که خواب راحت راازچشمان دشمنانش ربوده است.
-- دعوت ، دوست بلند همت وبزرگ مرد انديشه وخرد ( طارق )
-- پيام نهضت ، نويسنده بزرگ انديش وپژوهشگرلايق ( اسد کشتمند ) .
-- سپرغي ، جناب گرامي وخردمند عزيز (عبدالملک پرهيز)
-- خاله مهربان خانم فرين مسوول نشريه زيبا وخواندني ميهن ووبلاگ نور
-- گفتمان ، جناب شخصيت گرامي اسدالله علم .
-- ني دانشمند گرانمايه وفرهنگي بي همتا ( جناب فقيري)
-- صداي افغان ، صميمانه ترين درودهاي گرم ووطني ام به شما دست اندرکاران وژورناليستان صداي افغان تقديم مينمايم .
و...

تنفرواحتجاج به تارنماي خاوران ، سرنوشت ارگان نشراتي بنيادگرايان وتفنگداران وقاتلان ملت ستم ديده ميهن واجيربدنام وبدانديش شکرالله شيون .

صدباربدي کرديد وشرم تان نيامد
خوبي چه بدي داشت که يکبارنکرديد؟
چرا کج انديشان وفرومايگان به هرانساني که ازدرد ملت وازخرابي وبربادي وطن چيزي بگويد سياه دلان دلال صفت ووطنفروشان فرومايه بدون درنظرداشت عزت ومقام بلند انسان وانسانيت راه ميگيرند ومانع ايجاد مينمايند. همين کج انديشان پليد وفرومايه ناجوان مردانه وخبيثانه محصلين پوهنتون کابل رابخاطرتظاهرات مسالمت آميزشان به رگبارمسلسل بستند، تظاهرات حق خواهانه متعلمين واستادان ليسه حبيبيه رابازندان وبستن وبردن جواب دادند وژورناليست آزاده وجوان آگاه ،بادرد واحساس پرويزکامبخش را به بخاطرمطالعه يک دوصفحه به زندان ، شکنجه واعدام گاه ها
فرستادند واکنون تارنماي اجيران گوش بفرماني خاوران ، سرنوشت بنيادگرايان ووهابيون وچهره بدنام وفرومايه شکرالله َشيون کمربه اتهام ، دروغ وخيانت وجنايت بسته است .
من ازين طريق اعلام ميدارم که من به صفت يک متعلم مکتب باهيچ شخص ، گروپ ، عقيده وايديالوژي مترقي دشمني ندارم وطوريکه دربخش اظهارسپاس وشکران ازنشريه هاي مختلفي که باهرعقيده وانديشه اي که دارند بپاس انسانيت وشرافت به ايشان احترام گذاشته سرتعطيم فرودمياورم ودرمقابل تنفرواحتجاج شديد خويش را به مثلث شيطاني خاوران ، سرنوشت وشيون فرومايه ابرازنموده واين عمل زشت وغيراخلاقي شانرا دشمني به فرهنگ وادبيات وبه دانش آموزکه تازه قدم درجاده فرهنگ وادبيات پرباروطن گذاشته است دانسته وبرايشان ميگويم که افغانستان خانه مشترک تمام افغانان بوده وتمام مليتهاي باهم برادرکشورحق زندگي ،کاروتحقيق وپژوهش را دارند . نميدانم شما تاچه زماني ميخواهيد درمقابل هرروشني وروشن دلي موانع وسد واقع شويد وشما ازين ملت ستم ديده وازين مردم رنجکشيده چه ميخواهيد؟؟؟
من درفرجام بخاطرروشن شدن حقايق ، دوستان گرامي را به پژوهش وگردآوري هايم که درنشريه هاي بالا وجوددارد دعوت مينمايم تا :
خوش بود گــر محک تجربه آید به میـان
تا سیه روی شود هر که در اوغش باشد
و
دو چيز طيره عقل است، دم فرو بستن
به وقت گفتن و گفتن به وقت خاموشي.
مشت نمونه خرواريکي دوازپژوهش هايم را مثال مي آورم:
گردآورنده وپژوهش (خجسته زيميرواسکاري)
ودرپايان نوشته ام :
استفاده ازسحنان بزرگان واندرزهاي جاودانه بزرگمهر.
وهمچنان در ميراث گرانبهای گذشتگان چراغی است بر آيندگان
پژوهش و گردآورنده (خجسته زيميرو اسکاري) درپايان تمام منابع وماخذرانوشته ام .
درينجا باانتخاب چند جمله ازبزرگان انديشه وخردوازپايگاه سخنان بزرگان جمع آوري وبخاطرکرامت وانسانيت تقديم ميگردد:
خوشبخت كسي است كه قادر است به علل چيزها پي ببرد ..
بهترين چيز اين است كه خودت باشي شكوهمند ساده و صادق .
تجربه نامي است كه انسان برروي اشتباهات خود ميگذارد .
اولين وظيفه انسان چيست؟پاسخ آن كوتاه است اينكه خودش باشد .
هيچ كاري را به اندازه خوشي و شادي دست كم نگرفته ايم .
آن كسي كه آرزوهايي در سر دارد اما هيچ اقدامي براي رسيدن به آن نميكند طاعون پرورش ميدهد . تحمل زخم هاي كهنه باعث ايجاد زخم هاي جديد ميشود .
شهامت يعني مقاومت در برابر ترس وتسط بر آن نه مقدان ترس .
براي اينكه احساس شجاعت كنيد طوري رفتار نماييد كه انگار شجاع هستيد و شجاعت يقينا جايگزين ترس خواهد شد .
کارلوس کاستاندا : دانايان با عمل زندگي مي كنند , نه با انديشه عمل .
آلبركامو : شغل تنها زماني ارزش و اعتبار دارد كه آزادانه پذيرفته شود .
كارل يونگ : تا چيزي را نپذيريم نمي توانيم تغييرش دهيم .
ناپلئون : صاحب همت در پيچ و خم هاي زندگي هيچ گاه با ياس و درماندگي رو به رو نخواهد شد .مارو اكلينز : اگر به دنبال موفقيت نرويد خودش به دنبال شما نخواهد آمد .
باسيل اس.والش : اگر ندانيد كه به كجا مي رويد , چگونه توقع داريد به آنجا برسيد ؟
فيثاغورث : خشم با ديوانگي آغاز مي شود و با پشيماني پايان مي پذيرد .
مارك تواين : وقتي هدفمان را از دست مي دهيم مجبور هستيم سعي خود را چند برابر كنيم .
اسمايلز : هيچ يك از تمايلات نفس انساني خطرناكتر از تمايل به تنبلي نيست .
ناپلئون هيل : كسي كه هميشه مي خواهد اشتباه ديگران را ثابت كند , آنها را از خود دور مي كند .
استون : انديشيدن تا زماني كه با عمل همراه نباشد , خلاقانه نيست .
آلبرت هوبارد : بزرگترين اشتباهي كه كسي مرتكب مي شود , اين است كه دائم از اشتباه كردن بترسد .
اريك باتروورت : هر چه موانع جدي تر و سخت تر باشد , لذت تلاش و پيروزي بيشتر است .
هرشل : يكي از راههاي خوشبختي اين است كه نسبت به كوچكترين نعمت ها شكرگزار باشيم .
زيگ زيگلر : يك انسان ناسپاس خوشبخت نشان بده .
كلمنت استون : شما هماني هستيد كه فكر مي كنيد .
ناپلئون هيل : اگر باور داشته باشي كه مي تواني , حتما مي تواني .
فرانسيس بيكن : يك انسان خردمند فرصتها و شانس ها را مي سازد , نه اينكه در انتظار آنها بنشيند .استون : شجاعت داشته باش تا با حقيقت رو به رو شوي .
علي ع : از دوستي با نادان خودداري كن .
ضرب المثل آلماني : براي آدم بهانه گير هميشه بهانه وجود دارد .
هيچوقت به خدا نگوييد: من يك مشكل بزرگ دارم
به مشكلتان بگوييد: من يك خداي بزرگ دارم
مهم نيست چند بهار در کنار هم زندگي کنيم باور کنيد مهم اين است که يادمان باشد عمرمان کوتاه است در پايان زندگي خيلي از ما خواهيم گفت: کاش فقط چند لحظه بيشتر فرصت داشتيم تا خوب بهم نگاه کنيم و همه ناگفته هاي مهر آميز يک عمر را در چند ثانيه بگوييم اي کاش با خاطره ها زندگي نميکرديم
از کدام دسته ايم ؟؟
انسان ها دو دسته اند :
آن هايي که بيدارند در تاريکي و
آن هايي که خوابند در روشنايي .





د طالبانو تعليمي نظام څه شو؟

دوشنبه, 17 دلو 1384 00:00

معلم صلاح الدين

د هېواد تقريباً په ټولو ولايتونو کې د طالبانو لخوا د ښوونځيو د سوځولو، د ښوونکو او زده کوونکو د وژلو او ګواښلو، د زده کړې څخه د کرکې د ښوولو او د انسان دښمنۍ او علم دښمنۍ لړۍ ښه په درز کې روانه وه چې د اي ايس اي لخوا د يو نوي او پوچ تبليغاتي کمپاين په ترڅ کې د جنورۍ د مياشتې په شلمه نېټه د ملا عبدالحى مطمين په نامه يو تن چې ځان د ترهګرو وياند معرفي کوي رسنيو ته وويل: چې طالبان به د مېلادي کال د مارچ او مي په مياشتو کې د يو مليون ډالرو په لګښت يو تعليمي نظام پېل کړي او "د عملي کار په مهال به په يو مشخص ځاى کې د خبريالانو په وړاندې د يوې خبري غونډې تابيا هم وشي".
د اي ايس اي په لارښوونه د افغانستان د ورانولو لړۍ ته د يو شرعي نوم د ورکولو دا اقدام کومه نوې پېښه نه وه. طالبانو ټول کارونه همداسې کړي دي چې د بېلګې په توګه به دا څو ياد کړو:
(١) طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال ښوونځي او د ښوونځيو کتابونه وسوځول او دا يې د شريعت خدمت وباله.
(٢) دوى په وړو وړو غلطيو (چې په اصل کې غلطۍ نه وې خو د طالبانو په خپل شريعت کې هم وړې غلطۍ وې) د خلکو سپکاوى او تهديد د افغانانو درناوى تعبير کړ.
(٣) دوى په بازارونو کې د ښځو راښکلو او وژلو ته د ښځو د اسلامي حقوقو نوم ورکړ.
(٤) دوى د افغانستان لرغوني او تاريخي اثار ويجاړ او پاکستان کې په کباړ خرڅولو ته د افغانستان د حفاظت نوم ورکړ.
(٥) دوى هغو ترهګرو ته چې د نړۍ په يو ګوټ کې يې ځاى نه کېده د ټول افغانستان په ورسپارلو د افغانانانو نوم او پېژندګلو وشرموله او دې ته يې د مېلمستيا او غېرت نوم ورکړ.
(٦) دوى امريکا دې ته اړ کړه چې په افغانستان بريد وکړي او په زرګونو هېوادوال په دې قضيه کې له منځه لاړ شي دې کار ته يې د حکمت نوم ورکړ.
(٧) دوى يو ځل بيا د پاکستان او ايران په وسلو سمبال د جنګ مېدان ته راودانګل او نه يواځې پخپلو ځانمرګيو بريدونو او چاودنو يې بې ګناه خلک ووژل بلکې په غلچکيو او ترهګريزو فعاليتونو کې يې داسې تاکتيکونه خپل کړل چې د ناټو او ايتلاف په لاس د بې ګناه افغانانو عامه وژنه وکړي او دا کار يې د جهاد په نامه مشهور کړ.
(٨) او په اخر کې يې د ښوونځيو، ښوونکيو، زده کوونکيو او کتابونو د سوځولو، له منځه وړلو، وژلو او ګواښلو په بهير کې د تعليمي نظام اعلان وکړ تر څو د افغانستان د بې سواده خلکو سترګې پټې کړي او دا وښيي چې دوى د تعليم او زده کړې خلاف ندي. خو دغه خبره اوس ټولو ته معلومه ده ځکه چې لمر په ګوته نه پټېږي. اما اي ايس اي د داسې تبليغاتو څخه د پښتنو په سيمه کې ښه کار اخلي او تنکي هلکان دې ته چمتو کوي چې راشي او په افغانستان کې ورانکارى وکړي.
ددې هر څه سره سره هم د پنځو مياشتو له تېرېدو باوجود د طالبانو ددغه تعليمي نظام نه خو کوم څرک ولګېد او نه د ژورنالستانو لپاره د خبري غونډې تابيا وشوه، بلکې برعکس په دې موده کې د طالبانو لاسونه تر مټو پورې د افغاني ژورنالستانو په وينو سره شول.
د طالبانو د دغې تعليمي پروژې اصليت هغه مهال په ډاګه شو چې د ترهګرو يو وياند عبدالحق، چې په داکتر حنيف يې شهرت درلود، ونيول شو او هغه ځينې هغه اسناد وښودل چې د تعليمي پروژې خبره د اي ايس اي لخوا جوړه شوې وه او له هماغه ځايه رهبري کېدله.
د داکتر حنيف په وېنا دغه پروژه د اي ايس اي د مشرانو او ملا دادالله ترمنځ د يوې ليدنې پر مهال جوړه شوه او د پښتنو د تېرباسلو او د يو نوي تبليغاتي کمپاين لپاره د دواړو خواوو لخوا لاسليک شوه.
دا خبره په بشپړه توګه سمه او د منلو وړ ده. ځکه چې:
لومړى = ملا دادالله د اي ايس اي سره له ډېر پخوا راهيسې کلکې اړيکې لرلې او په افغانستان کې د دغې ورانکارې شبکې د اهدافو پوره کولو لپاره يې هر ډول اقدام ته ملا تړلې وه. د بې ګناه خلکو حلالول او د هغوى ويديوګان جوړول هم په دې کې شامل وو. د اسيا تايم ورځپاڼې پاکستاني ليکوال سيد سليم شهزاد د روان کال د مارچ د مياشتې په لومړۍ نېټه (د مطمين لخوا د تعليمي نظام له اعلان څخه دوه مياشتې وروسته) په يو تفصيلي راپور کې وليکل:
"پاکستان له طالبانو سره معاهد وکړه.
کراچۍ: پاکستانۍ ادارې د ملا دادالله په وساطت له طالبانو سره يوه معاهده وکړه چې تر مخه به يې پاکستان د طالبانو سره د کابل په نيولو کې مرسته کوي او طالبان به په جنوبي سيمو کې د پاکستان د مضبوطولو لپاره کار کوي. معاهده کې راغلي چې په يوه پښه ګوډ ملا دادالله به په زابل، ارزګان، کندهار او هلمند کې د پاکستان د يو پياوړي استازي په توګه کار کوي او پاکستان به دوى ته د بلوچستان له لارې وسلې، جنګيالي او نور وسايل ورکوي".
سيد سليم شهزاد وړاندې ليکي: "د پاکستان ستراتيژي حلقې په دې باور دي چې د يو نظامي قوماندان په توګه به ملا دادالله په راروان پسرلي کې په دې وتوانېږي چې د کابل حکومت او ناټو قواوې په کابل پورې راټولې کړي او همدا د پاکستان هدف دى. اسلام اباد هيله لري چې ملا دادالله يو دپلوماتي شخصيت هم دى او چې حکومت ونيسي نو پاکستان پلوه جنګسالاران به له ځان سره پکې شريک کړي". (http://www.atimes.com/atimes/South_Asia/IC01Df03.html ) خو خداى پاک د پاکستان دغه ارمان پوره نکړ او ملا دادالله په کابل کې د پاکستان د استازي د جوړېدو څخه وړاندې خپل انجام ته ورسېد.
دوهم: د داکتر حنيف له نيول کېدو او د ملا دادالله له وژل کېدو سره د طالبانو دغې تعليمي پروژې هم سر وخوړ او ملا مطمين بيا د مطبوعاتو په وړاندې په دې اړه څه ونه ويل. بلکې طالبانو د ښوونځيو سوځولو او د ښوونکو او زده کوونکو وژلو ته لا زور ورکړ.
درېم: داسې څنګه کېداى شي چې کومو طالبانو په خپله واکمنۍ کې ښوونځي وران کړي او د نصاب په کتابونو وريژې پخې کړې دي او اوس هم ښوونځي سوځوي او د ښوونځيو ګلالي ماشومان په توغنديو ولي، دومره اخلاص او غېرت پېدا کړي چې تعليمي نظام جوړ کړي؟ اوس خو د طالبانو لخوا د ښوونځيو د ورانولو، سوځولو او الوځولو "پروژې" پاکستان ته هم خپلې وزرې وغزولې او د پاکستان طالبان خو بيا دومره وحشي ثابت شول چې ان په تبليغيانو يې ځانمرګى بريد وکړ او نېټ کېفيو ته يې ګواښ کړى چې ځانمرګي بريدونه به پرې کېږي.
د يوې خبرې بايد دلته وضاحت وکړم. کله کله ځينې دوستان له ما څخه پوښتنه وکړي چې پاکستان طالبان تربيه او تقويه کوي نو بيا دوى په پاکستان کې ورانى ولې کوي؟
ځوابونه يې دوه دي. لومړى دا چې پاکستان يواځې د پنجاب نوم دى. د لرې پښتونخوا پښتانه د پاکستان په پوځي تشکيلاتو کې د سره شامل ندي، خو دا پښتانه دي چې ځان پکې هيڅ بې هيڅه شاملوي او وايي چې مونږ پاکستانيان يو. کله چې په پېښور، بنو، باجوړ، وزيرستان، مردان، چارسده او يا نورو سيمو کې د ترهګرۍ پېښې کېږي نو د پاکستان پوځ او پنجاب دې ته هم خوشحالېږي او وايي چې پښتانه مو وځپل او افغانستان مو وران کړ. او که اوس هم ځينې دوستان په دې خبره ټينګار کوي چې نه، لره پښتونخوا پاکستان دى او هلته طالبان فعال دي نو زه ورته بيا په ځواب کې وايم: څه چې کرې هغه به رېبې. او يا لکه رحمان بابا چې وايي:
کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې
چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
نو د طالبانو دغه تعليمي نظام يا پروژه د درواغجنو تبليغاتو يوه برخه، د اي ايس اي د اهدافو د بشپړولو يوه ناره او په خپلو تورو او جنايتکاره مخونو باندې د پردې اچولو يوه هڅه وه خو هغه مخونه چې خداى پاک تور پېدا کړي دي په صابون کله سپېنيږي!!!؟






د طالبانو تعليمي نظام څه شو؟

دوشنبه, 17 دلو 1384 00:00

معلم صلاح الدين

د هېواد تقريباً په ټولو ولايتونو کې د طالبانو لخوا د ښوونځيو د سوځولو، د ښوونکو او زده کوونکو د وژلو او ګواښلو، د زده کړې څخه د کرکې د ښوولو او د انسان دښمنۍ او علم دښمنۍ لړۍ ښه په درز کې روانه وه چې د اي ايس اي لخوا د يو نوي او پوچ تبليغاتي کمپاين په ترڅ کې د جنورۍ د مياشتې په شلمه نېټه د ملا عبدالحى مطمين په نامه يو تن چې ځان د ترهګرو وياند معرفي کوي رسنيو ته وويل: چې طالبان به د مېلادي کال د مارچ او مي په مياشتو کې د يو مليون ډالرو په لګښت يو تعليمي نظام پېل کړي او "د عملي کار په مهال به په يو مشخص ځاى کې د خبريالانو په وړاندې د يوې خبري غونډې تابيا هم وشي".
د اي ايس اي په لارښوونه د افغانستان د ورانولو لړۍ ته د يو شرعي نوم د ورکولو دا اقدام کومه نوې پېښه نه وه. طالبانو ټول کارونه همداسې کړي دي چې د بېلګې په توګه به دا څو ياد کړو:
(١) طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال ښوونځي او د ښوونځيو کتابونه وسوځول او دا يې د شريعت خدمت وباله.
(٢) دوى په وړو وړو غلطيو (چې په اصل کې غلطۍ نه وې خو د طالبانو په خپل شريعت کې هم وړې غلطۍ وې) د خلکو سپکاوى او تهديد د افغانانو درناوى تعبير کړ.
(٣) دوى په بازارونو کې د ښځو راښکلو او وژلو ته د ښځو د اسلامي حقوقو نوم ورکړ.
(٤) دوى د افغانستان لرغوني او تاريخي اثار ويجاړ او پاکستان کې په کباړ خرڅولو ته د افغانستان د حفاظت نوم ورکړ.
(٥) دوى هغو ترهګرو ته چې د نړۍ په يو ګوټ کې يې ځاى نه کېده د ټول افغانستان په ورسپارلو د افغانانانو نوم او پېژندګلو وشرموله او دې ته يې د مېلمستيا او غېرت نوم ورکړ.
(٦) دوى امريکا دې ته اړ کړه چې په افغانستان بريد وکړي او په زرګونو هېوادوال په دې قضيه کې له منځه لاړ شي دې کار ته يې د حکمت نوم ورکړ.
(٧) دوى يو ځل بيا د پاکستان او ايران په وسلو سمبال د جنګ مېدان ته راودانګل او نه يواځې پخپلو ځانمرګيو بريدونو او چاودنو يې بې ګناه خلک ووژل بلکې په غلچکيو او ترهګريزو فعاليتونو کې يې داسې تاکتيکونه خپل کړل چې د ناټو او ايتلاف په لاس د بې ګناه افغانانو عامه وژنه وکړي او دا کار يې د جهاد په نامه مشهور کړ.
(٨) او په اخر کې يې د ښوونځيو، ښوونکيو، زده کوونکيو او کتابونو د سوځولو، له منځه وړلو، وژلو او ګواښلو په بهير کې د تعليمي نظام اعلان وکړ تر څو د افغانستان د بې سواده خلکو سترګې پټې کړي او دا وښيي چې دوى د تعليم او زده کړې خلاف ندي. خو دغه خبره اوس ټولو ته معلومه ده ځکه چې لمر په ګوته نه پټېږي. اما اي ايس اي د داسې تبليغاتو څخه د پښتنو په سيمه کې ښه کار اخلي او تنکي هلکان دې ته چمتو کوي چې راشي او په افغانستان کې ورانکارى وکړي.
ددې هر څه سره سره هم د پنځو مياشتو له تېرېدو باوجود د طالبانو ددغه تعليمي نظام نه خو کوم څرک ولګېد او نه د ژورنالستانو لپاره د خبري غونډې تابيا وشوه، بلکې برعکس په دې موده کې د طالبانو لاسونه تر مټو پورې د افغاني ژورنالستانو په وينو سره شول.
د طالبانو د دغې تعليمي پروژې اصليت هغه مهال په ډاګه شو چې د ترهګرو يو وياند عبدالحق، چې په داکتر حنيف يې شهرت درلود، ونيول شو او هغه ځينې هغه اسناد وښودل چې د تعليمي پروژې خبره د اي ايس اي لخوا جوړه شوې وه او له هماغه ځايه رهبري کېدله.
د داکتر حنيف په وېنا دغه پروژه د اي ايس اي د مشرانو او ملا دادالله ترمنځ د يوې ليدنې پر مهال جوړه شوه او د پښتنو د تېرباسلو او د يو نوي تبليغاتي کمپاين لپاره د دواړو خواوو لخوا لاسليک شوه.
دا خبره په بشپړه توګه سمه او د منلو وړ ده. ځکه چې:
لومړى = ملا دادالله د اي ايس اي سره له ډېر پخوا راهيسې کلکې اړيکې لرلې او په افغانستان کې د دغې ورانکارې شبکې د اهدافو پوره کولو لپاره يې هر ډول اقدام ته ملا تړلې وه. د بې ګناه خلکو حلالول او د هغوى ويديوګان جوړول هم په دې کې شامل وو. د اسيا تايم ورځپاڼې پاکستاني ليکوال سيد سليم شهزاد د روان کال د مارچ د مياشتې په لومړۍ نېټه (د مطمين لخوا د تعليمي نظام له اعلان څخه دوه مياشتې وروسته) په يو تفصيلي راپور کې وليکل:
"پاکستان له طالبانو سره معاهد وکړه.
کراچۍ: پاکستانۍ ادارې د ملا دادالله په وساطت له طالبانو سره يوه معاهده وکړه چې تر مخه به يې پاکستان د طالبانو سره د کابل په نيولو کې مرسته کوي او طالبان به په جنوبي سيمو کې د پاکستان د مضبوطولو لپاره کار کوي. معاهده کې راغلي چې په يوه پښه ګوډ ملا دادالله به په زابل، ارزګان، کندهار او هلمند کې د پاکستان د يو پياوړي استازي په توګه کار کوي او پاکستان به دوى ته د بلوچستان له لارې وسلې، جنګيالي او نور وسايل ورکوي".
سيد سليم شهزاد وړاندې ليکي: "د پاکستان ستراتيژي حلقې په دې باور دي چې د يو نظامي قوماندان په توګه به ملا دادالله په راروان پسرلي کې په دې وتوانېږي چې د کابل حکومت او ناټو قواوې په کابل پورې راټولې کړي او همدا د پاکستان هدف دى. اسلام اباد هيله لري چې ملا دادالله يو دپلوماتي شخصيت هم دى او چې حکومت ونيسي نو پاکستان پلوه جنګسالاران به له ځان سره پکې شريک کړي". (http://www.atimes.com/atimes/South_Asia/IC01Df03.html ) خو خداى پاک د پاکستان دغه ارمان پوره نکړ او ملا دادالله په کابل کې د پاکستان د استازي د جوړېدو څخه وړاندې خپل انجام ته ورسېد.
دوهم: د داکتر حنيف له نيول کېدو او د ملا دادالله له وژل کېدو سره د طالبانو دغې تعليمي پروژې هم سر وخوړ او ملا مطمين بيا د مطبوعاتو په وړاندې په دې اړه څه ونه ويل. بلکې طالبانو د ښوونځيو سوځولو او د ښوونکو او زده کوونکو وژلو ته لا زور ورکړ.
درېم: داسې څنګه کېداى شي چې کومو طالبانو په خپله واکمنۍ کې ښوونځي وران کړي او د نصاب په کتابونو وريژې پخې کړې دي او اوس هم ښوونځي سوځوي او د ښوونځيو ګلالي ماشومان په توغنديو ولي، دومره اخلاص او غېرت پېدا کړي چې تعليمي نظام جوړ کړي؟ اوس خو د طالبانو لخوا د ښوونځيو د ورانولو، سوځولو او الوځولو "پروژې" پاکستان ته هم خپلې وزرې وغزولې او د پاکستان طالبان خو بيا دومره وحشي ثابت شول چې ان په تبليغيانو يې ځانمرګى بريد وکړ او نېټ کېفيو ته يې ګواښ کړى چې ځانمرګي بريدونه به پرې کېږي.
د يوې خبرې بايد دلته وضاحت وکړم. کله کله ځينې دوستان له ما څخه پوښتنه وکړي چې پاکستان طالبان تربيه او تقويه کوي نو بيا دوى په پاکستان کې ورانى ولې کوي؟
ځوابونه يې دوه دي. لومړى دا چې پاکستان يواځې د پنجاب نوم دى. د لرې پښتونخوا پښتانه د پاکستان په پوځي تشکيلاتو کې د سره شامل ندي، خو دا پښتانه دي چې ځان پکې هيڅ بې هيڅه شاملوي او وايي چې مونږ پاکستانيان يو. کله چې په پېښور، بنو، باجوړ، وزيرستان، مردان، چارسده او يا نورو سيمو کې د ترهګرۍ پېښې کېږي نو د پاکستان پوځ او پنجاب دې ته هم خوشحالېږي او وايي چې پښتانه مو وځپل او افغانستان مو وران کړ. او که اوس هم ځينې دوستان په دې خبره ټينګار کوي چې نه، لره پښتونخوا پاکستان دى او هلته طالبان فعال دي نو زه ورته بيا په ځواب کې وايم: څه چې کرې هغه به رېبې. او يا لکه رحمان بابا چې وايي:
کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې
چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
نو د طالبانو دغه تعليمي نظام يا پروژه د درواغجنو تبليغاتو يوه برخه، د اي ايس اي د اهدافو د بشپړولو يوه ناره او په خپلو تورو او جنايتکاره مخونو باندې د پردې اچولو يوه هڅه وه خو هغه مخونه چې خداى پاک تور پېدا کړي دي په صابون کله سپېنيږي!!!؟






يو ځل بيا امر بل المعروف او نهي عن المنکر

دوشنبه, 17 دلو 1384 00:00

ليکونکی : حبيب اله غمخور

پدي ورستيو کې دافغانستان جمهور رئيس دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا لخوا دحج او اوقافو دوزارت په چوکاټ کې داخلاقي اواداري فساد د له منځه وړلوپه خاطر دمذهبي پوليسو (امر بل المعروف او نهي عن المنکر)داداري دجوړولووړانديز منلی دی.
دافغانستان دحج او اوقافو دوزارت چارواکي وايي دغه اداره دافغانستان دعلماو اوروحانيونودغوښتني پر بنسپټ جوړېږي . ددغه دطالبانو څخه په ميراث راپاته اداري دجوړېدو لپاره ښاغلې کرزی ډيرو پېژندل شوو دود پالو او سخت دريزو دستري محکمې سرپرست فضل الهادي شينواري دافغانستان دحج او اوقافو وزير نعمت الله شهراني اودستري محکمې دشوراغړې محمدقاسم دوستي ته دنده سپارل شوېده . تر څو دطالبانو امر بل المعروف او نهي عن المنکر ته ورته يوه اداره جوړه کړې . دښاغلی کرزی لخوا په دغسي يوحالت کي ددوي دغوښتني منل چي دحکومت اداري وړتيااوتوان په ملي او نړيواله کچه تر څرگندي پوښتني لاندي دی په هيوادکي دننه او بهر افغاني ملي ،سياسي بنسټونو ،روڼ اندواو نړيوالو دهيښتيا لامل وگرځېد.
هغه وخت چې ديوشمير کسانو لخوا پر مطبوعاتو او نشراتو په يوه اوبل نامه نيوکی پيل شوي دهر چاسره داسوال پيدا کېده چي ممکن پاکستاني او ايراني استخبارات يو ځل بيا په هيواد کې ددموکراتيکو اوښتنو اوارزښتنو،دمطباعاتو اونشراتي ارگانوپر نيم بنده ازادیو باندي دمذهب له نامه څخه په استفادي سره د دموکراسی دمخالفو يوشمير معلوم الحاله بنسټ پالوپوسيله نيوه کي پيل کړې . دا کار ډير ژرپيل شو کله په تلويزيون کي دښځو اواز او سندرو ويلو سره مخالفت کېده ،کله دمطبوعاتو دليکنو څخه ناراضه وه اوکله يې يو او بل ځاي دامريکايانو له ډاره په پټه په دولتي ادارو کي دښځو دکار ،تحصيل او دهيوادپه سياسي ژوند کې دهغوي دفعالي ونډې اخيستني سره دمخالفت سرښوراوه ،اوخپله ناخوښې يې په يوه اوبله بڼه څرگندول . داسې حرکت دهيواد په داخل اوله هيواد نه بهر دټولو دموکراسي پلوو لخوا په ځير سره څارل کېده . ټول پدې پوهيدل چې ددوي پوسيله به پر دولت فشار واچول شي تر څو دعالمانو سراسري شورا جوړه شې . بلې ! دا شورا جوړه شوه که څه هم شاته دبل چا لاس و ،سياسي موخو اسلامي موخي تر سيوري لاندي راوستلي وې ، دافغانستان دعالمانو سراسري شورا جوړه شوه . داکار تر يوه حده خلکو ته عادي و، ځکه داسي شوراتر 1992م کال د دحاکميت په وخت کښي هم وه ،او دغې شورا خلک له کورنی جگړې نه افغاني او اسلامي اخوت ته رابلل ،اسلامي ارشادات يي دجوماتونو او تکيه خانو دممبر او غونډو دجوړېدو پوسيله دخلکو غوږوته رسول . ولې ددولت په هغوکارو کې چې دمذهب سره يې تړاو نه لاره کار نه درلود، ددوي دنده اسلامي ارشاد اودمذهبي ارزښتنو تبليغ و.
خو دغه دعالمانو شورا چي پدي ورستيو کې جوړه شوه تل تلاښ کړی چئ په دولتي هغو کاروکښي مداخلې وکړې کوم چې په دوي پورې هيڅ اړه نلري . سره لدي چي دافغانستان په نوي جوړ شوې اساسي قانون کې واضح اوڅرگند ليکل شوي چې په افغانستان کې هيڅ داسي قانون چې داسلامي شريعت سره په ټکر کي وي نشي نافذ کيداي ،بيا هم متاسفانه دغه شورا په يوه اوبل نامه دانساني ازاديو ،يعني عقيدې اوبيان دازاديو مخه نيولې ده ،اوپه زياته علاقه سره يي تلاش کړی دولت په کارو کي مداخله وکړې.
په بري سره ددغو مداخلو دوام اودپاکستان لخوا هڅونو پايله داشوه چې خپلې غوښتني په ښاغلی کرزی ومني او دداسي اداري په جوړولو لاس پوري کړې چې نوم يې يوځل بيا افغان ولس په مغذونو کې دطالبانودواکمنی زوروني او زورزياتيو ترخې خاطرې راژوندی کوي.
داسي شواهد شته چي پخوا هم څوځله دپردو په اشاره اوهدايت پر کرزی زور اچول شوی ، تر هغه څه کرښه راتاو کړی چي ددوي په وينادشريعت خلاف گڼل کيږې . همدغې شورا تل درسنيو پر آزادیونيونه کړې اوپرځينو ټلويزيونو باندي يي دبنديز غوښتنه کړېده . که څه هم تر اوسه لا دقيقه معلومه نده چي دا اداره به دکومو صلاحيتو څشتنه وي او په څه دول به کارونه پرمخ بيايي ،خو داسي معلوميږي هغه څه چې دټاکل شوو کسانو پوسيله جوړېږي دطالبانو له امر بالمعروف اونهي عن المنكر سره به ورته يوه اداره وي.
داسي وړاندوينه کيږي چې دغه اداره به دجوړيدو وروسته سمدلاسه تر ټولو لمړی مطبوعات اونشرات په نښه کړې وروسته به په ښوونځيو ،پوهنتونو ،په دولتي او خصوصې اداروکي دښځو پر کار اوراوروسته ددوي پر لباس اونوروهغو څيزونو نيوکې پيل کړي کوم چې داسلامي قوانينو سره به په واقعي ډول هيڅ اړېکې و نلري . پددي توگه به دخلکو ،مطبوعاتو اودولت تر منځ دملي کړکيچ نوی پړاو پيل اوپايلې چې هر څه وي هغه به دهيواداو دموکراسی په گټه نه وي.
دامر بالمعروف اونهي عن المنكر دادارې تاريخ ته کتنه!
بلې دامر بالمعروف اونهي عن المنكر په هکله په ديني کتابونو کې څرگندوني راغلې دي ،رښتيا هم ټول مسلمانان دنده لري خلک د ښوکارونو اجرا اودبدو حخه نفرت ته راوبولي ،ټول هغه څه چي په اسلام کې ورته داجر ا جواز نشته خلکو ته تبليغ او هغو ي يې وبدو پايلومتوجه کړې . خودغه دندې دبشري ټولني دپيداېښت سره يوځاي راپيدا شوې ، دوخت په تيرېدوسره يي په ځينو سيمو کې بېخې مذهبي بڼه اخيستي ده ،ځکه پسله هغه چي مذهب راپيداکېږې اومذهب دخپلو نورمونو له مخې خلک نيکو اخلاقو اوکړنوته رابولي ،دبېلگې په توگه دزردشتي اوبودايي مذهب شعار ((کردانيک اوپندار نيک )) چې ترا وسه په خپل قوت پاته دی . کله چي دلوي څښتن لخوا پر پيغمبرانو اسماني کتابونه رانزل شول په هغو کښي روښانه دمذهب پيروان دنيکو او انساني کړنو سرته رسېدوته هڅول ،داسلام ددېن پيدايښت يوله اساسي لاملو څخه په بشريت کي دوحشت اوبربريت او ټولنيزوناخوالو ختمول و ،هغه څه چې داسلام دسپېڅلې دين تر راتگ اوقران عظيم الشان تر نزول مخکښي وه زيات شمير پوره پوهېږي . کله اسلام په زور په خلکو منل شوی ،فتوحات شوی اوکله بيا دنصيحت تبليغ او نيکو اخلاقو له لاري دنورومذهبونوپيروان داسلام مبارک دين منلوته هڅول شوي او هغوي اسلام منلی دی . کوم څوک به دافتوا صادره کړې چې اوس هم بايد مسلمانان پر نوروميلتو اودنورو مذهبونوپر پيروانو ير غل وکړې تر څو داسلام په دين مشرف شي؟ دوخت په تيرېدو سره زيات شيان او احکامو هم تغير وخوړ . اوس مسلمانان غواړې دنورو سره په ښه گاونډيتوب او دوستانه مناسباتو کي ژوند وکړې.
ستر او انکار نه منونکی حقيقت خودادی چي داسلام دمبارک دين اودهغوي دواقعي اوسپېڅلو پيروانو ،عالمانو ،امامانو اونورو هغو چي غوښتل يې دنورومذهبونو پيروام داسلام په دين مشرف شي دښو ،انساني او عالي اخلاقو ،مهربانيو او خواخوږيو نه يې استفاده کول ،همدا دليل دي چي په ډير کم وخت کې دنړی پر مخ دمسلمانانو شمير تر يو ميليارد اوړې.
متاسفانه داسلام پردغوښو خصوصيتونو په شلمه پېړی کي يو ځاي اوبل ځاي سياسي سوداگری پيل شوې . بېله کومې اړتيا څخه په سياست داسلام ورگډيدوته دهيوادونو دمشرانو اونورو دقدرت تږولخوا تلاښونو پايله وه چې اسلامي مذهبي عقيدې دوه بعدونه ځانته غوره کړه : يعني يو اسلامي عقيده دخداي او عبادت دترسره کولو په موخه اودوهمه يي دمذهبې عقېدې څخه وسياسي موخوته درسيدو لپاره پراخه استفاده چې همدا اوس هم دالړی روانه ده.
د طالبانو دواک تر په لومړی سرکښي دامر بالمعروف اونهي عن المنكر داداره نه درلوده ،پسله هغه چې طالبانو دهيواد ډيره برخه تر خپل حاکميت لاندي راوستل ،آې ايس آي اوپاکستاني بنسټپالو دپښتنو دبدنامولو اودهغوي پر خلاف دولس راپارولو په موخه يې دابېچاره گانو ته داسلام دپتنگانو نوم ورکړ ،بې ځايه يې دهغوله پاکو انساني او اسلامي احساساتو څخه په گټي اخيستلو سره طالب چاواکي وهڅول چې داسلامی احکامو دتبليغ اودطالبانو څخه دخلکودوېرونې په خاطر دغه د دامر بالمعروف اونهي عن المنكر اداري جوړه کړي ،په لومړي سرکي دايورياست غوندي اداره وه بياوروسته يي دوزارت تر کچې پورته کړه.
که رښتيا وويل شي په هغه وخت کي هم ددغه اداري زيات شمير منسوبين اصلا خپله په اسلامي ارشاداتو نه پوهېدل ،هر چا غوښتل چې ددغې اداري کارمند شي ځکه يوازنی اداره وه ،چې دهيڅ ډول قانون په منلو نه وه مکلفه ،څه چې يې زړه غوښته هغه يې تر سره کول . ددې ادارې ناوړ کړنواو ظلمونو افغان ولس دطالبانوپر خلاف راوپاراوه.
دامر بالمعروف اونهي عن المنكر دطالبانو دحاکميت په وخت کې لاندي دندي لرلې:
.۱ . په بازار اوکوڅو کې دځوانانوسرونه په جبر خرېيل ،دږېرو اوسردورېښتانو اندازه کول
۲ . دخلکو په وړاندي يې بيچاره ښځې په شلاخو او کمربندو وهلې ،هغه درناوی چې زموږ په ټولنه ښځې ته کېده ،ددوي لخوا تر پښو لاندي شو. ۳.هغه محصلين دامتحان له صحنې څخه ايستل کيده کوم چې خولۍ به يې نه وه پر سر . ۴. دهغو خلکو وهل ،زورول کوم چي په جماعت لمانځه ته نه حاضرېدل . په وچ زوريي خلک دوهم ځل لمانځه ته مجبورول . ۵ . دموسيقی اورېدل چې ورته دروح غذاويل کيږې او قرنونه په افغانستان کې اورېدل شوېده داسلام څخه په غلط تعبير منع شوه ، دټايپ او ويډو کسټونوچې به يې هر چيږي وليدل ماتول او سوځل . خو خلکو ددوي ددغه ناوړه کار سره مقاومت کاوه ،موسيقي اورېدل کېده ،تنکيو انجونوته دپياوړو ښځو لخوا تدريس کېده اونور....
۶ . که به کومه ښځه دعيني اړتيا له مخي په ټکسي مرټر کې تنهاسوره شول ددغي اداري دخلکو لخوا په مرگ وهل کېده.
۷ . هغوي ماشومان او ځوانان دسپورټي لوبونه بې برخې کړه . دسپورټ لوبغاړي په قتل گاه بدلې شوې ،هلته هره ورځ دخلکو لاسونه ،پښې او سرونه غوڅيدل ،کابل سپورټې لوبغاړې يې نږدې بېلگه ده.
.۸ . ځوانانو نشوه کولاي درشي واغوندي ،اوياږيره وخرېې
۹ / هندو اوسيک ورونه چې زموږ دهيواد له ډيرو پخوانيو اوسېدونکو څخه دي ،لوي او واړه يې ځانونه افغانان بولي داسي تحقير شول چې تاريخ يي مثال نه پېژني.
.۱۰ / نجونې او پېغلي دتحصيل اوکار له نعمته محرومي شوې،په دولتي ادارو کې دښځوپرکار بنديز ولگيد
حقيقت خو دادی چې پدې لار کې پاکستاني بنسټپالو ډلواو استخباراتودوي داسي هڅول چې له دوي نه بلاخير ه لاره ورکه شوه . وروستی تاريخي ناوړه کړنه يې دټولو اسلامي او مدني اصولو او قوانينو خلاف زموږ دهيواد تاريخي اولرغوني اثار وله منځه وړل و . ددغه کرغېڼ عمل په مقابل کې ملې او نړيوال غبرگون دټولو په ياد دی.
طالبانو سرزوري،ناعاقبت اندېشی چې يا نه پوهېدل اويا يې په غټ گمان اختيار نه درلود،دخپلو سياسي تير وتنو قربانيان کړل ، هغوي په خپله په سياسي ځان وژنه لاس پورې کړ .ارزومې داده چي ښاغلی کرزي صاحب دهغو پر قدمو پښه کښې نه ږدې.
ددې ادارې دجوړېدو اړينه شته ؟
پداسي يوه هيواد کې چې ۹۹ په سلو کې وگړې يې مسلمانان وي ،ټول قوانين اوپرېکړې داسلامي شريعت پر بنيا دتر سره کيږي ،په دولت کې دعلې وزارت ،لويه څارنوالي ،ستره محکمه ،دحج او اوقافو وزارت ،دعالمانو سراسرې شورا ،دکورنيو چارو وزارت اژونده څانگې همدا اوس عملا فعالي دي ،په کوم منطق داپه خلکو منی چې دداسي اداري جوړول يو اړين کاردی . دهر هوښيار سړې پدې پوهيږي چې له دغې ادارې نه به په قانونې بڼه دبنسټپالو موخو دسرته رسولو دوسيلې په توگه به کا ر اخيستل کيږي.
ددې اداري ددندواوصلاحيتو په هکله تر اوسه هيڅ نشته ،خو دا داوسنی اداري پېژندل شوی تاکتيک همدادی چې لومړی اداره جوړوي ،بيا ورته ددندولايحه . مگر ځنې دولتي کارمندان په خپلو تشريحاتو کي داسي وړاندېني کوي چې ددې ادارې او دطالبانو دوخت داداري تر منځ به چندان توپير نه وي . خو اوس داسي موډ دی (( هغه اداره بدوه ،ځکه طالبانو جوړه کړېوه ،داښه ده ځکه دوي يې جوړوې )) ،خو زماپه نظر هغه دچاخبره دواړه ديوه آس غوږونه دي . زموږ په هيواد کې يو سياسي منل شوی معمول دی ،ټول هغه څه چې پخوا تر سره شوی خراب دي ، اوس چې هر څه خراب اوياتيرو ته ورته تر سره کېږې ډير ښه اوپرځاي دي.
داريانا تلويزيون سره په خبروکې داوقافو وزارت مرستيال ښاغلى سليمان حامد وايي : د اسلامي ارشاداتو سره سم ددغي ادارې دنده تبليغ ترويج او دعوت دی ترڅو د ټولني خلك ښوكارونو ته را وبولي او د بدوكارنو نه يې منع كړي د هيچا په عزت، ابرو باندی به تعرض صورت و نه نيسی. او ددې ادارې صلاحيت به د اسلام په چوكاټ كې وي نه د طالبانو د رژيم په څير د امرباالمعروف اداره چې پر ولس يې د ژوندكولو ساحه تنګه كړه.
مگردولسي جرګې مرستياله فوزيه كوفي بيا په بل نظر ده ،هغه وايي : د دغو څوكلونو په ترڅ كي ډير كميسيونونه او ادارې جوړي شوې خوښه نتيجه يې نه ده وركړی اوس چې د امرباالمعروف په نوم كومه اداره جوړيږي دانه ده څرګنده چې دا اداره به د څه ډول كسانو نه جوړيږي آيا هغوی به په دې وتوانيږي چې په هېواد كې د فساد مخه ونيسي ؟
دارښتيا خبر ده ، کرزی صاحب او(( 81 )) کلن فضل الهادي شينواری به داداخلاقو او صداقت پريشتې له کومه کړي ؟ چي نه به رشوت خوري اونه خيانت کوې . نوموړی پخپله دهيواد دعدلي لوړ ارگان درهبری صلاحيت تر همدا اوسه لري ،مگر په دولت کې اداري فساد ،رشوت ،زورونه ،خيانت ورک نشو،بلکي دهرې ورځي په تيرېدوسره دومره زيات شو چي بنسټپالوته بهانه پلاس ورغله او دفساد څخه دنجات لار يوازې دهمدې مذهبي پوليسو دادارې جوړول گڼې.
ډير څېړونکی ،افغانان ټول اوحتاهغه دولتي کارمندان چي غواړي ملت ته خدمت وکړې دعدلي ارگانو ( څارنوالی اومحکمې) څخه سر ټکوي په رښتيا هلته رشوت سپېڅلې عنعنه گرځېدلې ده.
دکورنيو چارو په وزارت کې د بډو او اداري فساد پر ضد ادارې سرپرست ذبيح الله عصمتي وايي په افغان حکومت کې اداري فساد او بډې تر بل هر وخت زېاتې شوی دی ، هغه وويل چې له اداري فساد سره مبارزه وخت ته اړتيا لري .((افغانستان د اداري فساد له بحران سره لاس او گريوان دى. خلک نا راضه دي، مجازات او مکافات نشته، دا کار بايد عملي شي )). دوى وويل چې له اداري فساد سره دمبارزې کړنلاره بايد جوړه شي ،په دغه اداره کې پاک او په کار پوه کسان په دنده وگومارل شي ، دبډو لاملونه دې په گوته او ريښې دي ختمې شي ،قوانيين دې روښانه او اسانه شي . د اداري فساد ضد ادارې مشر وويل : د بډو او اداري فساد په لسگونو دوسيې يې څارنوالۍ او قضايي ادارو ته استولي خو د پايلو درک يې نشته . تقريبا ٧٠ دوسيې جزايي محکمو ته استول شوي دي. په دې که دڅو مليونو ډالرو دوسيې شته . موږ څارنوالۍ ته استولي خو ډېرې دوسيې هلته پرتې دي او زموږ ډېره ستونزه په قضا کې ده . هغوى بايد خپل مسووليت ترسره کړې . ښاغلي عصمتي وويل : سيارې يا گرځنده ډلې دولتي ادارو ته د څيړنو اوپلټنو لپاره استوي ، د فساد تر پيښيدو وړاندې په ادارو کې تبليغ کيږي او خبري رسنيو ته دپېښو په اړه معلومات ورکول کيږ ي . 2006 ,26 جولاى BBC
دهغو خلکو دمعلوماتواوپوهاوي لپاره چې وايي دامر بالمعروف اونهي عن المنكر اداره په مصر کي هم شته اړينه بولم ووايم هلته دغسې يوه اداره ده لکه دکورنيو چاروپه وزارت کي چې همد اوس فعاله ده.
دامر بالمعروف اونهي عن المنكر دادارې دپلويانوڅخه کېداي سي پوښتنه وشي په محکمو اوڅارنواليو کې به ددې فساد جرړې څوک باسي ؟ اگر اين مکتب است واين ملا حال طفلان خراب ميبينم
هغه چې دعدالت او انصاف پر مسله ناست دی له هغوي څخه به څوک پوښتنه کوې؟
ښاغلی سليمان حامد استدلال کوي وايي : زموږ اوسنی نظام اسلامي جمهوریت دی ،د افغانستان د خلكو نماينده ګانو دا نوم ورته ټاكلی ،هدف يي لويه جرگه ده . په يوه اسلامي نظام كي د امرباالمعروف د ادراې شتون څه ستونزې نه لري . بلې !ستونزي نلري اونه ولس ورسره مخالف دی مگر دوه سواله مطرح کيږي : لومړی : څه تظمين وجود لری چې د امرباالمعروف اداره به په هېواد كې اخلاقي او اداري د فساد مخه په حقيقي توګه ونيسې؟ دوهم : داسي منلي او اوپاک خلک به له کومه شي چې دهر څه نه خلاص وي ؟ که چاته داډله معلومه وي ښاغلي کرزی صاحب ته دې ورپه گوته کړي چې هغه ناسالم خلک له دولت نه وباسې اوپرځاي يې دوي وگمارې .په هغه صورت کې فکر کوم ددولتي تشکيل بې ځايه پاړسوب او دشيخ پانيانو لپاره دادارې جوړولو ته اړتيا نه ليدل کيږې ،کيداي شې دهغو سپين ږېرو عالمانو چي نور دژوند دفزيکې امکاناتو له مخي دحرکت نه دي حرمت په کوروکي وساتل شې او هلته يې عزت وشي اعزازي معاشونه ورکړه شي اولوکس موټران ورته رانيول شي چې دوي خوشحاله وي.
سليمان حامد وړاندي وايي : دا اداره مخكی په ستره محكمه كی د احتساب د رياست په نوم موجوده وه. خو اوس په حج او اوقافو پوری ونړل شول . سمه خبره ده کله چې يوه اداره ورته دندي بايد سرته ورسوي ،تنهادکومو ملحوظاتوپه خاطر چې په هغه هم ټول پوهېږ ې ،داسي نوی نوم ورته ټاکل چې ولس يې داورېدو څخه نفرت لري کومه اړتيا ليدل کيږي ؟
اغلې فوزيه كوفي داداري فساد څخه خلاصون يوه بله لار هم وړاندي کوي وايي : موږ اوس د بحران په حالت كی يو د زړې ادارې ځای بايد نوې او اصلاح شوې اداره ونيسی . ځكه دا د بحران حالت دی . موږ اداري فساد، د دولت په ادارې كي بيروكراسی او نور مشكلات منو، خوخبره داده چې يوسيسټم را منځته شی . اوس دغه اداري سيسټم ناكاره دی . ددیې لپاره ضروری ده چې په حكومت او دولت كې احزابو ته ونډه وړكړل شي . بله خبره داده چې د اړيكو ځای بايد ضوابط ونيسی نه روابط ، د اوسنی ادارې لويه ستونزه داده چې په نظام كی سياسي احزابو ته ونډه نه وركول كيږی.
موږ ښځو يو ځل د طالبانو په وخت كي دا اداره ازمايلی ده. همدا اوس ترهګر او بنسټپال د نجونو مكتبونه سوځي موږ دا اداره نه غواړو ددغی ادارې جوړيدل د دموكراسی د اصولو خلاف يو عمل دی.
دا چې د افغانستان اساسي قانون او نور قوانين د شرعيت په رڼاكي عمل كوي نو بيا د دغسي ادارې شتون ته هيڅ ضرورت نشته . زه ددغی ادارې جوړيدل دولس په شخصی ژوندكې يوه څرګنده مداخله ګڼم.
اغلې كوفي وايي : د فقي عالمان امرباالمعروف د دين شپږم ركن بولي او دا د هر مسلمان وجيبه ګڼي ترڅو په دې لاره كې ګام واخلي خوپه يوه شرط چې د دغسي ارګان نه سياسي ګټه پورته نشي لكه طالبانو چي دا كار وكړ. اوس دا تظمين نشته چې آيا ددې ادارې نه به په سمه توګه ګټه واخيستل شي او كه به سياسي ګټه ترې پورته شي . دلته بلې مسلي ته هم بايد پاملرنه وشي هغه دشعيه مذهب دپيروانو ونظريات او اندونه ،ځکه يولړکړنې په سوني مذهب کې منع اوشعيه مذهب کي جواز لري .داستونزه به دادنجات اداره څنگه حل کوي ؟ که دا اداره لکه دطالبانو دوخت په دود دپښتنو اوسونې مذهب دپلويانو په واک کښې وې ؟ په هغه صورت کې به دايوه خاينانه طرحه وي ،ځکه يوځل بيا به ددې اداري په نامه دپښتنو دسپېڅلې قوم پر خلاف دنورو قومونو او مذهبونو دپيروانو لخوا زهرجن تبليغات پيل شي ،چي تر يوه حده زه ورسره موافق يم ځکه داسي ښکارې چې دپښتنوپه وسيله پښتانه دنورو قومونو څخه جلاشي . په هغه صورت کې که څوک غواړي اويانه په هيواد کې به دنوروژبو اومذهبونو دپيروانو او نړيوالو نفرت دپښتنو پر ضد مخ پر زياتېدوشي . دپښتانه او دسونې مذهب پيروان بايد پدغه پاکستاني لومه او دسيسه سر خلاص کړې . نعمت الله شهرانی وايي دا اداره به ټولنه دفاسدو خلکوله وجود څخه پاکه اومصونه وساتي . خو خلک داسوال کوي چې شهراني صاحب بايد اول په خپل وزارت کې داداري فساد او رشوت اخيستلو مخه ونيسي.
د حج او اوقافو نومول شوی وزيران نعمت اله شهراني د نوماندي وزير په توگه ولسي جرگې ته . د هغه ژمنې دا وې چې که د جرگې تايد تر لاسه کړي په اړونده وزارت کې به اصلاحات راولي ، د وزارت وقفي ملکيتونه به چې بريد يې له يو لک جريبه اوړي او د پام وړ برخه يې زورواکانو لاندې کړې ، بيرته خپلوي ، د ټولنيز فساد او بداخلاقيو مخه به نيسي ، د نيشۀ توکو خلاف به د منبر له سره مبارزه غښتلې کوي ، د کور دننه به ديني تعليماتو ته وده ورکوي او په بدو کې د ښځو د ورکړې او اجباري ودونو خلاف به د دين له احکامو سره سم د ښځو د حقونو ملاتړ کوې . له ښاغلي شهراني نه د وکيلانو گڼې پوښتنې د حج له مناسکو سره په تړاوو کې د بډې خوړو او فساد په اړه وې .هغه څه چې تير کال يې د دغه وزارت يو شمير لوړپوړي چارواکي د قاضيانو د ميز تر شا هم ودرول . همدې ته په اشارې سره د هرات وکيل مولوي گل احمد اميني دا پوښتنه هم مخې ته کړه چې ولې ښاغلى شهراني د يوه بل ځل لپاره د دغه وزارت گټلو ته راوړاندې شوي دى.
ښاغلي اميني وويل (( د حاجيانو له پيسو نه ناوړه استفادې چې ستاسو د وزارت لوړ پوړو چارواکو پکې لاس درلود يوه لويه رسوايې رامينځ ته کړه.ايا تاسو له دې اړخه ځان پړنه احساسوئ؟ په نورو هيوادونو کې دغه ډول مسوليتونه د وزارتونو مشرانو ته راجع کيږي او دفعتا استعفا کوي .ايا تاسو دا لازم وينئ چې بيا کانديد شوي ياست ؟ )) دې نيوکې ته د ښاغلي شهراني ځواب دا وو چې تر اوسه يې د فساد په تور له دغه وزارت نه گڼ کسان شړلي دي . خو دايې هم وويل : (( بډې نن سبا په افغانستان کې د ماموريت د کلتور يوه برخه جوړه شوې . که يوې ادارې ته ننوځئ ، د بډو له ورکړې پرته ترې نشئ راوتى . رښتيا خوداده چي نه شهراني صاحب اونه هم نوروجگپوړو چارواکو په دولتي اداروکي دفسادمخنيوي ته پاملرنه کړېده . په همدغه وزارت کي چې ددولتي فساد دله منځه وړلو لپاره ديوي بنسټپالې اداري دجوړولو طراح دی فساداو رشوت خوړل دومره زيات دی ،چي څارنوالي ،ستره محکمه اونوري قضايي ادارې به دې هيرې شي.
داخلاقي او اداري فساد لاملونه:
۱ / زيات وخت دژوند اقتصادي ناخوالي پېغلي او ښځي ځان خرڅوني ته اړباسي . چې دا عشق نه بلکه مجبوريت دی . دا 30 کاله کيږي چې دکورنيو جگړې په پايلو کې ډير نارينه مړه شول ،يا زيات شمير کورنی پاکستان او ايران ته کډه شول ،دلته اوهلته يوشمير ښځې داقتصادي ستونزو اوخپل اولاد ته دډوډی دپيداکولو په خاطر اړې شوې چې پر پيسه دارو زنکه بازانو ځان وپلورې . همدا اوس ډير ځله زموږ پاک لمني مجبوري شوې دي چې دپيسو او زوراو قدرت دخاوندانو سره هم بستره شي.
۲ / دافغانستان په اداري سيسټم کې رشوت يوه پخوانی پدېده ده ،خلک دبا انصافه رشوت سره عادت دي ،پخواډير ځله دخپل حق دلاسته راوړلو لپاره رشوت ورکول کېده ،خو اوس يي فرق کړئ دځان او بل دحق دترلاسه کولو لپاره په ادارو کې رشوت قانوني بڼه اخېستې ده . څرنگه چې پرېکړي په محکمو کې کيږې او په محکمو کې هم اوس دينې عالمان دي متاسفانه هغوي درشوت ورکول رواج په خلکو کښي دهرې ورځي په تيرېدو سره ډير کړی دی . گر کفر ازکعبه خيزد کجاماند مسلماني
دا دمنلو وړده چې يو شمير ټيټ پوړې مامورين رشوت داقتصادي ستونزوله مخي خوري ،يعني معاش ورته کفايت نه کوې ،خو په جگه کچه رشوت او اخلاقي فساد بيا کومه اقتصادي اړينه نه بلکه دنفسي غوښتنو او کېدو لپاره تر سره کيږي چې په غټ گمان هيڅ ډول دامر بالمعروف اونهي عن المنكر اداره به دهغې دمخنيوي توان او جرات ونلري . دالمان ږغ دراديو سره داوسنې کابل ښاروال مرکه مې تيره ورځ ژباړل هغه دکابل په ښارکې دقوماندانانو او دولتي قدرت دڅښتنانولخوا دپر خپل سر او بيله دکابل ښار دماستر پلان ، تعميراتي او تخنيکي مقرراتو په نظر کي نيولو سره دجگپوړو مارکيټونو او ماڼيو دجوړولو په هکله ويلي وه : ما ددي لپاره چې دکابل په ښارکې دخپل سره ماڼيو دجوړېدو مخه ونيول شې او دجوړشوو تعميراتو تخنيکی ارزونه وشي څوځله ديوه با صلاحيته کميسيون دجوړيدو وړانديز وکړ ،خو جواب يې دافغانستان دملي دفاع دپخواني وزير مارشال فهيم ټليفون و چې راته ويي ويل پدغه کارو کې مداخله مه کوه.
دامر بالمعروف اونهي عن المنكر اداري راتلونکو مشر چي په لوي گمان به همدا ښاغلی دستري محکمې سرپرست فضل الهادي شينواري صاحب وي ،تاسو به عام ولس وزوروی خو داداري او اخلاقي فساد له سرچينو سره به داړيکو نيولو جرات هم پيدا نکړئ . له هغي ورځي چې دا حکومت جوړشوی وسله ټوله نشوه،دولتې ادارې دتنظيمو تر منځ وويشل شوې ،قانون جوړ خو پلې کولو ته يي هيچا پاملرنه ونه کړه ،ددغي ادارې پوسيله اداري فسادله منځه ول ناشونی کار دي ؛ فساد اومفسدين په دولت کې دي ،تاسو به په خلکو پسي سوټی راواخلی.
په هيوادکې داخلاقي او اداري فساد له منځه وړل د دامر بالمعروف اونهي عن المنكر ادارې تر امکاناتو لوړه خبره ده ،اړېنه برېښي چې ښاغلی کرزی صاحب يې دهغو ريښو وايستلوته په جرات ملاوتړي کوم چې له يوي خوابه اداري او اخلاقي فساد ورک شي له بلې خوا دټولني ټولې اقتصادي ،سياسي ،فرهنگي او اجتماعي ستونزي حل اوافغان ولس به ديو ښيراز ژوند دجوړېدو په لور حرکت پيل کړې.
دغه ملي دندو يادونه که څه هم څوځله تکرار ويل شوې يو ځل بيا ليکم : پو ټول هيواد کې دهمدغو په مرسته چې وايي دسولې تامين ته راغلی يو بيله قيد اوشرط نه دسپکې اودرنې وسلې راټولول ، داوس لپاره دواړه ولي مسلکي مجهزي امنيتي سيستم رامنځته کول ( مسلکي اردو ،پوليس او دامنيت اداره) تر څو ددغو اداروڅخه دقوماندانانو ،تنظيمو او غير مسلکي کسانو لاسونه لنډ نشي هيڅ کاربه کومه مثبته پايله ونلرې . ولې له پخوانيو رژيمو نه راپاته دعالي تحصيلاتو خاوند افسران په ملي اردو او پوليسو کي په دندو نه گمارل کيږي ؟ سړې ته خندا ورشي چي کله کوم دسيوادنه محروم خو اوس دبل پر اوږوراغلی قوماندان ،چې څوک نه پوهيږې چااوکوم دولت دغه ښاغلې ته داپوځې رتبه ورکړې ، وايي : موږ دهغوي نه امتحان واخيست (پخواني افسران)هغو بريالي نشوه ،جالبه ده ؟ هغوي دعالي تحصيلاتو خاوندان واداښاغلي بيا يوازي په غرونوکې داي ايس اي اونورواستخباراتي سازمانوڅخه ماشي ته گوته وروړل زده کړي اويا پوهيږي چې ماينونه څنگه په ښوونځيو ،لارو او پلونو کې ښخ شي ځانوته دداډول څرگنده ونو حق ورکوې ؟ په ليوانو رمې نه ساتل کيږې ، دولتي اداره دهغو کسانو له وجودنه بايد خلاصه شي چې دتحصيل خاوند نه وي ،په دولت کې له پورته تر کښته بيله کوم سياسي ،مذهبي ،قومي او ژبني توپير نه مسلکي او پوه کسانوټاکل ديوي سالمي اداري بنسټ دی . بيله هغه دسالمي ادارې خبر ه يو سياسي سوداگري ده اوبس ، دا دمنلو وړنه ده چي يو ډير ښه تجربه لرونکی بزگر دي دکرهڼي اومالداريی دچارو دوزير په توگ وټاکل شي ،که يوازي تجربه مطرح وي بيانوپه اساسي قانون کې بايد تغيرات راوستل شي دتحصيل او مسلکي تجربې پر ځاي دې يوازي يوازي عملي تجربه په نظر کي ونيول شي . په ټولنيز ژوند کې دنارينه اوښځو لپاره دمساويانه گډ يامستقل کار امکانات برابرول ،دهر ډول زړودودېزواو بنسټپالو داسي وړانديزوچې له نړيوال بهير څخه زموږ دهيواد دانزوا لامل گرځي نه منل ، دقومې مشرانواو غيري سياسي ديني عالمانو سره مشوره اودهغوي دړانديزونو دپلي کولو لپاره لاري چاري لټول . دنارينه او ښځې لپاره دکار،تعليم او تحصيل دزمينې دبرابرولو لپاره دکورنيو اوبهرنيو امکاناتو څخه گټه پورته کول ،دهيواد زراعتي بنسټ چې اوس خراب دي له سره احيا ، بې مځکو بزگرو ته ددولتي مځکو ويش ،دکورنيو زراعتي محصولاتودخرڅلاو لپاره په هر ډول چې کيږي بازارلټول .، دکورنيو زراعتي او صنعتي توليداتو څخه حمايه ، دکانو راايستل ،دبندونو جوړول ،دلويو او وړو توليدي سنعتي او کرهڼزو پروژوتاسيس به يوشمير هغه ناخوالي ورکې کړې کوم چې همدا اوس افغان ولس ورسره لاس په گريواندی . نه غواړم برنامه وليکم خو زما په فکر ددولتي ادارو دپاړسوب پر ځاي ديوې وړوکې او مسلکي ادارې نه کااخيستل او دقانيت پلي کول به دټولو فسادونو مخه ونيسي . پاي 2006.07.29
دليکنې لپاره دلاندي اسنادو څخه استفاده شوې ده:
۱ / ددعوت مجلې 117,118,123, 125,130,131,135,135
.۲ / ډاکتر اکرم عثمان ليکنه : توسل به پوليس مذهبي ،يک اقدام سوال بر انگيز
.۳ / بي بي سي ويب پاڼي نشرات
۴ / داريايي ويب پاڼی له نشراتو څخه
۵ / پيمان ملي او صهار په خير ويب پاڼو ۶/ بينوا ويب پاڼه کې دښاغلې شريف سليمانخيل ليکنه دامر بالمعروف اونهي عن المنكر دادارې جوړيدل!!
۷ افغانستان رو ويب پاڼه
۸ / لينته رو ويب پاڼه
.۹ / دآزادي امريکاږغ او بي بي سي راډيو له خپرونو څخه ياداښتونه
۱۰ / شخصې ياداښتونه








وسلې په مدرسو کښې او مليان په بورقو کښې

دوشنبه, 17 دلو 1384 00:00

عجب خان دولت ز

د لال جومات خونړۍ معاملې په لاندې څو حقايقو د ثبوت مهر ولګولو:
١) مدرسو کښې وسلې په پرېمانه پېمانه شته.
٢) مور پلار مدرسو ته خپل بچي ديني تعليم ته وروستلي خو مليان ورته د ټوپکو او بارودو تعليم ورکوي.
٣) مدرسې د فرقه واريت او تعصب په خورولو کښې لوئي لاس لري.
٤) مليان د خپلو شخصي ګټو لپاره نه يواځې شريعت او اسلام استعمالوي بلکې د پرديو بچو وژلو ته هم تيارېږي.
٥) او چې کله پردي بچي د بارودو په ډهېران کښېنوي نو پخپله په بورقه کښې تښتي.
لږ به ددې معاملې پس منظر ته هم لاړ شو. د لال جومات مشر خطيب مولانا عبدالعزيز او کشر ورور يې مولانا عبدالرشيد د اسلام اباد په قېمتي ښار کښې په سرکاري ځمکو قبضه او بيا استعمال په داسې حال کښې شروع کړو چې په حکومت کښې د اعجاز الحق او چوهدري شجاعت او د حکومت نه بهر هم ځينې اهم خلق ورسره ملګري وو. کله چې دوى سرکاري ځمکې قبضه کولې (ايا قبضه په اسلام او شريعت کښې شته؟) نو شريعت نافذولو ته ئې خيال نه وو خو کله چې حکومت يو دم د دوى د قبضه ګيرۍ د مخنيوي کوشش وکړو نو دوى فوراً د شريعت د نافذولو کار شروع کړو. يعنې د خپلو تورو مخونو او ناوړه کارونو د پټولو لپاره ئې په خپل ځان د شريعت پرده راواچوله او د دوى مدرسو ته د ديني تعليم لپاره ورغليو ځوانانو، پېغلو او ماشومانو ته ئې کوتکونه او کلاشنکوفونه په لاسونو کښې ورکړل چې "شريعت" نافذ کړي.
حکومت چې کله دا لوبه وکتله نو د خپلو نورو مسئلو نه د ځان خلاصولو لپاره ئې د دوى نه د کار اخيستلو پرېکړه وکړه او مزے ئې ورپسې سُست کړو. کوتک بردارو ورانکارو نور هم ډاډ ترلاسه کړو او په اسلام اباد کښې کله د دوکانونو سوځولو او کله د يو او بل په تښتولو ئې د شريعت د نافذولو کار شروع کړو. حکومت د چيف جسټس د کېس نه د دنيا د پام اړولو لپاره دوى ته څلور مياشتې فري هېنډ ورکړو. ددې فري هېنډ په دوران کښې مولوي عبدالعزيز، چې په بورقه کښې له نيول کېدو وروسته په انټي عزيز مشهور شوے دے، په ډېره لوړه درجه پرواز وکړو او د ځانمرګيو بريدونو دړکې ورکول ئې شروع کړل. که لږ وخت ورته نور ورکړل شوے وے نو کېدے شي چې د دهشت ګردۍ دغه درجه ورته هم خداے نصيب کړې وے. خو حکومت په داسې وخت کښې چې د چيف جسټس کېس په عروج کښې شو او ملک کښې بارانونو او سېلابونو د حکومت ټولې دعوې له بېخه راوويستلې او د سندهـ وزير اعلى د خپلې ناکامۍ ذمه واري په خداے پاک ورواچوله، نو حکومت همدا موقعه غنيمت وګڼله او د لال جومات خلاف د اپرېشن فېصله وشوه.
د اپرېشن د شروع کېدو سره د مولانا عبدالعزيز د جهاد، شريعت، بهادرۍ، ځانمرګيو بريدونو او خلافت د پوکڼۍ نه ټوله هوا ووتله او په داسې حال کښې ئې په بورقه کښې د تښتېدو هڅه وکړه چې په لال جومات او جامعه حفصه کښې دننه لا دوه زره هلکان او جينکۍ ايسارې وې. ددې خودساخته اميرالمؤمنين جهاد او شريعت بس همدومره ؤ؟ دده ورور مولانا عبدالرشيد هم کله چوهدري شجاعت او کله اعجاز الحق ته ټليفونونه کول او وئيل ئې چې په مدرسه کښې د ايسارو طالبانو د مرګ نه د بچ کولو لپاره تيار دے چې حکومت ته ځان وسپاري. ايا دا سوچ ده په اول سر کښې نۀ شو کولے؟ دا دېرش کسان چې مړه شول دا ده ته انسانان نۀ ښکارېدل؟ ايا ددۀ د جهاد او شريعت زور همدومره ؤ، کۀ دۀ جهاد کولو او شريعت ئې نافذولو نو د خداے نه د مدد غوښتلو په ځائې ئې چوهدري شجاعت ته ولې ټليفونونه کول؟
په هر حال، وائي چې دير آيد درست آيد، اوس چې د پاکستان حکومت د دې مذهبي منافقانو او کاروباريانو او دهشت ګردو خلاف يو جهاد شروع کړے دے نو پکار ده چې په نيمه کښې ئې پرې نږدي. که د پاکستان حکومت رښتيا هم دهشت ګردي ختمول غواړي او غواړي چې د فرقه واريت او د مذهب په نوم د يو څو تنګ نظرو مليانو دا کاروبار نور ختم کړي نو همدا صحيح وخت دے چې د نورو مدرسو خلاف هم په نمبر نمبر همداسې اپرېشنونه وکړي او په لکونو هغه ځوانان او ماشومان چې د مدرسو دننه د فرقه واريت او دهشت ګردۍ د تعليم، د برين واشنګ، د جنسي استحصال سره مخ او د ناپوهۍ په کنده کښې پراته دي، ددغه بې کاره ژوند نه خلاص او د انسانيت او ورورولۍ دې پراخه نړۍ کښې شامل کړي. دا به يو طرف ته د پروېز مشرف د حکومت يوه لويه کاميابي او بل طرف ته پاکستان ته د وسله بردارو مدرسو او برقعه پوش مليانو نه د خلاصون يوه ذريعه وي.








برخورد طالبي مقامات سويدني با پناهجويان افغان

دوشنبه, 17 دلو 1384 00:00

نسيم سحر معاون انجمن و مسوول کميسيون امور پناهندگي انجمن

برخلاف خبر بي بي سي " سوئد پناهجویان افغان را اخراج نمی کند " ويا " دولت سوئد توافق کرده است که از اخراج اجباری پناهجویان افغان خودداری کند" دولت سويدن برنامه اخراج اجباري افغانها را رويدست گرفته است و اين مطلب در اطلاعيه مطبوعاتي حکومت فعلي صراحت دارد . درين اطلاعيه گفته ميشود که اين موافقتنامه بعنوان آخرين راه حل ، زمينه را براي اخراج اجباري افغانها مساعد ميسازد . احضارنمودن پناهجويان در روزهاي اخير توسط اداره مهاجرت سويدن و گذاشتن اولتيماتوم براي ترک سويدن در ماه اگست 2007 ادعاي ما را تائيد مينمايد . مقامات سويدني مانند طالبان ( در يک دست کلام خدا ودردست ديگر شمشير ) دريک دست پول وعودت داوطلبانه به افغانستان ودر دست ديگر زور و اخراج اجباري با اولتيماتوم برخورد مينمايند . با تاسف و اندوه فراوان بايد تذکر داد که کمیساریای عالی پناهجویان سازمان ملل متحد ومقامات افغاني در توافقنامه سه جانبه ، امکانات اين تدابير ظالمانه مقامات سويدني را نيز مشروعيت داده اند . در ماده چهارم ، پراگراف سوم الترناتيف عودت داوطلبانه بمثابه آخرين راه حل مدنظر گرفته شده که همانا اخراج جبري افغانها از سويدن است . دولت سويدن به يک دستاويز ضرورت داشت که موافقتنامه سه جانبه اين نقش منفي را ادا مينمايد وبراي مقامات سويدني اين توافقنامه بعنوان ابزار حقوقي وقانوني غرض اخراج جبري افغانهاي پناهجو مبدل خواهد شد . حکومت بي کفايت افغانستان بعوض اينکه شرايط مساعد را غرض عودت براي افغانهاي که در بدترين ووحشتناکترين شرايط در کشورهاي ايران وپاکستان بسر ميبرند، مساعد بسازد ، بدنبال پناهجويا ن افغان در اروپا بوده ، جائيکه اينها حداقل کار ومسکن نسبتاٌ آبرومندانه داشته و حداقل از کمکهاي انساني برخوردار اند وحتي بسياري شان توانسته اند فاميلهاي شانرا در وطن کمک مالي نمايند . مابه نمايندگي افغانهاي پناهجو، با امضاي توافقنامه توسط نماينده حکومت افغانستان شديداٌاعتراض داريم و عنقريب نامه سرگشاده درين زمينه نشرخواهد شد .

ما عليه اين توافقات برپا مي خيزيم وبتاريخ 27 جولاي مارش کنان تظاهرات خود رااز شهر نورشوپنگ سويدن آغاز وبتاريخ 30 جولاي در ستوکهولم پايان ميدهيم .

مسير راه ما :

Fredag 27/7 Start kl 10-11 opinionsmöte vid Migrationsverket, avmarsch till
Katrineholm

Lördag 28/7 Från Katrineholm möte vid kyrkan kl 10 till Stjärnhov

Söndag 29/7 Från Stjärnhov till Södertälje

Måndag 30/7 Från Södertälje till Stockholm, Mynttorget
پيشروي پارلمان سويدن از ساعت 16.00 الي 18.00
همين اکنون يک سازمان مدافع حقوق پناهجويان مبلغ 20 هزار کرون براي غذا و نوشيدني تظاهرکنندگان در شهر کترني هولم تخصيص داده است . به نامه او توجه نمائيد :

Hej
Klart med pengarna. Vi har avsatt 20 000:- till mat(kraftiga smörgåsar) och
dryck

Jag bor i närheten av Stjärnhov, är hemma det datumet.Skall tala med avd,s
kassör för att frigöra lite pengar till mat och dryck samt få med
intresserade .
Återkommer så snart jag har mer info .
/ST
Sixten Thuresson
Meteorvägen 13
646 92 Gnesta

نسيم سحر معاون انجمن و مسوول کميسيون امور پناهندگي انجمن








!.افغانستان بايد له پاکستان سره څه وکړي

یکشنبه, 16 دلو 1384 00:00

ليک: اجب خان

وايي کله چې د ٢٠٠٢ کال د اکتوبر په مياشت کې پاکستان کې ټولټاکنې وشوې او د پاکستان د پوځي خېټورو په مهربانۍ مليانو زيات سيټونه وګټل نو ورسره داسې اوازې هم پېل شوې چې مولانا فضل الرحمن به د پاکستان صدراعظم جوړېږي . همدغه وخت يو تن د پاکستان تر ټولو لويې انګليسي ورځپاڼې DAWN ته په يو خط کې وليکل :
((پخپله د پاکستان جوړېدل زمونږ لپاره يوه د ناخوښۍ خبره وه خو زه په هغه وخت کې ماشوم وم او په دې خبرو نۀ پوهېدم. بيا د لومړي ځل لپاره پخپله جناح ټاکل شوې اسمبلي ماته کړه نو مونږ له زغم څخه کار واخيست. ورپسې نور ډېر ناروا کارونه وشول لکه د لياقت علي خان وژل کېدل، د فاطمه جناح سره دوکې کېدل او داسې نور. بيا بنګال د پاکستان څخه بېل کړاى شو او بنګله دېش جوړ شو. دغه هم مونږ وزغمل . بيا د ضياء الحق په نوم يو تن د امريکا تلعمري ايجنټ بوټو اعدام کړ او په پاکستان کې يې د مذهبي کرکې، کلاشنکوف، هيروين او بې غيرتۍ بازار ګرم کړ خو دغه هم مونږ برداشت کړ. په اخر کې مو مشرف او د هغه حرام خواره وزيران هم وزغمل. ولې اوس چې مولانا فضل الرحمن د پاکستان صدراعظم جوړېږي نو دا نوره د زغم خبره نده. لهذا په کومه ورځ چې فضل الرحمن صدراعظم جوړ شي هغه به زما په پاکستان کې اخري ورځ وي )).
دغه پوره خبره مې په دې وکړه چې پاکستان له ډېرې مودې څخه په افغانستان کې نۀ يواځې لاس وهي بلکې د سر د ويښتو نه نيولې د پښو د نوکانو پورې يې د افغانستان په تباهۍ، ورانۍ او در په درۍ کې ځان لړلى دى. کله يې د جهاد په نوم جهادي غلو ته وسلې او مهمات ورکړي دي او کله يې د شريعت په نوم د طالبانو په لاس زمونږ مکتبونه، زمونږ کتابتونونه، زمونږ ملي شتمنۍ او زمونږ وطن راوران کړى او زمونږ تنکي ځوانان يې وژلي دي. وژلي نۀ بلکې د پوخ فصل پشان يې رېبلي دي .
خو دا هغه وختونه وو چې په افغانستان کې يو داسې حکومت نۀ و چې د پاکستان څخه د دې پوښتنه وکړي ځکه چې که جهاديان وه او که طالبان، جوړ شوي خو په اسلام اباد کې وه. ولې اوس چې په افغانستان کې يو داسې حکومت دى چې د افغان ولس لخوا ټاکل شوى دى او افغانان ورته خوشبين دي او افغانان چې نور د جګړو څخه تر پوزې راغلي دي نۀ غواړي چې دا يو څه نا څه په پښو ودرولى ژوند هم له لاسه ورکړي. نو په داسې حال کې د پاکستان لخوا د طالبانو له لارې په ډېره بې شرمۍ سره د افغانستان د ورانولو لړۍ ته دوام ورکول نوره د زغم خبره بالکل نۀ ده. د افغانستان ولسمشر جناب حامد کرزي په دې لړ کې په تېرو څو ورځو کې په ډېره جراتمندانه توګه پاکستان ته وويل چې (نور دې زمونږ خلک زمونږ په وژلو پسې نۀ رالېږي او نور دې دا خيال له سره وباسي چې ګنې د افغانستان حکومت به په اسلام اباد کې جوړېږي ).
خو د پاکستان حکومت ډېر په بې شرمۍ سره وايي چې مونږ د طالبانو مرسته نۀ کوو. ولې کله کله د دوى د خولو نه يوه داسې خبره هم راوځي چې د طالبانو د ملاتړ ښکاره ثبوت وي. لکه د پاکستاني جنرالانو پوخ وظيفه خور مولانا فضل الرحمان چې کله کله ووايي (طالبان رښتيني مجاهدين دي او مونږ غواړو چې په افغانستان کې د هغوى شريعت راشي). دغسې مشرف هم يو ځل ويلي وه (مونږ چې وغوښتل چې په افغانستان کې ټاکنې بې له کومې ګډوډۍ وشي نو همداسې وشول ).
د افغانستان حکومت بايد نور د پاکستان د لاسوهنې د مخنيوي لپاره د سوال او زارۍ نه کار وانخلي او د "وسپنه په وسپنه غوڅېږي " په اصطلاح هر هغه اقدام وکړي چې کولاى يې شي. لکه :
د افغانستان حکومت دې لومړى پاکستان ته يوه مياشت وخت ورکړي چې خپل طالبان او خپل ترهه ګر په خپله ختم کړي او په افغانستان کې د لاسوهنې څخه نور لاس واخلي. که پاکستان په يوه مياشت کې داسې ونکړي نو بيا دې په افغانستان کې اعلان وکړي چې که هر چا طالبانو ته پناه ورکړه نو هغوى به بمباري کولاى شي. له يوې مياشتې وروسته دې حکومت د خپلو او بهرنيو ټولو وسايلو څخه کار واخلي او هر چرته چې د طالب نښه ليدل کېږي هغه ځايونه دې بمباري کړي. ورسره دې د امريکا او هندوستان په ملګرتيا په پاکستان نېغ په نېغه بريد هم وکړي. ځکه چې کږه خوله په سُوک سمېږي. که د افغانستان حکومت په پاکستان د بريد توان نلري نو بيا دې په بلوچستان، سندهـ او پښتونخوا کې هغو خلکو ته مرستې ورکړي چې د پاکستان په ضد پاڅون کول غواړي او ورسره دې په پاکستان، په ځانګړې توګه په پنجاب کې ځان مرګي بريدونه او چاودنې هم پېل کړي.په مدرسو، مکتبونو، پوهنتونونو او دولتي ادارو کې دې چاودنې، بريدونه او ځان مرګې حملې وشي نو لدې لارې به پاکستان ته پته ولګي چې د سېره څو پخېږي .